cookie

ما از کوکی‌ها برای بهبود تجربه مرور شما استفاده می‌کنیم. با کلیک کردن بر روی «پذیرش همه»، شما با استفاده از کوکی‌ها موافقت می‌کنید.

avatar

مبارزین اسلام

هدف ما بیداری امت خدمت به امت جور کردن فکر مسلمان ها ... نابودی پلان های یهود نصرانی ها مشرکین است.....به کمک الله تعالی صرف بخاطری رضایی الله تعالی در نشر موضوعات انقلابی همرای ما هم کار باشید ... جزاک الله خیرا 🤍🏳👉🤲

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استزبان مشخص نشده استدین و مذهبی
پست‌های تبلیغاتی
367
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
اطلاعاتی وجود ندارد7 روز
اطلاعاتی وجود ندارد30 روز

در حال بارگیری داده...

معدل نمو المشتركين

در حال بارگیری داده...

این کانال ب فروش میرسد کسی خریدار است مالکیت اصلی با ممبر 13k پیوی @alokabar_vi
نمایش همه...
*🌷يوه صوفي ځوان دخپل ملګري څخه وپوښتل🌷* *آيا ته خپل سر تر رسول الله ﷺ قربان وې؟* *هغه ملګري يې ورته وويل ته اوس څه وايې زما ټول وجود دي تر رسول الله ﷺ قربان وي* *صوفي ملګري ورته وويل زما ګران آشنا* *که ته درسول الله ﷺ سره دومره زيات محبت لرې چي دخپل سر څخه زيات ټول بدن ترده صل الله عليه وسلم قربان وې* *نو غوږ سه زه تاوينم چي ږيره خريل درسول الله ﷺ نه خوښيږي تا ولي دده دغه مبارک سنت په مردارو لښتيانو کي وغورځوي البته هغه هم په پيسو باندي چي سلمان ته دي ورکړلې او په نمبر ورته ناست وې انتظار دي وکړي خپل نوبت ته*🌷 *ستا سترګي زه تاوينم چي په ټليفون کي هغه څه وينې يا ګورې چي په دغه کار سره رسول الله ﷺ سره سخت خپه کيږي* *ستا غوږونه زه وينم چي دمبائل ګوشکي دي هر وخت په غوږ کي ايښي وي يا دغسی دسروز کليپونه اورې*. *ستا ژبه زه وينم چي هر وخت وايې ددې شوقي څومره ښه اواز دی اوداسي نور......* *او په داغه ژبه ته وهغه چاته ويل کوې چي دسروزونو او فلمونو خرڅوونکي وي دافلانی فلم او فلانی دسروز کليپ مېموري ته را واړوه.* *په لاسونو هم اخته يې يو فلم تيروې بل راتېروې*. *په پښو هم وهغه ځايونو ته روان يې چي په هغه ځاي کي هميش دګناه کارونه تر سره کيږي.* *نو ايا ته څنګه تر رسول الله ﷺ خپل سر او ځان قربان وې هغه ملګري هم سر لاندي وځړاوه او دشرم څخه په سوچونونو کي ډوب سو*.🌷 *نو مسلمانانو وروڼو تاسو هم چي هر کار کوۍ دخپل الله ﷻ او رسول الله ﷺ مينه محبت او ناراضه کېدل په سوچ کي در ګرزوي چي هر کار کوي لومړی داسوچ کوي چي په دغه کار کولو سره خوبه الله تعالٰی او رسول الله نه ناراضه کيږي نو ان شاالله دګناه څخه به مو* *دخلاصون لار پيداکړې وئ.*🌷 *دثواب دپاره يې شريک کړئ.*
نمایش همه...
په سجده او رکوع کي نورې دعاوي ویلای سو؟ سوال: ایا د لمانځه په سجده او رکوع کي موږ نورې دعاوي ویلای سو که صرف دا تسبیحات باید وویل سي؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر په فرض لمانځه کي افضله داده چي صرف تسبیحات (سبحان ربي الاعلی، سبحان ربي العظیم) وویل سي او نورې دعاوي و نسي دا ځکه چي نورې دعاوي مسنون او منقول نه دي، د فرض لمانځه څخه ماسوال په نفلو او نورو کي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نورې دعاوي منقول دي. د بېلګي په ډول سره رسول الله صلی الله علیه وسلم په رکوع کي دا دعاء ویل: "اللَّهُمَّ لَكَ رَكَعْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَلَكَ أَسْلَمْتُ، خَشَعَ لَكَ سَمْعِي، وَبَصَرِي، وَمُخِّي، وَعَظْمِي، وَعَصَبِي" چي د رکوع څخه به راپورته سو د قیام په حالت کي د "ربنا لك الحمد"  څخه وروسته بې دا دعاء ویل: «مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ أَهْلُ الثَّنَاءِ وَالْمَجْدِ أَحَقُّ مَا قَالَ الْعَبْدُ وَكُلُّنَا لَكَ عَبْدٌ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَ لَايَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ» او په سجده کي بې دا دعاء ویل: "اللَّهُمَّ لَكَ سَجَدْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَلَكَ أَسْلَمْتُ،  سَجَدَ وَجْهِي لِلَّذِي خَلَقَهُ، وَصَوَّرَهُ، وَشَقَّ سَمْعَهُ، وَبَصَرَهُ، تَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ" همداسي د دوو سجدو په منځ کي بې دا دعاء ویل:  «اَللّٰهُمَّ اغْفِرْ لِيْ وَارْحَمْنِيْ وَعَافِنِيْ وَاهْدِنِيْ وَارْزُقْنِيْ» حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح  کي راغلي دي: په رکوع کي سنت دغه تسبحات درې ځلي ویل دي لکه په حدیث شریف کي چي راځي: "و" يسن "تسبيحه" أي الركوع "ثلاثًا" لقول النبي صلى الله عليه وسلم: "إذا ركع أحدكم فليقل ثلاث مرات، "سبحان ربي العظيم" و ذلك أدناه، و إذا سجد فليقل: "سبحان ربي الأعلى" ثلاث مرات و ذلك أدناه"، أي أدنى كماله المعنوي و هو الجمع المحصل للسنة لا اللغوي و الأمر للاستحباب." (کتاب الصلوة فصل فی بیان سننها، ص: ۲۵۶) په فتاوی شامی کي راغلي دي: سنت طریقه په فرضي لمانځه کي صرف تسبیحات دي په رکوع او سجده کي، په احادیثو کي بل څه نسته. "وليس بينهما ذكر مسنون، وكذا) ليس (بعد رفعه من الركوع) دعاء، و كذا لايأتي في ركوعه وسجوده بغير التسبيح (على المذهب) و ما ورد محمول على النفل. ( كتاب الصلوة، باب صفة الصلوة، ج:1، ص:۵۰۵، ط:ايج ايم سعيد )
نمایش همه...
(بسم الله الله الرحمن الرحیم) ( پــه اوداســه کشــي دعــاوي ) الاستفناء: محترم مفتي صاحب ــــــــــــــــــ👇🏻 په اوداسه کشي پر اندامونو کمي دعاوی ویل کیژي بینوا توجروا الجواب باسم ملهم الصدق والصواب محترمه له بسم الله الرحمن الرحیم ورسته ده خولي ده پریوللو په وخت کي دي دادعاوایي 👇🏻 اللهم اعني علي تلاوة القران وذكرك وشكرك وحسن عبادتك ده پزي ده پريوللو په وخت👇🏻 اللهم ارحني رائحة الجنة ولاترحني رائحة النار دمخ ده پریوللو په وخت کشي به دادعاواي👇🏻 اللهم بیض وجهي يوتبيض وجوه وتسود وجوه ده راسته لاس ده پریوللو پروخت به دادعاوایی👇🏻 اللهم اعطني كتابي بيميني وحاسبني حسابا يسيرا دچپ لاس ده پریوللو په وخت کی👇🏻 اللهم لاتعطنی کتابي بشمالي ولامن وراء ظهري دسر ده مسحي په وخت كي👇🏻 اللهم اظلني تحت ظل عرشك يوم لاظل الا ظل عرشك دغوژو ده مسحي په وخت كي👇🏻 اللهم اجعلني من الذين يستمعون القول فيتبعون أحسنه دغاڑي ده مسحي په وخت كي👇🏻 اللهم أعتق رقبتي من النار ده راستي پشي دپريوللو په وخت كي👇🏻 اللهم ثبت قدمي علي الصراط يوم تزل الأقدام دچپي پشي دپريوللو په وخت كي اللهم اجعل ذنبي مغفورا وسعيا مشكورا وتجارتي لن تبور او ده اوداسه څخه ورسته به دا دعاګاني وایی👇🏻 اشهد ان لااله الا الله وحده لاشریک له واشهد ان محمدا عبده ورسوله اللهم اجعلنی من التوابین واجعلنی من المتطهرین سبحانک اللهم وبحمدک استغفرک واتوب الیک كمافي ردالمحتار ج۱ص۱۲۷ وکذافی الطحطاوي ج۱ص۷۶ فصل من اداب الوضوء وکذافی تبیین الحقائق ج۱ص۷ وکذافی در الحکام ج۱ص۱۲ وکذافی فتاوی دینیه ج۱ص۲۹۸
نمایش همه...
- كه په يو آيت کي يو کلمه پاته سي بسم الله الرحمن الرحيم الاستفتاء : : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته مولوی صاحب : که ديو چا څخه په قرائت کي ديو آيت په مابين کي يوه کلمه پاته سي په دغه سره لمونځ فاسديږي او که نه ؟ بینو ا توجروا الفتوی بعون الله تعالی نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّیْ وَنُسَلِّمُ عَلی رَسُوْلِهِ الْکَرِیْمِ وَعَلی الِه وَاصْحَابِه اَجْمَعِین. اما بعد محترمه: :که داسي کلمه پاته سي چي دهغه په پاته کېدلو سره دآيت معنی ته ډېر تغيير رسيږي لكه فما لهم لايؤمنون كي لا ÷ونه ووائي نو په دغه سره لمونځ فاسديږي، او که داسي کلمه پاته سي چي دهغه په پاته کېدلو سره دآيت معنی ته ډېر تغيير نه رسيږي نو په دغه سره لمونځ نه فاسديږي ولما في الفتاوى الهندية وَإِنْ غَيَّرَ الْمَعْنَى تَفْسُدُ صَلَاتُهُ عِنْدَ عَامَّةِ الْمَشَايِخِ نَحْوُ أَنْ يَقْرَأَ فَمَا لَهُمْ يُؤْمِنُونَ فِي لَا يُؤْمِنُونَ بِتَرْكِ لَا هَكَذَا فِي الْمُحِيطِ وَفِي الْعَتَّابِيَّةِ هُوَ الْأَصَحُّ. كَذَا فِي التَّتَارْخَانِيَّة ج ۱ ص ۷۹ كتاب الصلاة الباب الرابع في صفة الصلاة الفصل الخامس في زلة القاري ) ولمافي رد المحتار : قال في شرح المنية: وإن ترك كلمة - من آية - فإن لم تغير المعنى مثل - وجزاء سيئة - مثلها - بترك سيئة الثانية لا تفسد وإن غيرت، مثل - فما لهم يؤمنون - بترك لا، فإنه يفسد. عند العامة؛ وقيل لا والصحيح الأول . ( ج ۱ ص ۴۶۸ كتاب الصلاة باب مايفسد الصلاة ومايكره فيها مطلب مسائل زلة القاري , كذا في قاضيخان على هامش الهندية ج ۱ ص ۱۵۴ كتاب الصلاة باب الحدث في الصلاة ومايكره فيها وما لا يكره فصل في قراءة القران خطأ وفي الاحكام المتعلقة بالقراءة ,كذافي الفِقْهُ الإسلاميُّ وأدلَّتُهُ
نمایش همه...
Repost from هرات خبر
Photo unavailableShow in Telegram
#يوه_ضروري_یادونه نور به زموژ ترانې او خبرونه اولاً ده یوتیوب چينل سخه نشر کيژي نو هیله کوؤ دلته راسره ملګري شئ https://youtube.com/@Talebmediaa https://youtube.com/@Talebmediaa آو پوسټونه مخته درسره شیر کئ #یک_یادآوری_مهم ترانه های و اخبار بیشتر ما ابتدا در کانال یوتیوب پخش می شود، پس لطفاً در اینجا به ما بپیوندید https://youtube.com/@Talebmediaa https://youtube.com/@Talebmediaa و پست ها را با دوستانتان به اشتراک بگذارید. @Talebmedia |طالب میډیا
نمایش همه...
د مشورې آداب عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا خَابَ مَنِ اسْتَخَارَ، وَلَا نَدِمَ مَنِ اسْتَشَارَ، وَلَا عَالَ مَنِ اقْتَصَدَ» (المعجم الأوسط: 6/ 365) ژباړه: د انس بن مالک – رضي الله عنه- څخه روایت دئ، نوموړی وايي چي رسول الله – صلی الله علیه و سلم- وفرمایل: كوم كس چي استخاره وکړي هغه به خوار نه سي او کوم کس چي مشوره وکړي هغه به پښېمانه نه سي او کوم کس چي په نفقه کي میانه روي وکړي هغه به فقیر نه سي. د هر کار تر کولو مخکي شریعت د دوو شیانو د ترسره کولو حکم کړی دئ:  د عالمانو، مشرانو او نورو د رایو د خاوندانو سره مشوره کول.  استخاره کول چي طریقه يې د فقهي په کتابونو کي ذکر سوې ده. نو هر مسلمان بنده ته پکار ده چي د خپلو کارونو په کولو او یا نه کولو کي د نورو خلکو څخه مشوره وغواړي او دغه مشوره باید د ځینو آدابو مطابق وغوښتل سي، چي د مشورې اخیستلو ځیني آداب په لاندي ډول دي: 1. د مشورې غوښتلو لپاره باید د ښه مشاور په انتخاب کي ښه فک روسي تر څو ده ته ښه مشوره ورکړي. 2. مشوره باید قبوله کړل سي. 3. که د ډېرو خلکو څخه د مشورې غوښتنه وسي او هغوی په خپلو رایو کي سره مخالف وه، که دوی و یوې نتیجې ته و نه رسېدل نو بیا دي د هغو خلکو مشوره ومنل سي چي هغوی ډېر وي. 4. په احکامو، واجباتو، فرائضو او محرماتو کي مشوره نه سته، بلکي پر انسان باندي لازمه ده چي الهي اوامر، نبوي اوامر او د امامانو اوامر نافذ او عملي کړي، بلکي په شخصي کارونو کي مشوره کول پکار دي، لکه: واده کول، د یو کار شروع کول او داسي نور. 5. د ناصح، عاقل او امین مشاور د امر مخالفت باید و نه سي. 6. د عاقل سره مشوره وکړه که څه هم ستا ملګری نه وي او د جاهل سره مشوره مه کوه که څه هم هغه ستا قریب وي. 7. د هغه چا سره باید مشوره وسي چي هغه تقواداره وي، د الله تعالی څخه بېرېږي او تجربه کار وي. 8. د فاسق، احمق، درواغجن، خائن، بې عقل، بخیل، بې غیرته او نافرمانه سړي سره باید مشوره و نه سي. 9. د داسي چا سره باید په ځینو شیانو کي چي د هغو افشا کول تاوان لري مشوره وسي چي هغه د خلکو رازونه نه افشا کوي. 10. مشوره باید د داسي چا سره وسي چي هغه امین وي، ځکه په حدیث شریف کي راغلي چي د چا څخه چي مشوره وغوښتل سي هغه باید امانتداره وي یعني که د راز خبره وي هغه باید افشا نه سي که بل ځای وي په هغه کي باید داسي مشوره ورکړل سي چي په هغه کي خیر وي. 11. کله چي مو د علماوو او صالحینو څخه مشوره وغوښتل نو د همدغه مشورې تر څنګ پر الله پاک توکل هم وکړه. 12. که د چا څخه مشوره وغوښتل سوه او هغه نه سوای کولای چي مشوره ورکړي، نو باید و بل داسي چا ته يې رهنمائي وکړي چي هغه په مشوره پوهېږي او د رایو د خاوندانو څخه وي. 13. که د یو چا څخه مشوره وغوښتل سوه او ده جواب ورکړئ او د هغه کار کول یا نه کول د مشورې مخالف سو، نو باید پر مشوره کوونکي تهمت و نه ویل سي. 14. که مو یو څوک ولیدئ چي د یو کار د کولو او یا نه کولو اراده يې درلوده او مشوره يې نه کول، نو یو د خیر مشوره بې له مشورې غوښتلو ورکړه. 15. د بل شخص مشوره باید رد نه کړل سي او هغه ته باید داسي و نه ویل سي چي دا سمه مشوره نه ده، یا دا صحیح نه ده، یا دا مشکله ده، بلکي د بل په مشوره کي الله تعالی خیر اچوي که څه هم هغه سخته یا مشکله وي. 16. هر چا چي مشوره درکړه لومړی باید په هغه ښه ځان پوه کړئ او تر هغه وروسته بیا فیصله وکړئ.
نمایش همه...
کله چی ابراهیم نخعی(رح) وفات شو نو خپل ځای ناستی یی حماد(رح)پریښود او کله چی حماد(رح) وفات شو نو ته یۍ خپل ځای ناستی جانشین پریښودلی . واسفا چی تاسی دخپل نائب او خلیفه دټاکلو نه چی مونږ ته دی معرفی کړی وو رحلت مو وکړ. . ددی واقعی تفصیل په((عقود الجمان)) کی وگوری. ستاسی دمزید دعاگانو طلب گار
نمایش همه...
خطیب بغدادی(رح)په تاریخ بغداد کی نقل کوی. یو ورځ چا تری پوښتنه وکړه . چی سفیان ثوری(رح)ډیر فقیه دی یا امام ابوحنیفة(رح)؟؟؟؟؟ په ځواب کی یی وویلی موزاته په هغه شیانو کی کیږی چی یو شی له بل شی سره اقلا تعلق او مناسبت ولری . امام ابوحنیفه(رح) دفقهی بنیاد او بنسټ ایښودونکی دی او سفیان ثوری(رح) یو فقهی عالم . .(تاریخ البغداد) په سنة۲۱۲ھ کی د ۹۰ کالو په عمر کی وفات شو. 🌹🌺❤(۸) عبدالرزاق بن همام(رح).❤🌺🌹 علامه ذهبی(رح)فرمایی. احد من الاعلام الثقات . مشهور او دلوړی درجی محدث وو .بخاری شریف مسلم شریف او او داحادیثو لوی کتابونه ددی (رح) له روایاتو څخه مالا مال دی. له امام احمد(رح)څخه پوښتنه وشو چی آیا تاسی له عبدالرزاق (رح)څخه لوړ شخصیت په علم حدیث کی تر اوسه لیدلی ؟؟ ویفرمایلی .نه نه می دی لیدلی . دائمه و لویو اکابرینو لکه سفیان بن عینیه یحیی بن معین علی بن المدنی امام احمد په فن حدیث کی یی شاگردان ول. (ترجمه عبدالرزاق د کتاب معانی الاثار اوتاریخ یافعی) په فن حدیث کی یی لوی تألیف ((جامع عبدالرزاق ))باندی مشهور دی . امام بخاری(رح)معترف دی چی ما د مصنف عبدالرزاق(رح) څخه ډیر لوړ او عظیم گټه اخیستی . امام ذهبی(رح) ددی کتاب تعریف په (میزان الاعتدال کی لیکی. چی ((د علم لوی خرانه دی))دی (رح) په فن حدیث کی دامام صاحب (رح) له مشهورو شاگردانو څخه شمیرل کیده. دی (رح) ډیر وخت دامام صاحب(رح) دصحبت څخه برښمن شوی او ورسره پاتی شوی څرنگه چی فرمایی. ((ما تراوسه تر امام اعظم صاحب(رح) څخه حلیم او بردبار عالم ندی لیدلی )) عقود الجمان په سنة۱۲۶ھ زیږیدلی او په سنة۲۱۱کی وفات شوی. 🌹🌹❤(۹) داود طائی(رح).❤🌹🌹 الله(ج) ورته ډیر عجب حسن او ښایست ورکړی وو . اهل صوفیه(تصوف) یی خپل کامل مرشد گڼی. په تذکرة الاولیا۶ کی یی ډیر لوړ او عالیه مقام ذکر شوی. ټول ائمه فقها۶ددی د علمیت وتفقه تاید او توثیق یی کړی . دامت لویو محدثینو(رح) ددی په باب داسی فرمایلی . ((ثقة بلازیغ)) محارب بن دثار (رح) مشهور محدث ددی په باب داسی فرمایی . که چیری داود(رح) په پخوانیو زمانو کی تیر شوی وو ناشونی به نه وو چی الله سبحانه تعالی(ج) ددی قصه به په قرآن کی ذکر کړی وو . خطیب البغدادی(رح) اوعلامه ذهبی (رح) ددی(رح) وصف داسی بیانوی چی دخاصو خصوصیاتو درلودونکی لوی او عظیم شخصیت وو . (تاریخ البغداد جواهر المضیه میزان الاعتدال) د امام صاحب(رح) دارشد او مشهورو شاگردانو څخه وو .چی په سنه۱۶۰ھ کی وفات شوی. ❤⬅(1۰) پرته له دی محدثینو څخه ډیری نور مشهور محدثین دامام صاحب(رح) له شاگردانو څخه ول چی تعداد یی زرهاو تنو ته رسیږی .لکه فضل بن وکیع، حمزه بن عبدالزیاد ،ابراهیم بن طهمان ، سعد بن اوس، عمرو بن میمون، فضل بن موسی. رحمة الله تعالی اجمعین او داسی نور . دهغه د امام صاحب(رح) څو تنه شاگردان (( مشت نمونه خروار)) دی چی دلته می ذکر کړ . 🥀❤😭( د امام صاحب(رح) وفات رحلت.)😭❤🥀 د امام صاحب(رح) وفات وروسته له هغی څخه کله چی دوه ځلی محبوسیت چی د قضا۶ دمنصب د نه قبلولو په باره کی وو دخلیفه منصور لخوا په کال ۱۴۶ھ په زندان محکوم شو کله چی خلیفه منصور پوه شو چی امام صاحب (رح) ددی خبرو او حکم ته ارزښت نه ورکوی او بی اعتنا۶ دی نو دخپل دقصر دیو جاسوس په واسطه چی دا (( خبیث جاسوس ))ځان یی امام صاحب (رح) ته نیک او خواخوږی معرفی کړی وو. په طعام خواړه کی یی ورته زهر ورکړ کله چی امام صاحب (رح) د زهرو آثار پخپل جسم کی ولید او پوه شو چی زهر یی ورکړی نو دشهادتین کلمه یی په ژبه جاری شو سر یی په سجده کیښود او حق سبحاته تعالی ته یی ځان تسلیم کړ او په کال سنة ۱۵۰ھ کی رحلت شو .(انالله وانا الیه راجعون) حسن بن عماره(رح) ورته غسل او تکفین ور کړ د تکفین په موقع کی یی داسی زمزمه کوله .والله تاسی دټولو فقها۶و اوعابدانو څخه لوړ او بهتر یاستی. دامام صاحب(رح) نعش (جسد)مبارک د ماذیگر (عصر)ته قریب دامام صاحب (رح) دوصیت مطابق شرقی(حیزران)بغداد کی چی امام صاحب(رح)به ویلی دا ځمکه مغصوبه ندی خاورو ته وسپارل شو. خطیب بغدادی(رح) لیکی.شپږ ځله دامام صاحب(رح) دجنازی لمونځ د خلکو دکثرت او زیاتوالی له وجهی ادا شوی چی په هر بار لمونځ کی تقریبا پنځوس زره کسانو برخه اخیستی . خطیب(رح) زیاتوی چی د تدفین نه پس تر شلو ورځو پوری ډلی ډلی خلک راتلل او په مقبره باندی یی دجنازی لمونځ کاوه . (تاریخ البغداد خطیب البغدادی) د امام صاحب(رح) د رحلت نه پس شاگرد یی عبدالله ابن مبارک(رح) د امام صاحب د زیارت په قصد مقبری ته یی حاضر شو. زار زار یی وژړل او ویل یی الله (ج) ته یی د انعام او اکرام خاوند گرځولی وی.
نمایش همه...
چی ممتاز شاگردان یی ابو یوسف(رح) داود طائی(رح) زفر(رح) اسد بن عمر(رح)یوسف بن خالد التمیمی(رح) یحیی بن ابی زائده(رح) وو . امام طحاوی (رح) روایت کوی چی ددی مجلس دتحریر او لیکلو چاری یحیی ابن زائده(رح) ته سپارل شوی وو چی تقریبا دیرش کاله یی دا دنده مخته وړله او خدمت یی کوله . همداسی فرمایی. عافیه(رح) اوزی(رح) عزی(رح) علی مسعر(رح) قاسم بن معن(رح) هم ددی مجلس له گډون والو څخه ول . ((عقود المرجان لامام الطحاوی(رح).)) دامام صاحب (رح) لایق او ارشد تلامیذ په علم حدیث او فنونو کښی . حافظ ابوالمحاسن شافعی(رح) د(۹۱۸)تنه شاگردانو نومونه چی دامام صاحب (رح) د ارشدو مشهورو شاگردانو څخه شمیرل کیده نقل کړی او په سند سره یی ذکر کړی . ⬅امام شافعی(رح)' فرمایۍ. ما د امام صاحب ابو حنیفه(رح) دشاگرد څخه چی امام احمد(رح) دی یو اوښ بار علم می حاصل کړی. . 🥀❤(1)یحیی بن سعید القطان(رح).❤🥀 د فن الرجال سلسله لومړی ځل له دی نه پیل شوی دفن الرجال بنسټ ایښودونکی دی. ⬅علامه ذهبی (رح) په تذکرة الحفاظ کی فرمایی . لومړی کس چی فن الرجال یی ولیکه یحیی بن سعید القطان(رح) دی له دی نه وروسته په دی فن کی شاگردان یی یحیی بن معن(رح) علی بن المدنی(رح) امام احمد ابن حنبل(رح) عمروبن علی الفلاس(رح) ابوخشیمه(رح) لیکل او تبصری یی کړی. او وروسته له دوی څخه امام بخاری (رح) وامام مسلم(رح) هم مذاکرات یی کړی . مراتب یی مره په فن حدیث کی پورته وو کله چی به یی په تدریس پیل کاوه او دتدریس په مسند به کښیناسته. امام احمد ابن جنبل(رح) وعلی بن المدنی به په ډیر ادب لاس په نامه به ورته ولاړ وو او زدکړه یی تری کوله . ((فتح المغیث وجواهر المضیئة)) ⬅امام احمد ابن حنبل (رح)' ددی(رح) په شان کی فرمایی. (ما رایت بعینی مثل یحیی بن سعید القطان(رح)) یعنی زما سترگو ددی نظیر تراوسه ندی لیدلی. دالوی محدث په اکثرو مسایلو کی به یی دامام صاحب(رح) پیروی کوله او فرمایلۍ . قداخذنا باکثر من اقواله . ما په ډیرو مسایلو کی دامام صاحب(رح)'پیروی پرځان لازم گڼل. ⬅امام ذهبی (رح) د وکیع بن الجراح به باب فرمایۍ. یفتی بقول ابی حنیفة وکان یحیی بن القطان یفتی بقوله. وکیع(رح)' امام ابو حنیفه(رح)' په قول باندی یی فتوی ورکوله او همداسی یحیی بن القطان(رح) . په سنة۱۲۰زیږیدلی اوپه سنة۱۹۸ھ بصره کی وفات شوی . . 🌹❤(۲) عبدالله ابن مبارک(رح).❤🌹 امام محدث نووی(رح) په تهذیب الاسما۶واللغات کی لیکی . عبدالله ابن مبارک(رح) داسی امام دی چی ددی په امامت او جلالت علمیت کی علی العموم الجماع شوی رتبه او لوی مقام چی عبدالله ابن مبارک(رح)' په فن حدیث کی کسب کړۍ عموم محدثینو(رح)دیته د امیر المومنین فی الحدیث لقب ورکړی . په یو مجلس کی ددی شاگرد ورته د یا عالم المشرق خطاب وکړ .په دی مجلس کی امام سفیان ثوری (رح) چی مشهور محدث دی موجود وو . دی طلبه ته یی خطاب کی وویلی ای طلبه ولی ظلم کوی چی عبدالله(رح) ته عالم مشرق وایی په داسی حال کی چی هغه عالم الشرق والغرب دی ⬅امام احمد ابن حنبل(رح) فرمایی. هیچا تر عبدالله ابن مبارک هومره په احادیثو کی زحمت ندی ایستلی . په صحیح المسلم وبخاری شریف کی تر زرو زیاد احادیث تری روایت شوی . خلاصه تهذیب الکمال. تاریخ ابن خلدون. هغه(رح)د امام صاحب(رح) دنامتوشاگردانو څخه دی چی. همیشه به یی ویلی. (لولا ان الله اغاثنی بابی حنیفه وسفیان ثوری.) که چیری الله(ج) زما لاس نیونه د ابو حنیفه(رح)وسفیان ثوری(رح)په واسطه نه وه کړی زه به یو معمولی انسان وم. تهذیب التهذیب په وصف دامام ابوحنیفه(رح)' . رأیت ابوحنیفه حین تولی. ویطلب علمه بحراغزیرا. خطیب بغدادی(رح) د عبدالله ابن مبارک(رح) ډیری اشعار یی پخپلو کتابونو کی ذکر کړی. د (مرو) اوسیدونکی وو په سنة۱۰۸ھ کی زیږیدلی اوپه سنة۱۸۱ھ کی وفات شوی دی . 🌺❤(۳)یحیی بن زکریا بن ابی زائده(رح).❤🌺 دمشهور اولوړ محدثینو څخه وو . علامه ذهبی(رح)' دا یی دلومړیو محدثینو او په اوله طبقه د ثقه حافظ محدثینو په فهرست کی یی ذکر کړی. تذکرة الحفاظ. د امام بخاری (رح) مشهور استاذ علی بن المدنی(رح)' فرمایی. د یحیی په عصر کی پر یحیی باندی خاتمه دعلم وو. ((میزان الاعتدال)) په صحاح سته کی له دی څخه په زرهاواحادیث روایت شوی .او دۍ(رح) پخپل عصر کی دلویو محدثینو او فقهاو څخه شمیرل کیده . علامه ذهبی (رح) د یحیی (رح)په باب فرمایی. ((احد من الفقها۶ والمحدثین الاثبات )) (میزان الاعتدال) دۍ(رح)'د امام صاحب(رح)د مشهور او لایقو شاگردانو څخه شمیرل کیده چی ډیر زیاد وخت یی دامام صاحب(رح) دصحبت څخه برخمن وو.
نمایش همه...
یک طرح متفاوت انتخاب کنید

طرح فعلی شما تنها برای 5 کانال تجزیه و تحلیل را مجاز می کند. برای بیشتر، لطفا یک طرح دیگر انتخاب کنید.