cookie

ما از کوکی‌ها برای بهبود تجربه مرور شما استفاده می‌کنیم. با کلیک کردن بر روی «پذیرش همه»، شما با استفاده از کوکی‌ها موافقت می‌کنید.

avatar

شـاعر شفیق بیدار

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ زمونږ رسمي چینل لینګ ☟ https://t.me/Baidar8 زموږ شخصي رابیطه☟ https://t.me/baiadar

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استپشتو250دین و مذهبی79 311
پست‌های تبلیغاتی
330
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
-17 روز
-1230 روز

در حال بارگیری داده...

معدل نمو المشتركين

در حال بارگیری داده...

AUD-20231021-WA0022.mp35.79 MB
ــــــــــــ غزل سترګو جلوې دوې ڪیسې یار بې مزې دوې ڪیسې نه یې خبر خو وغږیدې څو دقیقې دوې ڪیسې د خدای د ڪور عزت ساتو زموږ میڪدې دوڪیسې راځه ڪار نه خلاصیږي ڪړې بهانې دوې ڪیسې بیا به ارمان زما ڪړې مڪړه دوکې دوې ڪیسې ترخپل مطلب چې رسې لارې اوږدې دوې ڪیسې بیـدار هم ستا لپاره راغلو اوس ترې ځې دوې ڪیسې ــــــــــــ 1402/8/5 کندهار ؟ اج نبي💞
نمایش همه...
ــــــــــــ غزل تا پرې ویلې سپاره ښه نه وه مــا یې اخیستې نامه ښه نه وه د عشق دیدار باید غرمه ڪې وشي خو زما لپاره دا غرمه ښه نه وه زړه مې وو شوی چې سندرې واورم واعظه دومره زر توبه ښه نه وه ما ویل توبه اېستل ډیر زر پڪار ده ما ویل خو ستا دا طریقه ښه نه وه د عشق ڪیسه باید صفا صفا ڪړو په منځ ڪې پاتې لانجه ښه نه وه بس ڪله ڪله یې له درده وڪړو ګني په دې عمر نشه ښه نه وه چې خپل ڪیردار نه ڪړو موږ خپله سهي بیا څله موږ وایو زمانه ښه نه وه بیـداره ذوق دې مینې پټ وساته د پردو ښځو تماشه ښه نه وه ـــــــــــــــ 1402/7/30 خپله جونګړه؟
نمایش همه...
ـــــــــــــــ غزل مخ دې ښکــلوم لڪه کعبه د خدای تا سم مچو ڪوم لڪه سجده د خدای زما او ستا لیده ګوره سم لڪه یعقوب غوندې ولیدو یوسف یعقوب واړه معجوزه د خدای ما په خیرات ڪې ورته ورڪړه د زړه صدقه ما وې چې وي په ڪال ڪې یوه شپه د خدای په ژوند یې ورټـــو په مرګ پسې آهــــونه ڪوو په مړو هم تنګه ڪړو لــــویه هدیره د خدای هر څه په قسم شرو هرڅه په قسم ختم هر څه چې خرڅیږي په قسم او کلیمه د خدای هلته په ممبر ولاړ هلته په سجـــده توبه داانسان خلاص له ګناء لـــږ څه اندېښنه د خدای موږه یې لاڪیف غواړو بیداره تشو لپو ڪې هر څه یې خواږه خواږه داده شڪرانه د خدای ــــــــــــــــــــــ1402/7/29 خپله جونګړه؟
نمایش همه...
ـــــــــــ غزل ورخطا ڪیږم نو دې ځڪه زه دې نوم اخلمه چې راسره مې وي ادڪه زه دې نوم اخلمه ته چې مې څنګ ته راسې وشرمیږم سر مې را ځوړنډ ڪړم په ځمکه زه دې نوم اخلمه پرون یې وویل زما ڪور خوا ڪې مه ودریږه څوڪ به دې ووهي هلڪه زه دې نوم اخلمه ما پرون ولیدې خو هیڅ د شرمه نه ودریدم ما ویل ڪه ودریدم چابکه زه دې نوم اخلمه ته چې ما ووینې بې سُور غوندې شې ڪه بیا دې ونیولم ڪلڪه زه دې نوم اخلمه بیـدار بیا دیدن ته راغلو ورخطا ښڪاریږي تا ورته نه ویل وَرڪه زه دې نوم اخلمه ــــــــــــــــ 1402/7/30 خپله جونګړه؟
نمایش همه...
ــــــــــــــ غزل له زړه یې هیــــره ڪړه  بلا ورپسې هیڅ ڪله ور نـــه شې آشنا ورپسې اوس ورته مه ژاړه چې یار دې بایلود بیا  ګرځېدل دی  بې معنا ورپسې مینه هنر غـــــواړي او ڪار دې هنر پــرون هـــم دا خبره  وڪړه ما ورپسې د یار بیلتون د زهرو غړپ وو تیر شو نې اوس خبر اورم او نه کوم ژړا ورپسې د زړګي درد ڪه دوهم وار تڪرار شي توبه داسې نه ورڪړم دوهم ځلې سا ورپسې ټول ارمانونه مې بیـداره په زړه کې پاتې ځان تسلئ له پاره وایم چې بلا ورپسې ــــــــــــــــــــ 2023/10/7 خپله جونګړه؟
نمایش همه...
ــــــــــــــ غزل هره ورځ وي ویر ماتم په افغانانو بس تــر ټولې نړۍ غم په افغانانو د یو غم نه مو بری موندلی نه وي بل غم راشي شـي سم په افغانانو اې خالقه رحم وڪړې په موږ ټولو رحم وڪړه چم په چم په افغانانو ګناء ګار یو ډیر بې حده زما ربه ته خو وڪړې نور ڪرم په افغانانو نور مو وساتې ستا قهر او غضب نه رحم وڪړې ته نور هم په افغانانو اې بیـداره تــــوبه اوباسه خالق ته ستا حـضور ته ولاړ یم په افغانانو ــــــــــــــــــ 2023/10/11 خپله جونګړه؟
نمایش همه...
ــــــــــــــ غزل له زړه یې هیــــره ڪړه  بلا ورپسې هیڅ ڪله ور نـــه شې آشنا ورپسې اوس ورته مه ژاړه چې یار دې بایلود بیا ګرځېدل دی بې معنا ورپسې مینه هنر غـــــواړي او ڪار دې هنر پرون له آه سره وڪړه دا خبر ما ورپسې د یار بیلتون د زهرو غړپ وو تیر شو نې اوس خبر اورو او نه کوو ژړا ورپسې د زړګي درد ڪه دوهم وار تڪرار شي توبه داسې نه ورڪړم دوهم ځلې سا ورپسې ټول ارمانونه مې بیـداره په زړه کې پاتې ځان تسلئ له پاره وایم چې بلا ورپسې ــــــــــــــــــــ 2023/10/7 خپله جونګړه؟
نمایش همه...
ـــــــــــــــــ غزل چې د خـــپل عیب نا خبر شي سړی هغــو ته څنګه به بـــیا ور شي سړی چې حق د خویندو له خپل پلار وغواړي تــر دې به کلک تر دې به نر شي سړی چې ټول په یوه ڪور کې خوشحاله اوسو وایـــم تــر دې به بختور شي سړی مینه دوستي بــاید له زړه نه وڪړو هسې نه وروسته بیا منګر شي سړی مینه اسلام مـــو په یو ځــای پاللي ځنیو ڪم بختو سره په ښڪر شي سری بیــدار دې ټـــوڪې ورته زړه وویل پـه دې خبر تـــرې مـــرور شي سړی ــــــــــــــــ 2023/10/4 خپله جونګړه کندهار ملا نصیر اخوند✍🏼
نمایش همه...
ــــــــــــــ غزل نــــــری بــــــاران یخه ګوټه زه او هغه د چـــــا دلاس ګرمه قهوه زه او هغه خـــــدایه نشه ڪې شو یو بل ته غاړې خـــــالي ګوټه دواړه نشه زه او هغه داســـــــې نیږدې یو څه ویلی نشو زموږ په منځ ڪې دا ڪیسه زه او هغه یو څوڪ مو وه نه ویني بده ده خو د ڪور مو خلاصـــــه دروازه زه او هغه بیـداره دې عشق په اصلی دام ڪړه بنده راسره ناسته وه خدای شته زه او هغه ــــــــــــــ 2023/9/29 خپله جونګړه کندهار؟
نمایش همه...
یک طرح متفاوت انتخاب کنید

طرح فعلی شما تنها برای 5 کانال تجزیه و تحلیل را مجاز می کند. برای بیشتر، لطفا یک طرح دیگر انتخاب کنید.