cookie

ما از کوکی‌ها برای بهبود تجربه مرور شما استفاده می‌کنیم. با کلیک کردن بر روی «پذیرش همه»، شما با استفاده از کوکی‌ها موافقت می‌کنید.

avatar

وطنه ته زما يې

                 ګرانو دوستانو  ✋تاسو ته ښ‍ــه راغلاست وايم ✋ دلته تاسو ترلاسه کولي شي ډيزاين #اسلامي_معلومات 🕋 #حديث_شریف 📖 #مطالعه_کول 🔍 #نوي_کتابون         https://t.me/joinchat/AAAAAEcZznMhaLIgPWk0xw

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استزبان مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
پست‌های تبلیغاتی
499
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
-47 روز
-1130 روز

در حال بارگیری داده...

معدل نمو المشتركين

در حال بارگیری داده...

حـــدیث‌ رسول اللهﷺفرمايلي! د انسان اکثره گُناهونه د هغه د ژبي له امله وي. (بخاري شريف: ٢٠٠١)
نمایش همه...
*رسول الله ﷺ فرمایلي دي: هر څوک چې یوه روژتي ته روژه ماتی ورکړي د هغه کس د روژې په اندازه ثواب او اجر وړي ، پرته له دې چې د روژتي له اجر او ثواب څخه دې څه کم شي. 📚 سنن الترمذي٨٠٧، سنن ابن ماجه١٧۴۶.
نمایش همه...
هوښیار سړي خپل زوی ته وویل: زویه! چي خوښه دي وي، د هغه شخص سره ملګرتیا وکړه، مګر د ۵ ډوله خلکو سره ملګرتیا مه کوه: ⒈ د درواغجن شخص ملګرتیا مه کوه،. ځکه د درواغجن خبري لکه سَراب; لیري درته نژدې کوي او نژدې درته لیري ښکاره کوي (ټول ژوند په درواغو او درواغجنو وعدو درباندي تېروي، ژوند به تیر سي، خو تاسو به دده د درواغجنو وعدو پرته هیڅ نه وي ترلاسه کړي). ⒉ د احمق شخص ملګرتیا مه کوه، ځکه احمق داسي فکر کوي چي تا ته ګټه در رسوي، خو په حقیقت کي تاوان در رسوي. ⒊ د طمع کوونکي شخص ملګرتیا مه کوه، ځکه هغه دي په اوبو او خواړو هم خرڅوي (که یو چا د ډوډۍ طمع ورکړه، تا پرېږدي). ⒋ د بخيل شخص ملګرتیا مه کوه، ځکه بخپل دي په داسي وخت کي یوازي پریږدي چي ستا به سخته ورته اړتیا وي. ⒌د بېرندوکي او بې زړه شخص ملګرتیا مه کوه، هغه دي شرموي، سپکاوي دي کوي، ستا د کورنۍ سپکاوي هم کوي او بیا دي په کیسه کي هم نه وي (ستا په تاوان یې پروا نه کیږي). #ژباړه: قاري ادريس احمد سعيد 📚كتاب من أطايب الكلام /علي جاد مطر سَراب: د دوبي په ټکنده غرمه کي که لیري ځای ته وګورئ، فکر به وکړئ چي اوبه دي، خو حقیقت کي هغه د لمر د وړانګو انعکاس وي، بل هیڅ نه وي.
نمایش همه...
‏رسول الله ﷺفرمايي: څلور کارونه زیات کوئ اول: د لاإله إلا اللهُ ذكر كول! دوهم: أَستَغْفِرُ الله ويل! درېم: له الله ﷻ څخه جنت وغواړئ! څلورم: له جهنم څخه پناه وغواړئ! (صحيح ابن خُزيمة)
نمایش همه...
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: الله تعالی به د قیامت په ورځ دوه ډوله خلکو سره خبري ونکړي یو هغه څوک چې چا ته څه ورکړي او بیا پرې احسان کوي او دویم هغه څوک چې په دروغو او قسم کولو سره خپل سامان خرڅوي. (رواهُ مسلم ١٠٦)
نمایش همه...
#لنډه_کیسه حضرت سلمان علیه السلام د یو مېږتون څخه پوښتنه وکړه چې ستا د ټول کال خوراک څومره کیږي؟ مېږتون ورته وویل دوه د وریجو دانې حضرت سلمان علیه السلام دوه د وریجو دانې په غار کې ورته واچولې او د غار خوله یې پسې بنده کړه، کله چې یې یو کال وروسته د غار خوله ورخلاصه کړه د وریجو یوه دانه خوړل شوې وه یوه دانه پاتې وه حضرت سلمان علیه السلام د مېږتون څخه پوښتنه وکړه چې د وریجو یوه دانه دې ولي پریښې ده، مېږتون ورته وویل چې لومړی خبره د الله(ج) وه چې دوه دانې به مې وخوړې نورې به یې هم راکولې. خو اوس زما رزق د انسان په لاس کې شو نو ځکه مې یوه دانه د وریجو پرېښوده چې بیا به بله دانه څوک راکړي او که نه؟؟؟؟ مېږتون الله ته سوال وکړ چې اې د مخلوقاتو ربه زموږ رزق همدا ته راکوه ستا بنده ګان مو ډیر زیات ذلیله کوي. #ژباړه #شاکر
نمایش همه...
رسول ﷺ وفرمایل: کوم کس چي په روژه کي  په هېره سره خوراک او څښاک وکړي د هغه روژه نه ده ماته هغه دي خپله روژه پوره کړي دا ځکه چي الله تعالی ده ته خوراک او څښاک ورکړ. (بخاري۱۹۳۳، مسلم ۱۱۵۵)
نمایش همه...
*رسول الله ﷺ فرمايي:* *څوک چې روژه وي او په هېره سره يې خوراک څښاک وکړ نو خپله روژه دې پوره کړي، يقينا ده ته الله تعالی خوراک څښاک ور په برخه کړی و* *(متفق عليه)*
نمایش همه...
‏رسول الله ﷺ فرمایلي دي: له نېکۍ پرته بل شی د انسان عمر نه زیاتوي، او له دعا پرته بل شی د الهي پرېکړې (تقدیر) مخه نه نیسي. (رواه ابن ماجه: 4022)
نمایش همه...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🌸 رسول الله ﷺ فرمایلي: هر څومره غوښتني چي لرئ، هغومره ډیرې دالله تعالی څخه وغواړئ، بې له شکه چې هغه ښه حاجت پوره کوونکی دی.⁦❤️⁩ 💐صحیح الجامع /۷۳۵💐
نمایش همه...
یک طرح متفاوت انتخاب کنید

طرح فعلی شما تنها برای 5 کانال تجزیه و تحلیل را مجاز می کند. برای بیشتر، لطفا یک طرح دیگر انتخاب کنید.