پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
239
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
+87 روز
+1430 روز
آرشیو پست ها
238
غزل
یار مي بایللی دئ په لاس کي مي ګلاب هم دئ
او رواني حالت مي هغسي خراب هم دئ
آخر مین دي یم په تګ باندي مي وپېژندې
او غوړولی دي پر مخ باندي حجاب هم دئ
سړیه کومي مجبورۍ په مخه کړی يې ته؟
په لمانځه هم ولاړ یې څنګ ته دي رباب هم دئ
پر زړه دي پروت د شهید سوي لالي غم هم دئ
شین خال دي وړی د رڼو اوښکو سېلاب هم دئ
زما په اړه چي هر چا جانان پوښتلی وايي
ښاد مي بد هم ایسیږي ښاد مي انتخاب هم دئ
نبي ښاد
۱۴۰۴/۷/۱
238
ورنه جوړ مې د سپېڅلي عشق ايات کړ
محبت مې په لفظونو کې را کات کړ
د میږيانو د غار خولې ته مې ځان مړ کړ
خپل وجود مې په خپل زړه پسي خيرات کړ
د پښتون لالي دې خدای کور ور اباد کړي
پیسې نه وې چې توپک يې ځان ته سخات کړ
نن وخت يوسلو اتيا درجې واوښت
اذر بت جوړ کړ خليل په کاڼي مات کړ
پر وطن د خونخوارو واک جاري وو
د حیات اب چې مو خدای ابِ ممات کړ
*حيدر اياز*
238
ښه ده چې تانه راپوره شوه
چې ملامته درته زه نه شوم میینه
ملامت ما مه کړې خاونده
ملامت یار ښه دی چې ځمکه ګروینه.
238
غزل
په یوه خبره هم صنم نه کېږي
سوچ ورته هر څومره وهم نه کېږي
زه ستا په دوه سترګو قسم کومه
خو قسمتونه په قسم نه کېږي
موږ نه په مینه کې سرونه غواړې
تا نه د یوې خولګۍ کرم نه کېږي
ځيني کارونه په بم ځکه کوو
ځيني کارونه په قلم نه کېږي
د الوتکو جنګ دی، کوډي نه دي
په تاویزونو او په دم نه کېږي
دلته د ډېرو کیسو غم نه کېږي
که کېږي هم "جانانه" سم نه کېږي
جانان خدرخېل
١٤٠٤/٧/٣٠
238
د کعبې د امام څومره کارخانې دي؟
يعني څومره امدن شته پهٔ مذهب کې
د جهان دا بدلېدونکی رنګ خو وايي
د اسمان ارادې ښکاري پهٔ غضب کې
سېپاره کې به مو خط يؤ بل ته ورکړو
مونږه دواړه ګنهګار وو پهٔ مکتب کې
چيرته زۀ ډم او زما لپاره مينه
د مُلا د لور پهٔ پاک زړۀ مهذب کې
د کاروان مومند پۀ غېږ کې مسته پېغله
پۀ مزار کې شمع څرک وهي پۀ شب کې
*کاروان مومند*
238
د زلفو غر دې په مخ خور ښه نه دی
په زړه بيمار يم ما له زور ښه نه دی
د اننګو لمبه دې سترګې وهي
خو ماشومانو سره اور ښه نه دی
اوښکې دې نورې زړه ته نه رادرومي
د سمندر په منځ کې کور ښه نه دی
رقيب زما غوندې مئېن دی په يار
دا يو انداز يې ښه دی نور ښه نه دی
دا په ماحول چې خاموشئ خوروي
ډېر ترې يرېږمه دا شور ښه نه دی
زما په درد ماسره سمه ژاړي
دا يو عادت زما د مور ښه نه دی
اقباله دا خو به منې چې ژوندون
په غر کې ښه دی خو پېغور ښه نه دی
*اقبال مومند*
238
د پلار دعا!
ځلنده څراغه دنیا ډکه له غباره
بې له تا به پاتې په پېچومو یم په باره
زه به دې امسا یم ته وهه راسره لاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
زه خو ستا د نیمو شپو په ویښه دعا پایم
ما د ښاپېرو جامې اغوستې په هوا یم
هر څو که له خپله ځانه ورک او ناپیدا یم
ته چې ایله موسک شې زه به چیغې کړم چې دا یم
یه زما د مینې د سندرو یکه زاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
ستا په وس به نه وې کنه تا خو اغوستې راته
ښکلې د گلونو له وږمو جوړې جامې راته
اخ سړوکی سیوری وې د ټکندې غرمې راته
کلي کې به گل نه ؤ خو تا به را نیوې راته
تکې سرې گلپاڼې د مچیو له کتاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
تا د ژوندانه د سیپارو توري را وښودل
زه اخیستی شپو، تا د رڼا لوري را وښودل
تا په شمار د گوتو د آسمان ستوري را وښودل
مړ مه شې جانانه زما ، مړ مه شې بیماره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
تا راته غنم رېبل او زه د گل په پولو ناست
پښه دې خوږ په دروزو وه ، زه څنگ ته د غاټولو ناست
خوا کې په خندا د بلبلانو سندربولو ناست
ستا خوږو ټپو ته وم خوشحاله بې همځولو ناست
خدای مې دې بې تا نه کړي د مینې ښکلا یاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
جار زما رنځوره له زگېرویو دې قربان شم
کاش چې شم انار درته ارمان چې دې درمان شم
بیا چې راته روغ شې زه به بیا له سره ځوان شم
پرې مه شې زما د زړه د سوي رباب تاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
*پيرمحمد کاروان*
238
وخته د کومې تجربې په سلسله کې يمه
چې سوزېدلی د اوبو په يارانه کې يمه
ارمان چې ټولو رابطو ته صفا ووايمه
مه مې کېسه کې اوسئ، نه مو په کېسه کې يمه
ظالمه لږ خو دې له خپلو کاڼو وشرمېږه
چې مخامخ درته ولاړ په ايېنه کې يمه
زه نن سبا په دې کوڅه کې اخېري څراغ یم
هوا ته مه وايئ چې زه په انديښنه کې يمه
وطن سکروټه شو په ستوني کې مې ورغړېدو
ډنډ ـ ډنډ ولاړ د خوړينو سترگو په کاسه کې يمه
وخت به ورو ـ ورو د لمبو ژبه هېروي اورښته
زه غږېدلی په اوبه ـ اوبه لهجه کې يمه
*مانو اورښت*
238
نه زنګ وهې، نه ښکارې، نه مسکال کوې دا ولې؟
تر څو به دا کارونه د وبــــــــــــال کوې دا ولې؟
چې بېرته درنه وغواړمه خــــــــپل درکړی زړه!
بهانې کوې، ماڼې کوې جــــــنجال کوې دا ولې؟
دریاده چې وعـــــــــده کړمه شې سره لکه مڼه
سر ټيټ کړې او خـطونه په دیوال کوې دا ولې؟
شــــرره نو هر وختــــــې راته مه وايه چې ته
خـــــبرې د ګلونو په مـــــــــــثال کوې دا ولې
238
کابل ته د فردوس بشرمل سرجي شهکار نظم به ولولو❤️🙏
کابل ممبر دى
خداى دې روغ لري ممبر د وطن
کابل امام دى
د وطن د آبادۍ امام دى
موږ اقتدا ورپسې کړې، چې وطن جوړوو
کابل قبله ده
د څلوېښت ميليونه خلکو قبله
او دې قبلې ته مخ پدې اړوو
چې د وطن د مينې لمونځ، بلې خوا نه قبلېږي
کابل دېره ده
د جرګو د مرکو دېره ده
د افغاني قامونو
د ټولېدو، د ودرېدو د لوړېدو دېره ده
کابل چنار دى
د وطن د ارتقا چنار دى
کابل لړم ندى
قسمت يې د لړم غوندې دى
بچي يې ښه دي
د ادې په غوښو ځان ساتي
کابل مقبول دى
زموږ قبول دى
کابل جنت دى
بلا تشبه جنت دى
خو د پښتون قام په جنت کې جنــ ګ دى
238
ها خو جیلکۍ وي چې پرده ساتي او تن ساتي
وړکي په خپل ټټر م/رمۍ اخلي وطن ساتي
منلی
څوک چې د وطن پۀ ننګ مرمۍ خوري پۀ ټټر
ما ترېنه چاپېره کړئ د زغرې پۀ رقم
اورښت
کوم زلمی چې باسي د پنج/اب له سر م/رمۍ
هغه ته په سر کړئ د غیرت جګه لونګۍ
انعام
238
زموږ مرګونه بې باوره غوندې
احتياطاً يوارې غاړه راکه
د تور رقيب مخته پښتون جانانه
نن په قصداً يوارې غاړه راکه
له حيادارو سترګو جار دې سمه
احتراماً يوارې غاړه راکه
را پرې کوي دا ستا په جرم غاړې
ياره حتماً يوارې غاړه راکه
ستا به ځواب څه وي که ما وويل
چې مثلاً يوارې غاړه راکه
ما ټول ژوندون وقف کړو ستا لپاره
تا مجبوراً يوارې غاړه راکه
*ذوالقرنين باچا*
