پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
239
مشترکین
+124 ساعت
+57 روز
+1330 روز
آرشیو پست ها
239
موږ ته چې په مخه باندې هر ازمون راغلی دی
وينې مو ورکړې دي او بیا سکون راغلی دی
لا هم چې د بل په اوبو ژرنده ساتې بده ده
اوس خو نو فاریابه! درته خپل جیحون راغلی دی
تيږه مو په منځ کې د جرګې منځګړو کېښوده
ځکه د تندي ګونځو کې نن سمون راغلی دی
تشې له وفا ورېځې، هيڅ نه اوري د یاد باران
مینه کې هم ښایي اقلیمي بدلون راغلی دی
مینه او په شکر یې انسه هرکلی وکړئ
دلته پس له مرګه څو شېبې ژوندون راغلی دی
2025 دېسمبر
239
ورنه جوړ مې د سپېڅلي عشق ايات کړ
محبت مې په لفظونو کې را کات کړ
د میږيانو د غار خولې ته مې ځان مړ کړ
خپل وجود مې په خپل زړه پسي خيرات کړ
د پښتون لالي دې خدای کورګی اباد کړي
پیسې نه وې نو توپک يې ځان ته سخات کړ
نن وخت يوسلو اتيا درجې واوښت
خليل بت جوړ کړ ، اذر په تبر مات کړ
قلندر څه وکړه؟ سيند يې يو کچکول کړ
وخت زمونږه غم تر دوه سيندونو زیات کړ
پر وطن مو د خونخوارو واک جاري دی
د حیات آب چې مو خدای آبِ ممات کړ
حيدر اياز
239
د ادرکو چای مې ځانته تيار کړی
ماښامی دی او کوټه ټوله خالي ده
د لونګو څو دانې هم پکې شته دی
ته مې خواکې نه يې ډېره بېوسي ده
د ادرکو چای مې ځانته تيار کړی
ستا د نن سټيټس مې سترګو کې غړېږي
په وټساپ کې دې ليکلي و( چې بس دی)
بيا يې نه شم لوستی سترګې مې لمدېږي
د ادرکو چای مې ځانته تيار کړی
ستا د لاس تسبې مې ايښې يوې خواته
ځان سره وايمه نور لاس رانه اخلې
رب شاهد دی زړه مې شوی دی ژړا ته
د ادرکو چای مې ځانته تيار کړی
د موبيل په سکرين مې ستا روستی انځُور دی
خُرمه يي ويښتۀ دې پرېښي دي په ولو
زړه مې نن سبا له هر يو شي نه تور دی
د ادرکو چای مې ځانته تيار کړی
شبوګۍ! زړه مې بېحده ډېر خپه دی
نور مې هر يو شی له ذهن نه وتلی
خو خامک دسمال دې اوس هم راسره دی
د ادرکو چای مې ځانته تيار کړی
ماښامی دی او کوټه ټوله خالي ده
د لونګو څو دانې هم پکې شته دی
ته مې خواکې نه يې ډېره بېوسي ده
239
خپګان پرېمانه ښه دی، جام اړولی ښه دی
جانان ناځوانه ښه دی، زړګی بایللی ښه دی
زه زړه خوړلی ښه یم، ما زړه خوړلی ښه دی
یو سړی تللی ښه دی، بیلتون راغلی ښه دی
تا مچو کړی یمه، په خپلو ښکلو شونډو
لالیه نه یې مینځم، مخ مې ناولی ښه دی
سترګې هر وخت توروه، خلګو ته شر جوړوه
دا شر پرېمانه ښه دی، دا شر شیندلی ښه دی
تاسې که هر څه وایاست، زه دا خبره کوم
ساقي د قدر وړ دی، شېخ سپو خوړلی ښه دی
زه یو عیار هلک یم، او زما مذهب وایي دا
سر پرې شیندلی ښه دی، وطن ساتلی ښه دی،
*ذبی عیار*
239
و جانانه عید دی څهٔ عادي ورځې خو نهٔ دي
غېږه راکه مه راجګوه خالي لاسونهٔ
نوي کالي وغونده، عود ووهه راووځه
زما په نریکۍ ملاء بدلوه خالي لاسونهٔ
منلی🤗
239
ځان ځان ته ګرځم، شي را يادې رشتې مړې اختر کې
هغه بېل وخت وو چې نکريزې به مې وړې اختر کې
مورې تۀ نۀ وې ستا په هر ځار او قربان مې قسم
داسې څوک نۀ وو چې يې ځان ته کړم نزدې اختر کې
خان وېل اختر وو ستا او ستا د بچو څۀ حالات وو
ما وې مننه خان! د ټولو جامې وې اختر کې
يوه د پلار قبر ته ځي بله د ورور قبر ته
پښتنې خويندې شوې والله ذرې ذرې اختر کې
اوس بې نکريزو لاس او پښې به مې دنيا وويني
زما د کور ديواله ولې نړيدې اختر کې؟
لکه باران د ژمي ښکې وي او ښکالو يې نۀ وي
اوښکې لۀ سترګو به مې داسې څڅيدې اختر کې
په دې اختر مې يار بلها بلها وعدې کړي خو
څوک شته چې ورشي ورته يادې کړي وعدې اختر کې
ذره ذره يمه خس خس يمه کمزوری يمه
څۀ چې کووم خالقه دا به قبلوې اختر کې
زۀ غريو نيولی، ټول ياران راغلل هم دغه وايي
عثمانه وايه کنه کوم پلؤ به ځې اختر کې.
*عثمان علی عثمان*
239
اختر ته ځكه خوشالېږم
چې مرور جانان به ما پخلا كوينه
اختر ته ځكه خوشالېږم
چې مسافر اشنا مې كلي ته راځينه
اختر ته ډېره خوشاليږم
زما د يار وعده اختر دى رابه شينه
اختره! تل تر تله اوسې
زه د الله په در كې دا دوعا كومه
اختره! تل تر تله اوسې
چې د بېلتون په كور تر مرګه وي ويرونه
اختره! څنګه به خوشال شم
چې مې په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه
اختره! څومره بختور يې
چې دوه ياران يو بل ته غېږې وركوينه
اختره! ستا خوشالي څه كړم
زه د بېلتون د لاسه اور كې ستي شومه
اختره! شكر دى چې راغلې
په انتظار درته له ډېرې مودې ومه
اختره! ډېر دې احسان مند يم
چې مرور آشنا مې بياغېږ ته راځينه
اختر چې تېر شي بيا به راشي
دا د ځوانۍ عمر به بېرته نه راځينه
اختر خو راغى يار مې نشته
د خندا ډكه خوله به چا له وركومه
اختر د جونو مبارك شه
زاڼې د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه
اختر د واړومبارك شه
كه مساپر وي كه د يار له څنګه وينه
اختر د واړو مبارك شه
زه به خپل سره لاسونه يار ته وركومه
اختر دې تا ته مبارك شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
پر ما هغه ورځ اختر ده
چې شيرين يار مې د ډولۍ په مخ كې ځينه
پېزوانه خانده ،هوسېږه
سبا اختر دى پاس په شونډو به دې وړمه
پېزوانه زېرى مې درباندې
سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه
پېزوانه كوز شه اوبه وڅښه
سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه
ته د اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
چې اختر راشي موزي پټ شي
چې اختر تېر شي موزي بيا راښكاره شينه
چې مازيګر شي ښكته لمر شي
په چا اختر شي څوك د غم ژړا كوينه
ځه اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
خاونده ژر تر ژره اختر كړې
چې د عاشقانو سره وشي ديدونه
خلك اختر له جامې مينځي
زه په ګولو ويشتلى زړه ټكورومه
خلك اختر له كالي مينځي
زما جامې د يار په بوى دي نه يې مينځمه
خلك به وايي چې اختر دى
پر ما خو نه دى چې له ياره جدا يمه
خلك د اختر په ورځ ديدن كړي
زما قلم كاغذ په لاس بېديا ته ځمه
خلك كالي كوي اختر دى
زه د شهيد جامې په خوا كې ګرځومه
خلكه! زما به څه اختر وي
چې بېلتانه راته خيمې وهلي دينه
خلكه! زما به څه اختر وي
انبار غمونه بېلتانه راكړي دينه
خلكه! زما به څه اختر وي
چې بېلتانه په سر سر تور تړلى يمه
د اختر شپه د هغې زار شه
په كومه شپه چې سر ديار په څنګل ږدمه
د اختر ورځ د خوشالي ده
يار مې مېلمه دى د زړه غوښې ورته ږدمه
دا لمر زېړۍ وخت مازيګر دى
په چا اختر دى څوك د غم ژړا كوينه
د روژې هر ماښام اختر دى
ټوټې ټوټې د پېشلمي د لاسه يمه
د غم اختر د غم سيلونه
د غم بازار دغم سودا په كې كومه
زما اختر به څه اختر وي
په داسې ورځ چې زه جدا له ياره يمه
زما د زړه آرامه راشه
په تمامي جهان اختر پر ما غمونه
سبا اختر دى خوشالي ده
زه به بې ياره خوشالي څه كړ م مېنه
سبا اختر دى يار مې نشته
د ګاڼې ډكه به د چا غېږې ته ورځمه
سالو يې دوه رنګه په سر كړو
په چا يې اختر كړو چا له يې وركړل ډېر غمونه
شپه د اختر وه كه د قدر
چې دآشنا سره مې وشوه ديدونه
عالم اختر كا جامې وينځي
زه به هله اختر كوم چې يار له ځمه
عالم اختر كا جامې وينځي
زما اختر به د ديدن په ورځې وينه
كه دې اختر په شپه رانغلې
نصيب دې مه شه د لنډۍ زنې خالونه
مخ دې سپوږمۍ شغلې د لمر كا
په چا اختر كا څوك د غم سودا كوينه
مياشت د اختر ښكلى ښكاره شوه
ربه اوس تږى د جانان د ديدن يمه
ورځ د اختر ده نور څه نه دي
په سره جوړه كې راته شنه له خندا شينه
يو د اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
په سپينه خوله كه روژه ماته
د كفارت روژې به دواړه ونيسونه
په سين كې زر كـښتۍ لاهو كړه
سبا اختر دى د خپل يار سلام له ځمه
اختر نږدې دى ياره راشه
مباركي به يو بل ته وركوونه
اختر نږدې دى روژه لاړه
ليلى به چا ته سرې منګولې ښكاروينه
اول روژه وي بيا اختر وي
په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه
اختر په ټوكو ټوكو راغى
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويزونه
اختر په ورځ دې ځان سينګار كړ
څوك دې په زړه دي كه ډډه وهې ټالونه
اختر يوه لويه خوشالي ده
چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه
اختر زما په نصيب نشته
زه د وصال په تمه ستا يم مړ به شمه
اختر له تاسره ښاييږي
نور خلك خوشې د اختر هوس كوينه
اختر پرون تېر شو عالمه
د بغداد و كوترې نن راغله سېلونه
اختر پرون وو پرون تېر شو
د دامان كوترو نن سره كړه لاسونه
اختر په وخت د ګلو راغى
زما نازك زړګي نه خيژي فريادونه
*اختريزي لنډۍ*
239
زنځیر زنځیر مورچه مورچه څوکۍ څوکۍ شو وطن
احساسه سوزه جهنم د زنده ګۍ شو وطن
چا پکې خیر د یو نظر قدرې هم وانچوو
په شته ولس کې مې کچکول د بې ارزۍ شو وطن
زه پرې د اوښکو تویولو اختیار هم نه لرم
داو مې په داسې بې جوازه جوارۍ شو وطن
زه پکې خپل تصویر پخپله هم اوس نه پیژنم
له سره زار د سردارۍ او نوابۍ شو وطن
کیسه وړه نه ده سایله! خو بس لنډه دا ده
یو غریو نیولی اسویلی مې د مرۍ شو وطن
*رحمت شاه سایل*
239
شم منتظر؟ که بل لالی کړم انتخاب ته ګورم
ته مې يادېږې او په مېز ايښي ګلاب ته ګورم
هغې د چايو پياله ما سره بدله کړله
ځان سره مُسک يمه کرارې خپل کتاب ته ګورم
دا ځل سپرلی به ماته نوې زنده ګي راکوي
دا ځل شوګير نه کَوم نه هم اضطراب ته ګورم
زه چې د خدای حضور ته ځم په سرک هم ودرېږم
نه د جومات ضرورت شته وي نه محراب ته ګورم
يو چا مسيج کړی شبو مې مخته ودرېدله
حيران ولاړ يمه خپل زړه خانه خراب ته ګورم
239
زنګ و، مېسېج او یا هم نورې وسیلې ډېرې وې
نا د اړیکې غځوو ته بهانې ډېرې وې
ما د کردار آئینه بیا نه مونده ستړی شومه
ګني په ښار کې خو دا نورې آئینې ډېرې وې
مورې ما ستا د دعاءګانو کرامت ولیدو
ځان ته روان ومه په لاره خو سایې ډېرې وې
ما لا یوه هم ختمه کړې نه وه، ودې خندل
زما خو پاتې لا په زړه باندې ګیلې ډېرې وې
سخته وه کېښود مې پخپله اوږه سر نعماني
ګني یو وخت د ډاډ لپاره هم اوږې ډېرې وې
عزیزالحسن نعماني.
239
د زردشت خاورې د بودا خاورې
زه به دې ساتمه زما خاورې
په ننګ ولاړ دې ابدالي بچي دي
یه د غازي آمان الله خاورې
په هند و سیند به دې بیرغ رپوم
مېړنۍ خاورې بې پروا خاورې
همېش به اوسي شرمینده او رسوا
چا چې پلورلې یې وړیا خاورې !
که د وطن د ننګ خبره راغله
ځلاند به ځان کړي پرې سبا خاورې
*ځلاند*
239
اوښکي مو ګډي سي له څاڅکو سره
باران ته زړه، تشېدل نه دي په کار
پر ځان مين نه سي چي ځان وويني
په آئينه کي کتل نه دي په کار
سمه ده بل واري احتياط کومه
ستا د باړخو خوږول🤭 نه دي په کار
په کار خو دا ده چي هر زړه آباد سي
د هيچا زړه ورانول ، نه دي په کار
چي ښکلي ويني، اراده ئې اوړي
شيخ ته نو داسي کول، نه دي په کار
ته را نه ځې او ما يوازي پرېږدې؟
د حقپال داسی وژل، نه ديپه کار
*نصيب الله حقپال*
