پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
238
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
+57 روز
+1230 روز
آرشیو پست ها
238
ژوند مې په داو دی، تاوان یې نشته، سر شار سړی یم
ملا ته وایه، چې هر څۀ وایې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
عشق مې د عقل، سترګې ړندې کړې، اوس درمئین یم
که پرې رضا یې، که نارضا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
ښار پري وار دی، زړه لاس دې راکړه، که دا ځل ورک شوې
بیا نه زه ستا یم، نه ته زما یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
بخښنه غواړم، ځان مې راټول کړ، زه داسې نه ځم
ته به تر کومه، سر په سودا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
مسیج یې راغی، لنډ یې لیکلي، سره بېلېږو
که په خندا یې، که په ژړا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
میرمن دې واخلم، څوک داسې نه وي، ذقومه ژونده!
ته خو بیخي نو؛ ماتم سرا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
یاران مې وایي، کامرانه یاره، جام دې خالي دی
مونږ درنه درومو، ته را په شاه، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
*کامران احمدزی*
238
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
زه ولاړ یمه همغې دروازې ته
زنگ وهلی زنځیر ورو ورو شرنگومه
تا سفر کړی دی بلې سیارې ته
دا دی بل اختر هم راغی او تیرېږي
زنگنونه مې جوړه، زه پکې قات یم
بیماري مې په رگونو کې نشه ده
مرگ په سوال غواړمه دا رقم ته مات یم
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
ته مې هغسې په زړه یې لکه وې چې
نه بدل شومه، نه تا منگولې راکړې
په خیالي دشته اوبه یې لکه وې چې
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
ماشومانو سره موسک شم له ناکامه
په تمثیل د څو ملگرو زړونه ساتم
د ماتم رنگونه پاشمه له بامه
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
بس د څو خوږو یارانو ځای خالي دی
ځم چې ښکل یې کړم د خاورو له امباره
په لحد یې د گلانو ځای خالي دی
دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
دا دی ناڅم ستا د ډمو غمو ورا ته
دا دی کومه ده چې غږ مې در رسیږي
دا دی دا نظم مې هم لیکم هوا ته
*بشير باران*
238
چېرته چې سترګې غړوې، زه به ولاړ يم درته
اوس خو اختر هم دى، له ماسره پخلا شه کنه!
درځار
238
څه اختر دی، چې له تا پرته تېرېږي
نه خوښي محسوسوی شم نه اړيکې
بېخوندۍ خوله لګولې هرې خواته
هر ماښام مې زړه وهي درپسې څړيکې
څه اختر دی، چې له تا پرته تېرېږي
زړه مې درد کوي خو شونډې مې مُسکۍ دي
چاته نه وايم چې څه رقم ته يمه
د غم نښې مې را تاوې له مرۍ دي
څه اختر دی، چې له تا پرته تېرېږي
د سکون خبرې يو ځای کې هم نشته
چې تا ياده کړي، او زه درته مُسکی شم
اوس هغه سندرې يو ځای کې هم نشته
څه اختر دی، چې له تا پرته تېرېږي
تنهايي مې ده له ټول وجوده تاوه
خوند يوۀ اړيکه نه راکوي ښکلې!
زړه تنګي مې ده له ټول وجوده تاوه
څه اختر دی، چې له تا پرته تېرېږي
شبو! هر رګ کې مې ستا نوم دی په منډه
زنده ګي مې له تا وروسته بې مانا ده
ښه پويېږم ته مې ليک نه يې په ټنډه
څه اختر دی، چې له تا پرته تېرېږي
نه خوښي محسوسوی شم نه اړيکې
بېخوندۍ خوله لګولې هرې خواته
هر ماښام مې زړه وهي درپسې څړيکې
238
ښه ده چې نشته د اشنا د مینې شور نشته
پرېږدئ یادونو اوس مې هغه د زړۀ زور نشته
د زړۀ پۀ ور مې میلمانه ستا د غمونو راغلل
اوښکو وروځئ ورته ووایئ چې کور نشته
ښه شوه د ژوند له ډک بهیره تش راپورې وتم
د زمانې د احسانونو سره پور نشته
د عشق صحرا ورکو ګردونو پسې لاس ووهه
دا څو بې سره لېواني دي ، پاتې نور نشته
دلته کښې دار هم چا ونۀ ګڼۀ ثبوت د وفا
مینې پۀ کوم ډګر اعظم ته ستا پېغور نشته
اروښاد ډاکټر اعظم اعظم
238
یا به لویدلي وي اصلا زما له دید رنګونه
یا به له ذاته وي پیکه سږکال د عید رنګونه
خزان زما د زړه باغچې داسې تالا کړلې چې
ما له سپرلیو چېرته هم نه کړل کشید رنګونه
خدای به مې ولې ستا په وصل مړولې سترګې
چې ستا په مخ کې یې پیدا وو نا پدید رنګونه
مونږه یک رنګي پکې ځکه ځانته پاتې شو چې
دونیا بازار وه، هر سړي لرل جدید رنګونه
کامرانه عشق د تلوسې تر تله ور وستولو
اوس مو په لاس کې راته هم ښکاري بعید رنګونه
Kamran Ahmadzai
238
په ستن وهلی خال به ړنګ کړم
زما له خپل لالي نه وختل لاسونه
اوس کـه راځـې وختـونه تـېر دي
زما د مـخ خالونه اوښـکو وړي دینه
#ټیکۍ
238
نه مو غاړې سره ورکړې، نه لاسونه
بې له تا که اوړي - نه اوړي کلونه
خوشبویي دې د لباس احساسومه
سترگې پټې ستا په لاس احساسومه
یو په تا بویه اباد زما خوبونه
بې له تا که اوړي - نه اوړي کلونه
زه خسته یم، ته بېزاره له پوښتنې
نور به څومره پاڼې لوېږي له دې ونې؟
لمر راخېژي بیرته ولوېږي په غرونه
بې له تا که اوړي - نه اوړي کلونه
شمعې نیمې نیمې بلې له ماتمه
ژوند ولاړ دی، گیلاسونه دې په تمه
ستا بدن ته پرېشان دي موسمونه
بې له تا که اوړي - نه اوړي کلونه
دا د چا وعدې ته ساه نیسم بیماره؟
ستن تر دوولسو رسېږي انتظاره
گرد مې سترگې وهي، زنگ مې زنځیرونه
بې له تا که اوړي - نه اوړي کلونه..!!
*بشير باران*
238
پښتنې جونه د خوشحال بابا په کلام کې!
یو بیان به درته وایم که یې اورې
زما دا خبرې نه دي درواغجنې
د غلجیو نجونه سپي سره یو ځای خوري
همګي واړه بد پوښې دي سپږنې
د شېرزادو نجونه بازې د سپین غره دي
په شینوارو کې هم شته پَکې پښنې
فېروزخېلې اکاخېلې د صفت دي
نورې ځیږې خربپشې دي چینجنې
د مغل د پښتانه دمه پرې کېږي
د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې
په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي
نورې واړه خودنمایه دي نیازبینې
د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي
بلا دا چې دي له څېرمې لؤړزنې
که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې
دا خو واړه نه سړیې دي او نه جنې
د هندکیو په حساب دي عیساخېلې
د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې
دولتخېلې لواڼۍ دي لویې چارې
نورې واړه پوؤنده دي او غوښینې
د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي
خو په ژبه په پوښاک دي برسېرنې
د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي
که ترینې دي د پښین دي، د ستاینې
د دؤړو نجونه واړه لکه باغ دي
کشیده پکې ملیې دي لکه ستنې
د خټکو نجونه واړه غوبنې دي
خو یوازې اکوړخېلې دي مېرمنې
د مومندو نجونه سرې لکه ایماغ دي
کټه سرې وړې سترګې، پوزې پلنې
په خلیلو کې سَکَڼې پیدا کېږي
هغه هم بدې بخیلې سرکؤدنې
داوودزیو نجونه چینګې خولې حیرانه
د وادۀ په ورځ ودېږي، سر خېرنې
څو صفت د ګګیاڼیو نجونو زۀ کړمه
واه واه واه دغه ګګیاڼۍ پۀ یار میینې
مهنزیو نجونې واړه لکه خرې دي
د سړیو په شان روغې ځنې ځنې
چې په خوېشکو روهاڼیو باندې راشې
دا خو واړه د بغرۍ دي د میچنې
ماندوریې پر ملیې هم بېچاره دي
نه د خواښې د ځواب دي نه د بنې
د لازاکو نجونه پټ سپاهیان پرېباسي
چې په قهر غوسه راشي، قهرجنې
چې په ملک د هزاره ترین مرین دي
د سنکړې نجونه داغ کېږدي پۀ ینې
په مندڼو کې خال خال چېرته پیدا شي
نورې واړه ګېډه ؤرې دي، پړس بنې
د بونېر د نجونو نوم په خولۀ وامۀخله
دودې لودې غوړیالیوې زېړبخؤنې
اکوزړیې نجونه واړه لکه باغ دي
موليزۍ یېې پکې شته د چندڼ ونې
په اړهنګ بړهنګ کې هم شته اتمانخېلې
د سړیو په جامې جامې رېمنې
د صافیو نجونه صافې په صورت دي
ولې ډېرې په روزګار کې دي خَچَنې
خوګیاڼۍ یې واړه خــوګې د صحرا دي
په نغري ناستې ډوډۍ به وهي پلنې
په جهان تر لغمانیو نورې نشته
ګنده بوی ګنده بغلې مچ بېزنې
د خوشال کلیات، ۶۸۷ مخ
238
يو ملګري مې مسيج کړی پرون و
وېل يې دلته يوه جينۍ ډېره شَله ده
راته وايي چې شمېره د ډاډي راکړه
ما ورکړې نده، اوس رانه خپه ده
ورته ومې ليکل ، وه د خدای نېکبخته!
مانه څه غواړي؟ کيسه خو راته وکړه
وې يې زه ولاکه نور ورنه خبر يم
ته لږ غوږ شه حوصله خو راته وکړه
ما وې اورمه دې وايه لېونيه!
وايي وربه يې کړم حال ورسره وکړه
زه دوه زړی ومه بيا مې ورته ووې
بس يوازې تش احوال ورسره وکړه
سهار څنګه چې دفتر ته را داخل شوم
زنګ شمېرې ته راغلو، هلو مې کړه دا وه
ما وې وبښئ! له ما سره مو کار وو؟
وې يې بلکل او بيا ايسته په ژړا وه
تليفون بند شو، او دادی اوس ماښام دی
خو سودا مې ده چې څه به يې په زړه و؟
چې احوال يې د شبو رانه اخيست کۀ
سوی درد د بېلتانه به يې په زړه و؟
يو ملګري مې مسيج کړی پرون و
وېل يې دلته يوه جينۍ ډېره شَله ده
راته وايي چې شمېره د ډاډي راکړه
ما ورکړې نده، اوس رانه خپه ده
238
وايې چې توبې ته روا، څۀ مطلب؟
شېخه! د دې داسې خطا، څۀ مطلب؟
ما سره وعدې د سبا هر سبا
نن خو مې لږ پوه کړه، سبا څۀ مطلب؟
تۀ ورته ځير گورې زۀ ټيټ گورمه
ستا به څۀ مطلب وي؟ زما څۀ مطلب؟
لاړې مرور شوې لۀ ما، ډېره ښه!
گورې چې دا بېرته پۀ شا، څۀ مطلب؟
ښۀ راغلې حمزه وته ريباره خو
سترگو کې چې ستا ده ځلا، څۀ مطلب؟
حمزه❤
238
زه خو په دښتو باندې سر يم، دنيا داره ته يې
هنداره زه نه يم چې ماته شم، هنداره ته يې
د زړه تړون په ماتولو باندې نه ماتېږي
خوبونه ما نه تښتېدلي او بيداره ته يې
نن عدالت کې د شرابو فيصله ده زما
سزا به ما ته راکوي او ګناهګاره ته يې
منزل مې نه يې، خو چې نه يې نو منزل مې نه وي
په هغه ځمه چې د ژوند په کومه لاره ته يې
زه تا نه پس هم تا لرمه، خو ته ما نه لرې
خوار شوی زه يمه، کمعقلې او که خواره ته يې
بغير له تا راته د کلي خلک نه راګوري
بدرنګه زه ښکارم سعوده، بې سينګاره ته يې
*شاه سعود*
