پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
237
مشترکین
+324 ساعت
+57 روز
+1230 روز
آرشیو پست ها
237
که تقدير راسره لږه لار کولى
سخته نه وه چې پردي راوړي خپل شی
تقدس مو د ارمان غوټۍ رېبلي
دا دروغ دي به نن سبا کې ګل شي
نامرادې سترګې هر خوا غړومه
ژوند د زغم له دایرې بیخي وتلی
زړه مې ستړى، له ما لاره ورکه شوې
نه زما شوې، نه دې غم شمه زغملى
غږ مې نه خېژي، د زړه په رنځ اخته یم
سترګې ډکې، نیمه خوا مې مرادونه
ما په هر زيارت ځولۍ ده غوړولې
خو راوړي مې خالي خالي لاسونه
کاش چې یاره ما یو څه درته کوی شوای
صدقه دې، دښمنان دې درته ومري
زه ژوندى په ځمکه ګرځم، ته د بل شوې
دا رښتيا دي څوک د چا له غمه نه مري
237
ښه ده چې ستا یاد یې اباد ساتلی
درد نه سپاس او ستا له غم مننه
جلال اباد ده ګرمي دومره ده چې
چی ستا له سوړ چلند نه هم مننه
باران نوح
237
راشه ګنې زړه ته یې ساه نه رسي
ګوره دا سړی تر سبا نه رسي
هلته له تیارو سره په جنګ یمه
چرته چې د لمر هم رڼا نه رسي
لویه نړي ټوله تقسیم شوې ده
برخه پکې اوس هم د چا نه رسي
نور رانه پرې ټول کلی خبر شولو
بس خو دا خبره تر تا نه رسي
ژوند رانه بې حده پورته شوی دی
قد ورته سعوده زما نه رسي
سیدشاه سعود
237
دا ته چرته ورک یې یاره!؟ ګډې وډې معاملې دي
سوې چیغې خپ مرۍ کې، او په زړه مې سل ګیلې دي
حال ویلی نشم چاته، یو د ډاډ سړی مې نشته
او که نه وي تیلیفون کې، مې بې شمېره شمارې دي
لکه دور د جهالت کې، د کفارو ژوندۍ لوڼې
ما مې ټولې هیلې داسې، ښخې کړې په سینې دي
نه مېسېج راځي نه زنګ، اوس په وخت زه ویده کېږم
له مودو نه مې یارانو، قطع کړي رابطې دي
هک حیرانه ګنګس ناست یم، پیدا نشول ځوابونه
ژونده! دا څنګه جُملې دي؟ نا آشنا دې سوالیې دي
اذیت که شاعري ده، نعماني دا ته څه وایې؟
څه د درد خبرې لیکې، څه غمجنې قافیې دي
عزیزالحسن نعماني.
237
✦نظم: بېوفا مینه
تابه ویلې لېونی یې یاره؟
ما ویل هو یمه، دا ستا لېونی.
خو داسې نه وه تا رښتیا ویلې،
زه لېونی وم، خو خبر نه ومه،
ما تاسره مینه د زړه کوله،
وایه چې تا ما سره څه کوله؟
ما خو په زړه کې ګرځولې مدام،
له هر چا پټه مې ساتلې مدام.
ستا خوشحالۍ باندې خوشحاله ومه،
ما ستا غمونه خپل غمونه ګڼل.
د ځان قصه کې یاره بلکل نه وم،
راسره غم به وو دا ستا تل مدام.
ستا خوشحالۍ لپاره ما کوله،
په ځان مې ټوکې او خندا کوله.
زه لېونی ومه، خبر نه ومه،
یاره منم دې تا رښتیا ویلې.
ځکه ما ستا لپاره خپل پرېخودل،
آن خپل ملګري مې په چل پرېخودل.
ما ویل خپله به شې، نه وم خبر،
چې پردي کله نو خپلېږي د چا.
ویده کېدمه نه تر هغې پورې،
چې ستا انځور به مې ښکل نه کوه یاره.
یا به ستا زنګ ته منتظر ومه زه،
سم غلامي وه چې ما ستا کوله.
د بل چا یم، تا په خندا وویل،
څه په اسانه تا نن دا وویل.
ستا دې خبرې سره چغه مې کړه،
په ځان پوه نشومه، بېهوشه شومه.
لږ ساعت وروسته چې بیدار شومه زه،
د مور په غیږ کې وم، هوښیار شومه زه.
ما ځان سره وویل سنجشه یاره،
په داسې خوب باندې ویده شه یاره،
چې بیا راویښ نشې قیامته پورې،
ځکه دا خلک د چا نه خپلېږي.
زما جانانه، د زړګي مې واوره،
یوه خبره آخري مې واوره:
سمده لاړه شه له مانه لرې،
زه به هم ژوند وکړم له تانه لرې.
چې چا لپاره دې زه پرېخودمه،
زما په شان به مینه چېرته درکړي؟
دا ستا په سر به پیغور به یوسي،
زما په شان به دې نازونه یوسي.
ډارېږم نه چې زما په شان نشې ته،
په نیمه لار کې بې جانانه نشې.
که داسې وشول، ای زما لېونۍ!
بیا بېرته راشه په خندا لېونۍ.
ځکه زه نه یمه د نورو په شان،
ستا د وصال لرمه زړه کې ارمان.
له زړه مې خوښه یې، ښکاره وایمه،
بس آخري دغه ټپه وایمه:
که د پنځه بچیانو مور شې،
زما به مینه پخوانۍ درسره وي نه.
237
هغه ټول بُتان مې مات کړل
هغه ټول ياران مې پرېښول
چې له مانه به چاپېر وو
زه یې ځان سره ليدلم
زه یې ځان سره ساتلم
چې زۀ ښاد وومه، دوي ښاد وو
اوس زه نه يم، دوي آباد دي
هغه ټول کورونه وران شول
چې د سرو زرو نه جوړ وو
چې روحونه پکښې قېد وو
وجودونه پکښې قېد وو
د جونګړو رڼاګانې
پکښې تتې تتې پاتې
نن مې هغه ګودر وران کړو
چې د ماتو بنګړو نښې
یې زما په زړه پرتې وې
اوس یې هر بوټے بيمار دے
د پېغلوکو پلوو ته
بنګړي والو شین خالو ته
نن مې هغه چینار وسو
چې په ډډه یې له ازله
دوه نومونه وو لیکلې
خو له یو بله جدا وو
په لفظونو کښې بیلوالې
وجودونو کښې بیلوالې
هغه ټول خوبونه لاړل
چې تعبیر یې سحر نه وۀ
له روزګاره یې ويستلم
له رڼا ېې خبر نه وۀ
هغه ټول دردونه خپل شو
زۀ لا هغسې یواځې
زۀ لا هغسې روان یم
زۀ لا هغسې روان یم
هغه ټول بُتان مې مات کړل
زه یې ستړے په سجدو کړم
ډېر یې ستړے په نعرو کړم
هو دوي نه ګويانه کېږي
دوي په چا نه خوشالېږي
دوي په چا نه خفه کېږي
زۀ لا هغسې دوي ستایم
نو تر کومې به زۀ پايم؟
نن مې هغه ژبه پرې کړه
چې د دوي ثناء پولۍ کړه
نن مې هغه تندے مات کړو
چې د دوې په خپو کښې پروت وو
نن مې هغه سترګې ويستې
چې په یو ښایست پسې وے
نن مې هغه مینه پرېښوه
چې په زرو او شیدو وه
نن مې هغه زړۀ راټول کړو
چې د دوي د لاسه خور وۀ
نن مې هغه سړے مړ کړو
چې یو بُت ته بې پښتو وۀ
يوې مینې ته کوز سترګې
خپلې ژبې ته بې پته
خوږې مور ته ملامته
خپلې خور ته ملامته
خپلې خاورې ته مجرم وۀ
خپل اولس ته ملامته
ما په ټول عمر کښې خداېه
دغه لویه توره وکړه
چې د هغه بُت په وینو
سپینه توره مې نن سره کړه
چا چې ټول عمر وژلم
نن په یو ګزار مې مړ کړو
نن په یو ګزار مې مړ کړو
ډاکټر اسرار اتل
237
زه د ډېره کړم حیرانه اوس به کوم مطلب ترې اخلم؟
چې په ژېړ ګل د ګذار کاوه په سره یې سړی وکړي.
🧐
