پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
239
مشترکین
+124 ساعت
+57 روز
+1330 روز
آرشیو پست ها
239
لکه په ښار کې مو چې پام وي له جیبونو سره
اوس یې څوک نشي وړﺉ اوښیار شولو له زړونو سره
ما ویل ویده شم شاید داسې به مې هیره شې نور
خوب کې دې وینم سنګه وکړم له خوبونو سره
ټکسیوان نه یم خو دَ ښار کوڅه کوڅه بلد یم
دَ زړه تنګون مرض ملګرﺉ کړم واټونو سره
باران نوح
239
Repost from پښتو شعرونه
د شپې يوه بجه ده او نشه يمه لالیه
دا شپه زما په شان ده؟ که زه شپه یمه لالیه
دا ځان راته نن تاسره بدل، بدل لیده شي
یقین راکړه چې ستا یم هم هغه یمه لالیه
څه تا دې د ململ جامې اغوستي ستمګره
څه زه لکه د مست باران شېبه یمه لالیه
زما خود آزارۍ ته دې ونه کتل پخلا شوې
ته پرېږده کنه نن درنه خفه یمه لالیه
راځه په هر صورت کې مې کتلی شې راځه
جام جام، ساقي ساقي، پیاله پیاله یمه لالیه
چې ندې نازوم نزاکتونه دې برهم شي
ویل مې درته نه، چې ډیر ساده یمه لالیه
مـمتاز یم، که کامیاب یم که ناکام بلا پسې
په خپل ځان شوې خپله تجربه یمه لالیه
*ممتاز اورکزی*
239
دا چې ستا له دره ځواب شوی یم
مه پوښته چې څومره پعذاب شوی یم
تا باندې مئین یمه خو ستا لخوا
ستا په مینه والو حساب شوی یم
راشه کنه رنګ ته مې لږ وګوره
وبه ژاړې دومره خراب شوی یم
نه مې شي زغمی د چم ګاونډ خلک
نورو ته اوس هم اضطراب شوی یم
پل کله د عشق نافرماني کړې
زه کله په مینه سراب شوی یم
239
یو ګومان زما په زړه دی پیدا شوی
څوک له مانه تاته ښه دی پیدا شوی
ستا خبرې د پخوا په څېر اوس نه دي
قصد دې ماسره په څه دی پیدا شوی
لا د ژوند فلم کې ښه کردار مړ کېږي
لا د فلم هلک نه دی پیدا شوی
رسوایي خو ستا د زلفو شفقت دی
تار یې زما په ګرېوانه دی پیدا شوی
پله وایي چې څوک واک له مانه واخلي
د مور داسې ځوی لا نه دی پیدا شوی
*عبدالمجيد پل*
239
تکرار
سترګې ځلوې لکه شغلې د لاس ویګاس
نن که راغلې برخه به مې کړې د لاس ویګاس
ځکه د جومات او میکدې کیسه ضرور ده
زه یې د کعبې کړمه تۀ شوې د لاس ویګاس
راشه رڼاګانې مې وجـــود نیولي دي
تاته بندې نه دي دروازې د لاس ویګاس
ماسره زما د وطن توره شپه ملګرې
تۀ به چراغونه ښکلوې د لاس ویګاس
څوک په دې وطن کې د سپوږمۍ په رڼا پایي
چا دي جوړې کړي زرغونې د لاس ویګاس
شرافت خان
239
دل تنګه یمه ستوني ته مې سا راغلې ده
ما پرېږدئ چې لږ چغې کړم ژړا راغلې ده
د سرای په دروازه کې مو ګلپوش موټر ولاړ دی ستا وړلو ته له بره کلي ورا راغلې ده
#شاعر؟
239
ستا د نازک وجود، ښايستې ګردې لمن په خوا کې
پرېده چې مړ دې شم نانځکې! همدا نن په خوا کې
سپينې کوترې يې د بل وطن ښارو کې ورکې
سپېره سپېره بادونه خېژي د وطن په خوا کې
بيا به ملګري ما دفتر کې زوروي ور باندې
د لِبسټيک سور خاپ مې جوړ شوی د يخن په خواکې
د عطرو بوی يې کټمټ ستا عطرو ته ورته وو
نن مازيګر مې څوک تېر شوی دی څنګزن په خواکې
شبوګۍ نشته دی منمه يې خو دا هم واورئ
زه خو يې شتون محسوسوم هر ماسخوتن په خواکې
239
اوښکې مې داسې ځي بې واکه دا به څه ودرېږي
ماته جواب د مېسج راکه نور مې زړه ودرېږي
زه د اهونو اسوېليو په تم ځای کې ولاړ
ستا د غرور ټکسي ته لاس ونيسم نه ودرېږي
د چا د مخ د سیپارو تلاوت داسې کوم
کسي مې رپ نه وهي؛نېغ، نېغ مې باڼه ودرېږي
زما په مینه کې یې مینه د خدای ولیدله
خود به زمونږ د کور په لوري په لمانځه ودرېږي
چې په واټونو کې کوچني سوالګري وینم پله
ماته مې سترګو ته قسم دی خپل واړه ودرېږي
