cookie

Utilizamos cookies para mejorar tu experiencia de navegación. Al hacer clic en "Aceptar todo", aceptas el uso de cookies.

avatar

فکری روزنتون /Fekri Rozanton

فکري روزنتون خپرندویه اداره د اسلامی امت د مجد او عظمت د اعادی په تکل جوړ شوی هغه سنګر دی چی اسلامی امت له خپل تېر تاریخ خبروي او د غربی باطلو افکارو د پخش او نشر مخنیوی کوي.

Mostrar más
Publicaciones publicitarias
223
Suscriptores
-224 horas
-17 días
-430 días

Carga de datos en curso...

Tasa de crecimiento de suscriptores

Carga de datos en curso...

*په افغانستان کی د غربی مؤسساتو دنده څه ده؟* *لیکنه: سیلاب بادغیسوال* غربی مؤسسات یواځې په افغانستان کی نه بلکی په ټوله اسلامی نړی کی یې د استخباراتی معلوماتو د راټولو مأموریت په غاړه وو/دی، دوی ددې تر څنګ نصرانی فعالیتونه هم کول خو په افغانستان کی یې الحمدلله نصرانی پټ او ښکاره فعالیتون درول شوې دي. د کابل اداري په وقت کی یوې غربی مؤسسی شلټرناوو چی په پټه یې نصرانیت ته دعوت کول عبدالرحمن پنجشیری یې نصرانیت ته واړاوه، چی بیا وروسته یې عبدالرحمن پنجشیري اروپا ته بوتلو. ددوی استخباراتی فعالیتونه خورا ډیر لوی بحث او تحقیق ته اړتیا لري. یو بل مأموریت چی ددوی په غاړه دی او نن ورځ هم خپل مأموریت مخته وړي هغه په قومونو کی د نفاق خپرول او د قومی جنګونو را پارول دي، نن ورځ موږ او تاسو یې ګورو چی په کلیو کی مو هغه خلک یو له بل څخه ناراحته دې چی په کلنو کلنو یې نیکونو او پلرونو په یوه مسجد کی لمونځ کاوه خو نن یا مسجد ته نځي او یا د مسجد په کونج کی له ځانه خوابدی ناست وي، او چی د علت پلټنه یې وکړو لامل یې همدا غربي مؤسسات دي؛ د اسلامی امارت د بیا حاکمیدو سره الحمدلله غربی مؤسسات کنټرول شوي دي.
Mostrar todo...
😢 1
مسجد ته د نافعو علومو د زده کړې په مقصد ورتلل په اسلام کې ستر عبادت ګڼل شوی چې هر ځل ورتګ د يوه پوره او قبول شوي حج په اندازه اجر لري، لکه چې رسول الله صلّی الله عليه و سلّم فرمايي: عن أبي أمامة قال: قال رسول الله صلّی الله عليه و سلّم: «مَنْ غَدَا إِلَی الْمَسْجِد لَا يُرِيْدُ إِلَّا لِيَتَعَلَّمَ خَيْراً أَو يُعَلِّمَه کَانَ لَه أَجْرُ مُعْتَمِرِ تَامِّ الْعُمْرَةِ، فَمَنْ رَاحَ إِلَی الْمَسْجِدِ لَا يُرِيْدُ إِلَّا لِيَتَعَلَّمَ خَيْراً أو يُعَلِّمَه کَانَ لَه أَجْرُ مُعْتَمِرِ تَامِّ الحِجَّةِ». ژباړه: (څوک چې د سهار لخوا مسجد ته يوازې په دې اراده لاړ شي د خير علم زده کړي او یا یې بل چا ته وروښيي نو هغه ته به د هغه عمره کوونکي د داسې عمرې په اندازه اجر ورکړای شي چې د هغې يې ټول واجبات او سنن یې پرځای کړي وي، او څوک چې د ماسپښين لخوا مسجد ته يوازې په دې اراده لاړ شي د خير علم زده کړي او یا یې بل چا ته وروښيي، نو هغه ته به د هغه حج کوونکي د داسې حج په اندازه اجر ورکړای شي چې د هغه ټول واجبات او سنن یې پرځای کړي وي). له پورتني مبارک حديث څخه ښکاري چې په مسجد کې د دين او خير زده کړه پخپله ستر عبادت دی، او مسجد د عبادت تر څنګ د زده کړې اساسي ځای هم دی چې بايد په سم ډول د دين د تعليم لپاره وکارول شي. 📚مدرسه او مبارزه ص: ٤٦٧ ✍مولوي عبدالهادي مجاهد
Mostrar todo...
Photo unavailableShow in Telegram
اتل پیژنئ؟ اتل زموږ زړور سلطان محمد فاتح دی، چي په ۲۲ کلنۍ کي د داسي یو لښکر مشر وو، چي د اسلام د غوره لښکر لقب یي وګاټه، هغه د رومي امپراتورۍ پلازمینه قسطنطنیه یا هم اوسنی استانبول فتحه کړ. د دې ځوان اتل غوندې سلګونه نمونې د اسلامي تاریخ په زرینو بابونو کي ثبت دي.
Mostrar todo...
*د متکبر د تکبر ماتول ثواب لري!* تکبر ډېره لويه ګناه ده خو پر متکبر انسان تکبر کول ثواب لري او صدقه ده ځکه که متکبر ته تواضع وکړې نو دی نور هم ګمراه کيږي او که تکبر ورباندي وکړې بيا تنبيه کيږي له همدې امله امام شافعي رحمه الله فرمايلي دي: پر متکبر انسان دوه ځله تکبر وکړه. امام زهري فرمايلي دي: د دنيا پر زامنو باندي تکبر کول د اسلام ټينګ پيوند دی. د امام ابوحنيفه رحمه الله څخه روايت دی: تر ټولو ظالم انسان هغه څوک دی چي داسي چا ته تواضع کوي چي هغه ورته هيڅ پاملرنه نه کوي. علماؤ ويلي دي: کله نا کله تکبر د متکبر د تنبيه لپاره وي نه د ځان لوړولو لپاره نو بيا خو داسي تکبر ښه دی لکه پر جاهلانو او اغنياؤ تکبر کول. او يحيی بن معين رحمه الله فرمايلي دي: هغه څوک چې په خپل مال سره پر تا تکبر کوي پر هغه باندي تکبر کول تواضع او عاجزي ده يعني ښه کار دی. التَّكَبُّرُ عَلَى الْمُتَكَبِّرِ صَدَقَةٌ؛ لِأَنَّهُ إذَا تَوَاضَعْت لَهُ تَمَادَى فِي ضَلَالِهِ وَإِذَا تَكَبَّرْت عَلَيْهِ تَنَبَّهَ. وَمِنْ هُنَا قَالَ الشَّافِعِيُّ تَكَبَّرْ عَلَى الْمُتَكَبِّرِ مَرَّتَيْنِ وَقَالَ الزُّهْرِيُّ التَّجَبُّرُ عَلَى أَبْنَاءِ الدُّنْيَا أَوْثَقُ عُرَى الْإِسْلَامِ . وَعَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى أَظْلَمُ الظَّالِمِينَ مَنْ تَوَاضَعَ لِمَنْ لَا يَلْتَفِتُ إلَيْهِ وَقِيلَ قَدْ يَكُونُ التَّكَبُّرُ لِتَنْبِيهِ الْمُتَكَبِّرِ لَا لِرِفْعَةِ النَّفْسِ فَيَكُونُ مَحْمُودًا كَالتَّكَبُّرِ عَلَى الْجُهَلَاءِ وَالْأَغْنِيَاءِ. قَالَ يَحْيَى بْنُ مُعَاذٍ: التَّكَبُّرُ عَلَى مَنْ تَكَبَّرَ عَلَيْك بِمَالِهِ تَوَاضُعٌ.[بريقة محمودية]
Mostrar todo...
#مسلمانان_او_سائنس ◇د جګړييزو توپونو اړوند لومړی ليکل شوی کتاب چې يو مسلمان عالم ليکلی ◁د کتاب نوم «العز و الرفعة و المنافع للمجاهدين في سبيل الله بالمدافع» ◁ ليکوال: الرياش بن غانم آندلسي ◁ پدې کتاب کې غانم آندلسي د توپونو ۳۲ اقسام ذکر کړي د هغې د جوړولو طريقې، د په هغو کې د باروتو استعمال، د توپونو کټګورۍ او نور... ◁ غانم آندلسي د خپلې زمانې او له هغې څخه مخکې د نورو توپونو اړوند معلومات راټول کړل، او بيا يې پرې ازمایښتونه وکړل بيا په خپل کتاب کې ځای پر ځای کړل. ◁ په خپل کتاب کې يې د توپونو اړوند ۵۱ تصويرونه جوړ کړي چې دا توپونه څرنګه استعماليږي. ✍ليکنه: تمدن اسلامي ✍ژباړه: عبدالله عمير
Mostrar todo...
https://chat.whatsapp.com/DwubywSv2y70JXVJTauE7y نن ورځ د تاریخ له پاڼو په بخارا باندې د مغولو یرغل په تاریخ کې یوه له زیاتو خونړیو پېښو یادیږي. له نن څخه ۸۲۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۶۱۶ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نیټه مغول د بخارا ښار ته ننوتل. کله چې چنګیزخان د اسلامي نړۍ نیولو ته ملا وتړله، لومړی هدف یې بخارا وګرځوله، سلطان علاءالدین خوارزمشاه یې دفاع ته ۲۰۰۰۰ پوځ واستاوو چې له درې ورځې جنګ وروسته وتښتېدل. د پوځونو د دې تېښتې لامل د نظم او رهبري نشتوالی، د جنګي پلان ضعف، له مغولو ډار او وحشت، د روزنې او اسلحې کمښت او روحي ماتې وه. له دې وروسته د ښار علماء، مجاهدین او عام خلک د دوه زره په شمېر کې د ښار دفاع ته ودرېدل. مشهور مؤرخ علامه ابن الاثیر په خپل کتاب ( الکامل في التاریخ) کې لیکلي دي چې د چنګیز لپاره د ښار نیول سخت وو نو یې د ښار خلکو ته لیک ولېږه چې که څوک زمونږ په صف کې ودرېدل، د هغه سر او مال به په امن وي. د ښار خلک په دوه ډلو تقسیم شول، یوې ډلې ویل چې د ښار له تسلیمولو بله چاره نشته، چې په دې برخه کې زیات د ښار شتمنه طبقه وه او باور یې درلود چې مونږ به رښتیا هم په امن یو. دوهمه برخه چې شمېر یې دوه زره وو، کله چې پوه شول د ښار خلک مغولي پوځ ته د ښار دروازې خلاصوي، د ښار په منځ کې له علماؤ، فقهاؤ، پوهانو او محدثینو سره هغې لویې دفاعي کلا ته ننوتل چې لوړ دېوالونه او ژور خندقونه یې لرل. کله چې بزدلانو د ذوالحجې په څلورمه چنګیزیانو ته د ښار دروازې خلاصې کړې، چنګیزیانو ورته وویل: که څوک زمونږ په وړاندې له مقابله کوونکو سره وجنګیږي؛ مونږ به یې د ښار واکداران جوړ کړو. بزدله او د واک تږو د هغو مبارزینو مجاهدینو مقابله شروع کړه، د کلا خندقونه یې ورته ډک کړل او د کلا له دېوالونو سره یې کوهي وکندل، تر څو دېوالونه ونړیږي. کله چې دېوالونه ونړیدل، دوه زره جنګیالیو د غدارانو پر وړاندې د کلا په منځ کې لس ورځې مقاومت وکړ او له محاصرې لاندې یې تر آخرې سلګۍ مقابله وکړه،ټول شهیدان شول او غداران کامیاب شول. غداران د شاباسي او د ښار د واکمني په نیت د چنګیز مخې ته راغلل، خو وضعیت د دوی د هیلو، امیدونو او اټکل خلاف ثابت شو، چنګیزخان ټول خالي سلاح کړل او په دې تاریخي جملې سره یې ټول له تېغه تېر کړل چې : «دوی د باور وړ نه دي، که دوی د باور وړ وای؛ هیڅکله به یې زمونږ ( پردیو) لپاره له خپلو وروڼوسره غدر نه وو کړی.» د دوی له وژلو وروسته چنګیزیانو په ښار قیامت جوړ کړ، په لکونو مسلمانان یې شهیدان کړل، ښځې یې د خاوندانو، پلرونواو وروڼو پر وړاندې بې عزته کړې، ماشومان یې حلال کړل، جوماتونه، مدرسې او ټول ښار یې وسوزاوو. غداران او غلامان هم د مبارزینو په برخلیک اخته شول، لیکن فرق یې دومره دی چې یوې ډلې د غیرت زنده ګي غوره کړه، مبارزه یې وکړه او د غیرت په مرګ مړه شول، لیکن دوهمه ډله چې د واک شوق او په دښمن باور یې د ځان او ټول ښار د تباهۍ لامل جوړ شول او تاریخ یې د بدنامو غلامانو په نوم یادوي.
Mostrar todo...
فڪري روزنتون خپرندویه اداره (۱)

WhatsApp Group Invite

(پیغلو او ځوانانو ته د ا‌‌سـ‌‌/‌‌‌لا‌-مي تاریخ له پاڼو فکري تحفه) لیکنه: 42 د احد غزا ته د رسول الله ﷺ په قومنده تیاري روان وو سیرتونه او تاریخونه لیکي چې همدې غزا ته په تیزۍ سره چمتوالي په داسي حال کې روان و چې مشرکینو د تعرض نیت درلود تر څو د ا‌‌سـ‌‌/‌‌‌لا‌م په مرکز (مدینه) باندي یرغل وکړي، د مشرکینو او منافقینو دا نیت ؤ چې په همدې برید سره جناب محمدﷺ او ملګري یې له منځه یوسي، د ا‌‌سـ‌‌/‌‌‌لا‌م ډیوه د تل لپاره مړه کړي، رسول اللهﷺ او د هغه ملګري د تل لپاره له منځه یوسي، مدینه تر خپل کنترول لاندې راولي، دا هغه وخت و چې تر دې مخکې مشرکینو او منافقینو په بدر کې سخته ماتې خوړلي وه، دوی د هغه جـ‌‌‌‌/‌‌نـ‌ګ د غچ اخیستو په خاطر ځانونه منسجم کول، دوی په پوره قوت او غرور سره د مسـ‌‌‌‌/‌‌‌ـلمـ‌‌‌/‌‌‌ـانانو په خلاف را پورته شوي ؤو. په همدي وخت کې د الله تعالی ﷻ رسول او ملګري د مشرکینو او منافقینو له حال څخه خبریږي په کم شمیر د یو لوی قوت په وړاندي ځانونه چمتو کوی، د مسـ‌‌‌‌/‌‌‌ـلمـ‌‌‌/‌‌‌ـانانو له منځه څخه مشهورو اصحابه کرامو هغه که ځوانان او پیغلې وې ځانونه د مشرکینو همدې تعرضې مقابلې ته تیارول، د ځوانانو له جملي داسي کم عمره ځوانان هم وو چې سن او عمر یې د جګړي لپاره نه وو برابر بلکې الهی مینې او له دین څخه د قربانې په خاطر یې ځانونه تر رسول الله ﷺ رسول، تر څو د الله تر دین ځانونه قربان کړي، او ‌شـ‌‌8ــ‌/ا‌د‌ت لوی ارمان په کم عمري کې پوره کړي، دا یو لوي ثبوت د همدې دی چې کله ځوان فکري وروزل شي، بیا د خپل قوت په اوج کې په سختو حالتونو کې ځان دین قربانوي، له رب سره یې قلبي مینه او محبت د عمر معاني نه ګرځي بلکې هدف یې ایسار او قربانې وي، راتلونکي نسل او د امت مسلمه نورو ځوانانو ته دا درس په میراث پریږدي چې کم عمري او ځواني د دین دفاع په مخ کې کوم خنډ ندي، بلکې ټینګه عقیده، عزم او جرت په هر عمر او سن کې تر دین د قربانیدو مرحله ده. د احد تاريخي غزا لپاره چمتوالي بشپړیږي، رسول اللهﷺ او ملګري یې د جـ‌‌‌‌/‌‌نـ‌ګ میدان ته د اللهﷻ د رضا حاصلولو لپاره روانیږي، د رسول الله ﷺ لخوا څخه د خپل لښکر معاینه کيږي، ګوري چې په لښکر کې د مشرانو تر څنګ ځوانان هم د الله تعالی په لاره کې د ‌شـ‌‌8ــ‌/ا‌د‌ت او رضا ګټلو په خاطر راغلي، نبوي سیرتونه او تاریخي د ځینو مشهورو کم عمره ځوانانو یادونه خاص کړي او نومونه یاد کړي چې داسي ځوانان هم وو چې عمرونه یې د جـ‌‌‌‌/‌‌نـ‌ګ او جګړي لپاره برابر نه ؤو، رسول اللهﷺ همدا ځوانان له لښکر څخه بیله وې دلته دا د رسول اللهﷺ هغه پوه څرګندوې چې له همدي ځوانانو به په راتلوونکي کې الله تعالی د دین په لاره کې کار واخلي، وروسته دا ثابته شوه چې همدی کم عمره ځوانانو سیمي، ملکونه او امپراطورۍ ‌فـ‌تـ‌‌‌/‌‌حه کړي. د همدي ځوانانو له جملي څخه رافع بن خدیج او سمره بن جندب رضی الله عنهم یادونه کولي شو، چې په پوره میړانه یې د احد په غزا کې د دین دفاع وکړه، په همدی تاریخي غزا کې نور هم زیات ځوانان موجود ؤو چې هغوی ته د کم عمرې له امله اجازه ورنه کړل شوه، رافع رضی الله عنه یو تکړه او پیاوړی غشی ویشتوونکی ؤ، چې له همدی امله ورته په غزا کې اجازه ورکړل شوه، حضرت سمره رضی الله عنه رسول اللهﷺ ته وایې ای د الله رسوله ماته هم اجازه راکړه، زه تر رافع قوی یم; که نه منې زه رافع ته په غیږه ورځم مشفق محبوب ورته وایې زما خوښه ده، کله چې سمره رضی الله عنه رافع ته په غیږه ورغی رافع یې په غیږه نیولو کې په ځمکه وویشت یعنې مات یې کړ، وروسته رسول الله ورته په غزا د ګډون کولو اجازه ورکړه. درس: له یادي تاریخي واقعې څخه معلومیږي چې د ا‌‌سـ‌‌/‌‌‌لا‌-مي حکومت مشر د وخت ځوانانو ته باید د دوی وړتیا مطابق ځانګړي پاملرنه وکړي، د ا‌‌سـ‌‌/‌‌‌لا‌-مي نظام په نظامي، سیاسي، ټولنیز او تعلیمي پرمختګ کې له ځوان قوت څخه هغه که ځوان وی یا پیغله وې کار واخلي. له همدې واقعې څخه څرګندیږي چې رسول اللهﷺ د وخت ځوانانو ته د احد په غزا کې بې مثاله پاملرنه وکړه رافع رضی الله عنه چې یو تکړه او باتور غشی ویشتوونکي ؤ، د جـ8‌ــ‌ا‌‌د‌‌ کولو اجازه ورکړه، ور سره په څنګ یې بل کشر کم عمره مــ‌جـ‌/‌ا‌-هــ‌/‌د‌ سمره رضی الله عنه ته هم په ډیر ورین تندي باندې د لیاقت او باتورې په اساس اجازه ورکړه دا پیښې زموږ د سپیڅلي تاریخ په استعداد او عروج دلالت کوي. ځوانانو او پیغلو پام چې تاسي د غرب په نه لیدونکي دام کې د خپلو حقوقو د لاسته راړو په خاطر بند نشي نه دوی زموږ د امت د ځوانانو او پیغلو غمه مړه دي او نه زموږ د اسلافو تګ لاره دا وه چې له دوی څخه دی د ښو تمه د ا‌‌سـ‌‌/‌‌‌لا‌-مي تاریخ په اوږدو کې شوې وې.
Mostrar todo...
ای د امت مسلمه ځوانانو او پیغلو کوم حق، حقوق، امتیازات او درجات چې تاسي ته ا‌‌سـ‌‌/‌‌‌لا‌م درکړي کوم بل څوک به یې نه درکړي او مه ترې دا تمه کوي. تاسي د امت د مُـ‌‌‌‌ـ‌‌‌/‌‌‌‌‌‌لا‌‌ تیر، فخر ویاړ او سرښندویان یاست. درنښت. بقلم: انجنیر نقیب الله "توحیدیار" وړاندي کوونکی: فکري جوړښت. ویاند: محسن "احسان" دا سلسله جریان لري له موږ سره اوسئ.
Mostrar todo...
دا د تابعینو د زماني وروسته یو اصل پاته سوي دي چي هره زمانه کي ځیني چاپلوس ملایان دا کوښښ کوي چي دین د عوامو او د حاکم د طبیعت مطابق وړاندې کړئ. ددې لومړۍ ښکار امام احمد صاحب وو چي د قرآن مخلوق ګڼلو اړوند وو. وروسته وروسته د انګریزانو د تسلط په زمانه کي سر سید احمد خان د دین عقلي او ساینسي تشریح ته لاس واچوي او د دین بنیادي عقائد ئي رد کړه. وروسته ځینو کسان د مستشرقینو څخه متاثره وه انکار حدیث فتنی څخه متاثره سول. اوس وخت کي زیاتره عالمان د وحدة الدیان لپاره کوښښ کوي او ځیني غربي نظريات د اسلامي کولو کوښښ کوئ. خو یو بل اصل چي یو ځای ورسره راغلی دي، هغه دادې چي همیش ددوئ په وړاندې حقاني علما دریدلي او ددوئ هره باطله نظریه رد کړي او ردوي يئ.
Mostrar todo...
د رسول الله ــ صـلى الله عليه وسلم ــ له وفات سره سم د اسلام دښمنانو د فکري جګړې له لارې يو اندازه مسلمانان بې لارې کړل چې ځني يې مرتد شول، ځيني يې د اسود عنسي، مسيلمه کذاب او سجاح په څېر جعلي نبيانو سره ودريدل او يوې کوچنۍ ډلې د مسلمانانو خليفه ته د ذکات ورکولو څخه انکار وکړ، څرګنده ده چې دا هرڅه په يو وخت تصادفي نه شي کېدلى بلکې د دې ترشاه داسلام د دښمنانو لاس و، هغوى غوښتل د مسلمانانو تر منځ ګډوډي را منځته کړي او په خپلمنځي جګړو يې اخته کړي، خو مسلمانانو پر ابوبکرصديق (ض) را ټول شول هغه يې د رسول الله ــ صــلى الله عليه وسلم خليفه و ټاکه. ابوبکرصديق (ض) له اسلام څخه سرغړونکو ډلو په وړاندې ټينګ استقامت وکړ، په خپل بې ساري ايماني قوت او ښه تدبير سره يې د راټوکېدلو فتنو مخه ونيوله او په لنډ وخت کې يې ټولې بېلارې شوي ډلې ياشريعت منلو ته اړ ايستلې او يا يې له منځه يو وړې او مسلمانان يې د يوه خليفه تر قيادت لاندې يو موټى کړل او بيا يې د روم او فارس د فتح لپاره لښکري ولېږلې. ابوبکرصديق (ض) دوه کاله درې مياشتي او اته ورځي خلافت وکړ، هغه د ژوند په وروستيو شېبو کې د عمر فاروق (ض) د خليفه د ټاکلو وصيت وکړ، نوموړى د (63) کلونو په عمر په (13هجري/534م) کال کې وفات شو. د ابوبکرصديق (ض) له وفات وروسته مسلمانانو دهغه له وصيت سره سم حضرت عمر فاروق (ض) خليفه وټاکه، د نوموړي په پېر کې د کافرانو ټولې د سيسي شنډ شوي،
Mostrar todo...
1
Elige un Plan Diferente

Tu plan actual sólo permite el análisis de 5 canales. Para obtener más, elige otro plan.