ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هیر شوی نبوی عبادت(د الله تعالی په مخلوقاتو کی سوچ او فکر کول) [۱]برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالى د خپلو مخلوقاتو ډير لوى والى بيان کړی، د دې لپاره چې د هغې په واسطه انسان خپل الله وپېژني او د خپل الله لوى والي ورته معلوم شي،
قران كريم کی الله رب العالمين فكر كولو ته دعوت هم ورکړی دی زمونږ د رسول صلى الله عليه وسلم همدارنګه دسلفو او نيکانو بندګانو طريقه هم همد غه وه،
الله تعالی[په سورت الغاشیه کی ۱۷/نمبر آیات څخه تر۲۰نمبر پوری فرمایی]
(أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ)
دا بندګان ولي اوښ ته نه ګوري؟ چې الله تعالى څرنګه ناشنا مخلوق پیدا کړی او عجائبات یی پكښی اچولي دي،
(وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ)
او آسمان ته دي وګوري چې الله تعالى څرنګه یو عظیم مخلوق پیدا کړی؟ په هوا کي ئي درولی دی،
(وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ)
او دې غرونو ته ولي نه ګوري؟ چې الله تعالى څه ډول پیدا کړي او په کوم انداز ئي درولي دي چې نه د دیوال په شان پيدا شوي چې څوک ورباندي اوریدلی او ګرځيدلی نشي، او نه ئي داسي په زمکه خواره پیدا کړي چې ټوله زمکه ونیسي، او بيا ئي پكښي نوري ډيري فائدي هم اچولي دي لكه غرونه د زمکي لپاره مېخونه دي، او د حيواناتو لپاره دڅراګاه ځايونه دي، د ډيرو مخلوقاتو لپاره د اوسیدو او پناه ځايونه دي، د دي نه اوسپنه او د اقتصادي ترقي لپاره ډير قيمتي شيان را وباسي.
الغرض: غرونه د الله تعالى د قدرت او عظمت يو عجيبه نښه ده لکه په دي خبره د دي فن ماهرين د جيولوژي / زمين شناسي علماء ډیر ښه پوهيږي!!
( وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ)
بيا الله تعالی فرمایي: دا خلک زمکي ته نه ګوري چې څرنګه الله تعالى په ښه انداز خوره کړي ده چې نه نرمه ده نه سخته ده! د زمکي په خلقت فکر کول هم د انسان په زړه کښي د خپل خالق عظمت راولي همدغه وجه ده چې په قران کريم کښي بار بار د زمکي يادونه شوي
د دي متعلق الله تعالى دا هم فرمايلي: (قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الْأَيَاتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لا يُؤْمِنُونَ) ته ورته ووايه چې وګورئ په دې آسمانونو او زمکه کي، چې الله تعالی څه شي پکښي پيدا کړي دي، ليكن دغه نښي او د انبياوو وېره وركول هغه چاته فائده نه ورکوي چې د ايمان اراده نلري، يعني که يو بنده د خپل الله د پېژندګلوي إراده نلري او د هغه د عظمت د حاصلولو اراده نلري؛ نو هغه ته به دا خبري فائده ورنکړي .
غرض مي دا وو چې الله تعالى د قرانکریم په ډيرو آیتونو کي بندګانو ته دعوت ورکړی دی. چې دې کائناتو ته وګورئ، آسمانونو او زمکي ته وګورئ، او دې خپلو ځانونو ته مو وګورئ
افسوس ډير د دي كائناتو نه فائده نه اخلي حال دا چې پدې باندي ډير ښه ايمان جوړيږي چې سری د الله تعالى په غټو مخلوقاتو کي فکر وکړي، پدې باندي د انسان زړه جوړيږي، د الله تعالیٰ عظمت په زړه کي راځي، د الله تعالى معرفت، د الله تعالى توحيد، د الله تعالى حكمت، د الله تعالیٰ کمال او جمال پدی باندي معلوميږي خو ډیر انسانان د زړه د سختوالي او په زړه کي د الله : تعالى د هیبت او عظمت د نشتوالي له وجي د الله تعالى د کائناتو نه فائده نه اخلي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد۲مخ۲۳۱
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ