حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور
Ir al canal en Telegram
573
Suscriptores
Sin datos24 horas
+17 días
-1130 días
Archivo de publicaciones
که موږ د خپل لومړي دښمن له يرغل څخه پوره عبرت اخيستی وای، په خپل ځان مو باور کړی وای، خپل تعليم، اقتصاد، او ملي وحدت مو پیاوړی کړی وای، نو ښايي بيا هيچا زموږ پر خاوره د يرغل جرأت نه وای کړی. هر ځل چې مو د ازادۍ لپاره جګړه کړې، قربانۍ مو ورکړي، خو بيا هم هماغه حالت تکرار شوی. دا ځکه چې موږ د جګړې له لارې يواځې خپلواکۍ ته رسېدلي يو، خو د خپلواکۍ د ساتلو لپاره مو بنسټيز کار نه دی کړی. اوس هم د تېرو تجربو څخه د درس اخیستلو ښه فرصت دی که استفاده مو ترې وکړه خو ډيره ښه ده کنه نو....
C
+1
ګرانو هیواد والو د هیواد د خپلواکی 106 کلیزه مو مبارک شه
هموطنان عزیز 28 اسد روز سالګرد استقلال ملی کشور مبارک باد
ځوان مترقی پادشاه غازی امان الله خان ستر ملت ته په وینا کی وویل ای ګرانه ملته او تمیز لرونکی قومه د خپل دین ،دولت او ملت په ساتنه کی ویښ او د هیواد د ناموس په ساتنه کی هوښیار اوسی زه له خدای (ج) څخه ستاسی اهل اسلام او ټولو انسانانو له پاره خیر او نیکمرغی غواړم
اصیل افغان او د ټینګ ایمان خاوند غازی امان الله خان رهبری لاندی زرګونو ځوانانو یعنی ملی مجاهدینو په قربانیو سره ازادی ګټلی ده
یو ځل بیا لر او بر افغانانو ته د هیواد خپلواکی مبارکی وایم
تل دی وی د هیواد استقلال
تل دی وی لوی افغانستان
صابون څنګه خیری پاکوي؟
دا مو اورېدلي چې اوبه د ډېرو موادو محلول دي. خو داسې مواد شته چې اوبه یې نه حلوي. لکه خیری او غوړ. علت یې دا دی چې د خیرو/غوړیو د مالیکولونو تر منځ قوه (لزجیت) ډېره ده یعنې سرېښ والی لري او د اوبو د مالیکولونو سره اړیکه نه جوړوي.
د دې لپاره چې خیری/غوړ په اوبو کې حل شي داسې موادو ته اړټیا ده چې دا دواړه مواد سره وتړي. صابون دقیقا همدا کار کوي.
صابون له دوو برخو جوړ دی. یوه یې هیدروفوبیک ده چې غوړو موادو (خیري) سره تعامل ته لېوالتیا لري او دوهمه یې هیدروفیلیک ده چې د اوبو مالیکولونو ته لېوالتیا لري.
کله چې صابون په خیرن څیز وکارول شي، د هیدروفوبیک برخه یې خیرن/غوړ مالیکولونه احاطه کوي او په دې توکه د نورو مالیکولونو سره یې اړیکه ماتوي. په دې توګه د خیرو بېل شوي مالیکولونه د اوبو سره مخلوط او د دې لامل کېږي چې اوبه یې له ځان سره یوسي. یا په بل عبارت صابون د دې زمینه برابروي د خیري مالیکولونه په اوبو کې حل او له سطحې پاک شي.
#ساینس زده کړئ!
As soon as you open your eyes in the morning, remember to be grateful for being alive, to be here, to have another chance today to get it right.
به محض اینکه صبح چشمات رو باز کردی،
به خاطر داشته باش که برای زنده بودن،
حضور در این دنیا، فرصت دیگه ای برای رسیدن به اهداف امروزت شکرگزار باشی.
دا ناممکنه وي چې يو جهت دي بهرني استعمار ګر ته ځای ورکړي او هغوی سره دي زرګونو ټانکونه ، طيارې، اسلحې وي او ته تش لاس ولاړ يې، نه درته د خپل مريض لپاره ځای وي، نه سرپناه اجازه وي نه د علاج اجازه وي، نه مالي امکانات برابرولی شې او اخره کې دې جنګ هم وګټې ، که څوک له تا دا اميد ساتي نو کمزوری فکر لری، دا ناممکنه وي چې ماسره دې د نړۍ تر ټولو پرمختللي وسائل وي، زه دې ستا په کور قبصه وکړم او ته راته تش لاس ودريږه بيا ستا مبارزه سهي ده، او که د بل چا نه دې مرسته وغوښته او مريض دې بلخوا علاج ته ويوړ ، بيا ته مبارزه نه کی بلکه د کرايې جګړه کی .
همدا ذهنيت استعمار وپاشه ، موږ په ګلوبل ويليج يعنې نړيوال کلي کې قرار لرو ، په دې کې هر شخص دوست او دوښمن لري، په تيرو سلو کلونو کې يوه جګړه هم دسې نه ده تيره شوې چې يو خوا دې په پوره قوت سره استعمار وي او بلخوا دي ازادي ترلاسه کونکي وي خو د همدې استعمارګر مخالف هيواد نه يې مرسته نه وي ترلاسه کړي، موږ کله هم نشو کولی چې هغه ټول ازادۍ لپاره مبارزين د پرديو جګړو لپاره قربانيان وبلو .
اخري خبر :
که د امریکا خلاف مبارزه نه وی شوې، راروانه يوه پيړۍ کې هم له افغانستانه نه وتله او د ټولې آسيا په منځ کې به ستره اډه وه .
د امریکا خلاف مبارزه د امپائر Empire په زړه کې خنجر وهل وو .
د امریکايې ښکېلاک خلاف آزادي ترلاسه کول دې ټولو مسلمانانو او خاصه توګه هيوادوالو ته مبارک وي .
نوټ : دا انځور اصلي دی ، په کندز ولايت کې امريکايي ځواکونه د خپل زخمي نه راتاو دي .
U.J
د امريکايي ښکېلاک نه آزادئ په پار
ښکېلاک ښکېلاک وي، دا که په هر څومره رحمدله، سياسي، ابادي کونکي، ښه شعار لرونکي شکل کې وي، په تير انساني تاريخ کې يو قوم هم دسې نه دی تير شوی چې هغوی لپاره دې ښکېلاکګر صادقه وي ، البته هر ښکېلاک ګر دا کوښښ ضرور کوي چې د مستعمره هيواد وګړو نړۍ ليدworld view بدل کړي، د ځينو خلکو نړۍ ليد يوازې مادي پرمختګونو باندې متمرکز کړي او د هیواد خپلواکي، برم او عزت، خومختاري يو عبث شی وروپيژني .
نن د هندوستان خلک د برطانيې نه خپلواکي اخيستل لمانځي، اګر چې همدې برطانيې د هندوستان لپاره 48725 کيلومتره د ريل ګاډي پټلۍ غځولې، 432913 څلور لکه دوه ديرش زره کيلو متره سړکونه يې پاخه کړل، تقريباً ۲۵۰۰ زرو پورې شفاخانې يې جوړې کړې، درې سترې يونيورسټۍ د کولکته، ممبۍ ، مدراس چې لکونو متعلمين پکې درس وايې ؛ برطانيې جوړې کړې زرګونو حکومتي ودانۍ او محاکم يې جوړ کړل، آن تر دې چې هندوستان ته معاصر رياستي سټرکچر هم برطانيې ورکړی، دا دونه ستره ابادي برطانيه هم د خپل استعمار لپاره جواز ګرځوي، بلکه په کال ۲۰۰۵ د فروري په مياشت کې فرانسې يو نوی قانون ( loi n° 2005-158 du 23 février 2005 portant reconnaissance de la Nation et contribution nationale en faveur des Français rapatriés )
تصویب کړ چې بايد په فرانسه کې استادان خپلو شاګردانو ته د فرانسوي استعمار ګټې وروپيژني چې موږ په نورو هيوادونو کې څومره آبادي کړې ، کټ مټ همدا نظر هر استعمارګر په هر مستعمره هيواد کې د عامو وګړو جوړول هم غواړي .
خو آيا د يو هيواد دومره آبادۍ په دې ارزي چې بل ښکېلاک ګر ته مستعمره ورکړل شي ؟ ځواب دا چې نه !
دا کار ديني ، تاريخي او مادي لحاظ سره انتهای ناوړه عمل بلل کېږي، په تير انساني تاريخ کې يو دسې انسان نشته چې استعمارګرو سره ملګری وي او په ښه نامه ياديږي او دسې انسان هم نشته چې د استعمار خلاف وي خو په بده نامه يادېږي ، په صوماليا کې د استعمار خلاف يو ملا محمد بن حسن عبدالله راپورته شو، ښکېلاک ګرو هغه ملا په ليوني مشهوره کړ، خو نن هماغه ملا د ازادۍ سمبول دی .
خپلې خبرې ته راګرځو ...!
- دين:
استعمارګر تا خپل دين ته نه پريږدي ، شايد يو څو جوماتونه هم جوړ کړي خو د اجتماعي ژوند ستره برخه درنه اخلي، تر اوسه هيڅ استعماري دسې خدمت نه دی کړی چې د مستعمره هيواد وګړو ايمان ورسره کلک شوی او اسلام ته پرمختګ ورکړل شوی وي، بلکه برعکس تمام شوی، همدا راز دين هيڅ انسان ته اجازه نه ورکوي چې د استعمارګر لاندي په آرامه ژوند وکړې، تر مرګه پورې دا يو واجب مسؤليت وي چې مقابله به کوې که دا په هر شکل وي .
- تاريخ: نن په ټوله نړۍ کې ۱۶۳ هيوادونه خپله ازادي لمانځي، چې تقريباً ۶۲ پکې د برطانيې نه ازاد شوي، هر هيواد خپل تاريخ ته اهیمت ورکوي او په تاريخ کې فاتحين او ګټونکي بيا بيا ځلوي، تر څو د قوم همت جوړ کړي، په نړۍ کې هيڅ دسې هيواد نشته چې خپل تاريخ کې استعمارګر ته جواز ورکوي .
- مادي : ښکېلاک ګر اګر چې ځان د پرمختګ سمبول بولي، کومې ابادۍ چې دوی کوي د هغه مقدار نه ډېره کمه وي چي دوی کوم زيان اړوي ، مثال همدا برطانيې او هندوستان په وګورو نو د اکانوموسټ ټائم يو راپور پر اساس برطانيې د هندوستان نه په خپله ۲۰۰ کلنه استعماري دوره کې تر ۶۴.۸۲ ټريليونه ډالرو وسائل او ماليات غلا کړي دي، دا دونه پيسې دي چې وس وخت کې د نړۍ ۲۰ سترو هيوادونو کې څومره پيسې دي، د هغو ټولو نه زياتې دي، خو برطانيې دا پيسې په نړیوالې ولکې ساتلو، اول او دويم نړيوال جنګونه باندې مصرفولې، د الجزيرې د يو راپور پر اساس د برطانيې د لاسه يوازې په څلويښت کلونو کې ۱۰۰ ميليونونه انسانان په هندوستان کې د قحطونو، مرضونو، جنګونو او غلطو پاليسيو دلاسه وژل شول .
لنډه دا چې استعمارونه تباهي وي، د امريکا ښکېلاک ته ښکېلاک نه ويل د انساني تاريخ ټولو ښکېلاکونو نه انکار کول دي، امريکا که دلته آبادي کړې خو برطانيې هم هندوستان کې آبادي کړې، هر استعمارګر د خپل جواز لپاره يو څه کړې خو دا عمل کله هم جواز نشي کيدلی .
که موږ د امريکا ښکېلاک په دې پټوو چې معاهدې شوي، يا د استعمار خلاف وګړو د نورو هيوادونو سره اړيکې وې نو دا هم کمزوری موقف دی، ځکه چې د هر جنګ په اخره کې معاهده کېږي، خلک يو ميز ته کينې ، دا معاهده په دې معنا نه وي چې يو انسان سودا وکړي، ويتنام دجنګ په پای کې په پاريس کې ۱۹۷۳ کې د امریکا سره معاهده وکړه ، نن هم ويتنام ګټونکی شمارل کېږي .
دا ډول تړونونو نړيوالو نورمونو سره چليدلو په معنا وي، همدا راز د استعمار خلاف هر وګړی مجبور وي چې د خپل عظيم مقصد لپاره د هر ځای نه مرسته ترلاسه کړي، د امریکا په خلاف کيوبا انقلابيانو د شوروي نه مرستې اخيستې ، ويتناميانو هم، په هند کې سوباش چندرا بوس د ازادۍ سمبول بلل کېږي خو هغه د خپلې مبارزې لپاره د امکاناتو ترلاسه کولو لپاره تر هټلره پورې رسېدلی وو .
د آزادۍ د ورځې په مناسبت — د اشغال پای او د خپلواکۍ ورځ!
الحمدلله ثم الحمدلله، نن هغه ورځ لمانځو چې زموږ له خاوري څخه د اشغال تور سیوری پورته شو، او یو ځل بیا دا خاوره د خپلواک ملت په نوم وپیژندل شوه. دا ورځ یوازې یو تاریخ نه دی، بلکې د یو ولس د زرګونو قربانیو، دردونو، هجرتونو او صبرونو پایله ده.
اشغال څه ته وایي؟
اشغال هغه حالت ته ویل کېږي چې یو پردی ځواک د زور، جګړې یا سیاسي دسیسو له لارې د یو بل ملت خاوره لاندې کړي، او د هغه خلکو خپلواکي، واک او عزت تر پښو لاندې کړي. د اشغال پر مهال نه یوازې جغرافیه نیول کېږي، بلکې عقیده، فرهنګ، اقتصاد او ارزښتونه هم تر برید لاندې راځي.
امریکايي اشغال په افغانستان کې:
له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان د یوه اوږدمهاله بهرني اشغال سره مخ و. که څه هم د ازادۍ، امنیت او بیا رغونې تر شعار لاندې دا اشغال پیل شو، خو زر تر زره یې حقیقت څرګند شو
بې ګناه وژنې، بېعدالتي، کلتوري یرغل، د اسلام ضد فعالیتونه، او د ملت د خپلواک تصمیم حق تر پښو لاندې شو. زرګونه افغانان شهیدان شول، ښارونه ویجاړ شول، او یو ملت د ناورینونو سره مخ شو. دا هغه قرباني ده چې هر کورنی، هره مور او هر ماشوم پرې خبر دی.
اشغال څنګه پای ته ورسېد؟
په حقیقت کې اشغال د ملتونو په اراده پای ته رسېږي. د افغان ملت د استقامت، جهاد، قربانیو، او د وخت په تېرېدو سره د نړۍ وجدان راویښ شو. امریکايي ځواکونه له شلو کلونو وروسته اړ شول چې وځي، ځکه یو ملت د ایمان، توکل، او مقاومت په مټ ودرید.
ازادي څه ته ویل کېږي؟
ازادي یعنې یو ملت باید خپل تقدیر پخپله وټاکي. له اشغال پرته ژوند کول نه یوازې د خاورې ساتل دي، بلکې د ایمان، ناموس، فرهنګ، او ارزښتونو ساتنه ده. اسلام د مسلمان امت لپاره ازادي د الله نعمت ګڼي. قرآن کریم کې راځي چې:
(الله ج به هیڅکله کافرانو ته پر مؤمنانو لاره ورنه کړي)
اسلام د عزت، واک، او خپلواکۍ دین دی. د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې د هر ډول ظلم، استبداد او اشغال پر وړاندې به ودریده.
د قربانیو یاد
د آزادۍ هره لحظه د زرګونو شهیدانو په وینو رنګ شوې ده. مورګانې بې زامنو شوې، ماشومان یتیمان شول، وطن نه هجرتونه و شول، خو د ایمان بیرغ ښکته نشو.
اوسنی پیغام
نن ورځ د شکر، تفکر، او مسئولیت اخیستلو ورځ ده. ازادي نعمت دی، خو د ساتلو لپاره یې وحدت، علم، عدالت او تقوا ته اړتیا ده.
راځئ چی
- د خپل ملت ترمنځ د تفرقې پر ځای وحدت ته کار وکړو
- د خپلې ازادۍ قدردان واوسو
- د الله شکر ادا کړو
- د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره هڅه وکړو
- خپل راتلونکی د خپلو لاسونو نه وباسو
- افغانستان ازاد شو، خو ازاد پاتې کېدل زموږ د عمل، تواضع، تقوی او وحدت پورې اړه لري.
د یو ارامه،سوکاله او اباد افغانستان په هیله.
Our biggest regrets are
the chances we didn't take.
بزرگترين حسرت ما آدمها,
فرصت هاى از دست رفتمونه.
Success means having the courage, the determination, and the will to become the person you believe you were meant to be.
موفقیت یعنی داشتن شجاعت، عزم و اراده برای تبدیل شدن به فردی که فکر می کنی قرار بوده باشی.
