cookie

Utilizamos cookies para mejorar tu experiencia de navegación. Al hacer clic en "Aceptar todo", aceptas el uso de cookies.

avatar

د شاعرانو ادبي جونګړه

https://t.me/Jonghara_233 مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه! دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ

Mostrar más
Publicaciones publicitarias
1 643
Suscriptores
Sin datos24 horas
+27 días
+530 días

Carga de datos en curso...

Tasa de crecimiento de suscriptores

Carga de datos en curso...

غزل چې په کومه ورځ د حُسن راڅرګند کړ ما په ځان باندې ده نورو دیدن بند کړ ډیره زیاته شکرانه یې په ما حق ده چا چې زما او ستا د مینې تار پیوند کړ طالبي مینې له هر اړخه یې پاکه تا بدل د هر سړي خوی او چلند کړ د وخت ځوانه ماته مه وایه چې هی هی ما جهاد کړو خو تا خوب په سپین مړوند کړ لس سلنه یې مــــزه هـــم نه ده پاتې هغه مخکې به ساده ژوند چې کوم خوند کړ ما ایله د ښې او بدې یار معلوم کړ ما ایله زده په دا تیر عمر دا پند کړ هغه ځای مخبته څومره مقدس ؤ چې به چیرته د جهاد قافلې ژوند کړ مخبت وردګ
Mostrar todo...
د للمې بوټی د رحمت په باران ونازوه ټپي ټپي زړۀ مې په عشق د جانان ونازوه نه ښایي ستا دومره ښائست او زما رټلی کچکول پرېږدۀ که هرڅه دي د دَر ګدایان ونازوه سبحان الله! لکه په پَرخه چې غوټۍ تازه شي پرې تازه کېږي ستا په نوم مې ایمان ونازوه د ژوندون ورځ لکه روژه د أوړي تېره شوله نن د دیدار په روژه ماتې هجران ونازوه زه ستا په مخ هر یوۀ ښکلي ته په مینه ګورم ستا د دیدن د تږو سترګو آرمان ونازوه د حیدري له ژوند یې وړې د دیدن رڼا ده د عشق په وږم یې شلېدلی ګرېوان ونازوه م محمد امین حیدري
Mostrar todo...
غزل له هر شهيد را پاتې يو يادګار دی راسره سپيڅلی مسؤليت پر اوږو بار دی راسره ګټلی او ساتلی مې تاريخ د قربانۍ دی له پلار او له نيکۀ دغه کردار دی راسره راخيستی مې د دين او د وطن دفاع لپاره وېرېږئ مه پۀ لاس کې ذالفقار دی راسره کلتور مې اسلامي دی مخالف د استعمار يم پۀ سر توره پګړۍ او سپين دستار دی راسره د تللیو فدايانو یاد پۀ زړه راسره ليک دی ارمان د هر يتيم بچي ايسار دی راسره قبول يې کړه او واخله مجاهده ګل د بدر! خو پروت پکې د مينې پټ اظهار دی راسره بدر
Mostrar todo...
غزل خوړلی زندګۍ درپسې زړه دی ته وا ښه او زړه درپسې موړ له ژوندانه دی ته وا ښه دوې سترګې دي انځور کي لا هم هغسې راګوري لیکلی دي لا نوم په دېواله دی ته وا ښه زما نوم چي په نیمه نیمه ياد کړي بیا يې پرېږدي زما د زړه د کلي خان هغه دی ته وا ښه شینکۍ سترګي يې ستا د مينتوب له اوښکو ډکې په ملا باندي مات کړی بېلتانه دی ته وا ښه رسوا به سم، بندي به سم يا بل تندر به راسي لالی يې بیا په دې کیسه کي نه دی ته وا ښه قربان د جانان غمه لږ ګړی يې ارام پرېږده زړګی مي په زخمونو کي ویده دی ته وا ښه د هر میسج جواب به دي په جار او قربان درکړي هغه شفاعتک دي په لمانځه دی ته وا ښه شفاعت.
Mostrar todo...
آه فریاد ځي د اقصا ، الله ته درومي د معصوم ماشوم ژړا، الله ته درومي په سينه ټپي ټپي غزه ژړېږي لمبې خېږي تر سما، الله ته درومي خاورو لاندې بچي سرته مورکۍ ناسته خولې نی وا معتصما، الله ته درومي مسجدونه مدرسې په اورو وسول سپین قرآن په واویلا، الله ته درومي ای مسلمه د صلات نصرت لمانځه کې ورپسې کوه دعا، الله ته درومي وا مخبته! یو تنها فلسطین نه دی غږ د شام او د برما، الله ته درومي مخبت آزاد
Mostrar todo...
خادم د خپلي خاورې او خادم د خپل ملت یم عسکر د امارت یم مین پر خپل هیواد یم او مین پر شریعت یم عسکر د امارت یم هر دم دې فرضي کرښې ساتم دې فرضي کرښې محکم دې فرضي کرښې ډاډمن اوسه ولسه ضامن ستا د امنیت یم عسکر د امارت یم وطنه رغوم دې بندونه جوړوم دې ضرور ښېرازوم دې یم ژمن دې ابادي ته، نیکمرغي او اخوت  یم عسکر د امارت یم د سرو زرو چینه یم ګوهر یم خزانه یم مرجان یم ګلدسته یم کانال د قوشتیپې یم د سرو زرو په قیمت یم عسکر د ارمارت یم ورو ورو به دې زلمی کړم تا سیال به د نړۍ کړم سینګار به دې غونډۍ کړم خپل مټې مې رانغښتي زه لګیا ستا په خدمت یم عسکر د امارت یم دښتونه به دې ګل شي پټۍ به دې درمل شي وجود به دې ځل بل شي هیواده غیږ به ستا له ګلو ډکه کړم زینت یم عسکر د امارت یم وطنه ستا عسکر یم ساتونکی دې د سر یم دفاع ته دې زه سپر یم تپاند زهاد مین دې په غیرت او شهامت یم عسکر د امارت یم تپاند زهاد
Mostrar todo...
" له پامه مه غورځورئ " کونډې او بورې یتیمان له پامه مه غورځورئ خوږو ملګرو، شهـ.ـیدان له پامه مه غورځوئ پښې مو محکمې کړئ هدف ته لارې ورسوئ د قربانۍ عظیم دسـتان له پامه مه غورځوئ ژوند د یـوې روپۍ په بیه باندې هم نه ارزي په دغـه ګټه کـې تـاوان لـه پامه مه غورځوئ په " رحمــاءبـــیـنـــم " بـانـدې عـمـل وکـوئ د ذالجلال دغـه فـرمان له پامه مه غورځوي څښتن مو ګام پر ګام دهر حالت څارنه کوي میـزان د حشر د میـدان له پامه مه غورځوئ د قـلـم حـق دی، قـلـم ونـازوئ مینه ورکړئ خو تېـره تـوره او کمـان له پامه مه غورځوئ د مستغفر ګربز قسـم وربـاندې زړه خوږیږي سترګو ته وداروئ ګران له پامه مه غورځوئ مستغفر ګربز
Mostrar todo...
👍 1
څومره معصومې وي الله! د انتظار سترګې چې غړوې سهار، ماښام د چا په لار سترګې ملنګه بیا د چا د یاد په ټال کې و زنګېدې بیا دې رڼې کړلې د چا د دید په پار سترګې تا خو په ټوله دنیاګۍ رڼاوې وشیندلې په ما تیاره ده ستا قربان شم د سهار سترګې! قدم په خیال ږده نازولیه غمازان تاوېږي په هر قدم پسې دې څار کوي د ښار سترګې لکه یو غر، لکه یو لمر چې له چا کډه وکړي زما له سترګو چې فناه شولې د پلار سترګې د تورو خاورو مسافره هېڅ مې نه هیرېږې نمجنې وړمه هر سبا ستا تر مزار سترګې لکه غــــــزل  داسې له سل رنګه خبرو ډکې ( مــــــــــــلا عاکف امارتي ) زما د یار سترګي
Mostrar todo...
افغانستانه... تل دي سرلوړی غواړو لوړ پر ټول جهانه ګل اوسیژی ګل دي غواړو غـازي غـازي افغـانستـانه دښتي رغـــونه دي زیبا دي اوبه سیندونه دي ښکلا دي په نظر مه شی دګلونو ګلستانه هره ډبـــــره دي یاقوت ده لعل اومرجان ده زمروت ده په سرو لعلونه یي سنګار دبدخشانه کور دباتورو شازلمو یي دشملــــورو ننګیـالو يي هره یوه پیغله دي ملاله قهرمانه اب او هــــــــوا دي جنتي ده خاوره دي څومره قیامتي ده په نظر مه شی لا دي غواړو تل ودانه خاوره دآب پاکــو چینو یي خاوره دمستو شنو درو یي شین او زرغون یي خایسته دګل په شانه مونګ ته ښکلا مونګ ته راحته دښمــــن ته اور مونګ ته جنته دعکرمه جانان مــــــــــــــــلا زړه ته درمانه ګل اوسیژی ګل دي غواړو غــازي غــــازي افغانستانه عکرمه جانان ملا ــــــــــــــــــــــــــــ
Mostrar todo...
دژوند دسخت تریز شمال بادو نیم وژلی زه خفلو شکنجه کړمه پــردو نیم وژلـــی داځان ته چي سهار وایی اوما په غیږ کي نسی زه دغو یم وژلــــی تیاریـکو نیم وژلـــــی هغه چي به وماته لکه مار راهڅی دلــه هغه مي اوس دفاع کړی او هغو نیم وژلی هغه به په سینه کي سرګردانه ګرزیدلــــو لازړه راته حیران دی اندیښ نو نیم وژلی زما سترګي درد مني دي نوځکه داسي سری دی اشنا وارختا نکي سـتا بیتو نیم وژلــــی دا ژوند دی اوکه خوب دی چی تیریګي نه اسحاقه بلاوی پکی وینم او خوبو نیم وژلـــــی ـــــــــــــــــــــــ شاعر اسحاق
Mostrar todo...
💔 1
Elige un Plan Diferente

Tu plan actual sólo permite el análisis de 5 canales. Para obtener más, elige otro plan.