cookie

Utilizamos cookies para mejorar tu experiencia de navegación. Al hacer clic en "Aceptar todo", aceptas el uso de cookies.

avatar

الاماره پښتو تازه خبرونه ټليګرام

Mostrar más
Publicaciones publicitarias
267
Suscriptores
-124 horas
-27 días
+330 días

Carga de datos en curso...

Tasa de crecimiento de suscriptores

Carga de datos en curso...

په ٢١٧ عمري قول اردو کې سلګونه عرادې بېلابیل ډول وسایط او وسلې ترمیم شوې ١٤٤٦ه.ق د محرم ٧ مه د ٢١٧ عمري قول اردو حمایوي کنډک منسوبینو په تېر یو کال کې ١٢١٨ عرادې بېلابیل ډول وسایط او ٣٠٩ ميله بېلابېلې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي. په ترمیم شویو وسایطو کې ٩٢٧ عرادې رنجر، ٩٣ عرادې هاموي ټانګونه، ١١٨ عرادې انټرنشنل، ٢٢ عرادې ضربتي ټانګونه، ٧ عرادې کرنګ، ٩ عرادې فورکلفت، ٩ عرادې ګرځنده ورکشاپونه، ١٣ عرادې کاماز موټر او زيات شمير وسلې شاملې دي ياد وسایط او وسلې چې د تیرې ادارې په وخت کې تخریب شوې وې د يادې قول اردو د مسلکې او تخنیکي ټیمونو په واسطه جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.
Mostrar todo...
د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو کابل کې د داعشي خوارجو هغه ډله نیولې، چې غوښتل یې د اهل تشیع هېوادوالو په مراسمو برید وکړي. المرصاد په نوم یوې افغاني رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د خوارجو دا ډله د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده او زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات هم ترې ترلاسه شوي. یاده رسنۍ د سرچینو په حواله زیاتوي، (( د دې پټنځای مسؤل يو داسې افغان دی چې په يو ګاونډي خارجي هېواد کې اوسېده او د داعش خراسان څانګې له لوري چې مرکز يې په بلوچستان کې دی جذب شوی، لومړی يې يوه پاکستانۍ تبعه مېرمن په نکاح ورکړې او بيا یې له روزنې وروسته افغانستان ته را استولی دی.)) المرصاد د سرچینو له قوله زیاتوي، چې ځانګړو ځواکونو له یادو داعشي خوارجو څخه هغه لېست هم ترلاسه کړی، چې پاکستان او یو بل ګاونډي هېواد ( چې دوی یې نوم نه دی ذکر کړی) کې ځینې اشخاص ترور کړي او په ځینو نورو ورانکاره اهدافو کار وکړي. د یادونې وړ ده، چې نیول شویو کې هغه داعشي خوارج هم شامل دي، چې څو میاشتې وړاندې یې کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د اهل تشیع هېوادوالو پر موټر برید کړی و.
Mostrar todo...
بسم الله الرحمن الرحيم ورځ  مــــو پــه خـــيــــــر    ⭐️ نن ورځې يکشنبه   ورځي تاريـــخــونـه قـمـــري🌙 ۸/ ۱ /۱۴۴۶  محرم شمـسي☀️ ۲۴/ ۴ /۱۴۰۳   چنګاښ ميـلادي🌏   ۱۴/ ۷ /۲۰۲۴  جولايئ الاماره پښتو تازه خبرونه ټليګرام چینل سره یوځاې شئ 👇🏽👇🏽👇🏽 https://t.me/+dSs2nq76lLU2MDJk    
Mostrar todo...
مونږ په مشترکانه ډول شپه او ورځ دښمن څارو، د دین او هېواد قسم خوړلي دښمنان له منځه وړو، همداراز په ګډه د خپل مظلوم او مجاهد ملت د هوساینې لپاره خدمت کوو.
Mostrar todo...
ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان بین المللي بانک (AIB) له رئیس محترم الحاج ابراهیم محب سره وکتل. د دې کتنې په پیل کې محترم الحاج ابراهیم محب د افغانستان بین المللي بانک د خدمتونو، فعالیتونو او برنامو په اړه...ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل. د افغانستان بین المللي بانک رئیس زیاته کړه، هیوادوالو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادي ډول دوام لري او مسؤلین یې په پام کې لري چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ساختماني موادو د تولید...او هوټلدارۍ په برخو کې هم پانګونه وکړي. محترم محب همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې داخلي او بهرنیو سوداګرو او شرکتونو ته د اسلامي امارت له لورې رامنځته شویو اسانتیاؤ ته په اشارې وویل، د افغانستان بین المللي بانک چمتو دی چې دوی ته ضروري بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان بین المللي بانک له رئیس سره پر کتنې خوښې څرګنده او د بانکونو په ځانګړي ډول خصوصي بانکونو رول یې د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره حیاتي وباله.ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت له خصوصي سکتور ملاتړ کوي او هر ډول لازمې اسانتیاوې هم ورته برابروي.
Mostrar todo...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې اوسنی حکومت باید د خپلو ژمنو له مخې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. ‏واسلي ویلي، داعش وسله‌واله ډله په نړیواله کچه یو ګواښ دی او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د دې ډلې د موجودیت په اړه اندېښنه لري.
Mostrar todo...
د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې کې د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې. د یاد معاونیت په وینا؛ دې غونډه کې دغه راز د خصوصي سکټور له لوري کابل او کندهار کې د معیاري نخاس او مسلخونو د جوړولو د وړاندې شوې طرحې په تړاو ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د دې طرحې د تخنیکي مسایلو په اړه خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بین‌‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
Mostrar todo...
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو نوی ټاکل شوی معين مولوي قدرت الله جمال نن د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي او دنده یې پیل کړه. په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه د امیر اطاعت یو اصل بللی او زیاته کړې یې ده، چېد تغير او تبديل په صورت کې هېڅ اختلاف نه راځي او په خبره یې تبديل شوي مسوولين باید په نوي ځای کې په لا قوي هوډ کار وکړي.
Mostrar todo...
Elige un Plan Diferente

Tu plan actual sólo permite el análisis de 5 canales. Para obtener más, elige otro plan.