Research Services
Ir al canal en Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Mostrar más2 984
Suscriptores
Sin datos24 horas
-17 días
-2630 días
Archivo de publicaciones
2 984
سهار مو پخير
💐🤲
ارواپوهنه:
یو ماشوم چې کله بلوغ ته ورسیږي نو ده سره باید حتماً دا پوښتنې پیدا شي.
زه څوک یم؟
په حقیقت کې زما ځای کوم ده؟
او له خپل ژوند څخه څه شی غواړم؟
2 984
د کمپیوټر ساینس فارغانو لپاره د اراسموس مینډس سکالرشیپونه
# لوی: د سایبر امنیت ماسټر (CyberMACS)
⏰ د نوم لیکنې پای: د دسمبر 15، 2024
https://scholarships.af/opportunity/erasmus-mundus-joint-master-degree-scholarship-cybermacs/
--
#europe #studyineurope #studyineurope #germany #norway #sweden #french #scholarships #په #Scholarships
2 984
تحصیلی سکالرشیپونه هلند🇳🇱، بلژیک🇧🇪، دانمارک🇩🇰، اتریش🇦🇹، آلمان🇩🇪، سویس🇨🇭، سویدن🇸🇪، ناروی🇳🇴، فرانسه🇫🇷
۱ د هالنډ 50 ماسټرۍ سکالرشیپونه
⏰ د ثبت نام د لومړي پړاو پای: د فبروري 1، 2025
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://o4af.com/opportunity/university-of-twente-scholarship/
---
۲په بلجیم کې وړیا سکالرشیپونه
درجه: Ph.D
⏰ د نوم لیکنې پای: د فبروري 19، 2025
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/ghent-university-phd-scholarship/
---
۳ د سویلي ډنمارک په پوهنتون کې د ماسټرۍ سکالرشیپونه
⏰ د نوم لیکنې پای: د فبروري 1، 2025
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/danish-government-scholarship-at-sdu/
---
۴په اتریش کې د زده کړې لپاره د میرمنو لپاره سکالرشیپونه
درجه: ماسټر
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د نومبر 30، 2024
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://o4af.com/opportunity/helmut-veith-stipend-for-female-applicants-in-austria/
---
۵ په آلمان کې د نړیوالو رسنیو مطالعاتو لپاره د ماسټری سکالرشپ
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د مارچ 31، 2025
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://o4af.com/opportunity/scholarship-international-media-studies-germany/
---
۶ د ساینس پوهانو لپاره د 10,000 سویس فرانک مرسته
⏰ د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د مارچ 30، 2025
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/eth-faculty-exchange-grants-for-scientists/
---
۷ په سویډن کې د ماسټرۍ 35 سکالرشیپونه
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د جنوري 17، 2025
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/chalmers-ipoet-scholarships-in-sweden/
---
۸ په هالنډ کې د ماسټرۍ سکالرشیپونه
⏰ د نوم لیکنې پای: د دسمبر 1، 2024
د معلوماتو او راجستریشن لینک 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/masters-degree-scholarship-by-delft-university-of-technology/
---
۹ د اتریچ پوهنتون سکالرشپ، هالنډ
درجه: ماسټری
⏰ د نوم لیکنې پای: د فبروري 1، 2025
نوم لیکنه او نور جزیات 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/utrecht-excellence-scholarships/
---
۱۰ 60 د سویس ماسټری سکالرشیپونه
⏰ د نوم لیکنې پای: د نومبر 30، 2024
نور جزیات په ویب پاڼه 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/excellence-scholarship-and-opportunity-program/
---
۱۱ د ناروې رقابتي سکالرشیپونه
#برخه: ماستري
⏰ د نوم لیکنې پای: د مارچ 1، 2025
نوم لیکنه او شرایط په لاندې لینک کې 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/bi-presidential-masters-scholarship/
---
۱۲د فرانسې د ایفل سکالرشپ
🎓 درجې: ماسټري او دوکتورا
⏰ د جنورۍ ۸، ۲۰۲۵
نوم لیکنه او شرایط په لاندې لینک کې 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/eiffel-excellence-scholarship/
---
۱۳په فرانسه کې سکالرشپ - ایمیل بوتامي
درجه: ماسټری
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د دسمبر 1، 2024
نوم لیکنه او شرایط په لاندې لینک کې 🔗👇
https://o4af.com/opportunity/emile-boutmy-scholarship-in-france/
---
۱۴ د سویډن ماسټر سکالرشپ
اپسالا پوهنتون
د نوم لیکنې وخت: د جنوري 16 - فبروري 3
نور جزیات په ویب پاڼه 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/uppsala-university-global-scholarship/
---
۱۵ په هالنډ کې د 28 رقابتي سکالرشیپونه
پوهنتون: د رادبود پوهنتون
درجه: ماسټر
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د جنوري 31، 2025
نور جزیات په ویب پاڼه 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/radboud-scholarship-for-international-students/
---
۱۶ د انجنیرانو لپاره د اراسموس مونډس سکالرشیپونه
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د فبروري 15، 2025
نور جزیات په ویب پاڼه 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/erasmus-mundus-joint-master-scholarships-in-smaccs/
---
۱۷ د اراسموس مونډس سکالرشپ - څو مرحله سیسټمونه
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د جنوري 31، 2025
نور جزیات په ویب پاڼه 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/erasmus-mundus-msc-scholarship-on-multiphase-systems/
---
۱۸ د اروپایی اتحادیې او د بشردوستانه عمل شبکې NOHA څخه د 26 بشپړ ماسټر بورسونه
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د اپریل 15، 2025
نور جزیات په ویب پاڼه 🔗👇
https://o4af.com/opportunity/noha-erasmus-master-degree-scholarship/
---
۱۹ دانمارک دولتي سکالرشپ - د کوپنهاګن پوهنتون
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د جنوري 15، 2025
نور جزیات په ویب پاڼه 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/danish-government-scholarships-at-ucph-denmark/
---
2 984
انسان باید خپل عزت او حیثیت ته ډېر ارزښت ورکړي، ځکه چې یو ځل له لاسه ورکړل شي، بېرته ترلاسه کول یې سخت وي!
په خپلو خبرو، عملونو او اړیکو کې تل د احتیاط نه کار واخلئ، ترڅو ستاسو شخصیت او حیثیت خوندي پاتې شي!
2 984
کتاب: د سوفی نړۍ
لیکوال:جوسټین ګارډر
ژباړن:شفیق امیرزی او وږمه وردګ
ژبه: - پښتو pdf
پاسوړد یی ده Aryan0501455350
2 984
بوډا: خلک وايي بريالی شه حال به دې ښۀ شي، خو زۀ وايم حال دې ښۀ کړه چې د بريا لاره پۀ ارام او مطميئن زړۀ ووهې او د بريا چانس دې ډېر شي، يعنې پۀ تمه مۀ اوسه چې يوه ورځ به منزل ته ورسېږې او لۀ ژونده به خوند واخلې، بلکې لۀ مزله دې خوند واخله، دا هره ورځ چې د منزل پۀ لاره روان يې لۀ دې خوند واخله، دا ياد ساته چې " کۀ خپل ذهن او مغز پۀ حال يا اوسنۍ شېبه متمرکز کړې نو حال يا اوسنۍ شېبه دې ښۀ کولای شې، او چې اوسنۍ شېبه دې ښۀ شوه نو ورپسې راتلونکې شېبې به دې هم ښې وي.
ساجد لکه زړه چې يې تسلي کړې وي پۀ خوله يې مسکا خوره شوې وه، لمر د غرۀ شاته ډوبېدۀ، نرمې او لطيفې هوا د ونو پاڼې نڅولې، د پارک ګروپونه روښانه شول، پۀ لرې بينچ دوه کسه ناست وو.
رفيع الله حليم
2 984
د پارک پۀ هغه لرې کونج کې د ونې لاندې پۀ بينچ د يو بوډا سړي ترڅنګ کېناست، پۀ دواړو لاسو يې وېښتو کې داسې ګوتې وهلې چې ګومان دې کاوۀ چې ګوندې راشکوي يې، ستونزه کې ګېر او ستړی ښکارېدۀ، بوډا سره يې يوه کليمه خبره څۀ چې ان سلام يې هم ورته ونکړ.
بوډا لکه د ژوند د لوبې ځيرک ماهر پۀ خوله يوه لطيفه مُسکا خوره کړه، ويې پوښتل: زويه! داسې ښکاري چې کومه ستونزه کې ګېر يې، ايا زۀ درسره کومه مرسته کولای شم؟
ساجد سر را اوچت کړ، څو ثانيې يې همداسې پۀ خاموشۍ د بوډا څهرې ته کتل، وېل يې: نه! تۀ ما سره مرسته نشې کولای.
بوډا پۀ دې تُند ځواب کوم جدي غبرګون ونښود او پۀ ډېر صميمي اندازه يې ووېل: سمه ده، خو تۀ کولای شې چې ما خپل ملګری وګڼې او د زړۀ بوج دې راته سپک کړې.
ساجد هېڅ ونۀ وېل او خپل فکر کې ډوب پاتې شو، خو وروسته يې يو ناڅاپه مخ ور واړاوۀ او ويې پوښتل: کله درسره داسې شوي چې يوه تېروتنه دې کړې وي يا چرته ناکام شوی يې او بيا دې ډېره هڅه کړې خو د تېروتنې يا ناکامۍ لۀ وجداني عذاب او ځورېدو نۀ يې وتلای!؟
بوډا: د ځوانۍ د عمر يوه ځانګړنه دا وي چې خلک پکې د ژوند او ځان پۀ اړه ډېر جدي کېږي، ځوانان هر څۀ زغملاۍ شي خو د عزت نفس کمي نشي زغملای، دوی فکر کوي چې کۀ چرته کم راغلل يا چا ارزښت ورنکړ نو نړۍ به يې ورانه شي، "خو ژوند دومره جدي نۀ دی، دا د سيالۍ کوم مېدان هم نۀ دی چې هرومره دې پکې ترټولو ښۀ يې، ژوند يو لنډ سفر دی چې فقط پۀ خوند اخيستلو ارزي، يو ځوان پۀ دې ځورېږي چې کال مخکې چا ورته بده خبره کړې وه خو لۀ دې خوند نشي اخيستلای چې ټول غړي يې روغ دي، سترګې يې کار کوي او شاوخوا نڅېدونکې پاڼې ليدلای شي، يا دا د ګلانو خوشبويي حس کولای او ډوبېدونکی لمر ليدلای شي، يا نور سلګونه مثالونه "، کله چې ځوان وم يوې تېروتنې څلور کاله وځورولم او وجداني عذاب يې راکړ، بيا مې يوه شپه يو کتاب کې يوه خبره ولوسته چې زما ژوند يې بدل کړ، ليکلي وو چې: " يو انسان دوه ژونده لري، دويم يې هغه وخت پېلېږي کله چې دی پوه شي چې يوازې يو ژوند لري"، زړۀ مې راته وېل کومه تېروتنه چې ما کړې تر دې ډېرو انسانانو ډېرې لويې تېروتنې کړې دي، زۀ يوازې نۀ يم، ولې بايد ځان وځوروم؟! تر هغې ورځې ما څلور کاله پۀ افسوس او پښېمانۍ ضايع کړي وو، کۀ هر څۀ مې کړي وای هغه کلونه مې نشول راستنولای، پرېکړه مې وکړه، هغه ورځ مې خپل دويم ژوند پېل کړ او د پښېمانۍ له زندانه بهر راووتم، زۀ فکر کوم چې " انسان بايد د خپل ماضي لۀ ځنځيرونو ځان خلاص کړي او د شته امکاناتو نه پۀ کار اخيستو خپل حال ارام او خوندور کړي".
ساجد غوږ و، فکر يې کاوۀ چې لۀ سهي کس سره مخ شوی، و يې پوښتل: نو د ماضي لۀ ځنځيرونو ځان خلاصول درته اسان وو؟
بوډا: نه، خو کۀ هر څومره سخت هم وای ما بايد ځان راخلاص کړی وای، ځکه دا زما د ژوند سفر او زما سپېس و چې هېڅوک ورته نۀ راداخلېدل چې ما خلاص کړي، چرته مې لوستي وو چې "مۀ پرېږه چې زخمونه دې درنه هغه څوک جوړ کړي چې اصلاً نۀ يې"، پښېماني، افسوس او پۀ ماضي کې اوسېدل زما شناخت نۀ و، کۀ ما هڅه نۀ وای کړې نن به هم پکې بند وم.
ساجد: وروسته ژوند دې بيا خوندور و؟ يعنې سختي او نا ارامي پکې نۀ وه؟
بوډا: ترڅو چې ژوند وي نا ارامي به وي، خو مهمه دا ده چې انسان ځانته د نا ارامۍ نوعيت وټاکي؟ کۀ يو کس د ماضي پۀ غمونو کې ډوب او شپه او ورځ نا ارامه وي نو ژوند يې ضايع کېږي، خو کۀ يو کس د زده کړې او پوخوالي پۀ پروسه کې نا ارامه وي نو ژوند يې معنا پېدا کوي، شايد د ژوند د معنا تصور د انسان د بقا لپاره تر ټولو مهم عنصر وي، وګوره" کښتۍ پۀ ساحل کې ارامه وي او د ډوبېدو خطر ورته نۀ وي متوجه، خو کښتۍ دې لپاره نۀ ده جوړه چې پۀ ساحل کې دې ارام وکړي، بلکې دې لپاره جوړه ده چې د سمندر خطرناکې چپې دې ووهي، د کښتۍ جوهر پۀ سمندرونو کې سفر دی" کۀ يوه کښتۍ ټول عمر د سمندر پۀ غاړه ولاړه وي نو هلته د پرتو ښځلو او ډبرو سره يې توپير څۀ دی؟
ساجد پۀ پوره تمايل وپوښتل: هو دا خو سمه ده، خو د سمندر چپو کې د ډوبېدو خطر هم شته، ايا د خطر اګنور کول حماقت نۀ دی؟
بوډا: هوښيار خلک لۀ ژونده زده کوي چې " ناکامۍ ته يوازې يوه لاره تللې او هغه د ماتې وېره ده" کۀ ټولې کښتۍ د ډوبېدو د خطر لۀ ويرې پۀ ساحل ودرول شي نو د جوړېدو موخه يې څۀ ده؟ دا بريالي خلک چې نن خپلو موخو ته رسيدلي او نړيوال شهرتونه لري کۀ چرته د ماتې لۀ ويرې يې پېل نۀ وای کړی نو نن به يې پۀ نس مزدوري کوله.
ساجد: ستا خبرې ډېرې ښې دي، ستا تجربه هم تر ما ډېره ده، کۀ ماته د ژوند تر ټولو مهم درس راوښيې څۀ به وي؟
2 984
او شاید په ژوند کې زمونږ تر ټولو غټه تېروتنه په نازک وضعیت کې بې احتیاطه او بې پامه خبرې کول وي.
د مینې په اظهار کې بې باکي،
د ستاینې په کلیماتو کارولو کې له حده تجاوز،
د ملګرتیا او دوستۍ په لهجه کې غیر ضروري اوږدوالی،
په دښمنۍ کې بې ځایه سختي،
په الزام او تهمت کې شدت او جرأت،
"په بحث کې پېغور" او...
دا ټول الفاظ، چې مونږ یې له سوچ او فکر پرته له خولې را اوباسو، زمونږ له واکه په وتو په یو لېوني ځواک بدلېږي، چې پر زړونو یو ژور ټپ پرېږدي او پر ناسور واوړي..
بیا د خپلوۍ او بل هر تعلق رېښې متزلزلې او ارواه بې سکونه کړي.
مصطفیٰ محمود
#ژباړه
2 984
د عقلونو غله
ډېر داسې خلک شته چې پر دې به دې د قانع کولو کوښښ کوي، چې له خپله کاره تېر شې، درته به وایي: ته لېونی یې، دا خوبونه دې نه رښتیا کېږي
ځینې خلک به درپورې خاندي او ملنډې به درباندې وهي او د دې کوښښ به کوي، چې تا هم له خپلو ځانونو سره یو شان کړي!
"مونتي روبرټس" دغسې خلکو ته د عقلونو غله وایي؛ نو ته هم ورته مه غلی کېږه!
هغه مهال چې مونتي پهٔ لېسه کې شاګرد وو؛ نو ښوونکي یوه ورځ د ټولګي ټولو شاګردانو ته وظیفه ورکړه، چې د غټېدو پر مهال مو د کوم کار له کولو سره مینه وي هغه ولیکئ!
مونتي ولیکل: زما له دې سره مینه ده، چې ډېره برخه د کرکيلې ځمکه ولرم او منډه وهونکي آسونه پکې وپالم !
ښوونکي ورته د دې لپاره، چې اراده یې وربدله کړي د "ډېر کمزوري شاګرد " درجه ورکړه،
ځکه یو نېستمن غریب شاګرد چې پهٔ دښته کې پهٔ یوه وړه کېږدۍ کې اوسیږي څنګه کولی شي د پراخه ځمکې د اخېستو لپاره پيسې پيدا کړي، آسونه پرې واخلي،د هغې لپاره مزدوران او د ځمکې لپاره دهقانان ونیسي او د هغوی مزدوري ورکړي؟؟؟
کله چې ښوونکي مونتي ته د لوړې مرتبې د ترلاسه کولو لپاره د خپلې پاڼې د بیا لیکلو فرصت وړاندې کړ؛ نو مونتي ورته وويل: ته همدغه درجه درسره وساته او زه به خپل خوب له ځان سره یاد ساتم !
نن هماغه مونتي پهٔ کالیفورنیا کې ډېره ځمکه لري، چې آسونه پکې ساتي او شهسواران پکې روزي، دا ځکه چې د خپل عقل غلا کولو ته یې څوک پرېنښودل.
کتاب: مه ناامیده کېږه
خوندور کتاب دی که مو ذهني ټېنشن سم نه وي هر وخت خپه' زړه تنګي یاست نو د آغلې "سلوی العضیدان " کتابونه حتمن درسره مطالعه کړئ پهٔ خپلو کتابونو کې یې د خپګان د له منځه وړلو لپاره له داسې الفاظو او کیسو کار اخېستی دی چې سړی ورته ګوته پهٔ غاښ شي💓🥰
2 984
د نجار حیرانوونکې کیسه واورئ!
په يوه ښار کې د حکیم په نامه یو نجار وو، نوموړي ډېره ښايسته ښځه درلوده، یوه ورځ باچا د همدې نجار کور مخې ته تېرېده چې، د نجار په ښځه یې سترګې ولګېدې او پرې مین شو.
پادشاه نجار ته بهانه وکتله او د هغه د اعدام حکم يې وکړ.
باچا وویل:
-سبا نجاري اعدام کړئ!
کله چې نجار خبر شو، د ډېر خوف او ډار له کبله د شپې خوب نه ورتلو.
د نجار ښځې وویل:
د هرې شپې غوندې ويده شه!
رب دې یو دی شریک نلري او د رحمت دروازې یې ډېرې دي.
د ښځې خبرو لږ څه کراري ور په نصيب کړه او سترګې يې درندې شوې ویده شو.
کله چې سهار شو د پادشاه د عسکرو د پښو آواز د نجار تر غوږونو شو، نجار ډېر غمجن شو او په نا امیدۍ او ویره يې خپلې ښځې ته وکتل او ورته یې وویل:
-ډېر پښيمانه شوم دا چې ستا به خبرو مې اعتماد وکړ!
په ډېر ډار سره یې دروازه خلاصه کړه او عسکرو ځنځیر لرې کړ.
دوو عسکرو په ډېر تعجب سره نجار ته وويل:
-پادشاه نن شپه مړ شو!!!
مونږ راغلي یو چې، ته پادشاه ته تابوت جوړ کړې!!!
نجار ددې خبر سره ډېر خوښ شو، او د عذر په څهره یې خپلې ښځې ته وکتل، ښځه یې موسکۍ شوه او ورته یې وويل:
-د هرې شپې په څېر ویده شه! " خدای يو دی او د رحمت دروازې یې ډېرې دي"
د کیسې مطلب:
ډېر فکر انسان ډېر ستړی کوي.
حال دا چې د هر کار پايله او تدبیر د الله"ج" په اراده کې دی!!!
په هر حالت کې خپل اميد له لاسه مه ور کوئ، د الله"ج" د رحمت انتظار کوه
2 984
هيڅکله مه ناهيلى کېږه،
که ټولې دروازې وتړل شي،
نو هغه به درته يوه پټه لاره راخلاصه کړي،
که څه هم اوس تا ته نه ښکاري،
خو د دې غرونو تر شا د جنتونو دراوزې شتون لري،
چې یوازې د صبر او باور له لارې ورته رسېدل ممکن دي.
2 984
د ژمې شپه وه، هوا بیخي سړه وه، یو بیلیونر د خپل کور د دروازې مخې ته یو غریب شخص ولیده، پوښتنه ېې ځنې وکړه:
- یخ دې نه کیږي؟، چې بیرون ناست ېې او یو جاکټ هم نه لرې.
زوړ سړي ځواب ورکړ:
- یخ مې کیږي خو جاکټ نه لرم، مجبوره یم.
بیلیونر ورته کړل:
- صبر وکړه، زه کور ته ځم، یو جاکټ درته راوړم.
زوړ سړي وار له مخه ترې مننه وکړه او ورته ېې وویل چې زه دې په تمه یم.
بیلیونر چې کور ته ننوت نو په نورو کارونو مصروف شو او بهر ناست زوړ سړی ترې هېر شو.
سهار چې له خوبه را پورته شو نو زوړ سړی ور په یاد شو، منډه ېې کړه او له کوره ووته، ګوري چې سړی د ډېر یخ له امله مړ شوی، خو تر څنګ ېې یو خط لیکلی پریښی و. “ کله چې مې جاکټ نه درلود، دا قوت مې درلود چې د یخ سره مبارزه وکړم، ځکه چې ورسره عادت شوی وم. خو کله چې تا راسره د مرستې کولو وعده وکړه نو د مبارزې قوت مې له لاسه ورکړ.
د کیسې پند:
د هېڅ شي وعده مه کوئ، که چېرې ېې سر ته نه شئ رسوی. تاسو ته به دومره اهمیت و نه لري خو د نورو لپاره به ډېره معنا ولري.
ژباړه: #ټولنه
2 984
له یو بل لږ ځانونه خبروئ:
وايي د يو عالم د کور دروازه و ټکېده چې بيرون ور ووت ګوري ملګری يې دی.
پوښتنه يې وکړه خيريت دی
ويل يې خيرت دی صرف ۴۰۰ درهم مې پکار دي
عالم عاجل کور ته ننوت او ۴۰۰ درهم يې ورته راوړل
چې عالم بيرته کور ته ننوت نو سخت يې وژړل، ښځې يې ورته وویل چې د ۴۰۰ درهمو ورکړه درته دومره سخته وه خو نه به دې ورکولی کنه.
عالم ورته وويل د درهمو په ورکړه نه يم خپه، بلکې خپه په دې يم چې زه یې څومره بې پروا ملګری يم، ما يې تر اوسه د حال پوښتنه نه وه کړې او هغه دومره سخت مجبور شو چې ماته يې لاس ونیوه.
2 984
د دې ټولنې يو ستر مشکل دا هم دی چې کله يو انسان په ذهني او فکري درد اخته شي نو هيڅوک يې کيسه کې نه وي نه يې پروا لري خو د همدغه انسان دغه درد چې کله په قهر او غوصه بدل شي نو بيا هر يو د بړستنې زوی هغه بد، خراپ او بد عمله بولي .
ژباړه
"I'm in the Dark"
🎥: Scent of a Woman(1992)
2 984
"د هغو خلکو ژوند ته مه ور ننوځئ چې تاسو ته اړتیا نه لري... او ځان پر هغه چا مه تپئ چې تاسو ردوي... د خپل ځان سپکول او ذلیله کول ښه نه دي، بلکې غوره ده چې درد په چوپتیا سره وزغمئ او په ویاړ یو لیرې ځای ته ولاړ سئ."
د نوبل جایزې ګټونکی
مصري لیکوال
نجيب محفوظ
#ژباړه
2 984
د څېړنو له مخې خراب او ګډوډ لاس خط(ليک) د لوړ هوش (ځيرکتيا) نښه ده، يانې په دې مانا چې ستاسو قلم ستاسې د ذهن له چټکتیا سره نشي رسېدلی.😊
2 984
د ځان وژنې لپاره ډېر دلیلونه دي، لکه ژور خپګان، انزایټي (اندېښنې) ، ناکامۍ، یا غربت. خو "جورج سینډرز" د زړه تنګون له امله له دې نړۍ سره خدای په اماني وکړه. هغه په خپل وروستي لیک کې لیکلي:
"Dear World, I am leaving because I am bored. I feel I have lived long enough. I am leaving you with your worries in this sweet cesspool. Good luck."
("ګرانې نړۍ، زه روان یم ځکه چې زه ستړی یم. زه پوهېږم چې ما ډېر ژوند وکړ. زه تا ستا له اندېښنو سره په دې خوږه ناولې نړۍ کې پرېږدم. بریا مو په برخه.")
ـ دا څومره خواشینونکي ده!
یعنې زړه تنګون هم د خپل ژوند د لمنځه وړلو لامل کېدای شي... نو له همدې امله، موږ باید یوه ښه مشغولا پیدا کړو، څو د بېکارۍ په وخت کې خوند او تفریح ترلاسه کړو.
📚📖🖊️
مهرستان
2 984
زده مې کړل:
۱، ژوند هېچاته نه تمېږي، نو پدې خاطر، هر څه چې وي؛ سهار وختي پاڅېږئ او په پوره ځواک محنت او کار وکړئ !
۲، د خپلې روغتیا خیال ساتئ، که تاسې ته هر څه درپېښ شي، نړۍ خو به پرمختګ کوي، خو تاسې به هملته پاتې وئ!
۳، که ته د خپلې خوښې او خوبونو ژوند ځانته جوړ نه کړي، نو نور به له تا د خپلې خوښې ژوند په جوړولو کې کار واخلي!
۴، څلورم، خپل کار چوپ چاپ ترسره کوه،خوښې دې یوازې له خپل ځان سره لمانځه؛له هېچا سره یې مه شرېکوه، ځکه ځینې خلکو ته د نورو خوښي او سکون له منځه وړل خوند ورکوي.
۵، په تېر وخت پښېماني مه کوئ، له تیر وخت یې زده کړه او مخکې تګ ته مو دوام ورکړئ
مهرستان
2 984
شخصيت وژنه، استعداد وژنه او خپلو ته کندې ايستل زموږ د اکثرو په وينه کې دي.
اماني
