es
Feedback
Research Services

Research Services

Ir al canal en Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Mostrar más
2 984
Suscriptores
+324 horas
-17 días
-3030 días
Archivo de publicaciones
مجرد ته ډالۍ ۱ ـ که چېرته په یوه کمبله کې ویده شوي او د راویښېدو پر مهال درباندې دوه کمبلې پرااتې وي، پوه شه چي دا هر څه دې د
مجرد ته ډالۍ ۱ ـ که چېرته په یوه کمبله کې ویده شوي او د راویښېدو پر مهال درباندې دوه کمبلې پرااتې وي، پوه شه چي دا هر څه دې د مور مهرباني ده. ۲ ـ که چېرته په دوه کمبلو کې ویده شوي او په یوه کمبله کې راویښ شوې, پوه شه چی دا مردم ازاره بل څوک نه ده, خپل ورور دې دی. ۳ ـ که چېرته په یوه کمبله کې ویده شوې او د را ويښېدو پر مهال درباندې شل کمبلې پراته وي, نو پوه شه چې دا مهرباني دې د خورجاني ده. حتما" کوټه جارو کوي. ۴ ـ که چېرته په یوه کمبله کې ویده شوې او بې کمبلې راویښ شوې, نو پوه شه چې د پلار په کمبله کې ویده شوې وې. ۵ ـ که چېرته بې کمبله ویده شوې او بې کمبلې را پاڅېدې, نو پوه شه چې د هيچا زوی نه يې/تک شین مجرد یې! #همکار

د انسان وزن یوازې په وزن نه، بلکې په خبرو هم معلومیږي، دا وزن په علم سره زیاتیږي. تعلیم/علم د تورو شپو ختمولو نوم دی/جاهلیت خ
د انسان وزن یوازې په وزن نه، بلکې په خبرو هم معلومیږي، دا وزن په علم سره زیاتیږي. تعلیم/علم د تورو شپو ختمولو نوم دی/جاهلیت ختمولو نوم دی. #همکار

لۀ مرګه دمخه يې لۀ زاړۀ بکسه يو ساعت راوويست، زوی ته يې ورکړ، وېل يې دا ساعت ۲۰۰ کاله پخوانی دی، ماته مې نيکه راکړی، تر دې دمخه چې تاته يې درکړم غواړم چې دا زرګرۍ ته يوسې او وپوښتې چې پۀ څو يې درنه اخلي؟ هلک همداسې وکړل او پلار ته يې وويل چې پۀ ۱۵۰ ډالر يې غوښت. پلار يې وويل اوس يې يو کباړي ته يوسه او وپوښته چې پۀ څو يې درنه اخلي؟ کباړي ترې پۀ ۱ ډالر وغوښت. پلار يې ووېل اوس يې موزيم ته يوسه چې پۀ څو يې درنه اخلي؟ موزيم والا ترې دا انتيک ساعت پۀ پينځۀ سوه زره (۵۰۰۰۰۰) ډالر وغوښت. پلار يې ووېل: غوښتل مې پوه شې چې سهي ځای کې تاته ستا اصلي ارزښت درکول کېږي، غلط ځای کې خلکو کې دا وړتيا نۀ وي چې ستا ارزښت وپېژني، هلته مۀ ناهيلی کېږه. ژباړه

تاسو ته وایم…! وخت مه ضایع کوئ، هر څه په وخت کوئ، د وخت په ارزښت پوه شئ، د وخت پوښتنه به هم درنه کیږي، وخت ډیر لنډ دی څوک چې وای وخت ډیر دی هغوی ناپوه دي. که محصلین یا زده کوونکي یئ ښه خواري کوئ، ښه زحمت ګالئ، د مور او پلار درته سترګې دي، هغوی درباندې ویاړي، درباندې حساب کوي، کور ګاونډ ته وايي زوی مې داسې تکړه دی، هغسې دی. ښه د زړه له اخلاصه کوشش کوئ. هر څه ته وخت وټاکئ، درس، کتاب، کتابچې، ملګرو، فیسبوک، تفریح، ناستې ولاړې هر څه ته. د نن درس په هیڅ صورت سبا ته مه پرېږدئ، حتمن یې تکراروئ که ناوخته هم شي، یو ټاکلی دریځ وټاکئ، یو ځل چې زده کوونکی د درس دنیا ته ننوت بیا خپله درس سره عیاریږي. زما د افغانستان فرد فرد ته دعا ده، خدای دې فرد فرد د افغانستان لپاره هم وځلوي! دا زما درسي میز دی.

يو وخت به راشي چې ته به پوه شې، چې اوس ستا عمر اووه ويشت کاله شوی او لا پرون ته يوازې اوولس کلن وې. ته به ونه شې کولای دا فکر ته راولې، چې دا لس کاله څنګه تېر شول او ژوند څنګه په تېر او راتلونکي تقسيم شو. د ځوانۍ غوسه به ورو ورو کمه شي، څه به هم بدل نه شي؛ خو چې کله د موبایل په کمره اخيستل شوې زاړه انځورونه او خړپړ ويډیوګانې وګورې، نو ټول به درته بدل ښکاره شي. د ګلانو خوشبو به تا ته د ماشوم والي او هغو ملګرو يادونه درکړي چې اوس ورسره خبرې هم نه کيږي. د خوښې ځايونه به د چا سره بیا د کتلو لامل نشي او د مور سوځېدلې ډوډۍ به ستا لپاره تر ټولو غوره خواړه شي. تېرې خبرې به در په ياد شي، ټول به ستا په وړاندې ودرېږي خو لمسولی به يې نه شې. په ټول کور کې چې شور او ځوږ وي او ته په خپل کوټه کې ځان بند کړې، پوه شه چې وخت تېر شوی دی. #ژباړه

د ځمکې د فضا طبقې چېرته چې اکسیجن پای ته رسېږي او خلا پیل کېږي، په لاندې ډول دي: ټروپوسفیر (Troposphere):دغه د ځمکې تر ټولو نږدې طبقه ده، چې له ځمکې سطحې څخه تر 8-15 کیلومتره پورې غځېږي. په دې طبقه کې اکسیجن او د ژوند لپاره اړین عناصر ډېر دي. سټراټوسفیر (Stratosphere):دا طبقه د ټروپوسفیر نه پورته ده او له 15 څخه تر 50 کیلومتره پورې اوږده ده. دلته اوزون طبقه موجوده ده، چې د لمر زیانمن وړانګې جذبوي. میسوسفیر (Mesosphere):له 50 تر 85 کیلومتره پورې غځېدلې ده. په دې طبقه کې هوا ډېره نرۍ کېږي، خو لا هم لږ اکسیجن شتون لري. تېرمو سفیر (Thermosphere):له 85 څخه تر 600 کیلومتره پورې اوږده ده. دلته اکسیجن نږدې ختمېږي، او د خلا ځانګړتیاوې څرګندېږي. ایګزو سفیر (Exosphere):دا د ځمکې د فضا وروستۍ طبقه ده، چې له 600 کیلومتره پورته تر 10,000 کیلومتره پورې اوږده ده. په دې طبقه کې هوا نږدې شتون نه لري، او خلا دلته پیل کېږي. د خلا کرښه عموماً د "کارمن کرښه" (Kármán Line) په نوم یادیږي، چې شاوخوا 100 کیلومتره لوړوالی لري. Mohammad Omer

دا ولولۍ حتمن مرسته درسره کولای شي: د مطالعې ځای (مطالعه کولو لپاره ځانګړی چاپېریال) باید داسې جوړ شي چې ذهن ته آرامتیا ورکړي او د تمرکز لپاره مناسب وي. دلته ځینې مهم ټکي دي چې د مطالعې ځای په جوړولو کې مرسته کوي: روښانتیا او رڼا • د مطالعې ځای باید ښه طبیعي یا مصنوعي رڼا ولري. د کړکۍ تر څنګ مطالعه کول د طبیعي رڼا له امله غوره دی. که مصنوعي رڼا کاروئ، د سترګو آرامتیا لپاره نرم او مستقیم څراغ غوره کړئ. آرام او خاموش چاپېریال • داسې ځای وټاکئ چې د شور او ګډوډۍ څخه لرې وي. یو خاموش چاپېریال د تمرکز زیاتولو کې مرسته کوي. د منظم ځای جوړول • مطالعه کولو ځای باید پاک او منظم وي. ټول اړین مواد لکه کتابونه، نوټ بوکونه، قلمونه، او نور په لاسرس کې وي ترڅو د مطالعې پر مهال وقفه رامنځته نشي. آرامه څوکۍ او میز • د بدن د راحت لپاره د یوه آرامه څوکۍ او مناسب میز لرل اړین دي. ناسم وضعیت د اوږدې مطالعې پر مهال ستونزې رامنځته کوي. له ګډوډو عناصرو څخه مخنیوی • د موبایل یا نورو برښنايي وسیلو کارونه چې حواس مختل کوي، باید محدود شي. یوازې د مطالعې اړوند وسیلې وکاروئ. د مطالعې لپاره ځانګړی ځای • یو ځانګړی ځای چې یوازې د مطالعې لپاره ځانګړی شوی وي، د ذهن تمرکز زیاتوي، ځکه چې مغز دا ځای یوازې د مطالعې سره تړلی ګڼي. مناسبه هوا او د حرارت درجه • د مطالعې ځای هوا باید تازه وي. یو ښه چاپېریال د ذهني او فزیکي آرامتیا لپاره اړین دی. د الهام او خوښۍ عناصر • ځینې خلک خوښوي چې د مطالعې ځای ته الهامي عناصرو لکه ګلان، انځورونه، یا کتابونو ښکلي پوښونه اضافه کړي چې مثبت احساس ورکوي. د اوبو یا چای شتون • د مطالعې په اوږدو کې یو ګیلاس اوبه یا چای کولی شي ذهن تازه او ځواکمن وساتي. د وخت پلانونه • د مطالعې لپاره مهالویش جوړ کړئ او د دې وخت په جریان کې په ټاکلي ځای کې اوسېدل عادت کړئ. یو مناسب مطالعې ځای کولی شي ستاسو د لوستلو وړتیا او د زده کړې مؤثریت په پراخه توګه ښه کړي.

په مينه کې ښکېل ځوانه! دا ومنه چې هیڅ یوه جلۍ هم له یوه غریب هلک سره واده څه چه اړیکو ټینګولو ته هم زړه نه ښه کوي؛ که ته سخت کار وکړې یو ځای ته ځان ورسوې، نو باور ولره اوس خو ته منډې پسې وهې خو د کامیابی په وخت که به دوی درپسې وي. زه دا نه وایم چې ته اړیکې یو مخ له منځه یوسه؛ نه، حدود وټاکه؛ باید د هیڅ جلی د نازونو ښکار نشی، باید هیڅکله دې له خپل هدف څخه شاته نه کړي! اوسني نوي فيصده ځوانان چه زه یې وینم له ځانه به یی مجنون جوړ کړی وي او داسې حرکات به کوي چې ته به وایې کیدای شي اوس یی ساه ووځي، درس تری پاتی وي، کورنۍ سره یې اړیکې ناسمې وي، خړ مردار خور مخ به یې نیولی وي، ځینې خو ان نشو ته هم مخه کوي، خو نه دا ټول بې هوده او د بې تعلیمه خلکو کارونه دي، ته کوشش وکړه چې خپلې اړیکې او ژوند دې تر نورو جلا او مستقل وي؛ که چیری ته اوس هم په مجازی مینه او اړیکو باور لرې، نو باور وکه ته لا عقلي بلوغ ته نه یې رسېدلی. ک.🥀

"زه ښه یم" دا خبره خو یوازې پردیو ته ویل کېږي، خو چې خبره د خپلو عزیزانو شي، نو هغوی ته ځان غېږ ورکوي او ورسره ژاړي. "ما هېڅکله د خپلو وېرې او درد اوښکو د وچولو لپاره د چا مرسته نه ده غوښتې، او نه مې څوک د سکون لپاره له خوبه را ویښ کړی چې په غېږ کې یې ځان آرام ومومم. ما د خپل ژوند تر ټولو بد ترینې شېبې یوازې تېري کړي دي." ماهر

کله چې ته د ۲۱ نه تر ۲۵ کلنۍ عمر ته ورسیږې، نو درته به معلومه شي چې: ولې څوک خپلې زده کړې پرېږدي، ولې څوک چوپ پاتې کېږي؟ ولې څوک خپله مینه او خوبونه پرېږدي. کله چې ته د کورنۍ لپاره بار شې، نو به درته معلومه شي چې ولې څوک بدلون کوي.

په کمپيوټر کې د انټي ويروس څخه بغير سکين تر سره کول.

اقتصاد پوهنځي مينوالو لپاره لاندې وړيا انلاين کورس چې د edx مشهور نړیوال فلاټ فورم په اساس د کمبریج پوهنتون لخوا وړاندې کېږي
اقتصاد پوهنځي مينوالو لپاره لاندې وړيا انلاين کورس چې د edx مشهور نړیوال فلاټ فورم په اساس د کمبریج پوهنتون لخوا وړاندې کېږي د دريو څخه پنځو اوونیو پورې وخت نيسي داخله يې دريم ډسمبر څخه پيل کېږي او د راتلونکې 2025 کال جنوري مياشتې په 20 به پيل کېږي. نوره زيات معلومات هم پکې شته مينوال يې پخپله ليدلى شي. https://www.edx.org/learn/financial-accounting/university-of-cambridge-financial-accounting-and-capital-markets?fbclid=IwY2xjawG7SFpleHRuA2FlbQIxMQABHflpo-sOtrjBOXU2kDC993kHQ1AyMlVlGFGJXUpVDO_ejSjI5WlbtUsckw_aem_dI3GKUJ7zBpW3icl8OxfEA

قُلْ لِّلْمُؤْمِنِيْنَ يَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ وَ يَحْفَظُوْا فُرُوْجَهُمْ١ؕ ذٰلِكَ اَزْكٰى لَهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ خَبِيْرٌۢ بِمَا يَصْنَعُوْنَ۰۰۳۰.’’ ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي او د خپلو فرجونو (شرم ځایونو) ساتنه دې كوي، دا د دوى لپاره ډېر پاكیزه دي، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي. ‘‘ (النور، 24: 30) همدارنګه ښځو ته حکم کوي او فرمايي: وَ قُلْ لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ اَبْصَارِهِنَّ وَ يَحْفَظْنَ فُرُوْجَهُنَّ وَ لَا يُبْدِيْنَ زِيْنَتَهُنَّ اِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَ لْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوْبِهِنَّ١۪ وَ لَا يُبْدِيْنَ زِيْنَتَهُنَّ اِلَّا لِبُعُوْلَتِهِنَّ.’’ او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي، او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي او دوى دې خپل زينت نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو لپاره ..... ‘‘ (النور،24: 31)

الله سبحانه وتعالی خو حکم کړی دی او فرمايلي يې دي: { يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِيْكُمْ نَارًا وَّ قُوْدُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ } ای هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی تاسو خپل ځانونه او خپل اهل و عيال کورنۍ له هغه اوره وساتئ چې خشاک يې خلک او کاڼي دي. دا ايت کريمه د خپلو اولادونو او کورنيو د تعليم او تربيې باره کې اصل او اساس دی. نبي صلی الله عليه وسلم خو خپلو وينځو ته هم د تعليم او زده کړې ورکولو ترغيب ورکړی دی، نو خپل اولادونه خو د دې کار ډېر مستحق دي. په صحيح البخاري کې امام بخاري رحمه الله عنوان ايښی دی: " باب تعليم الرجل أَمَته وأهله، يعنې خپلې وينځې او کورنۍ ته د زده کړو ورکولو بيان او بيا يې حديث ذکر کړی دی چې رسول الله صلى الله وعليه وسلم فرمايلي دي چې درې کسان دي چې هغو ته به دوه اجره ورکولی شي: په هغو کې يو هغه دی چې له هغه سره وينځه وي، دی هغې ته ښه ادب ورزده کړي او هغې ته ښه تعليم ورکړي، بيا یې ازاده هم کړي او بيا ورسره شرعي نکاح وکړي. امام بخاري رحمه الله بل عنوان قايم کړی دی: باب هل يجعل للنساء يوم على حدة في العلم؟ ايا ښځو ته به د تعليم لپاره بېله ورځ مقررولی شي؟ په دې کې هم امام بخاري حديث راوړی دی چې نبي صلی الله عليه وسلم باقاعده د ښځو لپاره يوه ورځ مقرر کړه او په هغې کې به يې هغوی ته ښوونه کوله. (صحيح البخاري: 101) د اولاد او بالخصوص د لوڼو تعليم څومره اهم دی او په دنياوي او اخروي لحاظ یې څومره فوايد دي، دغه اهميت او فوايد يې له دې حدیث څخه ښې معلومېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: مَنْ کَانَتْ لَهُ ابْنَةٌ فَأَدَّبَهَا فَأَحْسَنَ أَدَبَهَا، وَعَلَّمَهَا فَأَحْسَنَ تَعْلِيْمَهَا، وَأَوْسَعَ عَلَيْهَا مِنْ نِعَمِ اﷲِ الَّتِي أَسْبَغَ عَلَيْهِ، کَانَتْ لَهُ مَنَعَةً وَسُتْرَةً مِنَ النَّارِ. چا چې خپلې لور ته ښه ادب ورکړ او ښه تعليم يې ورکړ او د الله نعمتونه يې پرې پراخه ولګول نو دغه لور به د ده لپاره له جهنم نه د بچاو او ژغورنې سبب وي. المعجم الکبير للطبراني، 10: 197، رقم: 10447، و مجمع الزوائد، 8: 158. د زده کړو او تعليم د شرعي حيثيت باره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَی کُلِّ مُسْلِمٍ. د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده. (سنن ابن ماجه: 224، مسند أبو يعلی: 2837، و المعجم الکبيرللطبراني: 10439.) په دې مبارک حديث کې له مسلمان نه مراد ښځه او سړی دواړه دي، نو د علم زده کول پر سړي او ښځې دواړو باندې فرض دي. په قديم دور کې ډېرې مسلمانې ښځې محدثانې، مفتيانې او مدرسانې وې، لکه د علامه ابو اللیث ثمرقندي لور فاطمه چې ډېره لویه عالمه وه او بيا علامه کاساني ته يې په نکاح ورکړه او بيا چې به د علامه ابو الليث ثمرقندي له خوا کله فتوا نشرېدله نو د علامه ثمرقندي د لاسليک سربېره به د فاطمې او علامه کاساني لاسليکونه هم پر هغه فتوا درج وو او بيا به نشرېدله. نو ای د الله بنده ګانو! تاسو په خپله فکر وکړئ، که ښځې تعليم ولري پوره خاندان به تعليميافته وي، ښځه چې ډاکټره شي، د ښځو د علاج ستونزې به اسانې شي، که په هر ډګر کې تعليم یافته ښځې موجودې وي، د ښځو لپاره به ډېرې اسانتياوې رامينځته شي. د جينکو لپاره به ښځه معلمه وي، په قضا او محاکمو کې به د ښځو ستونزې ښځې هواره کړی شي، په طبي او روغتيايي ميدان کې به لوی انقلاب راشي که مونږ تکړه ډاکټرانې ولرو، حتا په امنيتي برخه کې که تعليم یافته ښځې موجودې وي ډېرې امنيتې ستونزې به نه پېښېږي. د اولادونو د سالمې روزنې لپاره هم د ښځې تعليم او زده کړه ډېره ضروري ده. ځينې د تاريک فکر خلک به ووايي چې د ښځو په تعليم سره اخلاقي ستونزې او فساد پيدا کېږي، هغوی ته دې وويل شي چې داسې خو د ځينو سړيو د تعليم په وجه هم اخلاقي ستونزې پيدا کېږي ايا دا به معقوله وي چې پر سړيو دې د زده کړو پابندي ولګي؟! نه، نو همداسې پر ښځو هم دا پابندي لګول روا نه دي او بله دا چې د تعليم په وجه اخلاقيات لوړېږي، نه دا چې خرابېږي. ډېرې داسې ناوړه پېښې شوې دي چې هلک او نجلۍ له سره د مکتب يا لېسې مخ هم نه وي ليدلی، پر هېڅ ليک لوست نه پوهېږي خو بيا هم ستونزې پيدا شوې دي، همدارنګه د ښځينه وو او نارينه وو په ديني مدارسو کې هم اخلاقي مسايل واقع شوې دي، نو په ليک لوست او زده کړو پورې بالخصوص په عصري زده کړو پورې د فحشاء او بداخلاقيو نښلول يا يې باعث منل ناسم سوچ او جاهلانه فکر دی. هو، د سترګو او نظر ساتنه لکه څنګه چې سړيو ته يې حکم شوی دی ښځو ته هم دغه ډول حکم دی، الله تعالی سړيو باره کې حکم نازلوي او فرمایي:

د مفتي عبدالولي ليکنه بسم الله الرحمن الرحیم د ښځو د تعليم شرعي حيثيت او اهميت لکه څنګه چې د سړيو لپاره تعليم او زده کړې لازمي او ضروري دي همدارنګه د ښځو لپاره هم ضروري دي. په قرآن او سنت کې د تعليم د اهميت او ضرورت باره کې دلايل راغلي دي او په هغو کې د سړيو يا ښځو تخصيص او تفريق نه دی شوی بلکې عام دي او ښځو او سړيو دواړو ته شامل دي، الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايلي دي: هَلْ يَسْتَوِي الَّذِيْنَ يَعْلَمُوْنَ وَ الَّذِيْنَ لَا يَعْلَمُوْنَ [الزمر 9] ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې زده کړې لري او هغه كسان چې زده کړې نه لري؟! په دې مبارک ایت کې د علم لرونکو فضيلت بیان شوی دی او په کې د ښځې او سړي هېڅ تخصيص نه دی شوی، فوقيت يوازې علم لرونکي ته حاصل دی، هغه سړی وي او که ښځه، هلک وي او که جینۍ، دغه اضافي قيدونه او شرطونه الله نه دي لګولي. همدارنګه الله تعالی فرمایلي دي: اِقْرَاْ وَ رَبُّكَ الْاَكْرَمُۙ. الَّذِيْ عَلَّمَ بِالْقَلَمِۙ. عَلَّمَ الْاِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْؕ. [العلق 3]. ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى (3) هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده (4) انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده. په دې ايت کريمه کې هم الله تعالی انسان ياد کړی دی، د ښځې او سړي تفريق يې نه دی کړی او دواړه د زده کړو حق لري بلکې زده کړې پرې لازمې دي. په صحیح حديث کې راځي چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ. مسند أحمد :5869، وجامع الترمذي في كتاب الطهارة: 105، وأبو داود في كتاب الطهارة: 204.) ښځې د سړيو په شان او مثل دي، يعنې په احکامو، طبيعتونو او اخلاقو کې د سړيو په څېر دي. له دې مبارک حديث څخه معلومه شوه چې هر هغه حکم چې د شريعت له خوا سړيو ته ورکړ شوی دی چې يو په کې د تعليم او زده کړو هم دی؛ نو په دغه حکم کې ښځې هم شاملې دي مګر دا چې د استثنا لپاره کوم خاص دليل وجود ولري. رسول الله صلى الله و عليه وسلم يوې صحابيې ته چې شِفا بنت عبد الله نومېده؛ وفرمايل: أَلَا تُعَلِّمِينَ هَذِهِ رُقْيَةَ النَّمْلَةِ كَمَا عَلَّمْتِيهَا الْكِتَابَةَ [حديث صحيح رواه أبو داوود: 3887] ته دې حفصې (د نبي صلی الله عليه وسلم کورودانې) ته د اړخونو د دانو د بيمارۍ دم ولې نه ورزده کوې لکه څنګه چې تا هغې ته ليک لوست ورزده کړی دی! د رسول الله صلى الله وعليه وسلم د دې کار ډېر ستر عظمت او شان دی. هغه پخپله اُمي و او د دې باوجود يې د خپلې ښځې باره کې چې مشره وه، نوې ځوانه هم نه وه، هغې ته يې د ليک لوست د زده کړې زمينه برابره کړې وه او د هغې ښوونکې ته يې هم ترغيبي الفاظ وکارول. په دې حديث کې هغو سړيو ته لوی درس او عبرت پروت دی چې خپلې ښځې، لوڼه خويندې په جهالت کې ساتي او له ليک لوست څخه يې محروموي. په ذکر شویو ايتونو او حديثونو کې پر هغو وچو او جامدو دماغونو والاوو باندې سخت رد دی چې د ښځو د زده کړو مخالف دي او د خپل ځان د برحق ثابتولو لپاره د دروغو او موضوعي حدیثونه وړاندې کوي، لکه له ځانه جوړ کړی شوی قول پېش کوي او وايي دا د عايشې رضي الله عنها قول دی: (لا تسكنوهن الغرف، ولا تعلموهن الكتابة ) تاسو! ښځې بالاخانو کې مه اوسوئ او مه ورته ليک لوست ورزده کوئ. حال دا چې دا له ځانه جوړه کړی شوې خبره ده، دا پر ام المؤمنين عايشې رضي الله عنها باندې هم دروغ تپل دي او پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم هم، دا د نبي صلی الله عليه وسلم قول نه دی، محدثينو د دې خبرې تصريح کړې ده، لکه امام ذهبي، حافظ ابن حجر، ابن الجوزي، شيخ الباني او داسې نورو سترو عالمانو د دې د موضوع والي، يعنې له ځانه د جوړېدو وضاحت کړی دی. په ځانګړي ډول شيخ الباني رحمه الله يې په سلسلة الأحاديث الضعيفة و الموضوعة، حديث نمبر: 2017 کې بشپړ تفصيل کړی دی. په دې روایت کې يو راوي محمد بن إبراهيم الشامي دی چې له ځانه به يې حديثونه جوړول او نبي صلی الله عليه وسلم ته به يې منسوبول. (محمد بن إبراهيم الشامي كان يضع الحديث. ونقل الذهبي عن الدارقطني تكذيبه، وقال ابن حجر: منكر الحديث.) حق خو دا دی چې ليک لوست د الله تعالی په هغو نعمتونو کې راځي چې په دې دنيا کې يې له انسانانو سره خاص کړی دی، لکه د سورت علق له ايتونو ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِی خَلَقَ .... څخه معلومېږي. نو ليکل او لوستل د نورو نعمتونو په څېر د الله نعمتونه دي چې په طاعت کې د کارولو حکم شوی دی. خو که څوک دغه نعمتونه په معصيت او ناروا کې کاروي نو بيا په دغه کار سره د دې نعمت کېدل نه ختمېږي، لکه د سترګو، اورېدلو او کلام کولو نعمتونه دي نو دغه ډول کتابت او لوست هم نعمتونه دي.

Faculty of Psychology • Master of Psychology Faculty of Medicine • Master of Public Health د دوکتورا پروګرامونه: Faculty of Teacher Training and Education • Doctor of Indonesian Language Training and Education • Doctor of Islamic Education Faculty of Law • Doctor of Law Faculty of Islamic Education • Doctor of Islamic Education Faculty of Pharmacy • Doctor of Pharmacy Faculty of Psychology • Doctor of Psychology Faculty of Economic and Business • Doctor of Management د سکالرشیپ مهالویش: • د 2025ز کال په جنوري میاشت کې سلیکشن کیږي. • د 2025ز کال په فبروري کې تاسو ته خبر درکول کیږي او ویزه مو هم پروسس کیږي او د تاسو سفر هم په همدې میاشت کې کیږي. • د 2025ز کال د مارچ په میاشت کې مو د ژبې کورس پیلېږي چې اندونیزیایي یا باهاسا ژبه ده. • د 2025ز کال په سپټمبر یا نهمه میاشت کې مو درسي پروګرام پیلیږي. یادونه: تاسو د international priority scholarships انتخاب کړئ. تاسو کولای شئ چې دې سکالرشيپ ته په لاندې تړوني یا لینک نوم لیکنه یا غوښتنلیک واستوئ: https://isp.ums.ac.id/

#اندونيزيا #سکالرشيپونه د اندونیزیا هېواد د UMS سکالرشیپونه د اندونیزیا هېواد چې د اسلامي هېوادونو له ډلې یو پرمختللی هېواد بلل کېږي، تازه یې د لېسانس، ماسټري او دوکتورا لپاره سکالرشیپونه اعلان کړي دي؛ دا سکالرشیپونه چې د محمدیه پوهنتون له لوري وړاندې کېږي له افغانستان هم ورته محصلان نوم لیکنه کولای شي. هېواد: اندونیزیا. پوهنتون: محمدیه پوهنتون University Muhammadiyah Surakarta. کچه: لیسانس، ماسټري او دوکتورا. سکالرشیپ: بشپړ وړیا د نوم لیکنې د پای نیټه: د 2024ز کال د ډسمبر میاشتې 31مه. امتیازات: 1: که سکالرشیپ مو بشپړ وړیا وو. • د زده کړو بشپړ لګښت. • د اوسیدو لپاره کابو 110 امریکایي ډالر. • د کتابونو لپاره لګښت. • روغتیایي بیمه. • د ویزې فیس. • د تګ ټیکټ. • یو کلن د ژبې وړیا کورس. 2: که مو سکالرشیپ نیمه وړیا وي. • د زده کړو فیس. • د ویزې فیس. • د اوسیدو اجازه لیک. • یو کلن د ژبې وړیا کورس. شرایط: • فیصدي مو له 75% څخه لږ نه وي. • پاسپورت • د ویزې فیس چې تقریبا 380 امریکایي ډالر کیږي باید تسلیم کړئ. دا فیس بیرته تاسو ته درکول کیږي. • د لیسانس لپاره مو عمر 25، د ماسټري لپاره مو عمر له 30 او د دوکتورا لپاره مو عمر له 35 کلونو ډیر نه وي. اړین اسناد: • دیپلوم یا سرټیفیکیټ. • ترانسکریپټ. • دوه ریکمنډېشن لېټر. • د انګلیسي ژبې سند چې د تاسو مخکې درسونه په انګلیسي ژبه وو یعنې English Language Proficiency Certificate دا باید ستاسو پوهنتون یا هم پوهنځی امضا او ټاپه کړي؛ بیا نوتاسو ایېلټس ته اړتیا نلرئ او منل کیږئ. • د پاسپورت سایز عکس. • پاسپورت ( د پاسپورت پوښ او د تاسو د مشخصاتو سکن). • ریسرچ پروپوزل تنها د دوکتورا لپاره اړین دی. کله چې تاسو ته دا سکالرشیپ درکول کیږي نو بیا لاندې اسناد هم اپلوډ کړئ: • د روغتیا راپور. • د ویزې د فیس د ورکولو رسید یا راپور. د لیسانس پروګرامونه: Faculty of Teacher Training and Education • Department of Indonesian Language and Literature Education • Department of English Language Education • Department of Mathematics Education • Department of Biology Education • Department of Elementary Teacher Education • Department of Early Childhood Education • Department of Islamic Education • Department of Informatics Engineering Education Faculty of Law • Department of Law • Department of Islamic Law • Department of Health Laws Faculty of Islamic Studies • Department of Islamic Studies • Department of Islamic Law Faculty of Health Sciences • Department of Public Health Faculty of Pharmacy • Department of Pharmacy Faculty of Geography • Department of Geography Faculty of Economic and Business • Department of Economics • Department of Accounting • Department of Management • Department of Information Science • Department of Digital Business Faculty of Communication & Informatics • Department of Communication Science • Department of Informatics • Department of Computer Science • Department of Information Systems Faculty of Engineering • Department of Civil Engineering • Department of Mechanical Engineering • Department of Electrical Engineering • Department of Chemical Engineering • Department of Industrial Engineering Department of Dentistry • Dentistry Faculty of Medicine • Department of Medicine Faculty of Psychology • Department of Psychology د ماسټري پروګرامونه: Faculty of Teacher Training and Education • Master of Education Administration • Master of English Language Education • Master of Mathematics Education • Master of Islamic Education • Master of Early Childhood Education • Master of Elementary Teacher Education Faculty of Law • Master of Law • Master of Islamic Law Faculty of Islamic Studies • Master of Islamic Studies • Master of Quran and Hadith Faculty of Health Sciences • Master of Public Health Faculty of Pharmacy • Master of Pharmacy Faculty of Economic and Business • Master of Management • Master of Communication & Informatics • Master of Economics Faculty of Engineering • Master of Civil Engineering • Master of Mechanical Engineering • Master of Electrical Engineering

photo content

د_وخت_سپه_سالار_عمر_خالد_خراساني_رحمه_الله.pdf1.65 MB