Research Services
Ir al canal en Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Mostrar más2 989
Suscriptores
+324 horas
-37 días
-3930 días
Archivo de publicaciones
2 988
خيال پلو
هیله لرم چې د نړۍ د نقشې په یوه حاشیهيي، ګوښه او آرام هېواد کې واوسېږم، یو داسې هېواد چې نه ستراتېژیک موقعیت لري، نه جنجالي سیاستونه او نه هم د نړیوالو سیالیو پر محور راڅرخي .
یو نااشنا، بې جنجاله له خپل ځان سره مصروف، خاموش او خنثی هېواد...
یو داسې ځای چې په آرامه خپله ډوډۍ خوري، پرته له دې چې بل ته ضرر ورسوي یا هم دَ بل هېواد لخوا ورته خطر متوجه وي؛ نه نفت صادروي، نه وسلې اخلي، نه جنګ ته اړتیا لري، نه په کې د جنګ احتمال وي.
یوازې شات، مېوې او خواږه صادروي او پر ځاییې چاکلیټ ، کتابونه او دَ خوښۍ توکي رواردوي.
نه نورو ته ګواښ پېښوي، نه د چا د ګواښ لاندې راځي.
یو داسې هېواد چې ترهګرۍ، د سیاست، د بندیزونو او د کړکېچ له امله یې نوم کلونهکلونه د نړیوالو رسنیو سرلیک نه وي ؛
په هغه هیواد کې نه څوک تحريم وي، نه يې دَ تحریم اراده وي؛ نه د تسلط اراده لري، نه هم دَ بل اطاعت ته مجبوريږي.
داسې ملت، چې مشرانیې د "نړۍ د ژغورنې" لوی خیال نه لري، انقلاب نه غواړي، د نورو نظامونه نه نړوي او نه هم خپل تاریخ له سره وليکي.
داسې يو هېواد چې حکومت يې یواځې د خپلو خلکو هوساينې، سوکالۍ او روزمره نېکمرغۍ ته ژمن وي؛ اقتصادي ثبات، ټولنیز عدالت او فرهنګي آراميیې اصلي موخې وي.
خلکیې د ګاونډیانو سره یوازې د سلامعلیک، متقابل احترام او سوداګرۍ اړیکه ولري، نه هم سرحدي، مذهبي يا ایدیولوژیکې شخړې.
زه به ډېر خوشاله وم چې هلته د ژوند له هرې سیاسي او جغرافیایي ترخې بېخبره وم؛
منځنى ختيځ به راته یوازې یو غږ وو، نه یو واقعیت...
نه به مې د جګړو له نقشو سره سر وی، نه به مې د مړو له شمېرو سره بلدیت درلود او نه به مو هم د کډوالۍ کیسې اوريدى، نه به مو د بمبار غږونه.
زه آرزو لرم چې په هغه حاشیهيي، خو د سولې او سکون په زړګي کې ناست وی، د فکر، هنر او انساني ارزښتونو په فضا کې ژوندی وى او د انسان له ازلي دردونو، سیاسي تضادونو او تاوتریخوالي نه لرې، په خپل ساده خو باوقاره ژوند کې مې ژور فکرونه کولى .
https://www.facebook.com/MazloumYar.Bahar
2 988
افغانستان – د ټولو قومونو ګډ کور
افغانستان د ګڼو قومونو، ژبو، فرهنګونو او ان رواجونو ګډ کور دی. که څه هم ممکن زموږ بڼه، خبرې، لباس او دودونه یو له بله سره توپیر ولري، خو دا ټول توپیرونه زموږ د ښکلا او تنوع نښه ده، نه د وېش او بېلتون.
فعلا موږ ټول د یوې جغرافیې اولاد یو، د یوه تاریخي ملت برخه یو، او د “افغان” تر سپېڅلي نوم لاندې مو هويت تعریفېږي.
له بده مرغه، ځینې کسان د "افغان" کليمه یوازې د یوه قوم نوم ګڼي، او هڅه کوي ځانته د “افغانستاني” کلمه وکاروي، یا يې هم د نورو کلتورونو او هويتونو پر لور دومره میلان پیدا کړى، چې ان خپل تاریخي، ژبني، مذهبي او نژادي رېښې تر پوښتنې لاندې راولي. خو یو متل دى چې: پردی کټ د نیمو شپو دی. دې وطن، خاورې، پولو او دې نوم موږ سره نښلولي یو – زموږ درد او خوښي او ختى زموږ راتلونکې ګډ دى.
که موږ د یو بل لاس ونه نیسو، یو بل درک نه کړو، او د یو بل خوښي او غم خپل غم او خوښي ونه ګڼو، نو د پردیو د خوښۍ لپاره به خپله ارزښتمنه ورورولي تر پښو لاندې کړو، نه به هغوی ته ورنږدې شو او نه به خپل پاتې شو. د نړۍ په هر ګوټ کې، موږ ټول یوازې افغانان یادیږو – نه د قومونو، ژبو یا سیمو په بېلابېلو نومونو
راځئ چې د "افغان" کليمه د ویش، حساسیت یا انکار پر ځای د یووالي، مسئولیت او ورورولۍ سمبول وګڼو. دا کليمه موږ سره یو کوي، نه دا چې له یو بله مو جدا کړي. باور وکړئ، کله چې د نړۍ په کوم ځای کې یو افغان ځورول کېږي، توهینېږي یا سپک ګڼل کېږي – دا یوازې د هغه نه، بلکې د زموږ د ټولو توهین دی؛ مهمه نه ده چې دی له کوم قوم یا ژبې سره تړاو لري، ځکه هغه افغان دی – او دا نوم زموږ د ټولو ګډ هويت دی.
د هر افغان عزت زموږ عزت دی او د هر افغان درد زموږ درد. راځئ، له نفاق، شک او پرديپالنې ځان وساتو، د خپل هويت او ملي يووالي درناوی وکړو او “افغان” نوم په وياړ سره ياد کړو. دا نوم زموږ تګلوری، هويت او افتخار دی – د دې خاورې د هر عزتمن وګړي ګډ نوم دى.
2 988
اعلان کاریابی!
موسسه ActionAid به تعداد 27 بست خالی ذیل را در ولایت فاریاب به اعلان گذاشته است.
- District Officers (6 Vacancies)
- Community Mobilizers (12 Vacancies)
- MEAL Coordinator
- Sr. Provincial Coordinator
- Water /Civil Engineer
- GIS Engineer
- Livestock Officer
- Complain and Feedback Mechanism officer
- Agronomist
- Agro Business Coordinator
- Community Engagement Coordinator
جهت ثبت نام سی وی خود را به ایمیل ادرس ذیل ارسال نمایید:👇
jobs.kabul@actionaid.org
2 988
🎓 د 2026–27 کال Schwarzman Scholars سکالرشیپونه | چین
📍 هېواد: چین
🏛️ پوهنتون: د چین Tsinghua University
🎓 کچه: ماسټري
📅 د نوملیکنې وروستۍ نېټه: د 2025 کال د سپتمبر 10مه
🔗 د نوملیکنې لینک:
https://connect.schwarzmanscholars.org/apply/
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د زدهکړو په برخه کې یې پراخه پانګونه کړې، او له همدې امله یې پوهنتونونه د نړۍ له مخکښو علمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. د Schwarzman Scholars سکالرشیپ یو بېساری فرصت دی تر څو په یو نړیوال پوهنتون کې خپلې زده کړې وکړئ.
🚀 د سکالرشیپ امتیازات:
د زدهکړو لپاره د پوهنتون بشپړ فیس
د علمي سفرونو ټول لګښتونه
میاشتنی لګښت (سټایپنډ)
لپټاپ کمپیوټر
د کتابونو او تحصیلي موادو لګښتونه
روغتیایي بیمه
📄 اړین اسناد:
پاسپورت او برېښنايي تذکره
د لیسانس ډیپلوم او ترانسکریپټ
د ۵۰۰ کلمو په اندازه Motivation Letter
تر ۷۵۰ کلمو پورې Leadership Essay
درې ریکمنډیشنلیټرونه
دوه صفحې CV
تر ۱ دقیقې لږه ویډیويي معرفي
🎯 د عمر شرط: له ۱۸ کلونو کم نه، له ۲۸ کلونو زیات نه وي.
🌐 د انګلیسي ژبې سندونه (یو یې لازم دی):
TOEFL: لږ تر لږه 100 نمرې
IELTS: لږ تر لږه 7 نمرې
Duolingo (DET): لږ تر لږه 130 نمرې
📝 یادونه: دا سکالرشیپ هغو کسانو ته ځانګړی شوی چې لاندې ځانګړتیاوې ولري:
د رهبرۍ وړتیا
فکري وړتیا
د مختلفو فرهنګونو ترمنځ همدردي
صداقت په اکاډمیک چاپېریال کې
تجارتي فکر او هڅه
یو الهامبښوونکی شخصیت
دا ځانګړتیاوې کولی شئ په خپلو مقالو کې روښانه کړئ او په یوه دقیقه ویډیو کې تمرکز پرې وکړئ — دا کار ستاسو د بریا امکانات زیاتوي.
📌 دا فرصت له لاسه مه ورکوئ — همدا اوس نوملیکنه وکړئ!
🔗 https://connect.schwarzmanscholars.org/apply/
#Win_Scholarship
#Scholarships
#بورس
#Schwarzman
2 988
د یو سکالرشیپ تر لاسه کولو لپاره د نورو اړینو لاسوندونو (اسنادو) ترڅنګ د یوې ستندرد سي وي جوړول هم ډیره اړینه او ګټوره چاره ده، زه څو لنډ ټکي درته ښایم، د سي وي په لیکلو کې په پام کې ونیسئ، درسره مرسته کوي:
۱- خپل لنډ مالومات ولیکئ، لکه ستاسې نوم، تخلص او د اړیکې شمیره/ایمیل.
۲- خپله موخه ولیکئ، په یو لنډ پاراګراف کې ځان ښه ژمن او مسلکي ځوان ورمعرفي کړئ.
۳- زده کړې مو ولیکئ، له وروستۍ کچې شروع کړئ (مثلا لیسانس) تر لومړنۍ کچې (مثلا بکلوربا) پورې له تاریخونو سره ولیکئ، که ښې نمرې مو اخیستې وي ښه به وي چې د هغو ټولټال هم ذکر کړئ.
۴- کاري تحربه: که یې لرئ، خپله دنده، نیټه او کړنې مو لنډې ولیکئ.
۵- مهارتونه یا وړتیاوې مو ولیکئ، دا چې له کومو ژبو سره بلد یاست، کمپیوټر مو څومره زده دی او داسې نور..
۶- که کومو ورکشاپونو یا سیمینارونو کې مو ګډون کړی وي هغه هم له نیټو سره ولیکئ.
۷-رضاکارانه کړنې که مو ترسه کړې وي هغه هم حتمآ ولیکئ، ډیر ارزښت ورکوي.
۸- او په پای کې هم که ریفرنس ورکړئ ښه به وي، که نه وي حتمي نده.
هڅه وکړئ، سي وي مو لنډه او واضح وي، حداکثر تر دوو پاڼو (مخونو) ډیره نشي، پرته له املایي او ګرامري تیروتنو وي، او په پي ډی ایف بڼه یې واستوئ.
¡Ya disponible! Investigación de Telegram 2025 — los principales insights del año 
