Research Services
Ir al canal en Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Mostrar más2 997
Suscriptores
-124 horas
-127 días
-3330 días
Archivo de publicaciones
2 997
انګلیسي لنډې کیسې له پښتو مانا سره
#انګلیسی #انګلیسي #انګلیسی_کیسی
آشنا کتابتون
https://t.me/AshnaLibrary
2 997
ایا کله مو هم ورډ پروګرام کې د خپلو اداراتو لپاره کیو ار کوډ جوړ کړی دی
نن سبا حالاتو کې د همدې کوډ جوړول د هرې ادارې، شرکت، پوهنتون، مکتبونو او یا هم نورو مختلفو اداراتو لپاره ډېر ضروري ده، خلک ستاسو کیو ار کوډ سکین کوي ستاسو کوډ د ننه هر څه چې تاسو ورکړي وي لولي، لاندې ویډیو کې لنډه طریقه ښودل شوي ده هیله لرم چې ملګرو سره یې شیر کړئ.
#qrcode #msword
2 997
هغه خلک چې دوه مخونه لري، له هندارې نه، بلکې له حالاتو پېژندل کېږي.. 🍁
ژباړه همکار
2 997
ستا کورنۍ پدې نه پوهېږي، چې ته د کور نه بهر د خپلې چوپتیا تر شا څه پټوې. او ستا ملگري هغه څه نه ویني چې تۀ يې کور ته د ستنېدو پر مهال له ځان سره وړې. پخواني خلک پدې نه پوهېږي چې له تا اوس څه جوړ شوې، او اوسني خلک پدې نه پوهېږي چې په تېر(ماضي)کې تۀ څه شي مات کړی يې. هر انسان ستا یوازې یو رُخ ویني، د انځور یوه برخه، نه ټول حقيقت. نو له چا څخه د گیلې کولو مخکې دا مه هېروه، چې هر انسان خپلې پټې جگړې لري ،چې هېڅ چاته نه ښکاري، او له داسې فشارونو لاندې دی چې څرگندولای یې نه شي او داسې بارونه ور په غاړه دي چې په خاموشه اوچتولو يې عادت شوی. هره چوپتیا د سکون په مانا نه وي، او هره موسکا ارامي نه وي. ریښتینی شعور ديته وايې، چې په نرمۍ قضاوت وکړو، ځکه چې موږ ډېر کم پوهېږو. “مِهر تاج”
2 997
که انسان لږ پر خپل ځان ژور فکر وکړي،
نو به پوه شي چې تر ټولو لوی ظلم همدا دی,
چې موږ یې پر خپل ځان کوو؛
ځکه چې د لنډ مهاله مینې
او موقتي اړیکو لپاره،
کلونه کلونه مونږ خپل روح او ځان
په درد او اذیت کې ساتو.
2 997
که صادقانه ووایم د اجل څپې مې هغومره روح نه لړزوي، لکه څومره چې د یو چا بې تفاوتي مې زړه خوري، مرګ خو یو ځل وي، خو بې پروایي هغه تکراري مړینه ده چې ساه په کې نه خیژي، لکه کامو چې وایي: زما وحشت له مړه کېدو نه دی، بلکې په هغه ژوند کې دی چې د مرګ په څېر ساکن او بې خونده وي.
هسې 🍁
2 997
د معیار او کیفیت ادارې د ۳۵ مسلکي بستونو د گمارنې خبرتیا
د معیار او کیفیت ادارې ددې لپاره چې کار اهل کسانو ته وسپاري او د ا.ا.ا د لوړو اهدافو د تحقق په موخه، د اداري اصلاحاتو، سالمې ادارې رامنځته کولو او مسلکي، متعهد او وړ بشري ځواک د جذب لپاره، په ټولیز ډول (۳۵) مسلکي بستونه د دریم، څلورم او پنځم بستونو په کچو د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
شرایط او مهم معلومات:
• د بستونو شمېر: ۳۵ بستونه
• د بستونو کچه: دریم، څلورم او پنځم
• د اعلان ډول: ازاد رقابت
• د کار ځای: د معیار او کیفیت اداره - کابل
د نوم لیکنې موده:
• له نېټې ۱۴۰۵/۱/۱۶ هـ. ش څخه تر ۱۴۰۵/۱/۲۶ هـ.ش پورې
• د ۱۰ کاري ورځو لپاره
د نوم لیکنې طریقه:
هغه غوښتونکي چې د افغانستان تابعیت ولري او لازم شرایط پوره کړي، کولی شي لومړی د لاندې لینک له لارې د معیار او کیفیت ادارې ویب سایټ ته مراجعه وکړئ، له هغه ځای د ۳۵ مسلکي بستونه جدول ډانلوډ کړئ.
https://tinyurl.com/3n677bp7
او کله مو چې بست وټاکه نو بیا د لاندې لینک له لارې آنلاین د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي:
https://forms.gle/LHegtmLCeSiWGL4z8
اړین اسناد:
غوښتونکي باید د فورم له ډکولو وروسته لاندې اسناد په یوه (PDF) فایل کې ضمیمه او واستوي:
• سيوي (CV)
• تحصیلي اسناد (د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي)
• که په امارتي ادارو کې د دندې تجربه ولري: خلص سوانح
• که په خصوصي ادارو/مؤسسو کې یې کار کړی وي: د قرارداد کاپي
پاملرنه: ټول اسناد باید د اعلان تر ختمېدو مخکې د آنلاین فورم له لارې واستول شي.
نور معلومات: د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
0775748020 - 0745863858 – 0780738230 - 0784714410
یادونه: یوازې هغه کسان چې شرایط پوره کړي وي، د بل پړاو لپاره به راوبلل شي او همدارنګه هغه درانه مهاجرین چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي او د دې ادارې اعلان شویو بستونو شرایط پوره کوي، هغوی ته به لومړیتوب ورکول کېږي.
©AQSA
2 997
د هوسۍ سترګې
څېړنو ثابته کړې چې ډېری انسانان لومړی په سترګو مئینېږي، یعنې یو عاشق چې کله زړه بایلي او مئینېږي ډېر کله یې دا مینتوب د معشوقې د سترګو د جذابیت او ښکلا له امله وي. مطلب دا چې په مینه او مینتوب کې سترګې ډېر مهم رول لري او همدا سترګې دې چې زړونه ماتوي، ځینې بیا د خپلې معشوقې سترګې د هوسۍ له سترګو سره تشبیه کوي، د هوسۍ سترګې ډېرې جذابې، ښکلې او له تاثیر ډکې وي.
پرون مې په یوه کتاب کې د مجنون یوه کیسه لوستله: وایي یوه ورځ مجنون د لیلا له غمه په آس سپور په بیابان کې روان و. یو ښکاري یې ولید چې دوې هوسۍ یې په دام کې ایسارې کړې دي. مجنون ورته وایي، دا ترهېدلې هوسۍ خوشي کړه، ژوند مه ځنې اخله! ښکاري ورته وایي، څه وکم اولاد مې وږی دی. مجنون له آسه راکوزېږي او ښکاري ته خواست کوي چې د دې آس په بدل کې هوسۍ راپرېږده. ښکاري یې وړاندیز په خوشحالۍ سره مني، په آس پښه اړوي او په خپله مخه ځي. مجنون ایسارې هوسۍ په سترګو سترګو ښکلوي، ورته وایي چې ستاسې لېمې لیلا رایادوي. مجنون هوسۍ له دامه راباسي، خوشي کوي یې، هغوی ځغلي او دی منډې ور پسې وهي!
له فېسبوک 🍁
2 997
خلک اکثر د نورو د ژوند په چارو کې ځکه بوخت وي، چې خپله د خپل ژوند د مصروف ساتلو لپاره نه کوم هدف لري، نه کومه موخه، نه داسې کومه لاسته راوړنه چې د هغې لپاره هڅه وکړي او نه هم کومه مشغولا چې خپل وخت پرې ډک کړي. په همدې ډول دوی خپله انرژي د نورو د ژوند څارلو کې ضایع کوي، او پایله یې یوازې کموالی او محرومیت وي.
خو که دوی خپله انرژي پر ځان ولګوي او خپل ذات ته پام وکړي، نو کولای شي په خپل ژوند کې تر ټولو غوره پایلې ترلاسه کړي.
🌱
2 997
مونږ درته داسې مواد راوړي دي :
د سړک جوړونې لپاره عريضه
د تاجيل غوښتنه
د تقرر غوښتنه
د مونوګراف موضوع اخيستلو غوښتنه
د ښاروالۍ رياست ته
د تبديلۍ غوښتنه
دا قسم زياتې غوښتنې او عريضې متن صرف په يوه پي ډي ایف شکل کې د اول کمنټ له لارې زمونږ ټيليګرام چينل څخه ډاونلوډ کړئ.
2 997
څو یاران راسره اوس هم ملګرتیا کړي
یعنې زه بیکاره اوس هم لا د کار یم
څه نا څه به لار را وباسي شاهده
په امید د هغه لوی پروردګار یم ❤️
شاهد قماش
2 997
مه کوه خوبونه د اشنــــا په نرمه غيږه کې
پام کوه خاطره خوب به بيا يوازي نه درزې
2 997
📘 د مسلکي CV جوړولو بشپړ لارښود (PDF کتاب)
✅ غواړې ښه دنده تر لاسه کړې؟
✅ نه پوهېږې څنګه یو پیاوړی او مسلکي CV جوړ کړې؟
نو دا کتاب خاص ستا لپاره دی! 👇
د دې عملي او اسانه لارښود په زده کړې سره به تاسې وکولای شئ:
🔹 د CV جوړولو اساسي او مهم اصول زده کړئ
🔹 خپل مهارتونه او تجربې په مسلکي ډول وړاندې کړئ
🔹 له عامو او خطرناکو غلطیو څخه ځان وساتئ
🔹 د کار اخیستونکو پام په لومړي نظر کې جلب کړئ
📥 همدا اوس یې ډاونلوډ کړئ او ځان د یوې ښې او باعزته وظیفې لپاره چمتو کړئ!
📢 زموږ يواځينۍ موخه ګرانو هېوادوالو ته د ګټورو او عملي معلوماتو وړاندې کول دي.
حتماً زموږ د ټېلګرام چینل سبسکرايب کړئ او له نورو مهمو کتابونو او لارښودونو څخه هم ګټه واخلئ.
¡Ya disponible! Investigación de Telegram 2025 — los principales insights del año 
