es
Feedback
Research Services

Research Services

Ir al canal en Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Mostrar más
2 984
Suscriptores
+324 horas
-17 días
-3030 días
Archivo de publicaciones
خاموشه پروت يمه، له ځان سره خبرې کوم چې ځمکه غږ نه اوري، اسمان سره خبري کوم دنيا دې وغږيږي، ما پسې پروا مې نشته چې ملامت نه يم، وجدان سره خبرې کوم د غره په څنډه کې شپونکی چې وم، رمه څروم شپېلۍ نغمو او يا قربان سره خبرې کوم د مرګ اخره ساه مې خپل وطن ته ورسوئ غيږ د وطن کې مې جانان سره خبرې کوم شيخ په مکه کې ميخانې غواړي، بازار ګرموي شيخ نه توبه، له خپل ايمان سره خبرې کوم يو خوږياڼی نه دی، د هر سړي همدغه کيسه ژوند لالهانده، له جهان سره خبرې کوم تهران ۱۴۰۳/۹/۲۴ شنبه

زما مور هغه نیکه ښځه ده چې حق لري په خپلو پښو کې جنت ولري..🖤

ملګریه، ځوانه او وروره تاته وایم! پر ځان دې ډېر پام کوهٔ! ځګه دا مهٔ هیروئ چې تاسې اوس هم د یو چا د سترګو تور یاست، د یو چا د زړه ټوټه یاست، د یو چا په زړه کې ځانګړئ ځای لرئ، د یو چا ټوله شتمني یاست او د یو چا ژوند یاست. لا هم یو یا دوه کسه شته چې ستا د راتلو لارې څاري تر څو تاسو ته د ښه راغلاست لپاره غاړه درکړې! هغه ستا مور، پلار او کورنۍ ده. نو که ستا په شتون کې ستا مور، پلار او کورنۍ خوشحاله وي، ته یو عالي او زبردست انسان یې!❤️🙏

داسې ډېر کارونه شته چې انسان په کې ځان مصروفولی شي، هم به ګټه وکړي او هم به له ګناهونو بچ پاتي شي لکه: ټولنیز کارونه، د دعوت او تبلیغ کارونه، له خلکو سره منډه ترړه وهل او له هغوئ سره په چارو کې مرسته کول، خیریه فعالیتونه پر مخ وړل او داسې نور..... په سرک باندې ګاډی درول درته له قرض غوښلتو او سوال کولو غوره دی. د ورځې سل افغانی ګټل درته له بېكارۍ ډېر غوره دي. یو ساعت مصروفیت درته له پوره ورځې سوچونو غوره دی. له یو چا سره همکاري وکړه، چاته ښه مشوره ورکړه د يو مریض پوښتنه وکړه په چکر چېرته لاړ شه، لوبې او مستي وکړه لږ ګېم وکړه، وغيره وغيره دا ټول له بې كاريو او بې معنا سوچونو غوره او ګټور دی. 🫶

اداره او مدیریت .pdf8.69 KB

ارواپوهنیری لارښوونی👇 ۱.تاسو غواړي په اول ملاقات دچا توجه جلب کړی تاسی کمی خبری وکړی. ٢.تاسو غواړي ښکولی مخ ولري تهجد لمونز اوکړي. ٣. تاسو غواری چه هوښيار واوسي باور ژر مه کوی. ٤.تاسو غواړي بی خبرو مو احترام وشي چپتیا غوره کړي. ٥. تاسو غواړی د عزت ژوند ولری له نجونو څخه فاصله ونیسی. ٦.تاسو غواړی مینه او ملګری مو ډیر شی پیسی وګټی. ◇ تاسو غواړي له زانه یو قوي شخصيت جوړ کړئ نو زه تاسو ته مشوره درکوم کوم چي ما تعقيب کړی! ــــــــــــــــــــــــــــ ✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ! Baryali Ihsas

+3
انګليسي پښتو جملې.pdf5.13 KB

اندلس.pdf10.15 MB

• چه کله دی وخت او بخت خراب شی خلک دی یوازی غلطی نیسی/لاس نه. • دومره د یو چا ارزښت مه ور لوړوه چه بیا یی خپله هم نشی اخستلی. • مطلبی مینه او ملګری لکه حرام مال ډیر وخت له انسان سره نه پاتی کیږی. • باور کول سخت دی/خو که چا باور در باندی وکه نامردی ورسره کول د هغه له راتلونکی سره خیانت کول دی. • زه په خپل یوازیتوب که خوشحاله یم زکه نه غواړم سوک می په ځورولو خوند واخلی. • زما هدفونه دومره غټ دی چه د لاسته راوړلو لپاره یی له ځانه سه چه د هرچا له لاسه ورکولو ته تیار یم. ◇ که تاسو دا لیکنی لولئ او بیا یی هم نه لایک ګوی/تاسو روانی درملنی ته اړتیا لری! ◇ که غواړی لیکنو ته دوام ورکم ستاسو هر اړخیز ملاتړ غواړم! ــــــــــــــــــــــــــــ ✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"

اندلس، چې نن ورځ د هسپانیا او پرتګال د ځینو برخو په نوم پیژندل کېږي، د اسلامي تمدن یو له مهمو مرکزونو څخه و. دا سیمه په 711 میلادي کال کې د مسلمانانو لخوا فتح شوه او تر 1492 پورې یې د اسلامي نړۍ د علم، تمدن، او کلتور د پرمختګ لپاره حیاتي نقش درلود. د اندلس د تاریخ پیل: اندلس د اومېه خلافت په وخت کې د اسلامي نړۍ برخه شوه. د طارق بن زیاد په مشرۍ اسلامي پوځ د دې سیمې فتح پیل کړه. هغه وخت اندلس د ویزګوت سلطنت تر واک لاندې و، خو د مسلمانانو بریاوو دغه سیمه په چټکۍ سره د اسلامي تمدن یوه برخه کړه. علمي پرمختګونه: اندلس په ځانګړي ډول د علم او پوهې په ډګر کې مشهور و. د قرطبې، غرناطه، او اشبیلیه ښارونه د نړۍ د علمي فعالیتونو مرکزونه وو. قرطبه د نړۍ تر ټولو پرمختللی ښار ګڼل کېده، چې پراخه کتابتونونه، مدرسې، او د تعلیم مرکزونه یې درلودل. ابن رشد، الزهراوي، او ابن طفیل د اندلس مشهور علماء وو چې په فلسفه، طب، او علومو کې یې د پام وړ کارونه وکړل. د غرناطه الحمرا ماڼۍ د اسلامي معمارۍ یوه بې ساري نمونه ده. فرهنګي او ټولنیز ژوند: اندلس د اسلامي، یهودي، او عیسوي تمدنونو ګډ ژوند د یوه ښه مثال په توګه و. دغه سیمې د متقابل احترام، فرهنګي تبادلې، او هنري پرمختګونو لپاره شهرت درلود. د موسیقۍ په ډګر کې د زرياب په څیر شخصیتونو د اندلس نوم نور هم مشهور کړ. د ادبیاتو په برخه کې د اندلس شاعران لکه ابن زیدون او ولاده بنت المستکفي یادېږي. د اندلس زوال: د اندلس د زوال لړۍ په 11مه پېړۍ کې پیل شوه کله چې د اسلامي دولتونو ترمنځ اختلافات زیات شول. په 1492 کال کې د غرناطه له سقوط وروسته، د مسلمانانو واکمني پای ته ورس ېده، او د کاتولیک سلطنت ددې سیمې بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست Pdf ډیر ژر.....

+4
د کمپيوټر بنسټيزه پېژندنه.pdf4.77 MB

▪︎د هغه څه په اړه هیڅکله فکر مه کوه چې له لاسه مو ور کړي ځکه خدای مو ممکن له هغه نه په بهتره څه ونازوي. ▪︎له هرچا نه د هرکار تمه باید ولری فقط چې موقعه ورته برابره شی. ▪︎که غواړی غچ واخلي نو اخطار مه ورکوه،په عمل که یی ورته وښایه. ▪︎له چانه چې باید وویریږي هغه ستا خدای دی نوری ویری یوازی د شیطان وسوسې دی. ▪︎که مینه ورسره لری نو ورته ووایه،شاید مقابل طرف یی د ویلو جُرعت وه نه لری. ▪︎مه چاته قرض ورکوه مه یی تری اخله،ځکه همدا قرضونه دی چز ملګرتیاوی دوستي له منځه وړی. #روانشناسی

photo content

له ذهنی فشاره ژغورنه.pdf7.73 MB

وطنه ستا لېونی.pdf20.76 MB

PDF_GO_جنسی لارشود.pdf1.33 MB

✅ - یو څو با مفهومه خبری ، که مو په ژوند کی عملی کړی، ځانته به پاچاهان یاست! 🗿🔥 په هغه ځای کی وخت مه تیروه، چیری چی تاته ارزښت نه درکول کیږی! د هغه چا لپاره مه جنګیږه، څوک چی ستا لپاره نه جنګیږی! په هغه چا پسی ځان مه ستړی کوه،  څوک چی نه غواړی ستا سره و اوسی! د یو چا د خوشحاله ساتلو لپاره خپل حیثیت او سټینډرډونه هیڅکله مه کموه! که یو ځای ته ناوخته دعوت درکول سو، پریږده یی ! چی دوی تاته اولیت نه کی در، ته  حاضریت مه ورکوه خلګو ته دا اجازه مه ورکوه چی ستا حوصله ستا کمزوری وبولی! پر ځان همیشه باور ولره، لیکن مه پریږده چی دا باور دی په غرور واوړی! #Baryali ihsas

کیمیاګر-ناول-wamc1a.pdf

دا د پاولو کویلو ناول دی او د یوه شپون کیسه کوي چې په خپل ارمان پسې ګرځېږي. څوک چې په لومړي ځل دا کتاب لولي ښايي ورته سخت وي، خو زما سپارښتنه دا ده چې تر آخره دې یې ولولي.👇👇

خپلي خوښئ له نورو سره شریکي کړئ! کله چې تنها یې نو په تنهایي سره به د نړۍ له تر ټولو ښکي ځای څخه هم خوند وانه خلي ، تر هغو چې دا خوښئ او خوندونه دې له بل چا سره شریک کړي نه وي، د خوښیو شریکول له نورو سره د خوشحالئ او رضایت واقعي احساسات له ځانه سره لري، نو له نورو سره د خپل ژوند او خوښیو په پایله کې به تاسو واقعي خوشحالۍ احساس کړئ. دټولې نړۍ غمونه په سر مه اخلئ : دومره یې یوسئ چې توان یې لرئ، وخانده او هرې ستونزې ته لکه زمري غوندې ورغاړې ووځئ، په بې وزلۍ مه خفه کېږئ دا په یاد ولرئ چې دقیامت په ورځ دډېرو حساب ډېر دی، دهر څه بدله له الله ج څخه غواړئ، کتاب غوره ملګری وګڼئ او په مطالعه کولو یې دځان سمونه وکړئ، کینه مه کوئ او تل مینه ووېشئ، نن دخپل ژوند وروستئ ورځ وګڼئ او هر څومره خوښي چې کولی شئ همدا نن یې وکړئ، ځکه دسبا د راتللو پته هیچا ته هم نه شته. ــــــــــــــــــــــــــــ ✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"