es
Feedback
Research Services

Research Services

Ir al canal en Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Mostrar más
2 983
Suscriptores
Sin datos24 horas
-37 días
-3930 días
Archivo de publicaciones
photo content

ګټیالي.pdf61.96 MB

کتاب: 12 ګرامه ماغزه لیکوال: شهرت ننګیال پاڼې: 300 حجم: 69.6 اِم بی

کتاب : د ملکي خدمتونو سوالونه او ځوابونه پاڼې: 34 حجم: 466📚 ترتیب کوونکی: انجنیر محمدنظیم کلیوال

د تحقيق په رڼا کښي ليکوال: میا وکيل شاه فقيرخېل

د تحقيق په رڼا کښي ليکوال: میا وکيل شاه فقيرخېل ددعا په هیله مو یم
د تحقيق په رڼا کښي ليکوال: میا وکيل شاه فقيرخېل ددعا په هیله مو یم

12 FREE GOOGLE EARTH ENGINE TUTORIALS ON CLIMATE DATA ANALYSIS 1. Drought Mapping: https://lnkd.in/ddsKiA7x 2. Drought Monitoring: https://lnkd.in/dif6sxKw 3. Drought Temporal Classification: https://lnkd.in/dEPn8qdb 4. Precipitation Mapping: https://lnkd.in/dAy65aMb 5. Precipitation Downscaling: https://lnkd.in/d74tJTbX 6. Precipitation Anomaly: https://lnkd.in/d33YicZ5 7. Preparing Precipitation Data: https://lnkd.in/dzywG4id 8. Number of Dry and Wet Days: https://lnkd.in/dRcu2P4T 9. Climate Data Classification: https://lnkd.in/dDc-AwYP 10. Temperature Downscaling: https://lnkd.in/dvb_YYJF 11. Temperature Trend Analysis: https://lnkd.in/gaDnATcs 12. Number of Frost Days: https://lnkd.in/dhZU69wZ

د ځوانانو د خوب عادتونه او د ذهني فعالیت سره‌یې اړیکه د څېړنې ژباړه لنډیز:یوه نوې څېړنه ښيي هغه ځوانان چې وختي ویده کېږي او اوږد خوب کوي، د ذهني فعالیت په بېلابېلو ازموینو کې غوره پایلې لري. دا پایلې د مغز د جوړښت، د خوب پر مهال د زړه د ضربان او د شناختي ازموینو د پایلو له مخې ارزول شوې دي. د څېړنې تفصیل: پدې څېړنه کې ۳٬۲۲۲ تنو تنکیو ځوانانو ګډون کړی و. د دوی خوب د فیت‌بیت (Fitbit) الکترونیکي وسیلې له لارې ثبت شو، مغزي اسکن ترې واخیستل شو او د ادراکي وړتیاوو لپاره یې ازموینې ورکړې. دا ځوانان په درېیو ډلو وېشل شوي وو: 1. لومړۍ ډله: دا ځوانان ناوخته ویده کېدل او وختي راویښېدل. د خوب منځنۍ اندازه یې ۷:۱۰ ساعته وه. 2. دوهمه ډله: لږ څه ښه خوب لرونکي وو، د شپې خوب‌یې ۷.۲۱ ساعته وو. 3. درېیمه ډله: دا هغه کسان وو چې وختي ویده کېدل، د دواړو ډلو څخه يې نسبتا اوږد خوب کاوه. د خوب منځنۍ اندازه‌یې ۷.۲۵ ساعته وه. د پایلو ارزونه: • درېیمې ډلې، چې اوږد او منظم خوب او شپه‌ درلوده، تر ټولو لوړې ذهني نمرې ترلاسه کړې. • د دوی د مغز حجم نسبتاً زیات و. • د خوب پر مهال‌یې د زړه ضربان ټیټ، چې دا د ارام خوب غوره نښه ګڼل کېږي. لاندې د يوې بلې څېړنې http://www.thetimes.co.uk/article/just-15-minutes-extra-sleep-at-night-may-boost-childrens-brains-lrd8qf3q3?utm_source=chatgpt.com پښتو ژباړه ده چې حتی یواځې ۱۵ دقیقې اضافي خوب کولی شي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مغز حجم زیات او د ذهني فعالیت په ازموینو کې‌یې پایلې غوره کړي. دا څېړنه د ۱۱ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو زرګونو تنکیو ځوانانو په ګډون ترسره شوې ده، چې موندنې‌یې د علمي ژورنال Cell Reports کې خپرې شوې دي. دا څېړنه د خوب او ذهني روغتیا ترمنځ یوه مستقیمه او اغېزناکه اړيکه ښيي. د څېړنې منځپانګه: د The Times د راپور او له دې سره تړلو څېړنو پر بنسټ، څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې: که تنکي ځوانان هره شپه یوازې ۱۵ دقیقې اضافه خوب وکړي، که څه هم ممکن دا کم وخت ښکاري خو ارزښتناک بدلون يې کولی شي د مغز په وده، د ادراکي وړتیاوو او یاداښت په برخو کې مثبت بدلونونه راولي. دا مطالعه د خوب کیفیت، د مغزي اسکنونو او د ادراکي ازموینو له لارې ارزول شوې ده. د فیت‌بیت په مرسته د خوب د اندازې نیول، د مغز اسکنونه، او د ادراکي فعالیتونو ازموینې ښيي چې: هغه ځوانان چې وختي ویده کېږي او اوږد خوب کوي، تر نورو غوره مغزي ظرفیت لري، د زړه ضربان يې ټيټ وي او په ذهني ازموینو کې هم لوړې نمرې اخلي. د دې څېړنې پیغام دا دی: حتی کوچني بدلونونه، لکه ۱۵ دقیقې اضافي خوب، کولی شي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر زده‌کړو، تمرکز او مغزي پرمختګ مهم اغېز ولري. دا موضوع ښوونکو، والدینو، او پالیسي جوړونکو ته دا پیغام ورکوي چې د خوب نظم ته باید د غوره زده‌کړو په موخه ځانګړې پاملرنه وشي. پایله: د پورته دواړو څېړنو پایلې ښيي چې د وختي خوب عادت، نه یوازې د فزیکي روغتیا لپاره ګټور دی، بلکې د مغزي فعالیت، د ستونزو د حل وړتیا، درک او د لغاتونو د پېژندلو مهارت هم پیاوړی کوي. کوچني بدلونونه، لکه ۱۵ دقیقې اضافي خوب، کولی شي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر زده‌کړو، تمرکز او مغزي پرمختګ مهمې اغېزې لري. دا معلومات کولی شي د ښوونځیو، کورنیو او پالونکو (روزونکو) لپاره یو مهم پیغام ولري، څو د ځوانانو د خوب پر نظم تمرکز زیات کړي. یادونه: تاسې په اوسط شکل څو بجې ویده کېږئ؟ څومره خوب کوئ؟ د خوب کیفیت مو څنګه دی؟ د خوب ترمخه کومې کړنې ترسره کوئ؟ متاسفانه له څو ورځو راهېسې مې د خوب کیفیت و وخت (شپه او ورځ کې معمولا ۴ ساعته خوب) بې نهایت خراب ان دا چې وخت ناوخت یې منفي اغیزې هم وينم. کاش بيداري د درس ويلو يا کوم علمي او څېړنيز کارونو په موخه وی بس موبایل،کمپیوتر او عبسيات نورې ګټورې څېړنې، ژباړې، مختلفې ليکنې او کتابونه له لاندې چینل ترلاسه کړئ https://whatsapp.com/channel/0029Vb6R4B61CYoK99NBlD0t https://t.me/MazloumYarBahar

په زړه پورې علمي معلومات،سکالرشیپونه او سلګونه ډول ډول کتابونو ترلاسه کولو په موخه ددې چینل سره یوځای شئ https://t.me/MazloumYarBahar @MazloumYar لومړى اډمين بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️ @ahmad_Top58 دوهم اډمين https://t.me/MazloumYarBahar

Follow the 🤔هڅه، تلاش او بريا🌍 channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029Vb6R4B61CYoK99NBlD0t

مقیاس (Scale) په نقشه کې مقياس کوم مفهوم ارائه کوي؟ مقیاس د نقشې یوه مهمه برخه ده چې په نقشه کې کوم معلوم واټن د ځمکې په سطحه دَ کوم واقعې واټن سره برابر دی. په بله وینا، مقیاس موږ ته دا مالومات راکوي چې د نقشې هر یو سانتي‌متر، متر، یا بل واحد په حقیقت کې دَ ځمکې پر مخ څومره واټن پوښي. د مقیاس ښودل: مقیاس اکثره وخت د کسر (Fraction) یا نسبت (Ratio) په بڼه ښودل کېږي، لکه: 1:50,000 دا معنا لري چې د نقشې هر یو واحد (مثلاً ۱ سانتي‌متر) د ځمکې په سطحه ۵۰,۰۰۰ ورته واحدونو (سانتي‌مترونو) سره برابر دی. مقیاس او د کسر مخرج ترمنځ رابطه: په مقیاس کې یو مهم ټکی دا دی چې مقیاس د کسر له مخرج (denominator) سره برعکسه رابطه لري. دا مانا لري: هر څومره چې د کسر مخرج کوچنی وي، مقیاس به يې لوی وي. او برعکس، هر څومره چې د کسر مخرج غټ وي، مقیاس به يې کوچنی وي. د لوی او کوچني مقیاس توپیر : 1. لوی مقیاس (Large Scale): لکه 1:10,000 یا 1:25,000 دا ډول نقشې په يوه کوچنۍ ساحه کې زیات معلومات او جزئیات په دقيقه توګه ښيي. لکه د ښار، کلي، یا یو خاص ځای نقشه. 2. کوچنی مقیاس (Small Scale): لکه 1:250,000 یا 1:1,000,000 دا ډول نقشې لږ معلومات وړاندې کوي اما ډېره پراخې ساحې لکه هېواد، سيمه لوى وچې او.. .. جزئیات په کې ډېر کم وي، ځکه چې ډېره پراخه ساحه په کوچنۍ نقشه کې رانغاړي. پایله: کله چې ووایو "مقیاس د کسر له مخرج سره سرچپه اړيکه لري، دا معنا که مخرج کوچنی شي، دَ نقشې مقیاس به لوى لري او ډېر معلومات روښانه او ښىي. او که مخرج غټ شي، نقشه کوچنی مقیاس لري او لږ جزئیات ښيي. https://whatsapp.com/channel/0029Vb6R4B61CYoK99NBlD0t #نظري جى اى آيس

لۀه تیارې نه د رڼا او بریا پر لور سفر ستاسو کلکې ارادې او مسلسلو هڅو ته اړتیا لري. د نن هره سخته شېبه په اصل کې د سبا د هیلو
لۀه تیارې نه د رڼا او بریا پر لور سفر ستاسو کلکې ارادې او مسلسلو هڅو ته اړتیا لري. د نن هره سخته شېبه په اصل کې د سبا د هیلو پر خوا یو ګام دي. 🖌فکرِستان

باشعوره خلک هغه دی چې د خپلو غوښتنو ټولو اړخونو ته متوجه وي، پر ارزښت یې پوهیږي او د پوره کولو لپاره یې په مناسب وخت او ځای ک
باشعوره خلک هغه دی چې د خپلو غوښتنو ټولو اړخونو ته متوجه وي، پر ارزښت یې پوهیږي او د پوره کولو لپاره یې په مناسب وخت او ځای کې له تعقلي لارو چارو ګټه اخلي. 🖌فکرِستان

له منفي خلکو ځان ساتل…! ځینې خلک داسې زهرجن خصوصیت لري چې له سلام وروسته دې زړه ورته تنګ شي. دوی همیشه ستونزې وینی، هیڅ حل او
له منفي خلکو ځان ساتل…! ځینې خلک داسې زهرجن خصوصیت لري چې له سلام وروسته دې زړه ورته تنګ شي. دوی همیشه ستونزې وینی، هیڅ حل او مثبت شیان نه ویني. داسې خلک همیشه ستاسو انرژي در څخه غلا کوي او هیڅکله ارام نه درکوي. له داسې خلکو سره هتمن خپل حدود وټاکئ، پدې کار مو مه خپه کېږئ! ځکه چې تاسو د هر چا د راضي کولو لپاره نه یاست پیدا شوی، بلکې تاسو یوازې د ځان د راضي کولو لپاره باید ژوند وکړئ. “ارواپوهنه”

په نړۍ کې چې له هر څه پام واړوي، هغه وچېږي/خرابیږي، خو قرآن کریم یوه معجزه ده، که مخ ترې واړوي، نو خپله به وچېږي/خرابیږي. #هم
په نړۍ کې چې له هر څه پام واړوي، هغه وچېږي/خرابیږي، خو قرآن کریم یوه معجزه ده، که مخ ترې واړوي، نو خپله به وچېږي/خرابیږي. #همکار

تر ټولو قیمتي ډالۍ د یو چا وخت دی،چي هغه یې تاته درکوي، که له دې وروسته کوم ارزښتمن څه درکړي، هغه ښه کتاب دی. 🖋️ ”زمان سهو“
تر ټولو قیمتي ډالۍ د یو چا وخت دی،چي هغه یې تاته درکوي، که له دې وروسته کوم ارزښتمن څه درکړي، هغه ښه کتاب دی. 🖋️ ”زمان سهو“ ژباړه: زهير

هغه سپی چې په یو وخت کې دوه چرګان تعقیبوي، کور ته به وږی راشي.

جامعه اسلامیه حماديه داسي اپليکشن وړاندي کړی چي په پښتو ، فارسي ، عربي او انګليسي ژبو باندي د ميراث مسئلې په اسانۍ سره حلوي ،
+1
جامعه اسلامیه حماديه داسي اپليکشن وړاندي کړی چي په پښتو ، فارسي ، عربي او انګليسي ژبو باندي د ميراث مسئلې په اسانۍ سره حلوي ، د وفات سوي کس د ميراث وړونکو حصې معلوموي او که څوک غواړي چي دقيق رقم يې معلوم کړي هغه هم معلومولای سي. #هيله: تاسو يې انسټال کړی او تر نورو يې هم ورسوئ. #يادونه: کله چي اپليکشن خلاص سي نو د وفات کس قريبان انتخاب کړئ، تعداد يې انتخاب کړی فورا تاسو ته نتيجه ښيي. دغه اپليکشن هيڅ قسم اعلان نه لري د منفعت پرته د نورو خدماتو په څېر صرف صدقه جاریه او ستاسو د خدمت يوه برخه ده د اپليکيشن لينک: https://play.google.com/store/apps/details?id=com.Jamiaislamia.hammadia&pcampaignid=web_share

نن سبا خلک..!!🧠
نن سبا خلک..!!🧠

په اوس وخت ڪی ډیر مشهور شوی ناول. «مرگ په څودی؟» په لوستلو به یې پښېمان نشی درسره وی لولۍ

Research Services - Estadísticas y analítica del canal de Telegram @sciences5891