پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
Ir al canal en Telegram
دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی لــــه ډيـــره وخــته ⏰ مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃 لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓
Mostrar másEl país no está especificadoMotivación y presupuesto9 185
2 326
Suscriptores
Sin datos24 horas
+427 días
+15530 días
Archivo de publicaciones
ده دوه ډوله خلـګو سره اړیکی مـه ساتی.✖
① مصروفه انسان او② مغروره انسان.
، ځڪه مصروف وخت نلري. ☞
مغرور انسانيت نلري.😚
د وخت په ارزښت هغه څوک پوهیږي
چې د یو ساعت لپاره يې نیټ فعال کړې وي😝
اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
ملګرو یو فعال اډمین ته ضرورت ده که هر څوک د ګروف مطابق فعالیت کولای شی شخصی کی رابطه وکړی چی اډمین یی کړم.
انتظار
د کوټې کړكۍ خوله نيولې، ناست یم
د باران د وريدو په ننداره يم
په فسبوک کې دې مسيج ته انتظار يم
ګوندې تا راته سلام وي راليږلی
د کوټې کړکۍ خوله نیولې، ناست یم
د شنو چایو له پیالې نه تپ جیګیږي
ستا یوه یوه وعده راته یادیږي
((زړه مې سوی کوي نری نری خوږي))
د کوټې کړکۍ خوله نیولې، ناست یم
په وجود کې مې ستړیا احساسومه
تنهایي له زغمه وتې، زړه مې تنګ دی
سیک مې نشته اندامونه مې ټوک ټوک دي
د کوټې کړکۍ خوله نیولې، ناست یم
خیر دې راشه چې مې زړه درباندې ښه شي
بیا باران دی څڼې ګډوډې پرېده
بختورې زړه مې ګډوډ غزل غواړي
ستا د سترګو پۀ ماحول کې سړی ورک شي
ستا د زلفو وړاندې خوند د بهار نۀ وي!
ګلابونه دې د حسن پښو کې ړنګ دي
ستا به ولې هر زړګی خریدار نۀ وي؟!
😌👌🏻
کټه مټه د حمزه بابا غزل یې
ته لا ځوانه یې اومونږه دې زاړه کړو
د لالي په بې ننګۍ خبرې کیږي
(موږ به غلي شو غوږونه به کاڼه کړو)
🫠
نه زور منـــې نه عـــــذر نه زارئ بلا وهلــــــې
نو چاته دي ساتلــې ده خولګۍ بلا وهلــــــــې
ډېر وخت وشو چې نښکاري بیخـې ده نادرکه
بیخـــې ده رانه ورکه مکتبــئ بلا وهلــــــــــې
ښایسته نازکــــــي ګوتې دي قلم سره جوړیږي
اوښان دي درنه پاتي شه کوچــۍ بلا وهلـــــې
کتاب مې د لیـــلا او د مجنون ورته تمام کــــړ
خو بیا هـم پوهه نشوه په یارئ بلا وهلــــــــې
جانانه چې یا مــــوږ پورې دا نوم د ملا نه وای
یا دا د خلقي لور نه وائ خلقـــی بلا وهلـــــــې
توره تیاره، ستاسو کوڅه، دا میکده او ماښام
سترګي پُر نم، یاد محترم، زړه مې خفه او ماښام
😕
ځيني لوی ګناهونه وپيژنئ!
ابوطالب مکي رحمه الله وايي:
هغه لوي ګناهونه چي ما د صحابه وو د ويناوو څخه را اخيستي دي دادي:
څلور يې په زړه پورې اړه لري:
1 – د الله سره شريک نيول
2 – پر ګناه باندي ټينګار کول
3 – د الله د رحمت څخه نا اميده کېدل
4 – د الله د عذاب څخه د ځان په امان ګڼل
څلور يې په ژبه پورې اړه لري:
1 – د درواغو شاهدي
2 – پر پاکو ښځو د زنا تهمت
3 – د غموس(د درواغو) قسم
4 – سحر
درې دانې په نس يا ګيډه پورې اړه لري:
1 – د شرابو څښل
2 – د يتيم د مال خوړل
3 – د حرامو خوړل
دوه دانې په عورت پورې اړه لري:
1 – زنا
2 – لواطت
دوه دانې په لاسو پورې اړه لري:
1 – قتل
2 – غلا
يو دانه په پښو پورې اړه لري:
1 – د جنګ د ميدان څخه تيښته ده
يو دانه په ټول بدن پورې اړه لري:
1 – د مور او پلار آزارول
(التوبة وظيفة العمر)
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ملګرو لینک درسره شیر کړی.
https://t.me/https89l4BWhRtcRhYTU1
تصور دې په تندی کـی رب ته یوسم
بختوری په سجده کی را په یاد شی
.
څـومـره دي ســتړي کـړم ژونـدونـه زړه دي نه خوږيږي
لـیږخـومي پريـږده اي بيـــلتونـه زړه دي نـه خـوږيـږي
لـه ډيره درده چـي پـه تـابانـدي ~سـرکيـږدمه زه
زمـاپـه اوښـکـولـونـد زنـګـونـه زړه دي نـه خـوږيـږي
❤🩹
نفـــرت !
دانســـان اختـــراع ده،
ڪنه الله ربُّ العــزت یــوازی
مینــه پیــدا ڪــړی ده🥹🥀
❤️🩹🥹🙌🏻
باور هم لڪه انگـور،
چې یو ځل ممیز شي،
بیا په پوڪیو نه پړسیږي.
هر انســان ته !
د هغه د ظرفیت په اندازه،
درنښــت ور ڪــړئ،
ځڪه زیاتې اوبه له ګیلاسه
هم تویویژی .
✨🖇️🥺
مثبتې خبرې!
- هر څوګ کولای شي هر څوګ شي، یواځې ټینګې ارادې او کلک مقاومت ته ضرورت لري.
هر انسان باید په ژوند کې هدف ولري، ځکه هدف انسان ته جذبه او خوشحالي وربخښي.
- د کار په وخت کې فقط کار وکړه، او دلوبو په وخت کې یوازې لوبې، مګر دا دوه شیان سره هېڅکله مه ګډوه.
- ته هم لکه د نورو انسانانو په څېر انسان یې خپل ځان وپېژنه! ته هم لکه بل څوګ بریالی کیدلای شې.
- که غواړې چې ژوند د بدلون وکړي، نو همدا اوس دې فکر ته بدلون ورکړه.
په دې ارزې چې سړی درپسې مات شي
چې په شرنګ لکه بنګړی درپسې مات شي
کله سر، کله تندی، کله زړه حسینه!
باید هره ورځ یو شی درپسې مات شي
بې حضوره او بې کېفو سجدو تنګ کړم
خدایه!کاشکې مې تندی درپسې مات شي
محمد عليم بسمل
څـومـره دي ســتړي کـړم ژونـدونـه زړه دي نه خوږيږي
لـیږخـومي پريـږده اي بيـــلتونـه زړه دي نـه خـوږيـږي
لـه ډيره درده چـي پـه تـابانـدي ~سـرکيـږدمه زه
زمـاپـه اوښـکـولـونـد زنـګـونـه زړه دي نـه خـوږيـږي
❤🩹
*اعتبار هغه قیمتي جوهر دی، چې د غفلت په یوه کاڼي ماتېږي او له منځه ځي.*
مرمۍ ښه وي انسان یو ځل وژني،
مګر د مکارې نړۍ په خلګو اعتماد اوخبرې به دې هر ځل وژني!♥️🏔️⛰️
