es
Feedback
د هر ډول معلوماتو بانک

د هر ډول معلوماتو بانک

Ir al canal en Telegram

زمونږ خپرونې: اسلامي او هر اړخيزه معلومات، آیاتونه، حدیثونه او غوره ويناوې په ښکلي ډیزاین کې، د ډیزاین مواد، کتابونه، پروګرامونه او ګټورې ويډيوګانې. تبادله: @Almoteoon1 زمونږ فيسبوکپاڼه: www.facebook.com/Almoteoon د ټلګرام چینل: https://t.me/Almoteoon

Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
1 461
Suscriptores
Sin datos24 horas
Sin datos7 días
Sin datos30 días
Archivo de publicaciones
رسول الله(صلی‌الله علیه وآله وسلم) فرمایلي: هرڅوک چې په قصد سره دروغ خبره په ما پورې وتړي خپل ځای دې په دوزخ کې وګوري. ➖ ➖ ➖ ➖ ➖ ➖ ➖ ➖ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّـهِ صلی الله علیه و آله و سلم قَالَ: «مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». 🔖متفق علیه

🌷نبويﷺملغلره 🌷 عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ الله عَنْهُ: أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّي اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «لا يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلاً بِالْفُسُوقِ، وَلا يَرْمِيهِ بِالْكُفْرِ إِلاَّ ارْتَدَّتْ عَلَيْهِ، إِنْ لَمْ يَكُنْ صَاحِبُهُ كَذَلِكَ». صحیح‌بخارى6045 📚ابوذررضي الله عنه وایي: وامې ورېدل چې رسول اللهﷺ وفرمايل: (( هرڅوګ چې بل چاته دفاسق نسبت وکړي او یا د کافر خطاب ورته وکړي مګر په هغه کې دا صفات نه وي نو فسق او کفر همدته ته راجع کیږي.)) ,,صحيح البخاري،،

له اویس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: إنَّ مِن أَفْضلِ أیَّامِکُمْ یَوْمَ الجُمُعه، فَأَکْثِرُوا علیَّ مِنَ الصلاهِ فیه، فإنَّ صَلاتَکُمْ معْرُوضَهٌ علَیَّ ( رواه ابوداود باسناد صحیح ) ژباړه: یقیناً د ستاسو د ورځو غوره ورځ جمعه ده ، په دغه ورځ پر ما باندې زیات درود وایئ ، ځکه ستاسې درودونه ما ته وړاندې کیږي.

د هیڅ انسان په لومړي مخ باور مه کوئ، ځکه د هر مخ تر شا څو مخونه حالاتو ته په کتو ښکاري او بدلیږي.. ژباړه همکار ادبي دېره

﴿الله تعالی ياد کړئ!﴾✨ - «سُبْحَانَ اللهِ» - «الحَمْدُ للهِ» - «لَا إلَهَ إلَّا اللهُ» - «اللهُ أكْبَرُ» - «سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ» - «سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ» - «لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إلَّا بِاللهِ» - «أسْتَغْفِرُ اللهَ وَأتُوبُ إلَيْهِ» - «لَا إلَهَ إلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ»🍁

ډالر، افغانی او کالداره بس داغه کیسې دي خو پدې اړه قران څه وایي:! [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 155] وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوٰلِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرٰتِ ۗ وَبَشِّرِ الصّٰبِرِينَ او موږ هرومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عائداتو په خساره کښي په اخته كولو په تاسي ازمېښت كوو، او [اې پېغمبره (ص)!] صبر کوونکو ته زيرى ورکړه؛ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 268] الشَّيْطٰنُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَآءِ ۖ وَاللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا ۗ وَاللَّهُ وٰسِعٌ عَلِيمٌ شيطان تاسي له بېوزلۍ څخه وېروي او شرمناك چلن غوره كولو ته مو هڅوي؛ خو الله خپلي وَرکړي او پېرزوني ته تاسي هيله من كوي، الله د ډېر پراخ لاس خاوند او پوه دى. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 153] يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى. نو محترمو وړنو که غواړئ چي بريالي سئ او وړاندي ولاړ سئ، نو په هرکار کي د ټولو پورته ذکر سوو شرطونو ترڅنګ، پر لوى څښتن تعالى باندي توکل وکړئ. ځکه پر لوى څښتن اعتماد او توکل کول، د برياليتوب او پرمختګ اساسي شرط دى. د توکل په اړه لوى څښتن فرمايلي دي: ﴿ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴾[ احزاب:٣٣/٣] ژباړه: او پرالله توکل وکړه، او الله د وکيل په توګه بس دى. همداراز بل ځاى يې فرمايلي دي: ﴿وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴾[ مائده:٥/٢٣] ژباړه:پرالله ډاډه اوسئ،که تاسي مومنان ياست. بل ځاى يې بيا فرمايلي دي: ﴿ وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ ﴾ [ الطلاق:٦٥/ ٣] ژباړه: او هغه ته له هغي لاري چي (په خپله) ګومان نه کوي، رزق ورکوي.او څوک چي پرالله توکل وکړي، همدا (الله) ورته بس دى. حضرت ابن عباس رضي الله عنه وايي:”ابراهيم عليه السلام هغه وخت ﴿ حسبي الله ونعم الوكيل ﴾ويلى وو، کله چي دى اورته واچول سي. کله چي د احد په غزا کي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل سول چي دښمن يو لوى لښکر برابر کړى دى، له هغه څخه وبېرېږئ. نو په دې سره د مسلمانانو ايمانونه نور هم ځواکمند سول“. خو د يادوني وړ ده چي يوازي توکل کول هم کفايت نه کوي. انسان بايد د توکل تر څنګ هلي ځلي هم وکړي. يوازي په بې کاره کښېنستلو سره او پرالله تعالى توکل کولو سره هم کار نه کيږي. يو وخت يو صحرايي د رسول الله صلي الله عليه وسلم په خدمت کي حاضر سي او خپل اوښ د مسجد په دروازه کي پرته له دې کي ويې تړي، دغسي ايله کړي په دې ګومان چي توکل يې وکړ او هغه يې پر لوى څښتن تعالى وسپارئ. د دې په ليدو سره رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ته وفرمايي: «اعْقِلْهَا وَتَوَكَّلْ ». ژباړه: اوښ دي وتړه، او پر الله توکل وکړه. د توکل معنا دا ده چي پر الله تعالى باندي يو څوک باور وکړي او تر هلو ځلو وروسته کار پر الله تعالى باندي وسپاري. خو دا په دې معنا نه دى چي انسان لاس تر زني کښېني او پرلوى څښتن باندي توکل وکړي. دا د دار الاسباب نړۍ ده . د هر شي لپاره لوى څښتن يو سبب پيدا کړى دى. انسان بايد د يوه کار د لاسته راوړلو لپاره لومړى هڅه وکړي، زيار وباسي، لاس او پښه ووهي، بيا دي هغه کار پر لوى څښتن وسپاري. که چيري خير وو لوى څښتن هغه کار هرومرو ترسره کوي او که خير پکښي نه وو، نو بيا په هغه خداى تعالى ښه پوهيږي. سيد جمال الدين افغاني رحمة الله عليه پر مسلمانانو ځوانانو باندي ږغ کړى دى او ورته فرمايلي يې دي: ” په خپلو زړونو کي د ژوند د وضعي بدلون هيله بيداره کړئ. لټه او تلاښ کوئ، ځکه د دنيا د خوښيو د لاسته راوړلو لپاره يوازي توکل کول کار نه کوي“. اى ځوانهۤ! لومړى يوه موخه وټاکه، د هغې لپاره هلي ځلي وکړه، بيا يې پر لوى څښتن باندي وسپاره. هغه وخت بيا وګوره چي څنګه وړاندي ځې او څنګه دي هر کار برکت کوي.

پټ عذاب؛ يو شاګرد خپل استاذ ته وويل: موږ د اللهﷻ څومره ډېره نافرماني کوو، خو هغه موږ ته عذاب نه راکوي. استاذ يې ورته وويل: اللهﷻ څومره ډېر عذاب درکړی؛ خو ته پرې نه پوهيږې! آيا د لمانځه او مناجات خوند يې درڅخه ندی اخيستی!؟ آيا زړه يې درته ندی سخت کړی؟ د دې نه غټ عذاب او مصيبت چېرته دی!؟ تر ټولو غټ عذاب چې تاته يې درکړی هغه دا چې د خير د کارونو کولو توفيق يې در څخه اخيستی. ورځې، هفتې او مياشتې درباندې تېرېږي او ته د قرآن کریم تلاوت نه کوې، آيا دا عذاب نه دی؟ احتمال لري د الله پاک دا قول به دې هم اوريدلی وي چې فرمايي: ﴿لَو أَنزَلنا هذَا القُرآنَ عَلى جَبَلٍ لَرَأَيتَهُ خاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِن خَشيَةِ اللَّهِ...﴾ [الحشر: ٢١] كه (بالفرض) مونږ دا قرآن کريم په غره باندې نازل کړی وی (او پوهه مو ورکړی وی) نو ضرور به (غر) الله عزوجل ته عاجزي کړې وه او د الله له ویرې به دې هغه ټوټه ټوټه ليدلی وی. نو ته چې کله قرآن اورې خو بیا هم درباندې هيڅ تاثير نه کوي، او داسې ښکاري لکه تا چې هيڅ نه وي اوریدلی، آيا دا عذاب نه دی؟ ورځې، هفتې او مياشتې درباندې تيرې شي خو يوه شپه د تهجدو لمانځه ته نه يې راپاڅېدلی. د برکتونو او د خير وختونه درباندې راشي، رمضان مياشت، شپږ د شوال روژې، د ذو الحجې د مياشتې روژې... خو څنګه چې لازمه وي هغسې عمل پکې نه کوې. د دې نه به بل غټ عذاب چېرته وي!؟ آيا عبادات او طاعات درباندې درانده نه تمامېږي؟ آيا ژبه يې درنه په خپل ذکر ويلو نهنده ده نيولې؟! آيا د خواهشاتو او شهواتو په مقابل کې د کمزورۍ احساس نه کوې؟ آيا د مال او د قدرت او د شهرت مينه دې په زړه کې نه ده ننوتې؟ ددې نه به غټ عذاب څه شی وي؟! آيا غيبت کول، چوغلي کول او دروغ ويل يې درته نه دي اسانه کړي؟ آيا د نورو په کارونو کې یې په کار لرلو نه يې مشغول کړی؟ آيا آخرت يې درنه نه دی هير کړی؟ آیا ټول غم او فکر يې درته د دنيا خواته نه دی اړولی؟ دا ټول د الله پاک د عذاب شکلونه دي. اي زویه! په دې ځان پوه کړه چې دالله پاک په عذابونو کې اسان عذاب ښکاره عذاب وي. لکه په مال، اولاد او صحت. او تر ټولو غټ عذاب پټ عذاب وي، چې په زړونو کې وي او د زړونو د ګمراه کولو او بې لارې کولو عذاب وي. نو پدې خاطر پټ عذاب ډېر خطرناک دی، ځان ترې وساته. د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، تر څو نور مسلمانان هم ترې خبر شي او تاسې یې هم په ثواب کې شریک شئ محمد حنیف علمي @MaloMat_SaMaNdaR

⭕ ګټونکي / بايلونکي ✅ګټونکي د حواسو تمرکز لري ❎بايلونکي پرېشانه حواس لري ✅ګټونکي له خپلو تيروتنو درس اخلي ❎بايلونکي له دې وېرې چې تيروتنه ونه کړي, هيڅ کار نه کوي ✅ګټونکي هڅه کوي چې چاته یې زيان ونه رسېږي ❎بايلونکي د خلکو له ځورولو او خپه کولو خوند اخلي ✅ګټونکي وايي پيسې د ژوند وسیله ده ❎بايلونکي وايي پیسې ژوند دی ✅ګټونکي ځان د خپلې تيروتنې او ماتې مسوول بولي ❎بايلونکي خپله ماتې توجيه کوي او پړه یې پر نورو اچوي ✅ګټونکي وايي څه چې غواړم هغه کېږي ❎بايلونکي وايي څه چې کېږي, هغه کېږي ✅ګټونکي وايي دا کار بايد ترسره کړم ❎بايلونکي وايي دا کار بايد ترسره شي ✅ګټونکي هرې ستونزې ته حللاره لري ❎بايلونکي له هرې ستونزې څخه ستونزه جوړوي ✅ګټونکي مني چې هيڅ انسان پوره نه دی, هر انسان نيمګړتياوې لري ❎بايلونکي تل د خپلو نيمګړتياو او تشو د پټولو کوښښ کوي ✅ګټونکي وايي هڅه او کار د بريا راز دی ❎بايلونکي فکر کوي چې بريا او ماتې ځانګړي قوانين لري @MaloMat_SaMaNdaR

رسول الله ﷺ فرمايي هر چا چې فریب یا دوکه وکړه، هغه له مونږ څخه نه دی. مَنْ غَشَّ فَلَیْسَ مِنَّا (رواه مسلم) @MaloMat_SaMaNdaR

د لیلة القدر شپې اووه نښې: ۱ـ د شپې وروسته د سهار وخت لمر وړانګې نه وي ، ګرد به هم نه وي ، ځکه ګڼ شمیر ملائکې چې ځمکې ته راغلی وي ، د ختلو په حالت کې وي. عیني شرح بخاري ـ ۵ ـ ۶۵. ۲ـ دغه شپه صفا ستره او پاکه وي ، مسند احمد ابو یعلی ـ ۳۶۵. ۳ ـ پدې شپه نه زیاته ګرمي وي او نه یخني. ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱. ۴ ـ پدې شپه اسمان کې ستوري نه ویشتل کیږي. ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱. ۵ ـ امام ابن جریر طبري د ځینو بزرګانو څخه نقل کړی دی ، چې پدې شپه هر شی ځمکې ته ټیټیږي ، او الله ته سجده کوي ، او بیرته عادي حالت ته راګرځي ، مګر هر څوک یې نه ویني کیدای شي دیر ورباندې پوه هم نه شي، عیني ـ ۵ ـ ۳۲۵. ۶ ـ د ځینو علماوو تجربه دا ده ، چې پدې شپه د سمندرونو او کوهیانو بی خونده اوبه خوندوري وي. العرف الشذي ـ ۳۲۷. ۷ ـ پدې شپه ملائکې د هغه مسلمان سره میلاویږي ، چې بخشش ورته شوی وي ، او د دغه مسلمان زړه نرم وي ، ژړا ورځي چا چې تر اخیره ولوسته سبحان الله ولیکﺉ غوره نصيحتونه @MaloMat_SaMaNdaR

#لیلــــــــــــــة_القــــــــــــــدر_شپــــــه دقدریوه معنی شرف اوعظمت ده دوهمه معنی تقدیر اوحکم ده . په دې کې دانسان نکاح مرګ ،عمر،رزق ،حتی چې په دغه کال کې یوچاته حج ورنصیب کیږي لیکل کیږي 1~عن عائشة رض ،قالت :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :تحرو لیلة القدر فی الوتر من العشر والاواخر من رمضان .رواه البخاري (مرقاة ج۴ص۵۰۸ ژباړه :حضرت عائشة رض روایت کوي چې حضور صلی الله علیه وسلم وویل :تاسو دلیلة القدر دشپې طلب دروژې داخري لسوشپوپه طاق شپو کې وکړئ . 2~عن ابن عباس رض ،ان النبی صلی الله علیه وسلم قال :التمسوها فی العشر الاواخر من رمضان ،لیلة القدر :فی تاسعة تبقی ،فی سابعة تبقی ،فی خامسة تبقی .رواه البخاري ژباړه :حضرت ابن عباس رض فرمایې چې حضورصلی الله علیه وسلم وویل :تاسوطلب دلیلة القدر دشپې دروژ ې په اخري لسوورځو کې وکړئ،لیلة القدر شپه ،په نه ویشتم کې ،په اووه ویشتم کې اوپه پنځه ویشتم کې راځي .رواه البخاري(مرقاة ج ۴ص۵۱۰ 3~بل حدیث کې راځي چې کوم څوک دلیلة القدر دشپې له خیر ،برکت څخه بې برخي شو هغه بدنصیبه دی . د لیلة القدر د شپې مخصوصه دعا د قدر په شپه دا دعاویل سنت دی :اللهم انک عفوتحب العفو فاعف عنی 4~ له ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځینو ملګرو په خوب کې ليلة القدر ليدلی و چې په اخرنيو تاقو شپو کې دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: زما په فکر چې ستاسو خوب د اخرنيو اوو شپو سره موافق دی، که څوک د ليلة القدر تالاش کوي نو په اخرنيو اوو شپو کې دې ولټوي. خدای ج دی زموږ د ټولو په نصیب کړي ! @MaloMat_SaMaNdaR

له عبرت ډکه کیسه نوکر ډېر زیات تابعدار او منونکی و، مالـک ترې خوشحاله شو او په تنخوا کې یې پنځه روپۍ ور زیاتې کړې، خو د نوکر په تابعدارۍ کې هېڅ فرق رانغئ او په سم ډول یې له مالک څخه مننه هم ونه کړه. مالک سخت په غوسه شو، چې ما د ده تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې او ده آن له ما څخه سمه مننه هم ونه کړه، نو هغه وو، چې بېرته یې د نوموړي له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې. د نوکر تابعداري بیا هم هماغسې وه او د تنخوا په کمېدو یې مالک ته هېڅ شکایت او ګیله ونه کړه. مالک هغه را وغوښت او ورته یې وویل: ډېر عجیب انسان یې، ما ستا په تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې، بیا مې بېرته کمې کړې، خو په تا کې هېڅ بدلون رانغئ، آخر ولې؟ نوکر وویل: تاسو لکه چې پر خپل ځان د رزق ورکوونکي ګومان کړی...... زما زوی پيدا شو، په سبا یې تاسې زما تنخوا پنځه روپۍ زیاته کړه، نو زه پوه شوم، چې الله پاک راته د زوی له راکولو سره، سره د هغه رزق هم راکړ، پس د هغه شکر مې ادا کړ، بیا چې په کومه ورځ تاسې زما له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې، نو په هغه ورځ زما مور وفات شوه، فکر مې وکړ، چې مور مې له ځانه سره خپل رزق هم یووړ، نو بیا مې هم د الله پاک شکر ادا کړ او مطمئن شوم. مالک په ژورو فکرونو کې ډوب شو، نوکر هم لږه شېبه خاموش و، بیا یې ژوره ساه واخیسته، سر یې را پورته کړ او مالک ته یې داسې وویل: صیب! دا د رزق او روزۍ فیصلې په کوم بل ځای کې کېږي، انسانان خو بس یوازې د یو بل لپاره اسباب جوړېږي، نه رزق ورکوونکي. ژباړه: غوره لیکنې الهام صاحب @MaloMat_SaMaNdaR

د مور جالبه کیسه‼️ یوه مور د خپل ناروغه زوی د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې. ملایکه راښکته شوه, مور ته يې وویل: #اې_مورې ! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، ووایه څه غواړې؟ مور ملایکې ته وویل: له الله ﷻ څخه غواړم, چی زما زوی ته شیفا ورکړي. ملایکې وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟ مور ځواب ورکړ: نه! ملایکې وویل: اوس دې زوی روغ شو، خو تا کولای شول, چې دخپلو ړندو سترګو غوښتنه دې کړې وی... یوه ورځ زوی مورته وویل: مورې ! زما میرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې... مور له کور څخه بهر شوه, یواځې کیناستله او پر ژړا بوخته شوه. ملایکه بیا راښکته شوه مور ته يې وويل: ودې لیدل چې ستا زوی له تاسره څه وکړل؟ اوس پښیمانه شوې؟ غواړي ورته ښېرا وکړې؟ مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښېرا ورته کوم، ته څه پوهیږې؟ ملایکې وویل: بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی،له الله ﷻ څخه دخپلو سترگو لید غواړې؟ مور په ډاډ سره وویل, نه! ملایکې وویل, نو څه؟ مور ځواب ورکړ: له الله ﷻ څخه غواړم نګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چی زما زوی بختور کړي, ځکه زه نوره هلته نه یمه چې له خپل زوی څخه څارنه وکړم. دملايکې له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي دمور په سترګو کې ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ. کله چې مور دملایکې اوښکې ولیدلې, ورڅخه ويې پوښتل: ملایکې هم ژړا کوي؟ ملایکې وویل: هو! خو یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي. مور پوښتنه وکړه: الله ﷻ هم ژړا کوي؟ ملایکې ځواب ورکړ: الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا دخپل خلقت, چې نوم يې مور ده ژاړي. ياني چې مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي😭😭 اللهﷻ دې د ټولو ميندې تر ډېره ژوندۍ لري او دچا چې وفات شوي اللهﷻ دې جنت الفردوس په نصیب کړي ټول ووايئ امين 🤲‼️👇 @MaloMat_SaMaNdaR

په دې مه دوکه کېږه چې خلک ستا صفتونه کوي، که هغوى نه پوهېږي، تاته خو خپل ګناهونه معلوم دي. (مولوي عبدالاحد عتید) Join → @zarifzazay

د ګنګا سیند: د هندوستان هندوان ډېر مقدس ځاي بولي او هره ورځ ډیر خلګ راځې ترڅو خپل ځان د ګناهونو څخه پاک کړي، په داسې حال کې چې داسیند ته د ښار ټول فاضلاب مواد، د ښار ټول ککړي اوبه او د کارخانو بي کاره مواد دا سیند ته ور ایله کیژي!! ریښتیا چي دوي دیر کم عقلان دي🤧 الحمدلله چي مسلمان دي پیدا کړي یو. Join → @zarifzazay

سوال: دا چي یو کس په قبر کي خاوري شي زړه او دماغ یې هم کار نه کوي او بل لورته دغه راحت او عذاب به څنګه دغه جسد محسوسوي، دا ځکه دماغ او حجرې نشته چي هر څه حس کړي؟ ځواب:عبدالغفار جُبیر د قبر ژوند ته برزخي ژوند وايي، چي دا حق دی، پر دې باندي زموږ ایمان دی، په قبر کي راحت او عذاب روح او جسد دواړه محسوسوي، او سم یې محسوسوي، لومړی الله رب العزت د روح په هکله فرمايي: ومااوتيتم من العلم الاقليل یعني ما و تاسو بندګانو ته د روح په هکله لږ معلومات درکړي دی، د روح په هکله چي هر چا لیکنې کړیدي هغه ناقصي دي، دا ځکه الله جل جلاله دغه معلومات محدود کړیدي، او بل د قبر د عذاب مثال داسي دی لکه موږ چی کله خوب وینو چي روح مو ۵۰۰۰ کیلومتره د جسد څخه لیري وي خوکله چي هلته وژاړو نو ۵۰۰۰ کیلومتره لیري یې اثر وي، چي کله سهار را کښینو نو پر مخ باندي مو هغه اوښکي وي او مخ مو لوند وي، نو روح څومري لیري او اثر یې چیری دﺉ، په دې برزخي علم باندي علم راوستل ناشونی دی، عقل او ساینس ورته حیران دﺉ، خو هلته الله هر څه په (کُن) سره کوي، چي دالله اراده وي هغه به کیږي، هم عذاب شته او هم راحت شته. https://t.me/fikar1212

*اسلامي امت څلور قسمه ځوانان لري! ① *هغه ځوانان دي‌ چې د بې دينۍ، فحشاء او د عياشي ارمانونه کوي, دوې ته غربت ښه، او اسلام ورته پخوانی او د تکلیفونو دين ښکاري خو دوئ بيا هم د شرمه مسلمانان دي. *دا هغه ځوانان وي چې کفار يې د کاغذ تشناب په څېر کاروي. ② *هغه ځوانان دي چې چا پوې کړي نه وي، جهاد او د اسلامي اخوت انځور ورته ناسم وړاندې شوی وي خو بيا هم خپل لمونځ ,او اودس کوي او اسلام سره مينه هم لري کله نا کله ترې ګناه وشي نو پرې خپه کېږي هم، دوې د اسلام د حاکميت په فکر کې نه وي، بس ښه موټر، ښه کالي، چکرې، بنډارونه ,اشو مستيانې د دوې خوښېږی. ③ *هغه ځوانان دي چې بس دعوت او تبلیغ ښه شی بولي ,حلال روزګار کوي, خپل لمونځ, اودس، مطالعه، او چيرته ښه کاروبار ورته پيدا شي کوي يې بس ژوند تيروي. ④ *اخري قسم ځوانان ډير عجيب دي دوي همېشه د اسلام د حاکميت لپاره فکر مند وي. *دوي د دنيا خوندونه پېژني خو کوي يې نه. *دوي په هر څه پوهيږي خو بيا هم يې ځان خاموشه کړی وي. *دوي باندي مختلف قسمه سختۍ راځي، په مختلفو نومونو بدنام شي، مختلف تکاليف تېروي. *د کفارو په هر چال او دسيسه پوهېږي، خو خلکو ته ساده او ناپوهه ښکاري*... *ډير بااخلاقه او تقوی دار وي، د لوړ عزم خاوندان وی. *د ژوند خوشحالۍ يې ډېرې کمې وي، دا خلک په احاديثو کې د (غرباو) په نوم ياد شوي دي. *دوې چې کله هم سر را پورته کړي بس د کفر پرې نظر شي. *پاس اول دوه قسمه ځوانان په امت بوج دي، دوې په هره زمانه کي د منافقينو کردار ادا کوي، د دوې څخه عزت او اعزاز په تاريخ کي هم نشته، دوی سپک خلک دي. *دا دريم قسم ځوانان هم ښه دي امت ته يي کله نا کله مالي ,يا دعوتي فايده رسېږي. *دا اخري قسم ځوانان چې کله ډېر وو په اکثريت دنيا اسلام حاکميت وو، د امت اکثره علماکرام هم دغه خلک وو، او اوس وخت کې ډېر کم دي، ځکه چې دنيا پرې تنګه ده، د هجرت شپې سبا کوي او بس!!.* *رب العلمین دي پرې رحم وکړي، د دوئ داکم ټولی دې الله زیات کړي واقعاً چي عجیب ځوانان دي. 💫ناشر | محمد کمال کریاب | 📌فـــکـــر | @Fikar1212 |

رسول الله ﷺ فرمایلي دي: څوک چې حلال رزق خوري، په سنت عمل کوي او خلک یې له شر څخه په امن وي جنت یې ځای دی. (رواه الترمذي)

که یوازې غټي سترګي👀 د ښکلا معیار وای نو غوا به د نړۍ د ښکلا ملکه 👑 وای 🐄 😂😅

وایې يو منګل ایجنسۍ ته ورغلی وه چې ما فرانسي ته په عمره ولیږه 🤪😂🙏 🍂ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🍃 @fareedahmad1