cookie

Utilizamos cookies para mejorar tu experiencia de navegación. Al hacer clic en "Aceptar todo", aceptas el uso de cookies.

avatar

شاعرحافظ مدنی

ﺍَﻟﺴَّﻼَﻡُ ﻋَﻠَﻴْﻜُﻢْ ﻭَﺭَﺣْﻤَﺔُ ﺍﻟﻠﻪِ ﻭَﺑَﺮَﻛَﺎﺗُﻪ گرانو دوستانو کولی شی چی دلته زمامات او کوډ شعرونه، نظمونه، غزلی، نبوی، نعتونه ،په لیکلی بڼه ترلاسه کړ ی له ملتیا مو مننه ؛؛ شاعر ؛؛ حافـظ مـدنی https://t.me/Hafizmadani

Mostrar más
El país no está especificadoEl idioma no está especificadoLa categoría no está especificada
Publicaciones publicitarias
240
Suscriptores
Sin datos24 horas
Sin datos7 días
Sin datos30 días

Carga de datos en curso...

Tasa de crecimiento de suscriptores

Carga de datos en curso...

صنم! ستا له درانه غم صنم جوڔ دی یو ماتم صنم دومره خو پوهیږمـــه تاپسی به مرم صنـــم دا لا سنگه هجـــر دی اور د جهنم صنـــــــم څرمره انتظار به شی څومره به زغمم صنم ستا دیدن می دی قبول زیات وی او که کم صنم هجر کی دی زڔه زمــــا مات قلم قلم صنــــــــم نوم به دی اشنا دا ځـــل زڔه په سر لیکم صنـــم عشق دی مدنی کـــــڔلو خاورو سره سم صنــــم م د ن ی 🥀 👇👇👇👇👇👇 @Hafizmadani
Mostrar todo...
غمه! شی ټوټی ټوټی غمــه رانشی د شپی غمــــه نوره یاری نه کــــــوم نور به می پریږدی غمه یاد ته یی لږ خاندمـــه دا هم رانه وڔی غمــــه څومره زورور یی تــــه جاار شم! د هغی غمــه ما باندی دی وڅښــــــلو ته به یی هم څښی غمه لاری د ژوندون مو اوس ټولی شوی کږی غمـــــه ورکی خوشحالۍ دی کڔی ځان دی کڔو نزدی غمـه زمه چیرته لری نـــــــور زه کنه! ته ځی غمــــه؟ ټوله دنیا ڔنگه شـــــوه راغلی د ادی غمـــــــ.ــه ژوند د مدنی" سخت دی بی له تا دلـــــــــــی غمه م د ن ی ..🥀 👇👇👇👇👇👇 @Hafizmadani
Mostrar todo...
خا تا دا سوال وکڔو چی سومره درته گران یم قربان؟ د وجود نوری برخی رســــــی تر ماغزه دلبره ؟ م د ن ی ...🥀 👇👇👇👇👇👇 @Hafizmadani
Mostrar todo...
ستا د خپلی خولی انکار به ماته بس وی پری خوږیږم دا گوزار به ماته بس وی چی ماښام ته پری ماڔه کڔمه بچیان می یاره نن همدمره کار به ماته بس وی د نڔی ښارونه څه کڔم چی خایسته دی ستا د کلی گرد غبار به ماته بس وی د دنیا په پادشاهانو خبر نه یم😏 چی تکیه پری وکڔم پلار به ماته بس وی مدنی چی هر شی ڋیر شی خوند یی لاڔ شی ڋیرو خلکو نه یو یار به ماته بس وی م د ن ی 🥀 👇👇👇👇👇👇 @Hafizmadani
Mostrar todo...
بس که مسیج کوی او که نه خو اوس ستا د انلاین په لیدلو سره می هم زړه د ارامتیا او سکون احساس کوی 😊 ــــــــــــــــــــــــــ....🖤 👇👇👇👇👇👇 @Hafizmadani
Mostrar todo...
هن دا مو نوی غزل ! یاره بهانه کوی نو دومره ڋیره په مونږ نخره کوی نو دومره ڋیره په تا غږیږم نو یاران می وایی د چا قیصه کوی؟ نو دومره ڋیره زما خبرو ته هیڅ غوږ نه نیسی بده رویه کوی نو دومره ڋیره نن به دی وژنمه که مخته راغلی خااا چی غوصه کوی نو دومره ڋیره څومره اسرار کوم د کلکی غاڔی؟ یاره چی نه کوی نو دومره ڋیره سهار دی سپین لاسونه تک سره اوڔی ای چی چمبه کوی نو دومره ڋیره چی نه یم ولی می تصویر ته ژاڔی؟ مینه له زڔه کوی نو دومره ڋیره "مدنی" لږه تری خطا وشـــوله اوس تری گیله کوی نو دومره ڋیره
Mostrar todo...
د وخت له ناخوالو او له حده زیات مجبوریت له خاطره یو څه له تاسو ورک وم نو انشاالله چی اوس بیرته راپیدا شوم او خپل غزلی به درسره شریکووم! په درنښت : مدنی مو 🥀
Mostrar todo...
غزل درسره ولولئ!😊 یمه تنها، ناقرار زڔه، نور دی بیلتون کی مرمه جانانه راشه بی لتانه په ژونـــــــدون کی مرمه د مجبورۍ زمانی راوستمه تر دغه حـــــــــــده ! خلک سکون کی وی خوشحال زه په سُکون کی مرمه داسی حالت دی خدای په هیچا باندی نه راولــی چاپسی روغ شوم لیونی د چا په شتون کی مرمه څنگه بیلتون دی چی مودی وشوی درک یی نشته خدایه نور خلاص می کڔه چی نور دی په ازمون کی مرمه د چا د لاسه می زڔگی سُوری سُـــوری دی اشنــــا د چا د لاسه لیونتوب دی، او جُنون کی مــــــــــرمه "مدنی" کلی ښار می پریښودو د ورک یار پسی چاپسی ورک یم! له مُودو یی په لټون کی مرمه Hafiz Madani 😍
Mostrar todo...
بیتونه! ستا د پرتو زلفو یو تار واه ستا په خوږو شونڋو اظهار واه نن دی بیخی ؤ په کتلو کی حد نن دی ؤ بیا کڔی سینگار واه م د ن ی 🥀
Mostrar todo...
#Eid_Mod ـــــــــــــــــــــــــــ دا ځل مینه به بقا لری اختر کی دا ځل سترگی به خندا لری اختر کی دا ځل سپین نظام له مونږه سره مل دی دا ځل هر یتیم بابا لری اختر کی دا ځل غیږه به ښه کلکه ترینه اخلم دا ځل زڔه سمه درزا لری اختر کی دا ځل امن خوشحالۍ سره یو ځای دی مینه هر سوگ به وڔیا لری اختر کی دا ځل ټول یو "مدنی" خپلو کی ورونه سوگ به نه وی چی ژڔا لری اختر کی Madani 😍
Mostrar todo...
Elige un Plan Diferente

Tu plan actual sólo permite el análisis de 5 canales. Para obtener más, elige otro plan.