es
Feedback
💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻

💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻

Ir al canal en Telegram

السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله مکمل درسونه دې ربات کې شته https://t.me/computerscience010bot👈 Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto @Shahidkhan114 👈رابطه

Mostrar más
4 094
Suscriptores
-224 horas
-167 días
-2430 días
Archivo de publicaciones
د #ترکی ځوان جالب کار د ټولې نړۍ مخ ځانته واړوو #ناسا د ترکیې د #دنیزلي_ښار له یو سایبري امنیت څېړونکي #حسن_اسماعیل_ګلکایا (۲
د #ترکی ځوان جالب کار د ټولې نړۍ مخ ځانته واړوو #ناسا د ترکیې د #دنیزلي_ښار له یو سایبري امنیت څېړونکي #حسن_اسماعیل_ګلکایا (۲۸ کلن) څخه د مننې رسمي لیک واستاوه، ځکه هغه د ناسا په سیستمونو کې ۴ جدي امنیتي #نیمګړتیاوې وموندلې او مسؤلانه یې راپور کړې. له دغو نیمګړتیاوو څخه یوه د #لوړپوړو_چارواکو د غونډو معلوماتو ته لاسرسی ورکوه، او درې نورې د مالي زیان خطر درلود. #ګلکایا دا ستونزې د ناسا د #Vulnerability_Disclosure_Program له لارې ثبت کړې، او ناسا یې تر ناوړه استفادې مخکې حل کړې. ناسا په خپل لیک کې د هغه مسلکي چلند وستایه. ګلکایا وویل چې دا لیک یې د #مسلک لپاره مهم و او غواړي په دې برخه کې کار ته دوام ورکړي. دا ډیر په لوړه کچه د #غلطیو نیول وه او ترکې ځوان هم په اخلاصمندانه ډول دا غلطۍ ناسا ته په ګوته کړل. او دا د #بامسولیته او خپل مسلک ته د ژمن انسان رښتینی تصویر دي. لو موږ چې داسې څه پیدا کړو نو کوشش کوو چې څنګه یې معلومات غلا کړو یا څنګه سو استفاده ترې وکړو خو مسلکیان بیا داسې نکوی

سلام دوستانو زه تاسو ته یو باوري او نړیوال اپلیکیشن - Honeygain در پېژنم چې په رښتيا بې له کار کولو، يوازې د انټرنیټ له لارې عايد دركوي. دا اپلیکیشن جعلي نه دی، دوکه نه ده رسمي او په ټوله نړۍ کې کار کوي. یه Honeygain کی تاسو هېخ سخت کار نه کوئ؛ فقط آپ فعاله پرېږدی او ورځ تر بلې ډالر عايد ترلاسه کوی که زما له لینک نه ګډون وکړئ، بونس پیسې هم درکول کېږي دلته ګډون وکړئ https://join.honeygain.com/EZATU5C630 ولي Honeygain ؟ په ټوله نړۍ کې کار کوي جعلي نه دی، بشير قانوني او باوري دی ته پیسی درکوي Payal هره ورخ عايد جمع کبری د دعوت له لاری دايمي ګټه ترلاسه کوی راځئ يو ځای عاید جور کرو هر څوک کولی شي ګډون وکړي - مهارت ته اړتیا نه شته. کله چې نوم لیکنه کوئ زما کوډ. EZATU5C630 وکاروئ او $3 وړیا ترلاسه کړئ. Earn money by sharing your internet! Use my code EZATU5C630 when you sign up and get $3 for FREE. https://join.honeygain.com/EZATU5C630

د عامه پوهاوي په موخه! د WhatsApp خوندي ساتلو څو مهمې لارې چارې. وټساپ زمونږ ستاسې په ورځني ژوند کې یو له مهمو برخو څخه دی چې
د عامه پوهاوي په موخه! د WhatsApp خوندي ساتلو څو مهمې لارې چارې. وټساپ زمونږ ستاسې په ورځني ژوند کې یو له مهمو برخو څخه دی چې خلک یې د اړیکو نیولو او ورځنیو ستونزو د حل او پیغامونو د انتقال لپاره کاروي خو دا وټساپ بیا د یوه شخص خصوصي حریم هم ګڼل کېږي او معلومات یې خورا اهمیت لري د همدې مهمو معلوماتو د ساتلو لپاره یو شمېر لارې چارې دي که غور پرې وشي تر ډېره بریده به مو خپل معلومات خوندي ساتلي وي. اوس وخت کې په انټرنټي نړۍ کې هکران د ګوسټ پیرینګ Ghost pairing په نوم یوه طریقه کاروي او هڅه کوي ستاسې د وټساپ حسابونه غلا کړي دوی لومړی یو شخص په نښه کوي وروسته ورته د لنک په بڼه یو داسې پیغام لېږي چې نښه شوی کس اړ کړي څو پیغام ولولي، لکه ورته وايي، ستاسې شخصي انځور مې پیدا کړی یا یوه ویډیو ده خو ځان ته یې وګوره او ورته نور داسې موارد. خو کله چې شخص د ورخطایئ یا تشویش له کبله لنک پرانیزي او په داسې حال کې چې د لنک بڼه هم اصلي بریښي خو په حقیقت کې د وټساپ د هک کېدو یوه دوکه وي او لنک ته په داخلېدو سره هکر ستاسې وټساپ له خپل کمپیوټر سره Linked Device کوي او په آسانۍ ستاسې حساب ته داخلېږي. .

ملګرتيا دې ته وايي: د چین د جیانګسو ولایت یو ۱۸ کلن زده کوونکي وښودله چې رښتینې ملګرتیا څه معنا لري. 👌🏻 شيې شو درې کاله خپل
ملګرتيا دې ته وايي: د چین د جیانګسو ولایت یو ۱۸ کلن زده کوونکي وښودله چې رښتینې ملګرتیا څه معنا لري. 👌🏻 شيې شو درې کاله خپل نږدې ملګری ژانګ چي، چې د عضلو د کمزورۍ له ناروغۍ سره مخ و، هر ټولګي ته پر اوږه وړلو. له دهلېزونو، زینو، د غرمې د وقفې او بیا تر لیلیې پورې هغه خپل ملګری يوازې پرېنښود. هغه دا کار د ستاینې لپاره نه کاوه؛ یوازې یې غوښتل چې ملګری یې د نورو خلکو په څېر د زده‌کړې مساوي فرصت ولري. د دوی چوپې ژمنتیا میلیونونه خلک متاثره کړل او دا یې ثابته کړه چې ریښتوني اتلان اکثره عادي انسانان وي.

Follow ډېر کسان شته چی لوړی درجې لري خو خپل ژوند نه شي چلاولی پلار دی بد نه غواړي هغه يوازي هغه څه ویني چې ده ليدلي خو ته باید هغه څه ووینی چی ستا مخې ته دي زمانه بدله شوی لاری بدلی شوی بریا یوازی په یو دروازه نه راځي كانكور یوازې یو امتحان دی نه تقدير شخصي پوهنتون یوازی نوم دی نه ضمانت خارج ته تلل یوازی سفر دی نه کاميابي تجارت یوازی پیسی نه دي بلکي فکر دی اصل دا دی چی ته په څه کې ځان ژوندی احساسوي ځکه هغه کار چی انسان یکی ژوندی وي هغه یې ژوند بدلوي ته کولی شی د پلار خبره واورې د امتحان درناوی وکړی خو خپل اصل مسير له لاسه ورنه کړې احترام او اطاعت فرق لري اطاعت دا نه دی چی ځان قرباني کړي بلکي دا دی چې په عقل او ادب خپله خبره ورسولی که نن ته په شعور پرېکړه وکړی سبا به ستا همدا پرېکړه د نورو لپاره مثال شي دا دنيا د جرئت خلکو بدله کړي نه د مجبوريت انسانان چی د خپل زړه غږ ته غوږ نيسي هغوى کله هم نه ورکېږي نو مه وېرېږه فکر وکړه مشوره وکړه خو په اخر کې هغه لار ونیسه چی ته پکی خپل راتلونکی وینی نه د بل کس خوب ځکه هر انسان خپل امتحان لري او هر امتحان خپل سوال

وَعَلَيْكُمْ السَّلَامِ وَرَحْمَةًاللهِ وَبَرَكاتُهُ وروره ګرانه ستا پوښتنه ډېره ساده ښکاري خو وزن یې ډېر دروند دی ځکه دا د ي
وَعَلَيْكُمْ السَّلَامِ وَرَحْمَةًاللهِ وَبَرَكاتُهُ وروره ګرانه ستا پوښتنه ډېره ساده ښکاري خو وزن یې ډېر دروند دی ځکه دا د يوه انسان د ټول ژوند مسیر بدلولی شي نن ته يوازې د یو تصميم په درشل ولاړ یی خو سبا به همدا تصمیم ستا نوم ستا ځای ستا عزت او ستا ارام ټاکي ډېر ځوانان شته چې د نورو د خوښې لپاره یی ژوند تېر کړ خو په اخر کې یې ځان وبايله او ډېر لږ کسان شته چی د خپل زړه خبره یی و اورېده او هماغه یې نړۍ ته ځان وروپیژاند زده کړه هغه وخت ګټه کوی چی انسان یکی خپل ځان وویني که ته ریاضی فزیک کیمیا لولی او زړه دي ورسره نه وي نو دا داسې ده لکه څوک چی بل ته په زوره سندرې وايي نه خوند لري نه اثر خو که ته انګلیسي او کمپیوتر زده کوی نو دا هغه ژبه ده چی نن پرې نړۍ خبرې کوي دا هغه ځواک دی چی نن بی وسه انسان باوسه کوي ډېر کسان شته چی پوهنتون یی نه دی لوستی خو مهارت یی زده کړی او نن لسګونه کسان ورته کار کوي او ډېر کسان شته چې لوړی درجې لري خو خپل ژوند نه شي

دا نجلۍ«شرادا کاپرا» نومیږي، هندۍ ده او ۲۳ کاله عمر لري. دا د سافټویر یوه ډېره لایقه انجینره او متخصصه ده. څه موده وړاندې ورت
دا نجلۍ«شرادا کاپرا» نومیږي، هندۍ ده او ۲۳ کاله عمر لري. دا د سافټویر یوه ډېره لایقه انجینره او متخصصه ده. څه موده وړاندې ورته د مایکروسافټ کمپنۍ د ۴۳ لکه هندي روپۍ وړاندیز وکړ چې موږ سره دنده پیل کړه او دا مبلغ معاش به درکوو؛ خو نوموړې هندۍ دا دنده او معاش رد کړل. دا چې نوموړې له خپل مسلک سره ډېره مینه لرله، ترڅنګ یې په ځان ډېر باور او وړتیا لرله، نو د Apna College«خپل کالج» په نوم یې یوټیوب کانال جوړ کړ چې په خورا کمه موده کې یې«7.33» میلیونه فالورز پیدا کړل چې اوس له هغه ۴۳ لکه هندي کلدارو د خپل کانال له ادرسه ډېرې پیسې ګټي. هدف دا دی چې په خپله خوښه مسلکونه وټاکئ، بیا په کې په پوره مینه او وړتیا سره کار وکړئ. ځان ورسوي. پیسې او دنیا به ستاسې پښو کې وي. لاندې برخه کې يې بهترين کورسونه او د هغې يوټيوب چينل ليدلى شئ. Data structure Css Javascript Github Java Dsa course Python

دساينس او انجنری لیـــــــــــست🤍✅ لیست کی هغه چینلونه داخلوو چی کسان یی تر 1000کم نه وی 🤍✅ لیست کی دچینل داخلولو لپاره 👇
دساينس او انجنری لیـــــــــــست🤍✅ لیست کی هغه چینلونه داخلوو چی کسان یی تر 1000کم نه وی 🤍✅ لیست کی دچینل داخلولو لپاره 👇 @HEzatullaherfan

بالاخره مایکروسافټ یو زوړ او #خطرناک سیسټم (#RC4) له منځه یووړ. ​مایکروسافټ پرېکړه کړې چې د RC4 په نوم هغه کوډیز سیسټم (#Encr
بالاخره مایکروسافټ یو زوړ او #خطرناک سیسټم (#RC4) له منځه یووړ. ​مایکروسافټ پرېکړه کړې چې د RC4 په نوم هغه کوډیز سیسټم (#Encryption Cipher) په بشپړ ډول بند کړي چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د #هکرانو لپاره تر ټولو اسانه لاره وه. ​RC4 څه و او ولې خطرناک و؟ ​دا سیسټم په کال ۲۰۰۰ کې له #Windows Active Directory سره یوځای شو. ​هکرانو به د "#Kerberoasting" په نوم حملې له لارې د دې سیسټم له #کمزوریو ګټه اخیستله او د لویو کمپنیو او ادارو #پاسورډونه به یې په اسانۍ ماتول. ​دا سیسټم دومره کمزوری و چې هکرانو به په ډېر کم وخت کې د ادارې د "اصلي کلیو" کنټرول په لاس کې اخیست. ​اوس څه کېږي؟ ۱. مایکروسافټ د نوي او قوي سیسټم (AES-SHA1) کارول جبري کړي دي، چې ماتول یې د RC4 په پرتله زرګونه ځله ډېر #وخت او #امکاناتو ته اړتیا لري. ۲. تر ۲۰۲۶ کال پورې به په ټولو وینډوز سرورونو کې RC4 په اتومات ډول بند شي. ۳. مایکروسافټ نوي اوزار (#Tools) وړاندې کړي چې د آی ټي مدیرانو سره مرسته کوي ترڅو هغه زاړه #سیسټمونه پیدا کړي چې لا هم په #خطرناک RC4 کار کوي.

نن چې پوهنتون ته روانېدم خپل ساعت مې بدل کړ، کوم ساعت مې چې په لاس کړ هغه خراب و خو ښکلی او ډيزايني ساعت و، ما ويل راځه دا لږ
نن چې پوهنتون ته روانېدم خپل ساعت مې بدل کړ، کوم ساعت مې چې په لاس کړ هغه خراب و خو ښکلی او ډيزايني ساعت و، ما ويل راځه دا لږ ښه ښکاري. د سړک څنګ ته د موټر لپاره ودرېدم، يو ځوان راغی او رانه وی پوښتل څو بجې دي؟ ما چې ساعت ته وکتل په ټپه ولاړ و، د سهار وخت و خو په ساعت کې دولس بجې وې، ژر مې موبېل وليد او هغه ته مې د وخت په اړه وويل. جالبه دا وه چې تر دې وړاندې هيچا زه نه وم پوښتلی چې څو بجې دي!؟ خو نن مې چې خراب ساعت په لاس کړی و دا پېښه رامنځته شوه!! خبره مې دا کوله؛ چې ځيني وخت موږ هسې د ځان سينګار او ډولي کولو ته خوشحالېږو، خو په حقيقت کې موږ هغسې نه وو، يانې زموږ مصنوعي ښکلا دا مانا نه ورکوي، چې خود کفا شولو او هر څوک به مو په ليدو زموږ د سټايل او ډول هيله وکړي. نا دا غلطه ده انسان بايد ساده واوسي، څه ډول چې تخليق شوی هماغه رقم بايد خپل ځان ومني او د دې هڅه ونه کړي چې خلک پخپل ظاهري شکل ځانته جذب کړي، (ځان ښکلی کړي، په کاليو، څپليو، ساعت...) ځکه د يوه سړي ښکلا په باطن کې نغښتې وي او باطني ښکلا د ده پر ټول کېرېير اغېز کوي. ليکنه پخوانۍ ده. https://www.facebook.com/share/1G7pwAFpQT/

📢 خبرتیا! اوس تاسو کولای شئ د کمپیوټر ساینس عمومي ربات له لارې د اپلیکیشن جوړولو مکمله زده‌کړه په اسانه او عملي ډول وګورئ. په دې ربات کې تاسو ته: د اپلیکیشن جوړولو بنسټیز اصول د بلاکونو عملي استعمال د پروجیکټونو جوړول او د نوو زده‌کوونکو لپاره ساده لارښوونې په ترتیب او واضح ډول وړاندې کېږي. 📱 که غواړئ له صفره تر پرمختللي کچې پورې اپلیکیشن جوړول زده کړئ، نو دا غوره فرصت له لاسه مه ورکوئ! ✅ همدا اوس ورسره یوځای شئ او خپل مهارتونه لوړ کړئ

د معلوماتو لپاره غوره منبع ټول راشی👇 https://t.me/khurasaan313