cookie

Utilizamos cookies para mejorar tu experiencia de navegación. Al hacer clic en "Aceptar todo", aceptas el uso de cookies.

avatar

اتل شهیدعمرخالدخراسانی تقبله الله TTP

فیسبوک ایډی 👇👇 https://www.facebook.com/profile.php?id=100077057566851 ټلګرام رابطه @salamkhan76

Mostrar más
El país no está especificadoEl idioma no está especificadoLa categoría no está especificada
Publicaciones publicitarias
295
Suscriptores
Sin datos24 horas
Sin datos7 días
Sin datos30 días

Carga de datos en curso...

Tasa de crecimiento de suscriptores

Carga de datos en curso...

Repost from مخبت وردګ
غـــزل علت نه پوښتو له چا د تړمو اوښکو ډیر رازونه وي تر شا د تړمو اوښکو ځکه موږ یې سبَبونه دي لیدلي مونږه هم کړې ژړا د تړمو اوښکو کاڼي زړونه اوبَوي اثر یې ډیر دی شته ده هر چاته اړتیا د تړمو اوښکو د مظلوم له آه فریاده ډډه وکړئ آزار شته دی خامخا د تړمو اوښکو په یوسف پسې یعقوب اوښکو ړوند کړی نه درمل شته نه دوا د تړمو اوښکو زړۀ دې مات، سترګې دې غبرګې پړسېدلي دلیل څه دی یاره ستا د تړمو اوښکو له ما مه پوښته چې ولې دې ژړلي تپوس مه کوه لۀ ما د تړمو اوښکو ای مخبته غلی کینه ګیلې مه کړه اوس څوک نه کوي پروا د تړمو اوښکو مخبت وردګ
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
د شهید شیخ صاحب مجیب الرحمن انصاري تقبله الله پاک او مبارک روح ته ډالۍ هیله پوره نه شوه ارمان خاورې شو وینې توییږي د ګلاب له سترګو عالِم شهید شو ټول عالَم یتیم شو اوښکې بهیږي د محراب له سترګو ممبر سلګۍ کړي د امام په فراق درسګاه هم چیغې کړې جومات وژړل د مرګ آواز یې زړه ایستونکی ؤ ډیر ورپسې ګرده مخلوقات وژړل شولو یتیم ټکي په ټکي ژاړي اوښکې توییږي د کتاب له سترګو عرشِ عظیم ورسره هم ژړلي چې لاندې ځمکه پاس اسمان ژړلي ستوري سپوږمۍ د شپې خپه غوندې وو ورسره ټول افغانستان ژړلي چې جنتي چهره بیا خاوره یووړه اوښکې توییږي د آفتاب له سترګو د علم بله ډېوه هم تیاره شوه بیا لوی استاد د مدرسې تللی دی نن مو یې غږ د آذان وانه وریدو ستر مؤذن مو له حجرې تللی دی هم کتابونه یتیمان پاتې شول اوښکې توییږي د هر باب له سترګو د لوی مسجد خوا ته ورغلې لاره نور به بیا سپین مخ ته سلام ونه کړي مسجد به هم ها سترګې ونه ویني بیا به دیدن د خپل امام ونه کړي د شیخ فراق د شفق نور نیولی اوښکې توییږي د شِهاب له سترګو د اوښکو ډکې سترګې نه وچیږي بیا دي محرومې د یو چا له دیدن د زړه زخمونه راویښ شوي دي بیا اوس یم موړ شوی د دنیا له دیدن د مخبت هیله شوه نیمګړې پاتې تویَوي اوښکې ښې بې تاب له سترګو مخبت وردګ
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
د سنبلې د نهم په ویاړ ماتې ګوډې کرښې سمه دا پیړۍ درسره یاد لره واوره ناټوګۍ درسره یاد لره بیاچې د یرغل اراده ونه کړې ښه سپینې ماڼۍ درسره یاد لره نهه لس او څلور ویشت د چې هیر نشي دا ورځې نړۍ درسره یاد لره بیا به هیڅ کاږه ورته ونه ګورې دا هسکې پګړۍ درسره یاد لره بیا بیا به د مات کړي اوس هم ډیرې دي زمونږه قربانۍ درسره یاد لره ای مخبته ته هم د نظام خیال کړه ها سختې سختۍ درسره یاد لره مخبت وردګ ..نهه سنبله.. لس حوت.. څلورویشت اسد .. تاریخي ورځې
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
ده دې نظام له برکته خلاص شوئ خلکو له څومره ستر وحشته خلاص شوئ چې نه مو مال نه مو ناموس خوندي ؤ له داسې وخت او له حالته خلاص شوئ چې نه مو شپه وه نه مو ورځ په آرام تاسو له ظلم بربریته خلاص شوئ چې کار کردار قانون یې ټول د غرب وو له یوه ناولي جمهوریته خلاص شوئ خدای مه کړه خدای مه کړه ناورین به جوړشي که دا ځل بیا له امارته خلاص شوئ امن مو غوښت له لوږې تندې سره خو ژر بیا ولې له طاقته خلاص شوئ مخبت خو وایم چې په زړه کې مې وي کړئ ناشکري چې له رحمته خلاص شوئ مخبت وردګ
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
خلکو ګورئ پام لمنه ونیسئ کلکه د نظام لمنه ونیسئ خَیر دی ده دین او ده دنیا پکې ټول په یو کلام لمنه ونیسئ دا نظام ده ستاسو وروستنی مهلت ښه یې په آرام لمنه ونیسئ تاسو ته تل لار د هدایت ښَیي خلکو د امام لمنه ونیسئ ټول په اتحاد د شرعي قانون ښه په احترام لمنه ونیسئ تاسو ته به دا نظام خدمت کوي تاسو یې مدام لمنه ونیسئ دغه د مخبت وردګ وروستی کلام ټینګه د اسلام لمنه ونیسئ مخبت وردګ
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
رنګا رنګ تُحمت دی او خبرې دي ژبې نن په هر چا زورَورې دي هر قِسم ټاپې په ما او تا لګي خلاصې راپسې خولې ژبه وَرې دي مخ پر وړاندې ځه قدم مُحکم وهه هر ځای تر منزل لوړې ژَورې دي پام چې د همت مُرال ونه بایلې شاه نه راپسې ګوره لښکرې دي عدل او انصاف او صداقت اخلاص پایلې ده دې ټولو ګټورې دي دغې آزادۍ ته چې قربان شولې هغه ځوانۍ ډیرې بختورې دي اوس نشته بمبار شپه ورځ خدمت کوه غوڅې اوس د ډرون او جیټ وزرې دي پام د خیانت مسئولیت ډیر دروند دی اوس د که په لاس کې ښې موټرې دي زړه مې کوي درد چې له چا واورمه وایي واسطې اوس مخَورې دي ځان ځان ته ساتنه یې فرض وبولئ بوټي دي که خاورې که ډبرې دي دا زما مخبت په وس او توان کې وو دغې مې خبرې او اترې دي مخبت وردګ
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
وخت مو مقدس ؤ زندګي مو مقدسه وه مینه مو ریښتیې وه یاري مو مقدسه وه تلو د عشق منزل ته پتنګان وو د لمبو په سر وه له خونده ډکه عاشقي مو مقدسه وه مونږ په دې مزل کې تکلیفونه کړل په ځان قبول لوږه وه ستړیا وه شبګیري مو مقدسه وه نه تلله بې ځای هر ګړۍ یې له ثواب ډک ؤ هر قدم یې اجر ؤ خواري مو مقدسه وه هر څاڅکی د وینو مُعَطر ؤ جنتي غوندې هر زخم ډیر خوږ ؤ قرباني مو مقدسه وه نه وه د رِیاء او د تعصب له قصده پاکه وه سر قربانَول وو دا سیالي مو مقدسه وه ژوند یې یوپه سل د پاچاهۍ له ژونده ډیرخوږ ؤ څومره وه سپیڅلې ملنګي مو مقدسه وه تا مخبته کړې ده او خوند یې د لیدلی دی ډیره وه مؤمنه طالبي مو مقدسه وه مخبت وردګ
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
نظم د پرمختګ مخه د بنده مه شه د سوکالۍ په لوري وخوځیږې وطنه سیال دې ده نړۍ خدای جوړ کړه د آبادۍ په لوري وخوځیږې د اتحاد ټغر د خدای راټول کړه خدای د وګړي په لمن راټول کړه ستا د وحدت کړۍ د لا ټینګه شي نور د یووالي تار په ستن راټول کړه چې نور د مرګ او جنګ نوم ورک شي درنه د نیکمرغۍ په لوري وخوځیږې چې نه وي ژبه نه تعصب نه قوم وطنه داسې اتحاد د غواړو چې د خوښۍ آوازې هر ځای واورو وطنه ډک له خوښۍ ښاد د غواړو دا د غم اوښکې د خدای وچې کړه نور د خوشحالۍ په لوري وخوځیږې خدای د ژور ژور زخمونه جوړ کړه خدای د هر ټپ ته کړه درمل هر بچی د احمدشاه غوندې بچیان د ډیر شه شه د عُمر غوندې اتل هر بچی د مینې نوم درسره هم پیوند شه د ښېرازۍ په لوري وخوځیږې غرونه او دښتې د ښکلاوې لري هر ولایت د هم ځانګړی ښکلی له شرق او غربه له جنوب تر شمال سرتاسري یې خدای جوړ کړی ښکلی خدای د دا نیمې هیلي هم پوره کړه د نیک بختۍ په لوري وخوځیږې نه د جګړو او نه د جنګ وطن یې خاوره د ښکلې ده ژوندون د ښکلی ستاپه نامه او ژوند مخبت مئین دی نن د هم ښکلی دی پرون د ښکلی وګړي ټول د هم په دې دعاء دي د ښې سیالۍ په لوري وخوځیږې مخبت وردګ
Mostrar todo...
Repost from مخبت وردګ
نوی نظم د اسد 24 د تاریخي استقلال د ورځې په ویاړ مزل مو وکړو انقلاب مو تیر کړو هیواده بیا ځل د درشل ته راغلو درته مې راوړله تحفه آزادي هیواده ستا وه زړه کابل ته راغلو د انقلاب سختو صحنو سره مخ شوو زړه مو کړو لوی ورته سینې مو سپَر کړه ده ستا په خاوره مو یرغل نه منو ورته ایمان او عقیدې مو سپَر کړې ده ستا په سر مو قربانۍ ورکړلې هیواده ځکه شش محل ته راغلو ستا آزادي مو وه ارمان د زړونو ستا آزادۍ ته مو ځوانان خاورې شول ته مو ژغورلې د اشغال له پنجو ستا استقلال ته مو زلمیان خاورې شول ته مو ګټلې په سر له سرو له پرَدو هیواده ځکه خپل اجل ته راغلو نړۍ یو لاس وه ستا ورانی یې غوښتو موږ درته دا یاغي نړۍ ماته کړو ستا هر دښمن ته مو ښه درس ورکړلو موږ په ایمان سپینه ماڼۍ ماته کړه ته مو هم کړې له خپلواکۍ برخمن هیواده موږ د هم اوربل ته راغلو مونږ په دې لار کې کړاوونه تیر کړل خو اوس الحَمْدُ ِلله شو استقلال مونږ شل کلنه جګړه وګټله مونږ درنه ورک کړل یرغلګر او اشغال مخبت مو هم ؤ د مزل ملګری هیواده یو ځای خپل منزل ته راغلو مخبت وردګ
Mostrar todo...