cookie

Utilizamos cookies para mejorar tu experiencia de navegación. Al hacer clic en "Aceptar todo", aceptas el uso de cookies.

avatar

ښکلــــــي کیــــسې①

د چېـنل محـتويـات! پر ځانګړو موضوعاتو باندي جالبې کسیې ځانګړې لړۍ ،‌ https://t.me/Gaeznw

Mostrar más
El país no está especificadoEl idioma no está especificadoLa categoría no está especificada
Publicaciones publicitarias
2 624
Suscriptores
Sin datos24 horas
Sin datos7 días
Sin datos30 días

Carga de datos en curso...

Tasa de crecimiento de suscriptores

Carga de datos en curso...

Mostrar todo...
سیــد درمل

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم په دې امید که یې ترتا پوري در ورسوي درمل مُـدام و نسیمونـو ته سلام ورکوي

Mostrar todo...
🌴🌺زينت الله حیدري🌺🌴

د شاعر زينت الله حيدري له اشعارو څخه ليدنه وکړی مونږ تاسې ته حمدونه نعتونه غزلونه چهاربيتی او داسې نور اشعار وړاندې کوو تاسې کولای شی خپل نظر مو هم راسره شيريک کړي رابطه @haidari110 دالینک جوین کړی

https://t.me/joinchat/peiC3ehezzxjYjk1

رښتني اسلامي کيسي : اوله برخه : د رسول الله صلى الله عليه وسلم کيسي : اوله کيسه : د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت په اړه ليوه ګواهي ورکړه : يو يهودي سړى د وزو شپونکيتوب به يې کوه ، يوه ورځ يې د وزو پر رمې باندې ناڅاپه ليوه حمله وکړه سيرلى ترې واخيست او په تيښته شو ، شپونکي هم په ډېره چټکۍ سره ورپسې شو تردې چې سيرلۍ يې بيرته ځينې خلاص کړ ، ليوه په يوه شګلنه غونډۍ کيناست او ويې ويل : اى ! له الله تعالى نه وويريږه هغه روزي چې الله تعالى راکړې وه تا بيرته رانه واخسته . شپون چې د ليوه خبرې واوريدې نو هک حيران شو ويې ويل ليوه هم د انسان په شان خبرې کوي؟ بيا ليوه شپونکي ته ور زياته کړه : ته په دې مه حيرانېږه ليوه خبرې وکړې ، زه به له دې زياته د حيرانتيا ډکه خبره درته وښايم . شپونکي وويل : هغه څه ده ؟ ليوه وويل : يقيناً چې الله تعالى محمد صلى الله عليه وسلم رسول رالېږلى ، هغه اوس مدينې منورې کې دى او خلک د اسلام سپېڅلي دين ته رابولي ، شپونکى مدينى منورې ته روان شو پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغى سمدلاسه يې دا ګواهي ورکړه : اشهد ان لا اله الا الله و ان محمد الرسول الله ، له دې وروسته شپونکي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د ليوه ټوله کيسه بيان کړه ، نبي صلى الله عليه وسلم چې د شپونکي خبرې واوريدې ، ورته ويې وويل چې پورته شه د ليوه له وينا څخه خلک خبر کړه . ( شرح سنن ، له ابو هريره رضى الله عنه څخه ) . https://t.me/Gaeznw
Mostrar todo...
ښکلــــــي کیــــسې①

د چېـنل محـتويـات! پر ځانګړو موضوعاتو باندي جالبې کسیې ځانګړې لړۍ ،‌

https://t.me/Gaeznw

هغه صحابي چې سروکال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه. دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و. یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له عایشې رضی الله عنها سره ناست و، دا هغه وخت و چې د حجاب ایاتونه لا نه و نازل شوي، نعیمان ورغی، نعیمان له څېرې ډېر بدرنګ و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې غږ کړه، ای د الله رسوله، هغه د ابوبکر لور عایشه همدا ده؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، هو نعیمان وویل: طلاقه یې کړه ، زه به خپله خور درکړم. عایشې رضی الله عنها په سړه سینه وپوښنه، نعیمانه، ته ښایسته یې که خور دی؟! نعیمان وویل: زه، زه مې له خور نه ډېر ښایسته یم عایشې رضی الله عنها وویل: الحمد لله رسول الله صلي الله عليه وسلم په خندا شو. یوه ورځ مدینې ته یو کوچي ګبین راوړل، دی ورغی ګبین یې ترې واخیستل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور دروازه یې وټکوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل، دا مې تاته ډالۍ اخیستې، رسول الله ص کور ته ننوت، نعیمان کوچي ته وویل، پیسې درته راوباسي، که یې راونه ویستې دروازه وروټکوه، لږه شیبه وروسته کوچي دروازه په زوره زوره ووهله، او چیغې یې کړې: - یا مې ګبین راوړی، یا پیسې. رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت، وموسیده، بیا یې وویل، نعیمان راته پیدا کړئ، کله چې یې راووست، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: - نعیمانه، دا دې څه وکړل!! -ای د الله رسوله، زخت لیواله وم چې ډالۍ درته واخلم، خو هیڅ مې نه درلودل او دا ګبین مې خوښ شوي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وموسیده او کوچي ته یې پیسې ورکړې. یو ځل یو کوچی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، خپله اوښه یې بهر ودروله، ځینو صحابو نعیمان ته وویل، ډېر سپورخواره شوي یو، کاش دا اوښه حلاله کړې، نعیمان اوښه چپه کړه، کوچی راووت چیعې یې کړې، ای محمده اوښه مې یې حلاله کړې ده، نبی اکرم صلی الله علیه وسلم راووت، ویې ویل، دا کار چا کړی دی؟ ورته وویل شول، نعیمان دا کار کړی دی، ورپسې شو، اخر یې د زبیر بن عبدالمطلب د لور ضباعه په کور کې وموند، د کور په سوړه کې ننوتی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ځای ته لاس ونیوه چې هلته دی، راویې ویست، ورته یې وویل، څه شي دې کار ته اړ ویستې؟ هغه وویل، ای د الله رسوله، چاچې زه دروښودم، هم هغوی راته وویل چې دا اوښه حلاله کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له مخ نه خاورې پاکولې او خندل یې، بیا یې کوچي ته د اوښې تاوان ورکړ. تاسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، عظمت او شخصیت ته وګورئ، دا صحابي یې ونه رټه، ځکه چې د دې صحابي په فطرت کې ټوکې نغښتې وې. دې صحابي به زیات خندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه وویل، دا به جنت ته هم په خندا ننوځي. ام سلمه رضی الله عنها وایي، یو ځل ابو بکر بصری ته په سوداګری ووت، له ده سره نعیمان او سلیط بن حرمله ملګري وو، دواړه بدري صحابه دي، حرمله د توښي مسئول و، نعیمان په لاره وږی شو، ابوبکر رضی الله عنه په څه کار پسې ولاړ، ده سلیط ته وویل، لږ خواړه راکړه چې بیخي وږی یم، هغه ور نه کړل، ده ورته وویل، زه به هم درسره داسې لوبه وکړم چې ټول عمر یې یاد ساتې، په لاره کې له نورو عربانو سره مخ شول، نعیمان ورغی، ورته یی وویل، غلام رانه نه اخلئ؟ هغوی وویل، ولې نه؟ دوی ورته ډېر خوشاله شول، نعیمان، سلیط ته اشاره وکړه، ویې ویل، غلام هغه دی خو خبرې په کې شته دی، دا به تاسې ته وایي چې زه غلام نه یم، که تاسې یې په خبره باور کوئ، نو بیا ترې تېر شئ، دوی وویل، نه، نه ...اخلو یې. د خبرو په کیسه کې یې نه یو. لس اوښان یې ورکړل. خلک سلیط پسې ورغلل، هغه ورته وایي، زه ازاد یم، خو دوی یې وار له مخه غاړې ته لونګۍ ورواچوله او کش یې کړ، ورته یې وویل، ستا په اړه موږ ته ټول جزئبات ویل شوي دي، کله چې ابوبکر الصدیق راغی، او پوه شو په خلکو پسې یې ځان ورسوه، ورته یې وویل، زموږ دې ملګري درسره ټوکه کړې، سلیط یې ازاد کړ، کله چې مدینې ته راغلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې کیسه وکړه، هغه وخندل، بیا چې به ورسره کله هم سلیط مخ شو ورته به موسکی شو. کتاب: محمد رسول الله والذین معه شل ټوکه لیکوال: عبدالحمید جودة السحار ژباړه: شرر ساپی په خپل خوږ نبي درود ووایی: اللهم صلی علی محمد و علی ال محمد کما صلیت علی ابراهیم و علی ال ابراهیم انک حمید مجیدhttps://t.me/Gaeznw
Mostrar todo...
ښکلــــــي کیــــسې①

د چېـنل محـتويـات! پر ځانګړو موضوعاتو باندي جالبې کسیې ځانګړې لړۍ ،‌

https://t.me/Gaeznw

Mostrar todo...
امارتی ميډيا

#اعلان ټولو اسلامپاله مباریزینو څخه هیله کوو زموږ هغه بل اکاونټ بند سو، تاسو همدا تازه درسره فالو او رویټ کړئ تر څو تر ټولو خوږو،ملګرو وه رسیږي! ریټویټ مه هیروی @AmartyMy

د خالد بن وليد رضي الله عنه عجيبه کارنامه. #ژباړه_م_رضوان_الله_فيضاني د شام په فتوحاتو کې خالد بن رضي الله عنه يو ښار ته ورسېد چې نوم يې (قنسرين) و، د ښار ډېره قوي او محکمه کلا وه، روميان، کفار کلا ته ننوتل او د کلا دروازې يې په ځانونو پسې وتړلې. له څه مودې محاصرې وروسته چې کاميابي تر لاسه نه شوه او مؤمنان د کلا د دېوال په سوري کولو هم بريالي نه شول، نو خالد بن وليد رضي الله عنه د دې کلا خلکو ته يو خط ورولېږه چې داسې يې په کې ليکلي و : بسم الله الرحمن الرحيم، د خالد بن وليد له لوري د قنسرين خلکو ته !!! تاسو به له مونږ څخه چيرته لاړ شئ؟ قسم دی په هغه ذات چې د خالد روح د هغه په لاس کې دی، که چېرته تاسو اسمان ته وخېژئ، نو الله ﷻ به مونږ هم درپسې دروخېژوي او يا به مو الله تعالی مونږ ته ښکته راوغورځوي. دغه خط چې څنګه د کلا د خلکو مشر ته ورسېد، نو الله ﷻ يې په زړه کې سخته وېره او دهشت واچوۀ او ويې ويل : د ښار دروازې خلاصې کړئ او د تسليمۍ په حال کې ووځئ، مونږ د دې خلکو د مقابلې توان او طاقت نلرو. کله چې د خالد بن وليد رضي الله عنه د دغې کارنامې خبر اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه ته ورسېد، نو ويې ويل : الله تعالی دې په ابو بکر صديق رضي الله عنه، رحم وکړي، هغه له ما څخه د سړيو ډېر پېژندونکی و. https://t.me/Gaeznw
Mostrar todo...
ښکلــــــي کیــــسې①

د چېـنل محـتويـات! پر ځانګړو موضوعاتو باندي جالبې کسیې ځانګړې لړۍ ،‌

https://t.me/Gaeznw

له پند او عبرت څخه ډکه کیسه لیکوال. د یوه سړي ډیر سخت ځنکدن و، څو ورځې یی ځنکدن اوږد شو، دکور ټول غړي ورسره په تکلیف و. اخر یې میرمنه د شکایت لپاره نبی علیه سلام ﷺ ته ورغله او ورته یې وویل: ای رسول الله! زما د خاوند ځنکدن ده، څو ورځې کیږي چې په سخت تکلیف اخته ده، نه رغیږي چې بې غمه شو، نه مړ کیږي چې هوسا شو او نه د شهادت کلمه ویلای شي. نبی علیه سلام وویل: د خپل خاوند مور دې راوله. کله یې چې مو راوستله، نبي علیه سلام یې مور ته وویل: د زوی په باره کې دې څه ویل غواړې؟ مور یې ورته وویل: لمونځ ګذاره او دخدای ذکر کوونکی بنده ده. نبی علیه سلام ورته وویل: په دې باره کې پوښتنه نه کوم، بلکه دا ووایه چې ستا او دده ژوند څنګه و؟ مور یې ژړه غونکي شوه او ویې ویل: ویریږم چې رښتیا ونه وایم نو وحې به راشي او هر څه به درته روښانه کړي او درته شرمنده به شم، خو څه وکړم زړه مې ډیر ورباندې سوځي؟ نبی علیه سلام ﷺ ورته وویل: ولې؟ مور یې وویل: له میرمنې سره به په غوړېدلي ټنډه او خوشاله څیره مخ کیده او له ما سره به تل په تروشه ټنډه او خپه انداز کې مخ کیده. ښه خوراک او څښاک یې د ښځې لپاره او تر دوۍ زیات شوي خواړه زما لپاره وه. ښه لباس او ښکلې جامې یې د خپلې ښځې لپاره او د هغې نا خوښه او بیکاره لباس زما لپاره وه. نبي علیه سلام صحابه و ته وفرمایل: ورشئ او په ځولۍ کې یې ماته راوړئ اور هم درسره راوړئ، غواړم چې په اور یې وسوځوم، صحابه ورغلل سړی یې راوړ، کله چې یې غوښتل په اور یې و سوځوي نو، مور یې وژړل او و یې ویل: نه نه زما زوی مه سوځوئ! دا خو زما د زړه ټوټه او د سترګو تور زوی ده، زه مې د زوی پر ځای هرې سزا ته تیاره یم. رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: بس ما هم همدا غوښتل چې ورنه راضي شې، ستا د رضا پرته ستا پر زوی دجنت بوی هم حرام ده. مور یې وویل: زه الله تعالی او د هغه ملایکې پر دې شاهدان ګرځوم چې زه مې له زوی څخه راضي او خوشاله یم او له الله(ج) څخه ورته جنتونه غواړم. کله چې یې مور ورته بخښنه وکړه او تر حق ورتیره شوه نو د الله(ج) په امر سره له څو ورځو سخت ځنکدن وروسته د رسول الله (ص) په تلقین سره کلمه شهادت زمزمه کړای شوه او روح یې د بدن له قفس څخه ازاد شو او وفات شو.
Mostrar todo...
ﺩﻏﻪ ﮐﯿﺴﻪ ﭼﯽ ولولى نو قسم چى ﻭﺭﺗﻪ به وژاړى!!! نو وييﻟﻮﻟﺊ ﺍﻭﺍﯾﻤﺎﻥ ﻣﻮﭘﺮﯼ ﺗﺎﺯﻩ ﮐﺮﺉ . ﺑﻼﻝ ﺑﻦ ﺍﺑﻲ ﺭﺑﺎﺡ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺩ ﻧﺒﻮﻱ ﺟﻮﻣﺎﺕ ﻟﻮﻣړۍ ﻣﻮﺫﻥ ﺩﯼ ، ﺑﻼﻝ ﺩﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﭘﻪ ﺟﻮﻣﺎﺕ ﮐﯥ ﺷﺎﻭﺧﻮﺍ ﻟﺲ ﮐﺎﻟﻪ ﺍﺫﺍﻥ ﮐړﯼ ﺩﯼ ،ډﯾﺮﻭ ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ﺩﺑﻼﻝ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﻫﻤﺪﻭﻣﺮﻩ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺕ ﺷﺘﻪ ، ﮐﻮﻡ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺕ ﭼﯥ ﻟﻪ ډﯾﺮﻭ ﺧﻠﮑﻮ ﺳﺮﻩ ﻧﺸﺘﻪ ﻫﻐﻪ ﺩﺍﭼﯥ ﺑﻼﻝ ﺩﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻟﻪ ﻭﻓﺎﺕ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ څﻪ ﺷﻮ ؟ ﺭﺍځﺉ ﻧﻦ ﻣﯥ ﺩﺍ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺕ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﻱ ﺍړ ﻩ ﺩﺑﻼﻝ ﺩﺭﺩﻭﻧﮑﻲ ﺍﻭ ﮊړﻩ ﻭﻧﮑﻲ ﮐﯿﺴﻪ ﺩﺭﺗﻪ ﺭﺍﻭړﻱ ﺩﻩ ، ﺑﻼﻝ ﺍﺑﻮﺑﮑﺮ ﺍﻟﺼﺪﯾﻖ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺗﻪ ﻭﺭﻏﯽ ﺍﻭ ﻭﺭﺗﻪ ﮐړﻩ ﯾﯥ : ﺍﯼ ﺩﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ځﺎﯼ ﻧﺎﺳﺘﻲ ( ﺧﻠﯿﻔﻪ ) ﻣﺎﻟﻪ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺍﻭﺭﯾﺪﻟﻲ ﺩﯤ ﭼﯥ ﻭﯾﻞ ﯾﯥ : ﺩﻣﻮﻣﻦ ﺗﺮټﻮﻟﻮ ﻏﻮﺭﻩ ﻋﻤﻞ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﭘﻪ ﻻﺭﻩ ﮐﯥ ﺟﻬﺎﺩ ﮐﻮﻝ ﺩﯤ ، ﺍﺑﻮﺑﮑﺮ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﺑﻼﻟﻪ ! ﺗﻪ څﻪ ﻏﻮﺍړﻱ ؟ ﺑﻼﻝ ﻭﻭﯾﻞ : ﻣﺎﻧﯿﺖ ﮐړﯼ ﺩﯼ ﭼﯥ ﺗﺮﻣﺮګﻪ ﭘﻮﺭﻱ ﮊﻭﻧﺪ ﭘﻪ ﺟﻬﺎﺩﮐﯥ ﺗﯿﺮﮐړﻡ ، ﺍﺑﻮﺑﮑﺮ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﻣﻮږ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺍﺫﺍﻥ څﻮﮎ ﮐﻮﯤ .... ؟ ﺩﺑﻼﻝ ﺳﺘﺮګﻲ ﻟﻪ ﺍﻭښﮑﻮ ډﮐﻲ ﺷﻮﯤ ﺍﻭ ﺯﯾﺎﺗﻪ ﯾﯥ ﮐړﻩ : ﺯﻩ ﻟﻪ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﻞ ﭼﺎﺗﻪ ﺍﺫﺍﻥ ﻧﻪ ﮐﻮﻡ ، ﺍﺑﻮﺑﮑﺮ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﻧﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻣﻮږ ﺳﺮﻩ ﭘﺎﺗﻪ ﮐﯿږﯤ ﺍﻭﻣﻮږ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺍﺫﺍﻥ ﮐﻮﯤ ... ﺑﻼﻝ ﻭﻭﯾﻞ : ﮐﻪ ﺗﺎﺯﻩ ﺩﺍﺳﻲ ﺍﺯﺍﺩ ﮐړﯼ ﯾﻢ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺍﺯﺍﺩﻱ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ﺳﺘﺎﺳﺮﻩ ﯾﻢ ، ﺑﯿﺎ ﺑﻪ ﺳﺘﺎﭘﻪ ﺧﻮښﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻢ ﺍﻭﮐﻪ ﺗﺎ ﺯﻩ ﺩﺧﺪﺍﯼ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻩ ﺍﺯﺍﺩ ﮐړﯼ ﯾﻢ ﻧﻮ ﻣﺎ ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﺫﺍﺕ ﺳﺮﻩ ﭘﺮﯾږﺩﻩ ﭼﯥ ﺩﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻩ ﺩﻱ ﺯﻩ ﺍﺯﺍﺩ ﮐړﯼ ﯾﻢ . ﺍﺑﻮﺑﮑﺮ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﺑﻼﻟﻪ ﺗﻪ ﻣﺎﯾﻮﺍځﻲ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻩ ﺍﺯﺍﺩ ﮐړﯼ ﯾﯥ . ﺑﻼﻝ ﺩﺷﺎﻡ ﻟﻮﺭﺗﻪ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮ ﺍﻭ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺟﻬﺎﺩ ﺑﻮﺧﺖ ﺷﻮ ، ﺩﯼ ﺩځﺎﻥ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﻭﺍﯾﯥ : ﺩﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻟﻪ ﻭﻓﺎﺕ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻣﺎﭘﻪ ﻣﺪﯾﻨﻪ ﮐﯥ ﺩﺍﻭﺳﯿﺪﻟﻮ ﻭﺱ ﻧﻪ ﻻﺭﻩ . ﺩﻩ ﺑﻪ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﺍﺫﺍﻥ ﭘﯿﻞ ﮐړ ، ﺍﻭ ﺩ ' ﺃﺷﻬﺪ ﺃﻥ ﻣﺤﻤﺪًﺍ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ' ﺟﻤﻠﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻭﺭﺳﯿﺪﯼ ، ﺳﺘﻮﻧﯽ ﺑﻪ ﯾﯥ ﻏﺮﯾﻮ ﺑﻨﺪ ﮐړ ... ﭘﻪ ﮊړﺍ ﺑﻪ ﯾﯥ ﭘﯿﻞ ﻭﮐړ ... ﻧﻮ ځﮑﻪ ﺷﺎﻡ ﺗﻪ ﻭﻻړ ﻣﺪﯾﻨﻪ ﯾﯥ ﭘﺮﯾښﻮﺩﻟﻪ ... ﺍﻭ ﺗﺮڅﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﭘﻮﺭﻱ ﺩﺍﺳﻼﻡ ﭘﻪ ﻟښﮑﺮ ﮐﯥ ﺩﯾﻮﻩ ﺳﭙﯿڅﻠﻲ ﻏﺎﺯﻱ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮ ، ﯾﻮ ﻭﺧﺖ ﯾﯥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﭘﻪ ﺧﻮﺏ ﻭﻟﯿﺪ ﺧﻮﺏ ﻭﻟﯿﺪ ، ﭘﻪ ﺧﻮﺏ ﮐﯥ ﯾﯥ ﺑﻼﻝ ﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ: ﺑﻼﻟﻪ ! ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺟﻔﺎ ؟ !! ﺯﻣﻮږ ﻟﯿﺪﻭﺗﻪ ﻧﻪ ﺭﺍځﻲ ؟؟ ﺑﻼﻝ ﭼﯥ ﺭﺍﻭﯾښ ﺷﻮ ﻏﻤﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺩﺭﺩﻭﻧﻮ ﮐړﺍﻭﻩ ﺍﻭﺳﻤﺪﺳﺘﻲ ﺩﻣﺪﯾﻨﻲ ﭘﻪ ﻟﻮﺭ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮ ، ﻣﺪﯾﻨﻲ ﭘﻪ ﺭﺳﯿﺪﻭ ﺩﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺩﻗﺒﺮ ﻣﺒﺎﺭﮎ ﺯﯾﺎﺭﺕ ﺗﻪ ﻭﺭﻏﯽ ، ﺩﻗﺒﺮ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﯾﯥ ﭘﻪ ﮊړﺍ ﺯړﻩ ﺳﭙﮏ ﮐړ . ﺩﯼ ﻻ ﻧﺎﺳﺖ ﻭ ﭼﯥ ﺣﺴﻦ ﺍﻭﺣﺴﯿﻦ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﻤﺎ ﻭﺭﺗﻪ ﺭﺍﻏﻠﻞ ، ﺩﻭﺍړﻭ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻭﺍﺭﭘﻪ ﻏﯿږﻭ ﮐﯥ ﻭﻧﯿﻮ ﺍﻭﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﺑﻞ ﻣﺦ ښﮑﻞ ﮐړ .... ﺍﻭ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﯾﯥ ﻭﯾﻞ : ﺩ ﺳﻬﺎﺭ ﺍﺫﺍﻥ ﺑﻪ ﺭﺍﺗﻪ ﮐﻮﯤ ، ﺳﻬﺎﺭ ﻣﻬﺎﻝ ﺑﻼﻝ ﺩﺟﻮﻣﺎﺕ ﺑﺎﻡ ﺗﻪ ﻭﺧﻮﺕ ، ﺍﻭ ﺩﺍ ﻋﺮﺵ ﻟړﺯﻭﻭﻧﮑﻲ ﮐﻠﻤﺎﺕ ﯾﯥ ﭘﯿﻞ ﮐړﻝ : (ﺍﻟﻠﻪ ﺃﻛﺒﺮ ﺍﻟﻠﻪ ﺃﻛﺒﺮ) . ﺩ ﺑﻼﻝ ﺗﮑﺒﯿﺮ ﮐړﯾﮑﻮ ﻣﺪﯾﻨﻪ ټﻮﻟﻪ ﻭﻟړﺯﻭﻟﻪ ... ﮐﻠﻪ ﯾﯥ ﭼﯥ : ( ﺃﺷﻬﺪ ﺃﻥ ﻻ ﺁﻟﻪ ﺇﻻ ﺍﻟﻠﻪ ) ﻭ ﻭﯾﻠﯥ ﭘﻪ ﻣﺪﯾﻨﻪ ﮐﯥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺩﻣﯿﻨﺎﻧﻮ ﺩ ﮊړﺍ ﮐړﯾﮑﻲ ﺍﻭ ﺳﺎﻧﺪﻱ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﺷﻮﯤ .... ﺍﻭ ﭼﯥ : ( ﺃﺷﻬﺪ ﺃﻥ ﻣﺤﻤﺪﺍً ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ). ﯾﯥ ﻭﻭﯾﻠﻲ ﺩ ﻣﺪﯾﻨﻲ ښځﻲ ﻟﻪ ﭘﺮﺩﻭ ﺭﺍﻭﻭﺗﻠﻲ .... ﭘﻪ ﻣﺪﯾﻨﻪ ﻣﻨﻮﺭﻩ ﮐﯥ ﺩ ﮊړﺍ ﺍﻭ ﺍﻧګﻮﻻ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺷﻮﺭ ﺍﻭ ﺯﻭږ ﺟﻮړﺷﻮ ﭼﯥ ﻣﺨﮑﻲ ﻫﯿڅﮑﻠﻪ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻧﺎﺭﯾﻨﻪ ﺍﻭ ښځﯿﻨﻪ ﭼﺎﭘﻪ ﮊړﺍ ﻧﻪ ﻭ ﻟﯿﺪﻟﻲ ... ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺍﻣﯿﺮﺍﻟﻤﺆﻣﻨﯿﻦ ﻋﻤﺮ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺷﺎﻡ ﺗﻪ ﻭﻻړ ، ﺩﺷﺎﻡ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﺑﻼﻝ ﺩﻱ ﯾﻮﺍځﻲ ﺩﯾﻮﻩ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻩ ﺍﺫﺍﻥ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﮐړﯤ ، ﺍﻣﯿﺮ ﺍﻟﻤﺆﻣﻨﯿﻦ ﺑﻼﻝ ﺩﻟﻤﺎﻧځﻪ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﮐﯥ ﺭﺍﻭﻏﻮښﺖ ﺍﻭ ﻫﯿﻠﻪ ﯾﯥ ﺗﺮﻱ ﻭﮐړﻩ ﭼﯥ ﺍﺫﺍﻥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﮐړﯤ ، ﺑﻼﻝ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﺷﻮ ﺍﻭ ﺍﺫﺍﻥ ﯾﯥ ﻭﮐړ ، ﺩ ﺑﻼﻝ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﻲ ﭼﯥ ﺩﺍﺫﺍﻥ ﺳﭙﯿڅﻠﻲ ﮐﻠﻤﺎﺕ ﻭﺗﻞ ﺩﻋﻤﺮ ﺍﻭﺑﯿﺎ ﺩﻧﻮﺭﻭ ﺻﺤﺎﺑﻪ ﮐﺮﺍﻣﻮ ﺩ ﮊړﺍ ﮐړﯾﮑﻲ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻏﺒﺮګﻲ ﺷﻮﯤ ﻧﺎﺳﺘﻮ ﺻﺤﺎﺑﻪ ﮐﺮﺍﻣﻮ ټﻮﻟﻮ ډﯾﺮ ﺯﯾﺎﺕ ﻭﮊړﻝ ، https://t.me/Gaeznw
Mostrar todo...
ښکلــــــي کیــــسې①

د چېـنل محـتويـات! پر ځانګړو موضوعاتو باندي جالبې کسیې ځانګړې لړۍ ،‌

https://t.me/Gaeznw

Mostrar todo...
قاري سعید خوستی

محترمو ملګرو زموږ مخکنی چینل دبزدله دښمن لخوا بلاک شو همدا زمونږ یوازینی رسمي چینل ده #خبرتیا

https://t.me/kostei457898

زمونږ همدا یوازینی رسمي چینل ده چی دډیرو ملګرو په باربار ویلوو سره مو دخدمت په مخه جوړ کړ چینل دملګرو سره شریک کړئ مننه

د خالد بن وليد رضي الله عنه عجيبه کارنامه. #ژباړه_م_رضوان_الله_فيضاني د شام په فتوحاتو کې خالد بن رضي الله عنه يو ښار ته ورسېد چې نوم يې (قنسرين) و، د ښار ډېره قوي او محکمه کلا وه، روميان، کفار کلا ته ننوتل او د کلا دروازې يې په ځانونو پسې وتړلې. له څه مودې محاصرې وروسته چې کاميابي تر لاسه نه شوه او مؤمنان د کلا د دېوال په سوري کولو هم بريالي نه شول، نو خالد بن وليد رضي الله عنه د دې کلا خلکو ته يو خط ورولېږه چې داسې يې په کې ليکلي و : بسم الله الرحمن الرحيم، د خالد بن وليد له لوري د قنسرين خلکو ته !!! تاسو به له مونږ څخه چيرته لاړ شئ؟ قسم دی په هغه ذات چې د خالد روح د هغه په لاس کې دی، که چېرته تاسو اسمان ته وخېژئ، نو الله ﷻ به مونږ هم درپسې دروخېژوي او يا به مو الله تعالی مونږ ته ښکته راوغورځوي. دغه خط چې څنګه د کلا د خلکو مشر ته ورسېد، نو الله ﷻ يې په زړه کې سخته وېره او دهشت واچوۀ او ويې ويل : د ښار دروازې خلاصې کړئ او د تسليمۍ په حال کې ووځئ، مونږ د دې خلکو د مقابلې توان او طاقت نلرو. کله چې د خالد بن وليد رضي الله عنه د دغې کارنامې خبر اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه ته ورسېد، نو ويې ويل : الله تعالی دې په ابو بکر صديق رضي الله عنه، رحم وکړي، هغه له ما څخه د سړيو ډېر پېژندونکی و. https://t.me/Gaeznw
Mostrar todo...
ښکلــــــي کیــــسې①

د چېـنل محـتويـات! پر ځانګړو موضوعاتو باندي جالبې کسیې ځانګړې لړۍ ،‌

https://t.me/Gaeznw

Elige un Plan Diferente

Tu plan actual sólo permite el análisis de 5 canales. Para obtener más, elige otro plan.