د افغانستان اسلامي امارت
Canal cerrado
Islamic Emirate of Afghanistan
Mostrar másEl país no está especificadoLa categoría no está especificada
286
Suscriptores
Sin datos24 horas
-27 días
-1030 días
Archivo de publicaciones
د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د «ګرین ګارنټ» قیمتي ډبرو کان تثبیت او موندل شوی.
د یاد ریاست په وینا، دغه کان د عنابې ولسوالۍ اړوند په ابدره کلي کې تثبیت شوی دی.
د پنجشېر د کانونو ریاست د دې کان د استخراج د پیل په تړاو ډاډ ورکوي او زیاتوي چې د دې کان د مسلکي استخراج جواز صادر شوی دی.
#مليتلویزیون
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن الشیباني او د استخباراتو سازمان رییس حسین السلامه تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې ۱۹مه) ناوخته مهال د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلي.
د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې دغه سوریایي چارواکي به ریاض کې د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په ناسته کې ګډون وکړي.
#مليتلویزیون
روسیې او عمان د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د ایران او امریکا ترمنځ په مسقط کې د ترسره شویو مذاکراتو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د سیمې د ثبات د تضمین لپاره د منلو وړ هوکړې ته د رسېدو په موخه د خبرو اترو بهیر د دوام پر اړتیا ټینګار کړی.
د راپور له مخې، ښاغلي لاوروف په روانو خبرو اترو کې د عمان له هڅو هم مننه کړې ده.
#مليتلویزیون
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د لبنان په شمال طرابلس ښار کې د دوو څنګ تر څنګ ودانیو نړېدو له امله لږ تر لږه ۶ تنو ژوند بایللی او ۷ تنه نور ټپیان شوي.
د راپور له مخې، د دې نړېدلو ودانیو ترڅنګ د استوګنې نورې ودانۍ هم د نړېدو له ویرې تخلیه شوي او د دې هېواد ولسمشر د بېړنیو خدمتونو رسوونکو ادارو ته د ژغورنې عملیاتو او مرستو رسولو په موخه د چمتوولي امر کړی دی.
#مليتلویزیون
لنډه وینا :👈 اسلام د اسانۍ دین دی. 🕒
🌺شیخ ولي الله سعید صاحب.
🌸 تعلیم الاسلام راډيو ارشیف څانګه:📚🔶
کاوش؛
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق پرست وايي، چې نړیوالو د اسلامي امارت په راتګ سره د برېښنا ۸۵۰ پروژو چارې ودرولې.
#مليتلویزیون
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/6EraBKNlgqU
د یوناما راپور: په ۲۰۲۵ کال کې، د پاکستان د پوځ په بریدونو کې شاوخوا ۶۱۳ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
#افغانستان
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د یوناما د وروستي راپور ځینې برخې رد کړې.
#مليتلویزیون
د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي پوځي اکاډمۍ څخه ۶۷ زدهکړیالان په بیلابیلو برخو کې له څلور کلنو مسلکي لیسانس زدهکړو فارغ شول.
#مليتلویزیون
د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون تازه فارغو شویو زدهکړیالانو ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري سپارښتنې!
#مليتلویزیون
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ملا نورالله نوري د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون په فراغتغونډه کې ویلي، چې د مجاهدینو د روزنې بنسټ عقیده، تقوا او دیانت دی.
#مليتلویزیون
د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون په فراغتغونډه کې ویلي، د تېرې ادارې پوځ کې د مړه ضمیر خاوندان جذبېدل.
#مليتلویزیون
د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون په فراغتغونډه کې ویلي، اسلامي امارت کوښښ کوي، چې متعهد او با احساسه پوځ وروزي.
#مليتلویزیون
د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون تازه فارغو شویو زدهکړیالانو ته د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سپارښتنې!
#مليتلویزیون
کډوال: هېواد ته له راستنېدو سره د کورونو کرایې لوړې شوې
یو شمېر افغان کډوال وایي، هېواد ته له راستنېدو سره هممهاله د کورونو کرایې څو چنده لوړې شوې دي.
د دوی په وینا، له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د مرستې او همکارۍ په موخه د کورونو کرایې راکمې کړي.
#افغانستان
د استخباراتو GDI عمومي ریاست رسمي تلګرام ادرس دي
این آدرس تلگرام رسمی اداره کل استخباراتGDI است
👇 👇
https://t.me/+bXhm9CHs5Hg2MGQ0
https://t.me/+bXhm9CHs5Hg2MGQ0
https://t.me/+bXhm9CHs5Hg2MGQ0
د کابل والي ملا امینالله عبید، په مشرۍ د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل والي ملا امین الله عبيد د بیت المال د شتمنیو د ساتنې، د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې د قاطع اقداماتو او د قانون د بشپړ تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلي عبید اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې په بشپړې همغږۍ سره په دې برخه کې مؤثر او عملي ګامونه واخلي او د متخلفینو پر وړاندې قانوني چلند وکړي.
#مليتلویزیون
افغانستان بانک ۵۳۷ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې
افغانستان بانک ویلي، په راکړه ورکړه کي د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه ئې ۵۳۷ میلیونه او ۷۴۶ زره زړې افغانۍ سوځولي چي، د افغانۍ ټولي انواعي په کښي شاملي وې.
یاد بانک وايي، دغه بانکنوټونه ئې له لوېدیځ زون څخه راټول او نن (یک شنبه) ئې د یوه ځانګړي پلاوي په شتون کي له منځه وړي دي.
د دغه بانک دوهم مرستیال ملا محمد اخند د یادو پیسو د سوځولو پر مهال پر هیوادوالو ږغ کړی چي، د افغانیو ساتلو ته پاملرنه وکړي؛ ترڅو تر وخت مخکي له زړېدلو څخه وژغورل سي.
تېره اوونۍ هم دغه بانک په مرکز کابل کي ۵۸۸ میلیونه او ۱۴۰ زره زړې افغانۍ وسوځولې.
#MillatZagh
خبر
۱۴۰۴ د سلواغې ۱۹
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: هېوادونه دې د یو او بل ارزښتونو او حریمونو ته درناوی ولري
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د نظامي اکاډمۍ په تربیتي دوره کې د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي دفاع، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت د اهمیت په اړه د زده کړو له امله فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې دا روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په کلکه دفاع وکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر د نیتونو پر اصلاح، د تقوا پر اختیارولو او د هیوادوالو پر خیال ساتلو هم ټینګار وکړ.
محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هیواد سره تعامل ته ژمن دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لازمه ده، ترڅو هیوادونه د یو او بل ارزښتونو او حریمونو ته درناوی ولري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته زېری ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکتورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.
نوموړي زياته کړه، په دې سره به له یوه لوري نوي سکتورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هیواد په اقتصادي وده او خودکفایۍ کې پام وړ اغېز ولري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي هدایات شوي چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز وویل، اسلامي امارت او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.
هغه زیاته کړه: «افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نشي کړای.»
په پای کې محترم ملا صاحب له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات، چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي.#
