افغان میډیا
前往频道在 Telegram
افغان میډیا چینل ته پخیر راسئ دلته به د هیواد داخلي او خارجي تازه خبرونه درته نشریږي لینک درسره نشر کړئ. https://t.me/AFGHAN_MIDYA_313
显示更多4 018
订阅者
-324 小时
-267 天
-8430 天
吸引订阅者
十月 '2610月 '26
十月 '260
在0个频道中
九月 '26
+63
在0个频道中
Get PRO
八月 '26
+532
在0个频道中
Get PRO
七月 '26
+271
在0个频道中
Get PRO
六月 '26
+238
在1个频道中
Get PRO
五月 '26
+272
在1个频道中
Get PRO
四月 '26
+436
在0个频道中
Get PRO
三月 '26
+285
在8个频道中
Get PRO
二月 '26
+702
在5个频道中
Get PRO
一月 '26
+302
在5个频道中
Get PRO
十二月 '25
+14
在8个频道中
Get PRO
十一月 '25
+633
在6个频道中
Get PRO
十月 '25
+441
在3个频道中
Get PRO
九月 '25
+346
在38个频道中
Get PRO
八月 '25
+471
在29个频道中
Get PRO
七月 '25
+1 171
在72个频道中
Get PRO
六月 '25
+2
在16个频道中
| 日期 | 订阅者增长 | 提及 | 频道 | |
| 01 十月 | 0 |
频道帖子
#وحشت
تیره شپه یوځل بیا د مرتد پاکستاني اسرایلي رژیم هوایي بریدونه د ګران هیواد پر هلمند ګرمسیر او کونړ پر شلتن ولسوالیو ترسره کړي.
چې په دغه بزدلانه او وحشتناکه برید کې (٩) تنه هیوادوال شهیدان او (١١)تنه ټپیان شوي.
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ
| 2 | بیړني_خبر !
د عراق حکومت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت په رسمي ډول پای ته رسېدلی او له دې وروسته به له دې ائتلاف سره دوهاړخیزو امنیتي اړیکو ته دوام ورکړي.
د عراق د لومړي وزیر امنیتي سلاکار قاسم الاعرجي ويلي، چې په عراق کې د امريکا د پوځي ماموریت پای ته رسول د عراق د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
نوموړي ویلي، له دې وروسته به د امنیتي او استخباراتي همکاریو، معلوماتو او تجربو د شریکولو او د عراقي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري د دوهاړخیزو اړیکو له لارې دوام ولري.
په ورته مهال د امریکا د دفاع وزارت هم ویلي، چې عراق کې یې پوځي ماموريت په رسمي ډول پای ته رسېدلی او ځواکونه یې له اربیل هوايي اډې څخه د تجهيزاتو په اېستلو بوخت دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل ویلي، امریکا به له عراق سره د روزنې او استخباراتي ملاتړ په برخو کې همکاري روانه وساتي.
د عراق او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې په عراق کې د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې پای ته ورسېږي. | 49 |
| 3 | خبر !
د تخار د امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یو کس د مدرسې د یوه زدهکوونکي د وهلو ټکولو په تړاو نیول شوی دی
د امنیه قوماندانۍ په وینا، د پېښې د انځورونو له ټولنیزو رسنیو څخه تر خپرېدو وروسته دغه کس ونیول شو او دوسیه یې د لا زیاتو څېړنو او قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده. | 47 |
| 4 | د هرات ولايت مقام خبرتیا
له بده مرغه، داسلامقلعه په پوله کې د څو موټرو ترمنځ اورلګېدنه رامنځته شوې وه، چې الحمدلله د اطفائیې مسؤلینو د چټک اقدام او هڅو له امله اور مهار شوی دی.
الحمدلله، تر اوسه دهېڅ ډول ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی، او د مالي زیانونو کچه او داورلګېدنې لامل تر څېړنې لاندې دي | 44 |
| 5 | د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د علماوو شورا هغه لایحه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له خوا تدوین او صادره شوې، په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
دغه لایحه یوه مقدمه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري او د اسلامي نظام په چوکاټ کې د علماوو شورا د جوړښت، صلاحیتونو، مسوولیتونو او دندو حدود تنظیموي. د دې لایحې له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د شورا لپاره رئیس، مرستیال، اداري مسوول او مالي مسوول ټاکل کېږي او نور غړي به هم د اړتیا له مخې وټاکل شي.
د دغې لایحې له مخې، د علماوو شورا غړي باید د دیني علومو عالم یا په سیمه کې منل شوی شخصیت، صالح، متدین او امانتدار وي او په شرعي علومو او ټولنیزو مسایلو کې له کافي پوهې او بصیرت څخه برخمن وي. د افغانستان د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، خلکو ته د شرعي نظام د اهمیت په اړه پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع د احساس پیاوړتیا، د مسوولینو د فعالیتونو او چلندونو اصلاح، د خلکو او مسوولینو ترمنځ د باور رامنځته کول، د نوي نسل د عامه پوهاوي زیاتول او له امارتي ادارو سره همکاري، د دې شورا له مهمو مسوولیتونو څخه بلل شوي دي. | 83 |
| 6 | روسیې د اوکراین په پلازمېنه او نورو بېلابېلو سیمو د بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او له ۸۰ زیات ټپیان دي.
په دغو بریدونو کې د اوکراین علمي اکاډمي هم په نښه شوې، چې لږ تر لږه دوه کسان په کې وژل شوي دي. | 110 |
| 7 | تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د امریکا له لوري د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د سرغړونو پر وړاندې اقدام وکړي او په دې اړه چوپ پاتې نه شي.
عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې ویلي، ایران د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره پر خپل دریځ ولاړ دی او د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي.
نوموړي د غزې او لوېدیځې غاړې وضعیت ته په اشارې سره، د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د جدي اقدام غوښتنه هم کړې ده. | 103 |
| 8 | نور جزئیات…
د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل سیمه کي یوه کس د ټراکټور په وسیله د پاکستاني پولیسو له یوې لویي پوستې سره چاودنه کړې، ۱۱ پولیس یې وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي.
په وژلو سویو کي ۶ یې لوړپوړي امنیتي مسولین وه.
#افغان_میډیا | 171 |
| 9 | پاکستاني رسنیو د پولیسو سرچینو په حواله ویلي، د تحریک انصاف ګوند د اعتراضونو یو اوونیز ځنډ به په اسلاماباد کې د امنیتي تدابیرو لګښتونه زیات کړي.
ډان ورځپاڼې ویلي، پولیسو د اعتراضونو د مخنیوي لپاره په پلازمېنه کې ۱۵۵۰ کانتینرونه ځای پر ځای کړي، چې ورځنۍ کرایه یې شاوخوا ۴۶.۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ کېږي.
د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، د پنجاب او سند ایالتونو شاوخوا ۱۸ زره پولیس د امنیت د ټینګښت لپاره اسلاماباد ته راغوښتل شوي دي.
د اسلاماباد پولیسو تر دې وړاندې د دغو لاریونونو د امنیتي لګښتونو لپاره د شاوخوا ۸۲۰ میلیونه کلدارو غوښتنه کړې وه، خو د اعتراضونو له ځنډېدو سره ښایي دغه لګښتونه له یو میلیارد کلدارو څخه واوړي.
ټاکل شوې وه چې د تحریک انصاف ګوند اعتراضونه سبا له پېښور څخه پیل او د اسلاماباد پر لور دوام وکړي، خو د دغه ګوند مشرتابه د نامعلومو دلایلو له امله پرېکړه کړې چې اعتراضونه د اکتوبر تر څلورمې نېټې وځنډوي.
#افغان_میډیا | 158 |
| 10 | یوه ایراني چارواکي ویلي، دغه هېواد به له امریکا سره پر خپل اټومي پروګرام جوړجاړی ونه کړي او هرمز تنګی به تر هغه تړلی وي، څو واشنګټن د تهران ټول شرطونه ونه مني.
#افغان_میډیا | 141 |
| 11 | د روسیې دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو تېره شپه د روسیې په بېلابېلو سیمو، کریمیا او د تور سمندرګي او ازوف سمندرګي په اوبو کي ۶۴۵ اوکرایني بېپیلوټه الوتکي کشف او له منځه وړي دي.
#افغان_میډیا | 139 |
| 12 | رویټرز راپور ورکړی چې امریکا او ایران اوس مهال په نیویارک کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي.
رویټرز لیکلي چې ایران به هرمز تنګی د بېړیو پر مخ پرانیزي او امریکا به یې په بدل کې د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي. پر دې سربېره، ښایي تهران د خپلو کنګل شویو شتمنیو یوې برخې ته هم لاسرسی ومومي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، د کړکېچ د حل یوه احتمالي لار دا ده چې ستونزې په څو پړاوونو کې حل شي او په لومړي پړاو کې سمندري محاصره پای ته ورسیږي او هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي.
#افغان_میډیا | 189 |
| 13 | پاکستاني پوځي رژيم د ظالمانه تجاوز په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
تیره شپه د ۱۴۰۵ل کال د تلې ۲مې د پاکستاني نظامي رژيم لخوا یو ځلړ بیا د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو تجاوز او هوايي بمبار وشو.
په دغه جنایتکارانه تجاوز کې څلور تنه عام هېوادوال شهیدان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندي، د ټولو اصولو خلاف صريحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بولي.
د افغانستان اسلامي امارت خلکوته ډاډ ورکوي چې
د پاکستان پوځي رژيم د دغو بې شرمانه تجاوزونو او تیریو په وړاندې، د پریکنده دريځ په نیولو سره به مناسب ځواب ورکړل شي ان شاء...
د دې لپاره چې دغسې بې باکه تجاوز اوظلم توجيه کړي، تیره ورځ پاکستانیو پوځي حلقاتو اوازه خپره کړه چې ګنې له افغانستان څخه د دوی خواته ډرون الوتکې اوښتي،
همدا ډول یې یوځل بیا د خپلو داخلي ستونزو په وړاندې د ناتوانیو د توجیه کیدو په موخه پر افغان خاوره هوايي یرغل وکړ.
داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري.
#افغان_میډیا | 188 |
| 14 | تازه خبر: په خوست، کندهار او پکتيا ولايتونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي
د ځايي سرچینو د مالوماتو له مخې، د خوست ولايت صحرا باغ سیمې ته نږدې او هم مهاله په کندهار او پکتیا ولایتونو کې د څو درنو چاودنو لوړ غږونه اورېدل شوي دي.
د پیښې دقیق لامل او بڼه تر اوسه روښانه نه ده.
#افغان_میډیا | 204 |
| 15 | المرصاد:
سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي
د پاکستان د پوځي رژيم او د هغوی د نیابتي ډلو اړوند تبلیغاتي حسابونه شایعات خپروي چې افغانستان د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو باندې ډرون بریدونه ترسره کړي دي.
مؤثقې سرچینې دا شایعات دروغ بولي او وایي، پاکستانی پوځي رژيم وهم اخیستی او يا غواړي په دې توګه ځان له ځوابي بريدونو څخه خلاص کړي.
د سرچینو په خبره، افغانستان تراوسه کوم ډرون برید نه دی ترسره کړی، خو تېري ته د ځواب حق یې محفوظ دی او د برید نوعيت او وخت به پخپله وټاکي.
د ردالظلم عملیاتو په جریان کې معلومه شوه چې پاکستان د دې وړتیا نه لري چې د افغانستان د هوايي ځواک د ډرون الوتکو مخه ونيسي، د افغانستان هوايي ځواک چې کله وغواړي د پاکستان د پوځي رژیم په هره ساحه کې خپل هدف دقیق په نښه کولای شي او ان شاء الله په راتلونکي کې به ډيرې محاسبې به نا سمې ثابتې شي.
#افغان_میډیا | 237 |
| 16 | د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د عربي او اسلامي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره کتلي او د ایران د جګړې او د سیمې د امنیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
معلومات ښيي، چې په دې ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د اردن پاچا عبدالله دویم، د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د عراق صدراعظم علي فالح الزیدي، په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و.
ټرمپ ويلي، د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف او جیرډ کوشنر له ایراني پلاوي سره درې ساعته خبرې کړې دي او دا ناسته یې «ډېره ښه او ګټوره» بللې ده.
هغه زیاته کړې، چې له ایران سره د یوې هوکړې لپاره د خبرو د دوام امکان شته.
#افغان_میډیا | 197 |
| 17 | د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد په کونړ او پکتیکا کې د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستان پوځي رژیم بریدونو ته په غبرګون کې ویلي: "موږ دا تجاوز او ظلم غندو او د جنایتونو تکرار یې بولو."
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، پاکستاني پوځي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو په منظور یوځل بیا په داسې جنایت لاس پورې کړ، چې افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي.
#افغان_میډیا | 220 |
| 18 | د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې د پاکستان متجاوز پوځي رژیم په هوايي برید کې د نورګل ولسوالۍ پتڼ کلي کې د نور احمد په نوم د یوه کس کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د نوموړي په ګډون د دې کورنۍ ۳ کسان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی فطرت زیاتوي، په شهیدانو او ټپیانو کې دوه ماشومان او دوې ښځې هم شاملې دي.
د نوموړي په وینا، یاد رژیم د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په رخه او تور کنډي سیمو کې هم دوه ځایه بمبار کړی چې یو دوکان او یو تش کور پکې ویجاړ شوي خو ځاني زیان نه لري.
#افغان_میډیا | 231 |
| 19 | تازهخبر
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیبالله حنیف وایي، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار شاوخوا درې بجې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه کې هوايي برید کړی چې پکې درې تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي حنیف په وینا، په دغه برید کې یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
#افغان_میډیا | 213 |
| 20 | 没有文字... | 61 |
