تدۡبِیرګر
前往频道在 Telegram
الفكر الثوري، والهدف السامي، والقلم المجاهد، والسفر الذي لا نهاية له. دا چینل د فکري او حماسي افکارو ځای دی، چې د اصلاح او بدلون لپاره فعالیت کوي. د دعوت او تحول غوره ادرس. ⫍₁₄₄₆ ̲₁ ̲₁⫎ ⭛⭛⭛ ☍تأسیس: هجري قمري
显示更多2 379
订阅者
无数据24 小时
-227 天
-8430 天
帖子存档
2 379
غرونه که هر څومره اسمان ته سر هسک کړي هېر دې نه کړي چې بېخ او ريښه یې زمونږ تر پښو لاندې ده په هر سرکښه سر باندې د فتحې لارې تېرېدل زمونږ قانون دی.
نړۍ دې زمونږ د چوپتیا او طوفانونو ننداره وکړي.
کله چې خلک د ژوند په جګړه کې مات شي نو د مبارزې او پاڅېدو چل له مونږ څخه زده کوي. مونږ د تاریخ هغه غلي پړاوونه یو چې یوازې زمونږ کارنامې غږېږي نه زمونږ شتون.
دا د زمریانو وروستی غږ دی بېرته هغه خلوت ته ګرځو چېرته چې لوی طوفانونه نغښتي وي.
#طوفاني_چپتیا
2 379
مونږ ملګرتیا د یرموک په دښته کې پېژدلې او پاللې ده چیرته چې زما اسلافو د مرګ په وروستیو سلګیو کې د خپلې تندې اوبه خپل ملګري ته بښلې او په تږي ځان یې خپل روح حق ته وسپاره. هو مونږ ملګرتیا تر هر چا ښه پېژنو او پالو یې مګر په دې نني عصر کې داسې څوک نشته چې زمونږ د زړونو دا اخلاص، ایثار، وفاداري، للٰهيت او د ملګرتیا دا لوړ مقام وپېژني ځکه نن خلک په ملګرتیا کې مصلحتونه پالي او مونږ پکې خپل سرونه قرباني کوو.
الحمدلله
#تدبيرګر
2 379
د یو مسلمان ځوان د ژوند تر ټولو لوی مسؤلیت د خپل امت خدمت، د حق دفاع، د رجالو روزنه، د هدف لپاره فنا کيدل او د لوړو انساني او اسلامي ارزښتونو پالنه ده خو دغه ستر هدف ته د رسېدو لپاره یوازې هیلې کافي نه دي بلکې ژور فکر، سخت کار، ترکيز او له غوغا څخه لرې والي ته اړتیا شته.
د خپلو لویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په خپل ځان د تمرکز او د یو نوي بدلون پيل وخت غواړي. يوازې مې د خپل مسیر لپاره د سکوت لاره غوره کړې ده.
#طلحه
2 379
هغه په رپېدلي غږ وویل: یا ربه دا ځمکه څومره تنګه شوې؟ زما د امت ماشومان ولې د خپلو پلرونو پر جسدونو لکه د پاڼو په څېر رژېږي؟ ولې زمونږ تورسرې د مرستې لپاره غږ کوي خو یوازې انګازې یې بېرته ورګرځي؟
هغه پاڅېد کړکۍ یې پرانیسته سړه سیلۍ د هغه پر مخ ولګېده خو د هغه په سینه کې د بل شوي اور د مړ کېدو وس یې نه درلود. هغه د یو داسې ځوان په څېر چې د ټول امت غم یې پر اوږو بار کړی وي اسمان ته وکتل او په داسې حال کې چې اوښکو یې پر مخ لارې جوړې کړې وې په زړه کې یې تېر شول، خلک فکر کوي زه ځوان یم باید ژوند وکړم خو هغوی څه خبر دي چې زما په رګونو کې د وینو پر ځای د امت درد بهېږي!! زه څنګه وخاندم چې په اندلس کې مې د اذان غږ مړ شوی او په قدس کې مې د قبلې په انګړ کې وینه بهېږي؟
هغه د مصلی پر لور لاړ کله چې په سجده پریووت د هغه د اوږو لړزې د هغه د باطن طوفان بیاناوه. د هغه سجده یوازې د ځان لپاره نه وه هغه د امت د هر غافل ځوان لپاره له خدایه بښنه غوښته د هرې بې کوره شوې مور لپاره یې د صبر سوال کاوه.
هغه په سلګیو کې وویل: خوږه امته ته زما په تن کې د روح په څېر یې که ته دردېږې زه ساه نه شم اخیستی که ته ژاړې زما په سترګو کې د خوب رڼا مړه کېږي. کاشکې زما ژوند ستا د ژغورنې بیه وای کاشکې زما وینه ستا د عزت د بڼ اوبه وای!
#طلحه
#تدبيرګر
2 379
تیاره او خالي خونه زما د ماتې یا وېرې ځای نه دی بلکې دا هغه فولادي کارګاه ده چې پکې خپله اراده د طوفانونو د مقابلې لپاره تیره کوم. بلوغ د شور او ځان ښودنې پرېښودل او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په چوپتیا کې د یو بې ساري قدرت جوړول دي!
بلوغ یوازې پنځلس کلنۍ ته رسېدل او نه هم د ږیرې او برېتونو راختل دي؛ دا د فکر او مسوولیت هغه فولادي پړاو دی چې هر ځوان یې د درک کولو وړتیا نلري. کله چې یوه تیاره او خالي خونه د وېرې پر ځای ستا د لویو پلانونو او بې ساري قدرت د جوړولو په خوندي سنګر بدله شي نو پوه شه چې ته د طوفانونو مقابلې ته چمتو شوی یې!
#تدبيرګر
2 379
په لمریزو وړانګو کې د دغو شګو او غرونو ترمنځ د تاریخ اوږدې ساګانې انځور شوي دي. دا د کاروانونو لار ده هغه لاره چې د پخوانو سوداګرو، مهاجرینو، فاتحینو، لارويو، مسافرو او انبیآؤ د قدمونو ګرد یې د ځان پر غېږه وړی. د دې لارې واړوه اړخونه له ویاړلو غرونو ډکې دي چې د زمانې شاهدان دي.
د کاروان مشران پر اوښانو سپاره خپل سفر ته دوام ورکوي لکه د ازل نه چې د دوی برخهلیک همداسې لیکل شوی وي. هر ګام چې پورته کوي ګردونو ته ژمنه ورکوي چې له دوی وروسته به بله قافله هم دلته تېرېږي.
د انسان ژوند هم همداسې یو کاروان دی له یو ځایه بل ته تلل، د ستونزو تنګو درو ته داخلېدل، د امیدو وړانګو ته رسېدل، د ماتې د ګردابونو نه تېرېدل او بیا د بریا منزل ته رسېدل. دا سفر هم د دنیا په سرای کې د نفسونو سرګردانۍ ته ورته دی چې څوک یو منزل ته رسېږي بل ته دوام ورکوي خو د لارې رازونه یوازې هغو ته څرګندېږي چې د صحرا خاموشۍ ته غوږ شي. خاموشي خپله په خپل ځان کې لويه کيسه لري خو کاااش چې څوک یې واوري.
دغه رازونه د هغه چا له سترګو پټ نه دي چې د وجود روح یې د تاریخ پاڼې لوستې وي هغه پوهېږي چې د انسان د سفر حقیقت د ده له وجود نه لوړ دی چې کاروان باید حرکت وکړي که نه نو د صحرا د بادونو خوراک به شي.
دا غرونه، دا درې، دا لمریزه روښنایي، دغه ګردجنه صحرا، دغه وير لړلې څپې او دا دوړې د یو ازلي حقیقت شاهدي ورکوي.
حرکت د بقا راز دی او له کاروانه پاتې کېدل د نابودۍ پیلامه. ژوند ډير بې رحمه دی خبردار اوسه!
#تدبيرګر
2 379
مومنې ميرمنې بايد داسې وي: ﴿قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتّىٰ يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ﴾ هغوی (د شعیب علیه السلام لوڼو) دواړو وویل: مونږ اوبه نه ورکوو تر څو شپانه خپل رمې بېرته بوځي او زمونږ پلار ډير بوډا دی.
یعنې د شعیب علیه السلام لوڼو د خپل پلار زړښت، انتظار، د کار سختي، خپلې بې وسۍ او د څارويو تنده د دې عذر ونه ګرځول چې له پرديو نارینوو شپونکيانو سره ګډې شي بلکې حیا او عفت ته یې اوليت ورکړ.
په دې کې د حیاء، پاکلمنۍ، عزت، وفادارۍ او د ښځې د وقار یو ستر درس دی چې انسان باید د ضرورت پر مهال هم د حدودو او ادب خیال وساتي..!
الله تعالی دې زمونږ د ټولنې اصلاح وکړي. آمین
#تدبيرګر
2 379
مفتي نظام الدین شامزۍ رحمه الله
د معاصر خزان وهلي امت په تاریخ کې مفتیان ډېر تېر شول خو د شامزۍ په څېر د علم او جهاد جامع شخصیتونه د ګوتو په شمېر پيدا کيږي چې د کفر پر وړاندې د امت د فکري جګړې روحاني رهبر و.
کله چې په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان مصلحت پال نظام د غربي ښکېلاک په خدمت کې د خپل دین او ګاونډي مسلمان افغانستان پر وړاندې خپله خاوره او فضا د کفر واک ته ورکړه او داسې کردار یې ادا کړ چې کوم ډول تمه د روسي ښکيلاک څخه کيدای شوه. مفتي صاحب د جابر سلطان پر وړاندې تر ټولو دروند او علمي ګوزار جوړ شو هغه او ملګرو یې د دغه پوځي او سیاسي قیادت د ارتداد تاریخي فتوا صادره کړه.
د واکمن رژیم لخوا د وېرې او د فتوا د بېرته اخیستلو په غبرګون کې د دغه مجاهد غږ دا و: ستاسو د ظلم حد زما مرګ دی او ما شهادت پخوا انتخاب کړی. له دغه تاریخي ثبات یوازې څو ورځې وروسته باطل رژیم د ده د غلي کولو لپاره غدر ته پناه یووړه او د کمین په ترڅ کې یې د اسلافو په څېر په خپلو وینو کې رنګ کړ.
د شامزۍ وینه د معاصر جهاد سره کرښه شوه او د حق او باطل ترمنځ د نه پخلا کېدونکي جګړې تلپاتی مشال شو. د هغه تګلارې ثابته کړه چې د علم اصلي زکات د حق په لاره کې د سر شيندنه ده.
روح یې ښاد او تګلاره یې د حقپالونکو لارښود!
نن د شامزۍ رحمه الله د شهادت ۲۲ تلين دی.
#تدبيرګر
2 379
هجرت د ژوند د ارامۍ پرېښودل دي ترڅو روح د حق په لاره کې ارام ومومي.
د داعي د سترګو وړاندې يوازې يو هدف وي د الله جل جلاله د کلمې لوړول او د اسلامي امت پر وړاندې خپل مسؤليت ادا کول. منزل لرې دی، لارې له اغزو ډکې دي، ځواني د لارو په اوږدو کې زړيږي خو د ايمان رڼا هر تاريک سفر روښانه کوي په دې لاره کې هر ګام يو عبادت او هره سختۍ يو امتحان دی. خدای دې مونږ ته ثبات او استحکام را نصيب کړي آمين
#غزنی
#د_اسلامي_تمدن_پلازمينه
#تدبيرګر
2 379
لوی اختر مو مبارک شه.
الله تعالی مو عبادات او قربانۍ قبولې کړه. الله تعالی دې زمونږ په زړونو کې د ابراهیمي تسلیمۍ روحیه ژوندۍ وساتي.
#طلحه
2 379
د حق د لارې د مشال مړينه!
کله چې د حق د لارې یو پیاوړی غږ، د رڼا بې باکه سفیر، د دعوت ځلانده ستوری، د ارادې او اخلاص خاوند، استاد عبدالله سعید (تقبله الله) د شهادت جاویدانه مقام ته رسیږي نو یوازې یو انسان سترګې نه پټوي دا د یو داسې ستر کاروان سالار رخصت دی چې په هجران سره یې د ممبر او محراب غږ یتیم کیږي، د پوهې او هدایت یوه تنده ماتیونکې چینه وچیږي او د امت په زخمي زړه یو بل ژور او بې علاجه ټپ پاتې کیږي.
استاد عبدالله سعید مړ نه دی د هغه بیدارونکي افکار، د ويشتونکي دعوت غږ، د هغه بې ساري علمي تحقیقات، ژور تدقیق او د هغه سپېڅلی او بې داغه ژوند د تاریخ په زرینو پاڼو او د مومنانو په ژوندیو زړونو کې د تل لپاره ابدي دي. هغه د خپل قلم، ژبې، علم او عمل مسؤلیت په پوره مېړانې او رښتنولۍ سرته ورساوه! خپل امانت یې د حق په لاره کې تر ټولو لوړ منزل (شهادت) ته ورساوه. مبارک دې وي د ځوانمردۍ او سرښندنې دا د کمال او سپېڅلتیا لوړ مقام! او د تل لپاره دې روښانه او رڼا شیندونکې وي ستا د مبارکې وینې لاره، ای د بیدارۍ، پوهې، د سنګر، ممبر او دعوت د اسمان ځلانده ستوریه!
#تدبيرګر
2 379
عجيبه يې دا ده: نن سبا هر څوک هڅه کوي خپل عبادت، مېړانه، وفاداري، خلاص، للٰهيت او نېکي په ننداره وړاندې کړي خو ځواکمن ځوان هغه دی چې خپل تقوا او د سترګو پاکوالی داسې پټ وساتي لکه نور خلک چې خپل ګناهونه پټوي. هو دا هغه مېړانه ده چې يوازې د لوړ همت خاوندان يې لري. الحمدلله 🥱
#تدبيرګر
2 379
زمونږ دښمن هغه نه دی چې زمونږ په مقابل کې جنګیږي بلکې هغه دی چې زمونږ تر منځ نفاق اچوي، زمونږ مشران مو په خپلو منځونو کې بدبینه کوي او په پای کې مو یو پر بل وژني. که یو عالم د ظالم نظام د جنایتونو لپاره مذهبي جواز جوړوي هغه که هر څومره لوی عالم وي په اصل کې د ولس سترګې تړي او خپل علميت څخه ناوړه ګټه اخلي.
اسلامي امت په خالي ذهنونو د بلا خولې ته لويدلی د بیداره زړونو کچه بيخي کمه ده علم هغه مهال ګټور دی چې تاته د دښمن مخ در وښيي که نه نو یوازې د کتابونو بار دی د اشخاصو له بندګۍ وتل پکار دي او د تاریخ په رڼا کې خپل ریښتینی دوست او دښمن وپېژنو.
#تدبيرګر
2 379
د خپل تير تاریخ درس تر علم پورته دی يو انسان کیدی شي ډېر لوی عالم وي په زرګونو کتابونو یې فهم غالب وي خو که د خپل وخت له فرعونيانو او د تاریخ له دوکو خبر نه وي هغه په لاشعوري ډول د دښمن په نقشه کې د یوې مهرې په توګه کارول کیږي. تاریخ تکراریږي چا چې له تېر تاریخ څخه درس ونه اخیست هغه مجبور دی چې تېروتنې تکرار کړي او بیا یې بیه په خپلو وینو ورکړي.
#تدبيرګر
