ch
Feedback
انس حماسی

انس حماسی

前往频道在 Telegram

خوږو دلته راسره مله سئ، کله نا کله به درسره د شعر په ژبه د زړه درد شریکوم. ورورک مو '' أنــس حـمّاسی ''

显示更多
932
订阅者
-224 小时
-117 天
-4530 天
帖子存档
Repost from N/a
را مات ڪړی یې زما د زړګي سر دی ختم شوی مي په ښڪلو نور باور دی ڪه یې وټڪوې بیا بیا خلاص بې نڪړم نور بند ڪړی مي جانانه د زړه ور دی زورولی یمه هر چا تر خپل وسه خو ما بیا ڪړی په ښڪو ښه نظر دی یارانې نسته پام څوڪ مو دوڪه نڪړي دا د مخامخ خندا شاته خطر دی دا چي رنګ مي دی تڪ تور د ڪتو ندی تللې یاره ستا د بېلتانه اثر دی د ځوانۍ په خوند هیڅ پوه نه سوم حـمّاسي ژوند مي ټوله په غمو ڪي سراسر دی أنـس حـمّاسي

Repost from N/a
بهار بهار دی وطن ښڪلی سنګار دی وطن وتی له تورو تیارو تڪ سپین سهار دی وطن دښتې او غرونه لري ډېر ارزښتونه لري شور یې د یخو چینو ښڪلي سیندونه لري ګلي ګلزار دی وطن دا له عمر را پاتې له قلندر را پاتې منصور یاسر او جلال د زړونو سر راپاتې راته یادګار دی وطن جانان جانان هیواد دی افغانستان هیواد دی مونږ ته له مال او له سر څخه هم ګران هیواد دی زړو ته قرار دی وطن ڪلي او ښار په امن اولس قرار په امن خوند ڪړي أنـس حـمّاسي ده هره لار په امن نِګار نِګار دی وطن أنـس حـمّاسی

ڪلیوال چي یو څو ورځې د حرم وای خدایه کاش مېلمه د کلي د صنم وای چي نری شمال د ښڪلې مدینې وای سترګې یخې په مزار د محترم وای بختور دي چي تر تا پوري ستنیږي ڪاش په برخه زما خوار هم دا ڪرم وای د بېلتون غرمو وهلی له مودو یم ماته تنده په اوبو مي د زمزم وای یه نصیبه یو څه وخت خو یاري وکۀ یه نصیبه یو څه وخت چي هلته تم وای د  أنـس حـمّاسي دا ارمان پوره وای خوشحالي به وای مدام به خلاص له غم وای أنـس حـمّاسي

Repost from N/a
درد په وجود باندي زغمي پر زړه پرهار هم مني د یو چا عشق ڪي لېوني دي زلمي دار هم مني په یبلو پښو باندي مزل ڪړي تر منزله پورې پاس پر سڪروټو قدم ږدي ګوره انګار هم مني په ایماني جذبه سمبال دي یون ڪوي پر لمبو د حورو غېږ ته زلمي درومي او خمار هم مني مخته روان دي پرېږدي شاته دا فاني ښڪلاوې مزل د تورو شپو ڪوي خو سپین سهار هم مني زړه خو أنـس حـمّاسي بیا چېرته بایللی دی نن تویوې پټې پټې اوښڪې او نِګار هم مني أنـس حـمّاسي

ڪوئ ښه په اخلاص مدام خدمت د والدینو تر پښو لاندې رب ایښی دی جنت د والدینو رضا ڪي یې رضا د ذوالجلال تر لاسه ڪیږي قرآن ڪي هم رب ڪړی دی صفت د والدینو څوڪ ځان په بدو نه امر ڪوي د سترګو توره د امر یې ڪوئ ښه اطاعت د والدینو په دید ڪي یې خدای ایښی هم ثواب دقبول حج دی دیدن ڪوئ په مینه محبت د والدینو په ژوند ڪي یې أنـس حـمّاسي ډېر قدر پڪار دی بیا نه راځي په لاس داسي فرصت د والدینو أنس حماسي

ملګرو ټیک ټاک اکونټ می خراب سوی یو انګلیسی کمینټ وکی او ریفورسټ او فالو یه کی مننه tiktok.com/@darmal785

Repost from N/a
میدان وړی یې همېش له هر دښمن دی په غیرت منلی هر چا دا وطن دی غلامي یې ضمیر هیڅ منلې نده دا چي اوس له خپلواڪۍ نه برخمن دی خدایه و یې ساته ته له بد نظرنه د هیواد امن ماشوم دی څوڪلن دی مڪتبونه مدرسې پڪښې اباد دي په تعلیم سمبال د دې خاورې هر تن دی د ارام ساه پڪښې اخلي هر وګړی ګران هیواد مو اوس په امن ڪي شتمن دی د أنـس حـمّاسي جان جانان وطنه شنو درو باندي دي هر زلمی مین دی أنـس حـمّاسي

Repost from N/a
سومه د خاور بندیوان ولاړم را پسې وبه کړې ارمان ولاړم قدر مي نه وو درسره په ژوند وروسته له مرګ! مه کړه خفګان ولاړم نه به په کلي نه په ښار کي یم سو رانه پاتې دا جهان ولاړم ڪه مي اخیر دیدن ڪوې راشه وړي مي په لور د قبرستان ولاړم چیغې مي مه ڪړه پر مزار باندي ږغ به دي نه اورم قربان ولاړم ژوند ټول له غمه او له درده ډڪ ورڅخه ستړی او ستومان ولاړم پاته ارمان مي پر زړګي نسو حـمّاسي زه تر خپل جانان ولاړم أنـس حـمّاسي

Repost from N/a
دی برخمن له شریعت او له خوښیو نظام خاونده ؤ یې ساته نور له بدرنګیو نظام پاتې یادګار د ملاعمر د ورڪ یاسر او منصور دی مو راوړئ په بدل ڪي د سړیو نظام رنګ مو په وینو هر یو ڪاڼی هره لار د وطن مونږ دی راوړئ په بلها وو قربانیو نظام ڪه ځان ته ښه غواړي څوڪ دلته دي بیا نه را درومي دا لېوني ساتي دا ټول د لېونیو نظام ټوله قومونه پرې راټول تاجیڪ پښتون هزاره خدایه بیا مه راوله نور د تفریقیو نظام لاس په دعا یمه همېش ورته أنـس حـمّاسي وي تر قیامته دي ودان د ننګیالیو نظام أنـس حـمّاسي

له تا سره ڪړو مینه محبت د وطن خاورې لرې مونږ ته ډېر قدر او عزت د وطن خاورې د مور غوندي شېرینه یې له شاتو هم خوږه یې خدمت ته دي ولاړ په لوړ همت د وطن خاورې چي هر د وخت مغرور دي په غرور غېږ ته راغلی ایستلی مو دی ډېر په ذلالت د وطن خاورې عشاق دي پر فرضي ڪرښې ساتنه دحریم ڪړي ولاړ درته زلمي په صداقت د وطن خاورې ڪه زخم وي ڪه درد يا ځارول وې ستا په مینه ور دانګي زلمي غواړي شهادت د وطن خاورې دا ویاړ او افتخار بولم أنـس حـمّاسي ځان ته چي ستړی سم ملال ستا په خدمت د وطن خاورې أنس حماسي

الاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي نوې خوندوره ترانه کسر په لپو کي مي بیا درته دعا راوړې ده په سترګو مي ژړا د پښېمانتیا راوړې ده ترانه ویونکي مولوي نصرت الله نصرت مولوي سید سبحاني آغا شاعر : انس حماسي #الاسلامي_نشریاتي_اداره☟ https://t.me/slamikanal313

الاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي نوې خوندوره ترانه کسر په لپو کي مي بیا درته دعا راوړې ده په سترګو مي ژړا د پښېمانتیا راوړې ده ترانه ویونکي مولوي نصرت الله نصرت مولوي سید سبحاني آغا شاعر : انس حماسي #الاسلامي_نشریاتي_اداره☟ https://t.me/slamikanal313

حتمن ملګرو زما ټیک ټاک ایډی درسره فالو کی👆

زما ټیک ټاک ایډی درسره فالو کی شعری به کوو وری او ریفورسټ هم کی ویډیوګانی نوید افغان tiktok.com/@darmal785

Repost from N/a
تللـي🥹 پام چي یې هېر نڪړې اتله تللي پر سپینه لار د ګلاب ګله تللي ګلاب ځوانۍ یې نذرانه ڪړې له دین په هسڪه غاړه له درشله تللي څوک شول ټوڪ ټوک اېرې اېرې په وجود څوڪ پر ځوړند دار تر منزله تللي دا سپین سپېڅلی مسیر پام پرې نږدئ مسڪا مسڪا ڪي بې ویله تللي دی د بـې سارې قربانۍ برڪت چي مو زلمي اوس تر ڪابله تللي مزه یې نشته اوس أنـس حـمّاسي خواږه یاران مو له محفله تللي أنـس حـمّاسي

لا تر څو به دي محروم له خوږ وِصال یم لا تر څو پوري به داسي په بد حال یم رنځور پروت یم جل وهلی د بېلتون یم ارمانجن دي زه د سپین مخ د جمال یم د عجم له ژونده تنګ یم ما وغاړه ای! حبیبه و روضې ته دي لېوال یم بختور یمه چي ستاسو اُمتي یم شفاعت چي مي ڪوې زه ډېر خوشحال یم ما دي لپې په حضور ڪي دي نیولي په اُمید دي یم د بخښي زه په سوال یم ما أنـس حـمّاسي ډېر انتظار ڪړی له بېلتونه څخه ستړی یم ملال یم أنـس حـمّاسي

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ ګرانو ملګرو دلته به درته وخت په وخت د شیخ عبدالحمید الحـمّاسي حفظه الله څخه د سو پوښتو ځوابونه نشريږي ستاسو د دعا او ملتیا په هیله https://chat.whatsapp.com/KvLc1cjeFQBLon0DVWCvY2

‏مقطع صوتي من نصرت الله نصرت

نوی ترنم ای له شکرو نه خوږې میاشتې ترنم : مولوي نصرت الله نصرت شاعر : انس حماسي د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ترنم او فرهنګ ریاست یې وړاندې کوي