حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور
前往频道在 Telegram
572
订阅者
无数据24 小时
+17 天
-1230 天
帖子存档
سکولریزم د کلیسايي پاپانو د کړنو عکس العمل و. اوولسمه پېړۍ کې د ګالیله نظربند کېدو وروسته ساینسپوهانو غوښتل له دینه ځان جلا وساتي څو خپل علمي کار ته دوام ورکړی شي. دا فاصله ورو ورو دومره ډېره شوه، چې ساینسپوهانو د دین په اړه خبرو ته زړه نه ښه کاوه – له دې کبله نه چې بې دینه و، بلکې له دې کبله چې چاپېریال داسې جوړ شوی و.
بل علت په نولسمه پېړۍ کې د داروین تیوري وه چې محدود شمېر ساینسپوهان د هغې له وجهې بې دینه شول. که څه هم د داروین نظریه دا نه وايي چې ژوند لومړی څنګه پیل شو، او پر دې تمرکز کوي چې وروسته څنګه حیواناتو تکامل کړی؛ ځینې ساینسپوهان، خاصتا د بیولوژي څانګې، له هغې متاثر او له دینه وواښتل.
پنځم فکټور د خلکو لخوا د پخوانیو ساینسپوهانو او فیلسوفانو تکفیرول دي. دا لړۍ تر نورو په مسلمانانو کې ډېره ده. د ایرلند تر ټولو لویې عیسوي کلیسا کې د داروین د جنازې مراسم ترسره شول او هغه یې د «بې دینه» پر ځای لوی عالم یاد کړ. خو په اسلامی نړۍ خاصتا زموږ هېواد کې په بو علي سینا، چې ټول عمر یې پګړۍ تړله، د الحاد ټاپه لګېږي. په داسې حال کې چې نوموړي ۱۰۰۰ کاله وړاندې ژوند کړی او یوازې تالیفات یې پاتې دي. همدارنګه د ذکریا الرازي په هکله هم بې انصافه خبرې کېږي. ځینې مغرض کسان د دوی د شخصي ژوند (اولادونو، ښځو او...) په اړه د ټولو بې خبرۍ سربېره د هغوی دیني عقیدو په اړه تبصرې کوي. دوی فکر کوي هغه مهال تر اوسنیو شرایطو دیني ازادي ډېره وه او ساینسپوهانو/فیلسوفانو کولی شول خپله عقیده څرګنده کړي. چې زما په اند دا ممکنه نه وه. که څه هم مولانا جلال الدین بلخي تر ابن سینا دوه پېړۍ وروسته خپلو اشعارو کې د شرابو، مستۍ، عشق او ... ډېر کلمات کارولي، خو پرې د بې دینۍ ټاپه ځکه نه سرېښ کېږي چې نوموړی کفر پروف و.
نور بیا!
ولې فکر کوو چې ساینسپوهان بې دینه و / دي؟
لیکوال: محمد عاصم مایار
دویمه برخه -
ساینس د تجربو څخه د زده کړې په بڼه زرګونه کاله وړاندې په انساني ټولنه کې شته و، خو د فلسفې سره یو ځای به تر بحث لاندې نیول کېده. له همدې کبله ډېر پخواني ساینسپوهان، فیلسوفان هم بلل کېدل. خو ځینې بیا یوازې فیلسوفان و.
په مصر کې د فرعونی تمدن نوموتی طبیب سینوهه (د سینوهه په نوم ناول چې یوه فنلندي په ۱۹۴۵ کې د بې دینۍ پر بنسټ لیکلی د نوموړي په اړه خیالي روایت دی او د هغه عقیده نه څرګندوي) او وروپسې تر میلاد وړاندې یوناني تمدن کې فیثاغورث او ارسطو پخواني ساینسپوهان بلل کېږي. افلاطون او استاد یې سقراط فیلسوفان و، او ډېر تجربي څه یې نه دي ترسره کړي.
یونانیانو تر عیسویت وړاندې خپل ادیان او خدایان لرل. فیثاغورث چې پنځه پېړۍ مخکې له میلاده ژوند کړی یو مذهبي ریاضي پوه و. سقراط، چې د فلسفې پلار ګنل کېږي، د یونانیانو په ادیانو د نیوکو له کبله، محکمه او د زهرو په څښلو ووژل شو. خو د شاګرد افلاطون نظریات بیا د دین سره همغږي ول او د "الهی عقل" یا "خدایي نظم" مفکوره یې وړاندې کړه. افلاطون باور درلود چې د نړۍ تر شا یو عالي عقل یا الهي نظم موجود دی. ارسطو د خدای عقلاني تعبیر کړی. نوموړي ویل: لازمه ده چې یو اولنی علت وي، چې نه متحرک وي او نه فاني.
یونانیانو ته عیسویت په فلسطین د واکمنۍ له کبله ورغی. د عیسویت تر خپرېدو وروسته یې فیلسوفانو او ساینسپوهانو په دین باور درلود. تر دې چې له اوومې پېړۍ وروسته مسلمان ساینسپوهان او فیلسوفان تر راتلونکو ۷۰۰ کالو وځلېدل. له مسلمانانو پرته تر نولسمې پېړې چې کوم ساینسپوهان او فیلسوفان تېر شوي ډېرو یې پر خدای باور درلود.
د ۱۵مې څخه تر ۱۷مې پېړۍ د ساینس او فلسفې دایره دومره پراخه شوه چې د پخوانیو پېړیو په څېر به یو کس ټول نه شوای زده کولی. ځکه لومړی ترې فلسفه جلا شوه او بیا ساینس هم په بېلابېلو څانګو ووېشل شو. دا بهیر د تخصصي کېدو (سپېشلایزېشن) پیر وګرځېد او ساینسپوهانو به یوازې د علم په یوه څانګه تمرکز کاوه. په یوه موضوع ډېر تمرکز او د ژوند تر پایه کار د دې لامل شو چې د ساینسپوهانو په تالیفاتو کې دین لږ څرګند شي. ځکه د دوی علمي کار به د دین د جامع چوکات او اصولو سره لږ اړیکه درلوده. خو دا معنا نه ورکوي چې ساینسپوهان بې دینه و، بلکې دا معنا لري چې د دوی کارونه د دیني بحثونو پر ځای د تجربوي شواهدو لپاره وو. د یادولو وړ ده چې ځینې ساینسپوهان د فلسفې او ساینس تر منځ برخو کې کار کړی.
د دې سربېره که موږ د ساینسپوهانو ژوند وڅېړو ډېرو یې دیني باورونه لرل. اما په دوی پسې ساینسپوهانو یوازې د پخوانیو هغو علمي نظریې او موندنې خپلو تالیفاتو کې نقل کړې او همداسې ورو ورو تر موږ یوازې همدا برخه را رسېدلې ده. دا پروسه د دې لامل شوه چې د وروستۍ زمانې خلک د پخوانیو ساینسپوهانو او فیلسوفانو یوازې علمی اړخ څخه خبر شي او د هغوی دیني باورونو په ګډون د ژوند له نورو اړخونه بې خبره پاتې شي.
لکه څنګه چې د منځنیو پېړیو (۱۵-۱۷) ساینسپوهانو لکه پاسکال، نیوټن، لایبنز، او نورو ساینسپوهانو دیني کړنو وښوده چې دوی په دین باور درلود. خو موږ یې یوازې د علمی اړخ او لاسته راوړنو څخه خبر و. دا ثابتوي چې له دوی وروسته خلکو د دوی نیمګری انځور لیده. دا موضوع د فیل هغې مشهورې کیسې ته ورته ده چې خلک یې تیاره کوټه کې لمسوي. د فیل په هر ځای، لکه لکۍ، پښه یا غوږ یې چې لاس ولګېد، داسې انګېري چې ټول فیل همغه دی. په داسې حال کې چې فیل د ټولو لمس شویو برخو څخه لوی او متفاوت دی. په همدې توګه د پخوانیو ساینسپوهانو ژوند تر هغو څو نقل شویو روایاتو ډېر متفاوت و چې موږ لوستي.
د سپېشلایزېشن او سایتېشن وروسته، بل فکټور منځنیو پېړیو کې د کلیسا [اروپا کې] انحصار او د پاپانو قیودات و. دا هغه وخت و چې دین د ټول ژوند محور و، او کلیسا یوازینی بنسټ و چې خلکو ته یې د علم، اخلاقو، او وجود د مانا تعریف ورکاوه. په دې برخه کې تر ټولو مهمه قضیه په ۱۶۳۳ کې د لمر په شاوخوا د ځمکې حرکت نظریې له کبله د ګالیله نظر بند کول دي. کلیسا ته د ارسطو او بطلیموس [د ګالیله څخه نېژدې ۲۰۰۰ کاله مخکې] نظریات د منلو و، چې هغوی ځمکه د کائناتو مرکز ګڼله. کله چې کوپرنیک، او ورپسې ګالیله، وویل چې لمر مرکز دی، دا خبره د الهی ترتیب ضد وګڼل شوه. ګالیله اړ شو له خپلو موندنو انکار وکړي، او د عمر وروستۍ برخه یې کور نظر بند تېره کړه. همدارنګه د برونو په نوم بل فیلسوف د کائناتو د بې پایوالي او ستورو د موجودیت له کبله د ارتداد په تور ژوندی وسوځول شو. دا ډول پېښو نه یوازې دا چې علمي ازادي محدودوله، بلکې دا تصور یې زېږاوه چې ساینس د دین د دښمن په بڼه راڅرګند شوی دی. که څه هم دا د ټولو مذهبونو خبره نه وه، خو د لویدیځ د علمي انقلاب د تجربې له کبله، دا انګېرنه لا پیاوړې شوه.
لکه ګل مې سپېنو ګوتو کې درواخله
خندېدو نه رژېدو پورې د ستا يم_🍁
ممتاز اورکزی
Not every closed door is locked.
Push.
همه ی درای بسته قفل نیست.
هُل بده.
