حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور
前往频道在 Telegram
565
订阅者
-124 小时
-87 天
-1330 天
帖子存档
Repost from د ازموینو ملي اداره - NExA - ادارهٔ ملی امتحانات
مصاحبۀ کانکور:
پروسه های تخنیکی در امتحان کانکور کدام اند؟ آگاهی در رابطه به سیستم های تخنیکی امتحان کانکور، به داوطلبان چه فاید می رساند؟ چطور می توانیم از اشتباهات که در اثر نداشتن معلومات در رابطه به پروسه های تخنیکی در امتحان کانکور به ما مواجه است، جلوگیری نمایم؟
به سؤالات مذکور در این مصاحبه جوابات ارایه شده، امید است که مورد توجۀ شما قرار گیرد.
#کانکور۱۴۰۳
https://youtu.be/nFK_P9R2EP0
یو ښه پوهنځی ته د لارې موندلو او په کانکور ازموینه کې د ښه نمرو ترلاسه کولو لپاره لاندې څو مشورې ستاسو سره مرسته کولی شي:
1. ښه پلان جوړونه: د ازموینې لپاره یو وختنامه (زمانبندی) جوړ کړئ. په دې وختنامه کې هره ورځ او هره هفته مشخص مضامین او موضوعات شامل کړئ چې باید مطالعه یې کړئ.
2. هدف ټاکل: خپلې موخې مشخص کړئ. پوه شئ چې کوم پوهنځی او پوهنتون ته داخلیدل غواړئ او د هغه لپاره د اړینو نمرو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
3. مطالعې ځای او وخت: د مطالعې لپاره یو ارام او مناسب ځای وټاکئ. همدارنګه د مطالعې لپاره ټاکلی وخت ولرئ او هره ورځ په منظم ډول مطالعه وکړئ.
4. مضامین او موضوعات: هغه مضامین او موضوعات مشخص کړئ چې په کانکور ازموینه کې شامل دي. د دې موضوعاتو لپاره مناسب درسي کتابونه او منابع ترلاسه کړئ.
5. تمرین او تکرار: د کانکور ازموینې لپاره تیر کالونو پوښتنې (سوالونه) او تمرینونه تمرین کړئ. دا کار به تاسو سره مرسته وکړي چې د ازموینې طرز او جوړښت سره بلدتیا ترلاسه کړئ.
6. استادان او ښوونکي: که اړتیا وي، د استادانو او ښوونکو مرسته ترلاسه کړئ. د هغوی مشورې او لارښوونې ستاسو مطالعې ته وده ورکولی شي.
7. ګروپي مطالعه: کله ناکله د همصنفیانو سره ګروپي مطالعه وکړئ. دا کار تاسو سره مرسته کولی شي چې خپل مشکلات او پوښتنې په شریکه حل کړئ.
8. روغتیایي پالنه: خپل فزیکي او ذهني روغتیا ته پام وکړئ. ښه تغذیه، منظم خوب، او فزیکي فعالیت ستاسو دماغ ته انرژي ورکوي او ستاسو مطالعه اغیزمنوي.
9. د مطالعې ډولونه: بېلابېل د مطالعې ډولونه وکاروئ، لکه یاداشت اخیستل، خلاصه لیکل، او د تصویري زدهکړو کارول. دا ډولونه تاسو سره مرسته کوي چې معلومات ښه یاد کړئ.
10. پلان بی: که څه هم چې تاسو هدف لرئ چې د خپلې خوښې پوهنځي ته داخل شئ، یو بدیل پلان هم ولرئ. دا به تاسو ته اطمینان درکړي چې که چیرې لومړۍ موخه ترلاسه نشي، یو بل ښه انتخاب هم لرئ.
په دې سره، د کانکور لپاره ښه چمتوالی او تمرین ستاسو بریا ته لاره هواروي. ډاډ ترلاسه کړئ چې په پوره هوډ او ژمنتیا سره خپلې مطالعې ته دوام ورکړئ.
Repost from د ازموینو ملي اداره - NExA - ادارهٔ ملی امتحانات
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د یو خبري کنفرانس له لارې د ۱۴۰۳ کال د مرکز او ولایتونو عمومي کانکور، دیني علومو، شپې، اختصاصي او متفرقه ازموینو اخیستلو احتمالي پلان اعلان کړ.
ازموینو ملي ادارې مشر د کنفرانس په ترڅ کې د ازموینو ملي ادارې د مهمو لاسته راوړنو او د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په تړاو معلومات ورکړل او په کانکور ازموینه کې د ځوانانو لپاره د رامنځته شویو اسانتیا په تړاو یې خبرې وکړې.
نوموړي وویل: د ۱۴۰۳ کال عمومي کانکور ازموینې ګډونوالو ته د پښتو او دري ژبو ترڅنګ، په انګلیسي او عربي ژبو د پوښتنو جوړولو، د تخنیکي سیستمونو پیاوړتیا، د ازموینې وخت زیاتوالي، د ازموینو په تړاو د شکایتونو اورېدلو منظم سیستم رامنځته کولو او بېلابېلو اسانتیاوو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست الحاج شیخ عبدالباقي حقاني وویل: په تېر کال کې د دې ادارې له لوري (۴۴) بېلابېلې ازموینې اخیستل شوي چې له امله یې د ا.ا.ا مشرتابه، مسؤولینو او ولسونو باور او اعتماد د ازموینو پر ملي اداره لوړ شوی او په نتیجه کې یې د ازموینو ملي ادارې تشکیل کې زیاتوالی راغلی. نوموړي زیاته کړه د خلکو ستونزو ته د ژر رسیدګۍ په موخه به ډېر ژر د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د ازموینو ملي ادارې څانګې پرانیستل شي چې په ترڅ کې به یې هېوادوال وکولی شي خپلې ستونزې په نږدې زونونو کې حل کړي.
په یاد کنفرانس کې د ازموینو ملي ادارې تخنیکي سلاکار پوهنیار یما امان د دې ادارې تخنیکي پروسې تشریح کړې او د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې اخیستلو او چمتووالي په تړاو یې مفصل معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
د یاد کنفرانس په وروستیو کې د رسنیو استازو پوښتنو ته د ازموینو ملي ادارې مشر او د دې ادارې تخنیکي سلاکار له لوري ځوابونه ورکړل شول.
سږ کال د ازموینو ملي ادارې له لوري د کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې اخیستل کېږي، په لومړي پړاو کې، چې د روان کال جوزا یا غبرګولي میاشتې په (۱۹،۱۸،۱۷) نېټو به واخیستل شي ۱۶ ولایتونه(میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان) په کې شامل دي.
دویم پړاو کې د مرکز کابل ازموینه تنظیم شوې، چې د روان کال سرطان/ چنګاښ میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه به واخیستل شي.
درېیم پړاو، چې د روان کال سرطان/ چنګاښ میاشتې په (۹،۸،۷) نېټو د هېواد په (۱۴) حوزو کې (تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، ارزګان، بغلان او دایکندي ولایتونو او د بدخشان مرکز فیض آباد، بهارک، خواهان، درواز او شغنان ولسواليو) کې تنظیم شوې واخیستل شي.
د عمومي کانکور څلورم پړاو به د ۱۴۰۳ کال سرطان/ چنګاښ میاشتې په (۱۶،۱۵،۱۴) نېټو د هېواد په (۷) ولایتونو (ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز) کې واخیستل شي.
او په وروستي یا پنځم پړاو کې به متفرقه، خارج مرز، د ولایاتو غیرحاضران، اختصاصي او دیني مدارسو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي، دا ازموینه د ۱۴۰۳ کال سرطان/چنګاښ میاشتې په (۲۲ مه) تنظیم شوې ده.
یادې ازموینې به د احتمالي پلان د مهالوېش سره سمې د هېواد په ټولو ولایتونو کې واخیستل شي، چې تر هغې وروسته به یې پایلې په شفاف ډول د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې له هېوادوالو سره شریکې شي.
پنجشنبه، ۳ جوزا/ غبرګولی ۱۴۰۳ هـ.ل
مهمه یادونه: د مصنوعي ځیرکتیا د هر ماډل او اپلیکېشن ځوابونه مستقیم مه کاپي کوئ، بلکې له مصنوعي ځیرکتیا سره خپله اصلي ځیرکتیا یو ځای کړئ چې نتیجه به یې له نورو متفاوته او مثبته وي.
#chatgpt
#gpt4o
#GPT
#AI
#مصنوعي_ځيرکتيا
درېیم: دا معلومه کړئ چې متن د څه او چا لپاره تولیدوئ، یعنې د دې متن مخاطب یا ویونکی څوک دی.
څلورم: د متن د تولید بڼه مشخصه کړئ، لکه تاسو غواړئ دا متن د مارکېټېنګ لپاره تولید کړئ، د محصلانو یا زده کوونکو لپاره یې تولید کړئ، د علمي او اکاډمیک سیمینار یا کنفرانس لپاره یې تولید کړئ، د عامو خلکو لپاره یې تولید کړئ او د دې په ډول ځینې نور.
پنځم: په وروستۍ برخه کې د متن د تولید لپاره Tone یا لحن مشخص کړئ چې دا رسمي متن د او که غیر رسمي یا ځینې نور چې په بېلابېلو موضوعاتو کې به متفاوت وي.
لاندې مثالونه په نظر کې ونیسئ او پخپله یې عملي کړئ.
موږ غواړو چې د یوې علمي مقالې یا سیمینار د وړاندې کولو یا لیکلو لړلیک یا Outline ترتیب کړو، نو په لاندې ډول چټ جي پي ټي ته فرمان ورکوو تر څو ځواب تر لاسه کړو:
لومړی مثال:
[Topic: The Impact of Climate Change on Global Food Security
Context: Graduate seminar at the School of Environmental Science
Requirement: Outline for a seminar paper with research questions
Language: Academic
Tone: Formal]
دویم مثال:
[Topic: Gender Inequality in STEM Fields: Causes, Consequences, and Solutions
Context: Graduate seminar at the Department of Gender Studies
Requirement: Outline for a seminar paper with research questions
Language: Academic
Tone: Formal]
که تاسو د دې ځوابونه وګورئ نو یو ښه جوړښت یا سټرکچر د ځانگړو عنوانونو سره درکوي، البته حتمي نده چې ټول کاپي کړئ، تاسو کولای شئ تغیر پکې راوړئ او د تغیر راوړلو او ترتیب لپاره به یو ښه فکر او ایډیا درکړي.
یادونه: که مو خوښه وه، نو د پورته مثالونو یا نورو مثالونو له کارونو وروسته خپل نظر او تجربه شریکه کړئ.
نور به بله ليکنه کې ګورو.
#chatgpt
#gpt4o
#GPT
#AI
#مصنوعي_ځيرکتياعنوان: د ChatGPT موثره او ځیرکه کارونه
لیکنه: دریمه
ټولې: پنځه لیکنې
څنګه چټ جي پي ټي په موثر او ځیرک ډول وکاروو!؟
موږ په تېرو دوه لیکنو کې د چټ جي پي ټي د کارولو په هکله معلومات وړاندې کړل، نن په دې لړ کې غواړو چې په دوه مشخصو برخو رڼا واچوو، چې لومړۍ هغه یې د یو سکالرشیپ لپاره د انګېزه لیک په لیکلو کې څنکه ترې مرسته وغواړو او دویم دا چې د یوې دندې، یا سکالرشیپ د انټرویو لپاره څنکه ترې مرسته اخیستلای شو چې د کار نتیجه مو موثره او دقیقه وي.
لکه د تېر په څېر د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته تاسو ټول متن مه تولیدوئ او هغه کټ مټ مه کاپي کوئ، په مخکې لیکنو کې ذکر شوي موارد په نظر کې ونیسئ، موضوع انتخاب، په کوچنیو فرعي برخو یې ووېشئ، د هرې برخې لپاره مشخصه پوښتنه یا هدایت وړاندې کړئ او د چټ جي پي ټي له لوري درکړل شوی ځواب بیا وګورئ او له خپلو شرایطو سره سم یې اصلاح کړئ.
موږ نن غواړو چې د یو سکالرشیپ لپاره SoP یا هم انګېزه لیک د چټ جي پي ټي په مرسته ولیکو.
له لاندې پرامټ څخه کار اخلو:
Topic: Personal statement of from small-town Afghanistan
Context: Fulbright scholarship for a Master's in Applied Mathematics
Language: English
Format Formal
Tone: Accessible
Words: Less than 1000 words
Focus: focus on academic background and achievements
که تاسو د دې پوښتنې ځواب وګورئ نو لاندې پنځه عمده پراګرافونه به ومومئ چې د یو انګېزه لیک یا SoP لپاره اړین دي.
1. Personal background
2. Educational background
3. Why you're applying for a Fulbright
4. Future goals
5. Wrap up
اوس پورتنی سټرکچر په نظر کې ونیسئ او تاسو خپل معلومات ولیکئ تر څو یو ښه انګیزه لیک تیار کړئ.
یادونه: له لیکل کېدو وروسته یې یو ځل بیا د چټ جي پي ټي په مرسته غوړ را غوړ کړئ چې ژبه او ترتیب یې برابر شي، پدې سره به تاسو یو ښه انګیزه لیک برابر کړئ.
دویمه برخه د انټرویو لپاره د تیاري ده.
تاسو کولای شئ چې له چټ جي پي ټي د یوې دندې یا سکالرشیپ د انټرویو پوښتنو په هکله وپوښتئ تر څو د هغه احتمالي پوښتنو لپاره تیار اوسئ چې په انټرویو کې به ور سره مخ کېږئ، ځینو کسانو خپلې شخصي تجربې شریکې کړې دي او وايي چې د سکالرشیپ په انټرویو کې نږدې ۷۰ سلنه پوښتنې هغه وې چې چټ جي پي ټي ورته ورکړې وې.
دلته مو موضوع سکالرشیپ دی، نو د سکالرشیپ د انټرویو لپاره ترې وپوښتئ.
Topic: Interview for a Fulbright scholarship
Context: PhD in Applied Mathematics
Requirement: Generate ten questions interviewers are likely to ask
کله مو چې دا لس پوښتنې تر لاسه کړې نو اوس دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ او له ځان سره یې تکرار کړئ چې که دا پوښتنې وشي چې ستاسو ځوابونه منظم او شمېرلي وي.
نوې کيسې
د مصنوعي ځیرکتیا AI په برخه کې پرون د OpenAI کمپنۍ له لوري د جي پي ټي وروستی ماډل وړاندې شو چې د GPT-4o په نامه یادېږي، د یادې کمپنې د مسولینو په وینا له پخوانیو ماډلونو یې موثریت او دقت لوړ دی.
پدې کې نوې ځانګړتیا دا ده چې تاسو کولای شئ پوښتنې، فرمان یا Prompt د متن، غږ او عکس یا ویډيو په ډول هم ورته ورکړئ.
په دې ماډل کې هڅه شوې ده چې د کمپیوټر او انسان اړیکه نوره هم طبیعي، موثره او کره شي، کله چې تاسو په غږیزه بڼه ور سره خبرې کړئ نو بېرته درته په اوسط ډول په ۳۲۰ ملي ثانیو کې ځواب درکوي چې دا د انسانانو تر منځ د مکالمې او خبرو اترو له وخت سره معادل دی، یعنې ستاسو سره به د دې ماډل په مرسته کمپیوټر یا سیستم د یو عادي انسان په ډول خبرې کوي.
دلته تر ټولو ښه خبره دا ده چې تاسو کولای شئ د غږ تر څنګ په ویډیویي بڼه هم ترې پوښتنې او ځوابونه ولرئ.
د بېلګې په ډول: تاسو د یو رستورانټ مینیو ورته ښیئ او په مینیو کې د موجودو خوراکونو په هکله ترې پوښتنې کولای شئ، د خوښې خوراک په انتخاب کې ترې مرسته وغواړئ. (هند کې به دا ډېر ګټور وي، ځکه موږ همېشه په مینیو کې ګورو چې کوم خواړه توند او ترخه ندي، نو اوس به یې پخیر د چټ جي پي ټي دا ماډل راته ښيي او د ګارسون له دروغو به خلاص وو)
همدارنګه تاسو کولای شئ، یو عکس ورته وښیئ او په هکله یې پوښتنه ترې وکړئ، یوه ښه خبره پکې دا ده چئ د ریاضي په برخه کې هم تکړه شوی دی د بېلګې په ډول د ریاضي سوالونه ورته ښیئ او ځواب یې درته پوره تشرېح کوي او هره برخه کې چې پوښتنه وي نو بیا وضاحت به ترې غواړئ، پدې ډول به د یو استاد رول ادا کوي.
بله مهمه برخه دا ده چې تاسو ورته فایلونه هم ورکولای شئ تر څو اړونده فایل خلاصه او ستاسو پوښتنې ته ځواب ووايي، د ډېټا په تحلیل کې هم له پخوا په دقیق ډول در سره مرسته کولای شي، د بېلګې په ډول تاسو د یوې ادارې د کړنو په هکله یو ۱۰۰ مخیز ګزارش لرئ نو دا به ورته ورکړئ او د ګزارش خلاصه به ترې وغواړئ، همدارنګه په کزارش کې د موجودې ډېټا تحلیل به هم درته وړاندې کړي او ستاسو پوښتنو ته به د ورکړل شوي فایل له ډېټا سره سم ځواب ووايي.
په تخنیکي لحاظ له پخوانیو ماډلونو سره یې یو توپیر دا دی چې د متن، غږ او تصویر د پروسس لپاره یواځې یو نیورل نیټورک کاروي او همدا یو ماډل د درې ډوله ډېټا لپاره ځواب وايي.
مهمه کیسه یې دا ده چې دا ماډل به د ټولو لپاره وړیا وي، او په تدریجي ډول به د هر چا لپاره د استفادې وړ وي؛ ممکن ځینې برخې یې په لومړیو کې د لاسرسي وړ نه وي او یا یې موثریت کم وي.
ځينې نمونې او لېنکونه به يې کمېنټ کې پرېږدو که دې چا علاقه وه نو کتلای يې شي.
#gpt
#gpt4o
#مصنوعي_ځيرکتياعنوان: د ChatGPT موثره او ځیرکه کارونه
لیکنه: لومړۍ
ټولې: پنځه لیکنې
څنګه چټ جي پي ټي په موثر او ځیرک ډول وکاروو!؟
نن سبا د مصنوعي ځیرکتیا یا AI د بېلابېلو ماډلونو او اپلیکېشنونو څخه د ژوند په مختلفو برخو کې کار اخیستل کېږي، خو یوه مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه وکولای شو دا په موثر او ځیرک ډول وکاروو تر څو واقعاً هغه څه تر لاسه کړو چې په درد مو وخوري.
اوس به یواځې د ChatGPT چټ جي پي ټي پر استعمال تمرکز کوو؛ چې څنکه یې په معقول او موثر ډول کارولای شو، د دې لپاره مو تاسو ته پنځه لیکنې یا مثالونه په نظر کې نیولي دي چې په جلا جلا ډول به یې در سره شریک کړو.
ډېری خلک ChatGPT کاروي، خو نتیجه چې څومره باید موثره وي هغسې نده، خصوصاً لوستي کسان او هغوی چې محصلین، استادان او څېړونکي دي د دې په سم نه کارولو سره نشي کولای هغه ځواب تر لاسه کړي چې دوی ورته په تمه دي، همدا ده چې د چټ جي پي ټي کارول پرېږدي او کارونه یې په هماغه کلاسیک ډول روان کړي وي.
مخکې مو هم یادونه کړې وه چې د چټ جي پي ټي په استعمال کې تر ټولو مهمه برخه یاد ماډل ته د فرمان یا Prompt ورکول دي، یعنې څنکه دا ماډل پوه کوئ چې تاسو څه غواړئ تر لاسه کړئ!؟
همدې فرمان ورکولو یا پوښتنې کړلو ته Prompt Engineering وايي چې نن سبا په نړۍ کې یوه له ښو دندو څخه ده چې څنکه یو ماډل یا سیستم تاسو پوه کوئ او متوقعه نتیجه له کمې غلطي سره ترې تر لاسه کوئ.
ډېری خلک چټ جي پي ټي د Content یا متن د تولید لپاره کاروي چې بشپړ متن پرې تولید کړي چې دا یو ښه فکر ندی او تولید شوی متن به ډېر دقیق او جالب نه وي؛ ښه دا ده چې د متن لپاره يواځې سټرکچر يا اوټلاين پرې ترتيب کړئ.
څه باید وشي؟
لاندې مرحلې او مثالونه په نظر کې ونیسئ.
لومړی: په هېڅ صورت بشپړ متن یا لیکنه د چټ جي پي ټي په مرسته مه تولیدوئ، یواځې اصلي عنوان یا موضوع وټاکئ.
دویم: کوم متن یا لیکنه چې تولیدوئ، هغه په کوچنیو برخو ووېشئ او هرې برخې لپاره یې جدا جدا پوښتنه، فرمان یا پرامپټ Prompt په نظر کې ونیسئ.
