Research Services
前往频道在 Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
显示更多2 991
订阅者
-124 小时
-77 天
-3730 天
帖子存档
2 991
خپلوانو نه بېغمه مه اوسه،
ځکه ځینې وخت تر ټولو ژور زخم له نږدې چا راځي.
ژباړه همکار
2 991
د تعلیم نشتوالی د ټولو بدبختیو جرړه ده. ذهني سستي تر جسمي سستي ډېره زیانمنه ده. یوازې تعلیم مو له بې عقلي او ټولنیزو ناخوالو ژغورلی شي.
ژباړه همکار
2 991
پیسې وګټه، ښې ډېرې وګټه.
بیا به درته معلومه شي چې ځینې اصول/قانون یوازې د غریب لپاره وي.
ژباړه همکار
2 991
اوس کولی شی چې مستقيم ډول په پښتو ژبه تاسو يو چا سره چاټ یا خبرې وکړئ هغه به مستقيم ډول نورو ژبو ته بدليږي.
لینک 👇
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.google.android.inputmethod.latin
2 991
که پدې ډول مخکې ورسره لاړ شئ، زه باوري یم چې څوک به مو غوښتنه رد نه کړي، او په کم وخت کې به وتوانېږئ چې لارښود استاد پیدا او د قبولی پاڼه ترلاسه کړئ.
البته د یادونې وړ ده، چې بعضې نور استادان کېدای شي بېخي ځواب در نکړي،دلته دوې خبرې دي:
اول دا چې ډېری استادان چې خالي ځای ونلري نو دا ډول بریښنالیکونو ته هېڅ ځواب نه وايي. دوهم بعضې نور استادان په رخصتیو یا د څېړنې لپاره نورو ځایو ته تللي وي، نو ځکه ځواب نه درکوي. پدې دواړو حالتو کې اړینه نده چې نور برېښنالیکونه ور واستوئ.
غوره داده چې په همدې ډول نورو استادانو سره په اړیکه کې شی.
بله لیکنه به که ژوند ؤ د یو ښه پروپوزل تیارولو په هکله وي.
په مینه
د Win Scholarship ټيم د قدرمن استاد له زحمت او کار څخه نړۍ مننه کوي ان شاءالله چې د ټولو لپاره به ګټور وي، تر څنګ يې که تاسو هم داسې ګټور معلومات لرئ نو موږ به يې ستاسو د نوم له ذکر کولو سره نشر کړو.
2 991
د سکالرشیپ لپاره د لارښود استاد (سوپروایزر) پیداکول!
لیکنه: ذکریا شنیزی، په جاپان هېواد کې د دکتورا فارغ او د کابل پوليتخنيک پوهنتون پخوانی استاد.
که غواړئ چې بیروني سکالرشیپ لاسته راوړئ، نو په انګلیسي ژبه
برلاسى او د لارښود استاد پیدا کول ډېر اړین دي چې زیات سلنه چانس مو په همدې پورې تړلی دى.
زه به دلته کوښښ وکړم چې وښایم څنګه کولای شو په یوه پوهنتون، پوهنځي یا دېپارتمنت کې لارښود استاد پیدا او د هغه خوښه تر لاسه کړو.
لارښود استاد یا سوپروایزر په یوه پوهنتون کې د پوهنځي یا په ځانګړې ډول د ډیپارټمنټ غړي ته ویل کیږي چې د خپلې څېړنې په برخه کې محصلان روزي. مخکې لدې چې سکالرشیپ ته غوښتنلیک وسپارل شي، زیاتره د لوړو زده کړو څېړنیز پروګرامونه د محصلانو څخه دا غواړي چې د خپلې زده کړې په برخه کې باید احتمالي لارښود استاد ورته په ګوته کړي، نو ښه دا ده چې مخکې د غوښتنلیک سپارلو څخه د سکالرشیپ شرایط وګورئ چې آیا د لارښود استاد پیدا کول ورته اړین دي یا نه؟ که اړین وي، نو تاسې مجبور یئ چې پخپله څانګه کې احتمالي سوپروایزر پیدا او وټاکئ.
که لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي نو د لارښود استاد پیداکول به ډېر ستونزمن نه وي:
۱- که دا مشخصه شوې وه چې نوموړي سکالرشیپونه په ځانګړې برخه په يو مشخص پوهنتون کې دي، نو بیا هر څه روښانه دي. که مو د خپلې څانګې اړوند نه وي نو ضرور نده چې خپل قیمتي وخت مو پرې ولګوئ.
خو که ستاسو د څانګې اړوند وو نو د هماغه پوهنتون وېبپاڼه به پیدا کړئ، آسانه لار یې ګوګل لټون کې د هماغه پوهنتون نوم ولیکئ او ویې لټوئ.
زیاتره څېړنیزو پروګرامونو دا په ګوته کړي وي چې دا سکالرشیپونه په فلاني پوهنتون یا پوهنتونو پورې اړوند دي، نو د هماغه پوهنتون یا پوهنتونو وېبپاڼه به را خلاصه کړئ. که فرض کړه د پوهنتون نوم نه و ذکر شوی تنها د هماغه هېواد نوم و، نو په هغه صورت کې کولاى شئ د ګوګل لټون په مرسته د هماغه هېواد ټول دولتي او شخصي پوهنتونو لېست پیدا کړئ. د بېلګې په ډول په ګوګل لټون کې ولیکئ چې د پوهنتونو لېست په کاناډا کې (List of universities in Canada).
کله چې مو لیست پیدا کړ بیا نو د خوښې پوهنتون ویبسایټ را خلاص کړی.
۲- د پوهنتون په ویبسایټ کې به د پوهنځیو لیست ته ورشئ. کله چې مو د پوهنځیو لیست را خلاص کړ، بیا به د خپلې خوښې پوهنځي ته ورشئ، کېدای شي په هر پوهنځي کې څو دیپارتمنتونه شتون ولري، که مو د خوښې څانګې اړوند وو، نو پرې کلیک به کړئ. په کلیک کاږلو سره به د دیپارټمنټ په هکله بشپړ معلومات درکړي. که مو خوښ نه شو نو په بل پسې به وګرځئ، او که مو د خوښې وړ وګرځيدو بیا د لارښود استاد د پیدا کولو په لټون کې شئ.
۳- وروسته د خوښې څانګې په پیدا کولو سره، به بیا د هماغه پوهنتون په ویبسایټ کې د پوهنځي یا دیپارتمنت د غړو لیست (Faculty members) ته ورشئ، هلته به د هماغه دیپارتمنت استادانو نومونه پیدا کړی چې ستاسې د څانګې اړوند راځي. کله مو چې د استادانو لیست پیدا کړ، نو د هر استاد په نامه چې کلیک کړی، د لارښود استاد په هکله به د هغه بریښنايي آدرس، تلیفون نمبر، فکس، د خوښې څانګې، چاپ او تر چاپ لاندې مقالې او حتی کتابونو نومونه پیدا کړی.
۴- اوس مخکې لدې چې استاد ته برښنالیک واستوي، د هغه د خوښې وړ څېړنې اړوند یو څه درسره یاداشت کړئ. البته ښه داده چې استاد چاپ کړې مقالې درسره وګورئ او هغه ګړنلاره او مېتودونه درسره ولیکي چې نوموړی استاد ورکې مهارت لري او استفاده کړي یې وي.
۵- کله مو چې دا کار وکړ، نو اوس کوی شی استاد ته یو ډېر خلاصه بریښنالیک ولیکئ او هغه څه ورکې روښانه کړئ چې استاد په هغه برخه کې تجربه او علاقه لري.
۶- پدې سره استاد ته وخت ورکړی تر څو د تا په غوښتنه او خوښې وړ څانګې باندې پوه شي. که استاد د څېړنې برخه کې ډېر محصلین ونلري نو بیا کیدای شي ډېر زر ځواب بېرته درکړي. امکان شته چې په ځواب کې درسره بشپړه موافقه وښيي او دا هم امکان لري چې درته ووایي چې څه شی دې پکار دي؟ زه نوره څه همکاري درسره کوی شم؟ نو که دا ډول ځواب و، خو ډېر ښه. د استاد نه به مننه وکړئ او په څنګ کې به ورته ووایئ چې غواړم ستا نوم په درخواست پاڼو کې ولیکم، که ضرورت و نو غوره داده چې یو رسمي د قبولۍ پاڼه (Acceptance letter) ورنه واخلئ او د اسنادو سره یې جوخت د سکالرشیپونو څانګې ته تسلیم کړئ.
بعضې بیا نور استادان، مخکې لدې چې د تا سره موافقه وښیي غواړي ستا په شالید او همدارنګه لرليد پوه شي.
شالید چې سي وي (CV) ده، هغه مخکې له مخکې نه باید تیاره درسره ولرې. کوښښ وکړئ په سي وي (CV) کې مو قوي نقطې په ګوته کړئ، د بېلګې په ډول: څه مو سرته رسولي، څه دنده باندې بوخت یې، او په کومو څېړنیزو پروژو باندې مو کار کړی. که پروپوزل یې درځنې غوښت، نو بیا هم د مخکې په ډول د استاد چاپ کړي آثار ولولئ، او د هغه اړوند به مختصر پروپوزل تیار کړئ، او استاد ته به یې واستوئ.
2 991
د قران پاک حافظانو لپاره : هر کله چې تاسو قران کريم تلاوت کوى تاسو صرف همدا افليکشن ستاسو موبايل کې درته شروع کړئ کچيرې تاسو په منځ کې کومه غلطي وکړه او يا مو هم کوم ايت پرېښودو مستقیم ډول يې درته په نښه کوي.
د يادونې وړ ده چې همدا افليکشن څو ورځې مخکې د سعودي عربستان څو تنو حافظ صاحبانو لخوا استعماليدو مونږ هم را واخيستو. سرچ خپله هم پسې کولى شئ
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.mmmoussa.iqra
2 991
کتاب نوم: بریالي خلک څنګه فکر کوي
لیکوال: جان سي میکسول
ژباړن : امداد الله تلاش
بڼه pdf
پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ !
2 991
24 billion
په نوم سره ويبسايټ دى مختلف قسمه وړيا ټيپليټ يا نمونې د هر څه پکې شته. ګټه ترې واخلئ
https://24billions.com/
2 991
په زرګونو د اکسيل وړيا جوړ شوي فارمټونه تاسو د لاندې لينک څخه ډاونلوډ کولى شئ.
پاس سر کې يې عمومي برخې هم شته. هيله لرو چې زمونږ پوسټ لايک او نورو ملګرو سره شير کړئ
https://template.wps.com/excel/
2 991
کتاب : بريالي خلک څنګه فکر کوي
ليکوال : جان سي ميکسول
ژباړن : امداد الله تلاش
صفحي : 60
حجم : 9MB
ژبه : پشتو
2 991
د اقتصاد او تجارت اصطلاحات ( انګليسي پښتو تشريحي قاموس)
ليکوال: پوهنيار عبدالله عادل او امان الله ورين
د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل / ۲۰۱۶ م
2 991
کتاب : بريالي خلک څنګه فکر کوي
ليکوال : جان سي ميکسول
ژباړن : امداد الله تلاش
صفحي : 60
حجم : 9MB
ژبه : پشتو
چينل :حکمرانان کتابتون
https://t.me/Azizafghn
现已上线!2025 年 Telegram 研究 — 年度关键洞察 
