Research Services
前往频道在 Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
显示更多2 987
订阅者
-224 小时
-57 天
-4030 天
帖子存档
2 986
الحمدالله ، دا وارې په پښتو ژبه د اکسيل ژبې ټولې فارمولې، شارټ کټ کي او د ورځيني ژوند نورې ډېرې چارې پدې 56 صفحه کتاب کې ځاى په ځاى شوي دي ګټه ترې واخلئ ان شاءالله مونږ نوره ګټور معلومات هم په پښتو ژبه راپيدا کوو
2 986
Microsoft Power toys
اکثریت ملګري به ورسره نابلده وي خو همدا د مایکروسافټ ټولز داسې کار کوي چې ستاسو ساعتونه ساعتونه کارونه چې تاسې یې په ټایپینګ باندې تیروی . همغه کار ثانیو او یا هم دقیقو ته راوستلی شي. لاندې لینک له لارې یې ډاونلوډ کړئ
https://apps.microsoft.com/detail/xp89dcgq3k6vld?hl=en-US&gl=US
#مايکروسافټ #انټرنيټ #سعيدي
2 986
په جیب کې مې اوه زره افغانۍ وې، درۍ ورځې وروسته مې چې وګڼلې لس زره وې، نزدې لس دقیقې مې فکر وکړ پوه نشوم چې دا اضافه روپۍ له کومه شوې.
بلآخره دې نتیجې ته ورسېدم چې بزرګ شوی یم او دغه درۍ زره اضافه روپۍ کرامت دي.
که رښتیا را باندې وايئ له بزرګي نه کرامت ته ډېر خوښ وم.
په دې ورځ مې د کابل ښار له را بندیو ځانګړی خوند اخیست،په دې مې سوچ کاوه چې بزرګي له کوم ځایه پیل کړم.
آخر دې نتیجې ته ورسېدم چې زه اوس پخوانی بسمل نه یم، پکار ده چې په ژوند کې مکمل بدلون را ولم، یوازې ګرزېدل زما لپاره نه ښایي اقلا يو څو کسان یا باډېګاردان ضرور دي.
له غریبو او مسکینانو سره اړیکه باید پرې کړم،په هرکار کې مې چې عزت کمیږي که دحق مرسته هم وي ځان به ترې ساتم.
خلکو چې څه کول که یې ښه کول که بد،سم او پرځای به یې ګڼم، ځکه چې خلک له ما حق نه ، بلکې د خپل طبیعت خبرې غواړي.
په همدې وخت کې یو کس له ما نه موټر مخکې کړ، زه منتظر وم چې اوس به یې موټر اور واخلي ځکه چې له ولي الله نه مخکې شو او بې ادبي یې وکړه، خو بلاهم ونه واهه، خدای شته چې قار راغی او په ضمن کې خجالت هم وم. دامې هسې یو شیطاني کار وګاڼه بېرته د خپل ولایت دنیا ته لاړم،نه پوهېدم چې په څو کې روان یم او په دې هم نه وم خبر چې بل لاس ته اوښتی یم.
ناڅاپه شرنګ شو د موټر شیشې دېننه را ولوېدې د موټر بانېټ ته مې چې وکتل چیت شوی و پو شوم چې ټکر مې کړی.
سد مې هم سرته راغی. د روپیو پته هم راته ولګېده چې له کومه شوې وي.په دې وخت کې د خدای بښلي حکم خان پیری (سړی)هم را ورسېد، او خبرې یې شروع کړې.
ویل یې:کوم سوچ دې چې پې نیولای دا بزرګي نه ده شیطاني ده،څوک چې داسې فکر په سر کې لري دغسې ټکرونه به کوي.
دا انانیت دی او ټکرونه تل له انانیته پیدا کیږي.
په ټولنه او چاپیریال کې ټکرونه هغه څوک کوي چې ځان ته یو څوک وايي لکه: سید،خان،آغا او داسې نور.. داسې خلک چې ټولنه کې په ښه نوم یادیږي. ډم نه د چا حق خوري نه دچا په حق دعوه کوي.
د روم مولانا وايي: انسان دوه ځلې ځوانیږي یو ځل هغه مهال ځوانبږي چې مني ترې ووځي،او دویم ځل هغه مهال ځوانیږي چې دی له (من)څخه ووځي.
رحمان بابا تواضعا وايي:
توره ږیره مې سپینه زه حیران یم
چې رحمان لا نه بالغ شوم نه عاقل
بزرګي داده چې د الله په وړاندې خپل وجود نفیه کړې او دخلکو په وړاندې خپل ښه والی.
د شپې تیارې ګروپونه په رڼا بدلوي او ګروپ د بطرۍ له منفي او مثبته بلیږي؛ که موږ خپل زړه، ژوند او چاپیریال کې رڼا غواړو پکار ده چې ځان منفي کړو او بل مثبت وګڼو،که داسې نه وي بیابه داسې ټکرونه وي لکه د منفي او مثبت لینونه چې غلط ولګول شي.
2 986
دا کیسه جالبه وه راومې ژباړله:
یوه وکیل خپل کوهي پر یوه ښوونکي وپلوره دوه ورځې وروسته وکیل ښوونکي ته ولاړ او ورته وویل چې ما یوازې کوهي درباندې خرڅ کړی خو د کوهي اوبه مې نه دي خرڅې کړي، نو که یې له اوبو کار اخلې باید قیمت یې راکړې. ښوونکي لږ فکر وکړ، موسکی شو او ویې ویل: هو سمه ده ما غوښتل ستاسې خواته درشم او درته ووایم چې خپلې اوبه زما له کوهي یوسئ او که نه نو باید کرایه یې راته راکړئ.
وکیل چې بله لاره یې نه درلوده ښوونکي ته یې وویل: ما یوازې ټوکه وکړه، خو ښوونکي ورته وویل: زه ټوکې نه کوم، بلکې جدي یې درته وایم.
په یاد ولره چې زه ښوونکی یم او ښوونکي ته روزلی یې چې وکیل شوی یې. دا په دې معنا چې ته لا د ښوونکو پر وړاندې شاګرد یې او ډېرې نورې خبرې دي چې باید له خپلو ښوونکو یې زده کړې! ښوونکو ته سلام!✋
هڅونه
现已上线!2025 年 Telegram 研究 — 年度关键洞察 
