Research Services
前往频道在 Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
显示更多2 996
订阅者
-124 小时
-127 天
-3330 天
帖子存档
2 996
د علم زکات
احتمالاً ډېری څېړونکي ملګري او محصلین له Sci-hub سره بلد وي؛ دا هغه وېبپاڼه ده چې د نړۍ د معتبرو علمي مقالو تر ټولو لویه سرچینه ګڼل کېږي، دلته هغه مقالې چې په پيسو وي، په وړیا ډول یې درته ډاونلوډ کوي.
اوس د دغه سایټ نوې بڼه د Sci-bot په نوم فعاله شوى چې په مصنوعي ځیرکتیا (AI) سمبال دى. د دې نوي سایټ ځانګړنې دا دي:
د مقالو موندل او ډاونلوډ: ستاسو د موضوع اړوند تر ټولو نږدې او مناسبې "پولي مقالې" درته لټوي او د ډاونلوډ زمینه یې برابروي.
د متن تولید: دا سایټ کولی شي د همدغو معتبرو مقالو په مرسته ستاسو لپاره متن ولیکي او په خورا دقت سره سرچینې (Citations/References) هم ورته ذکر کړي.
توپیر یې له نورو سایټونو سره:
ډېری نور ورته سایټونه یا یوازې له وړیا مقالو ګټه اخلي او یا هغه مقالې درپېژني، چې په خپله په سایټ کې د ډاونلوډ وړ نه وي؛ خو Sci-bot دا ستونزې حل کړې دي.
دَ يادونې وړ ده چې اوسمهال د دې مصنوعي ځیرکتیا د ځواب ورکولو سرعت یو څه ټیټ دی؛ یعنې ستاسو هره غوښتنه په یو کتار (Queue) کې درېږي او ممکن څو دقیقې انتظار ته اړ شئ. په ټوله کې، دا وېبپاڼه د څېړونکو لپاره یو لوی چانس او "نعمت" دی.
دَ سايټ ادرس
http://sci-bot.ru
په زړه پورې علمي معلومات،سکالرشیپونه، کارموندنې، خبرتیاوې، لیکنې او سلګونه ډول ډول کتابونو ترلاسه کولو په موخه ددې چینل سره یوځای شئ
https://t.me/Sciences5891
بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
2 996
+1
د ۱۴۰۵ کال کانکور لومړي پړاو بایومتریک او ازموینې مهال وېش!
تقسیم اوقات ثبت معلومات بایومتریک و امتحان دور اول کانکور سال ۱۴۰۵!
2 996
هر سهار چې له خوبه پاڅم، داسې ښکاري، چې یوه بله ورځ هم وزغمو، نه کومه ځانګړې خوشالي، نه نوي خوبونه، بس هماغه پخوانۍ ستړیا، هماغه بوج، هماغه خاموشي، چې لیدل کیږي، موږ ژوند نه کوو، یوازې مزل کوو، چې بازار ته ښکته شو نو خلکو څهرو/مخونه ته وګورو نه نور هم مایوسه خفه شم چې تر کله به دا سلسله راوان وي.🥹🩹
#همکار
2 996
کیسه ده چې یو ځوان له خپل بوډا پلار سره اوسېده، وروسته له هغه چې مور یې څو کاله وړاندې وفات شوې وه.
د وخت په تېرېدو، پلار ډېر زوړ او کمزوری شو.
بدن یې ناتوانه شو، په سختۍ به خوځېده، او سترګې یې دومره کمزورې شوې چې شاوخوا شیان یې په سمه توګه نه لیدل.
هغه د ژوند په هره کوچنۍ چار کې مرستې ته اړتیا لرله؛
له خوړو نیولې، تر کښېناستو، ویده کېدو او نورو ټولو کارونو پورې.
خو له دې ټولو ستونزو سره سره، زوی یې هېڅکله خپل پلار بار ونه ګاڼه. برعکس، د هغه خدمت یې د الله یو لوی نعمت باله.
هر سهار به یې د پلار پوښتنه کوله، تر څنګ به یې کښېناسته، په خپلو لاسونو به یې خواړه ورکول، او په خوږو خبرو به یې زړه خوشحال ساته.
هر ماښام به یې په احتیاط بهر بیوه، څو تازه هوا واخلي.
پلار د کوچني ماشوم په څېر د پاملرنې محتاج شوی و.
یوه ورځ، کله چې زوی خپل پلار پر اوږه وړی و،
د پلار پښه بې اختیاره وخوځېده او د زوی مخ ته ور ولګېده.
زوی ودرېد. په ډېر احترام یې د پلار پښه ونیوله، په مینه یې په مینه یې ځان ته نږدې کړه، او بېرته یې آرام ځای پر ځای کړه. هماغه شېبه یې ولیدل چې د پلار له سترګو اوښکې روانې دي.
زوی حیران شو او ویې پوښتل:
پلاره، ولې ژاړې؟
پلار یې په لړزېدلي غږ وویل:
زه ځکه ژاړم چې ته راسره هغه څه کوې چې ما له خپل پلار سره کول، خو ته له ما هم ډېر غوره یې.
زوی وپوښتل:
څنګه؟
پلار وویل:
کله چې ما د خپل پلار خدمت کاوه، که یې پښه راته لګېده، سموله مې. خو ما هېڅکله هغه شان ونه کړل لکه تا چې نن زما پښه په مینه ځان ته نږدې کړه تر څو ماته کوم منفي فکر پیدا نشي. همدا وخت پوه شوم چې الله ماته د ډېر مهربان زړه خاوند زوی راکړی.
پلار لاسونه پورته کړل او دعا یې وکړه:
یا الله زما زوی ته غوره بدله ورکړه، او هغه ته هم داسې اولاد نصیب کړه چې همداسې خدمت یې کوي.
درس:
د مور او پلار خدمت یوازې په خبرو نه کېږي.
رښتینې مینه په عمل کې ښکاري.
مور او پلار خپل ټول ژوند زموږ د آرام او سوکالۍ لپاره قربانوي. نو تر ټولو لږ څه چې موږ یې کولی شو دا دي چې:
له هغوی سره مهربان واوسو
صبر ورسره وکړو
احترام یې وساتو
د زړښت په وخت کې یې یوازې پرېنږدو
تل دا په یاد ولرئ:
څنګه چې نن له خپلو والدینو سره چلند کوئ،
سبا به مو اولادونه همداسې چلند درسره کوي.
#ژباړه
#ژوند #کیسه #حکایت #بریا #مور #پلار #مورپلار
2 996
تمه!!!
یو وخت د انګلستان یو نظامي جنرال له خپلو عسکرو سره د خپل یوه مستعمره هېواد په لور روان و. په دښته کې یې یو شپون ولید، چې خپله رمه، یو وفادار ساتونکی سپی او خپله ساده دنیا ورسره وه.
انګریز جنرال شپون ته وویل: که خپل دا سپی ووژنې، یو پونډ به درکړم.
شپون د لږې تمې په خاطر خپل وفادار سپی وواژه.
جنرال بیا وویل: که د خپل مړه سپي غاړه پرې کړې، یو بل پونډ هم درکوم.
هغه دا کار هم وکړ.
جنرال بیا وویل: که خپل مړ شوی سپی ټوټې ټوټې کړې، یو بل پونډ به هم واخلي.
شپون دا هم ومنله، او د څو سکو په بدل کې یې خپل تر ټولو وفادار ملګری بېرحمانه ټوټه ټوټه کړ.
وروسته شپون جنرال ته وویل: که یو بل پونډ راکړې، د خپل سپي غوښه به کباب کړم او بیا به یې وخورم.
خو جنرال وخندل او ویې ویل: نه... همدومره بس دي. بیا یې خپلو عسکرو ته مخ کړ او ویې ویل: "تر څو چې په دې وطن کې داسې خلک شته، چې د لږې تمې لپاره خپل وفادار ساتونکی، خپل عزت او خپل راتلونکی خرڅوي، باور ولرئ چې دا ملت به هېڅکله رښتینې آزادي ترلاسه نه کړي."
د کیسې درس: هغه څوک چې د لږې ګټې، څو پیسو او لنډې تمې لپاره خپل وفادار ملګری، خپل اصول او خپل راتلونکی قربانوي، هغه له خپل ځان سره تر ټولو ستر ظلم کوي. داسې ملتونه تر هغې آزادېږي نه، څو چې د خپل ارزښت او عزت قیمت و نه پېژني.
ژباړه Aimal Azimi
احمد مبشر عظیمي
2 996
انسان چې وړوکی وي، له ځانه ډېر توقعات لري، هیلې او امیدونه ورته بې شمېره مخې ته پراته وي، ځان په یو وخت هم ډاکټر ګوري، هم انجنیر، هم ملا، هم...
د وخت په تېرېدو کرار، کرار پوهیږو چې مقصدونو ته رسېدل هغومره هم اسان نه دي، لکه څنګه یې چې مونږ تصور کاوه، وخت مو د ماشومتوب په یوه، یوه هیله په نوبت سره قدم ږدي او تر پښو لاندې یې دل کوي، آخر داسې یو مقام ته ورسیږو چې کله خپلو تېرو خوبونو ته فکر وکړو، د انځور په شان له غمه وخاندو، او د دیدار یوسفزي صاحب دا بیت په ډک ستوني زمزمه کړو چې:
ما وېل سیند یمه دیداره! خپله مخه به اوباسم
زه لښتی، لښتی تقسیم شوم، ما پردي پټي اوبه کړل
2 996
خپل راز وساته!!!
یو وخت د لیوانو په یوه ډله باندې یوه پړانګ برید وکړ. ټول لیوان وتښتیدل، خو یواځې د منګال په نوم لیوه پریکړه وکړه، چې وجنګیږي. منګال له سخت جنګ وروسته زخمی شو او یوه کورته یې پنا یوړه. هلته د رنګ په یوه غټ لوښې کې ولویده او شین رنګ یې واخست.
له څو ورځو استراحت وروسته د منګال زخمونه ټکور شول. د هغه ملګرو دده د څو ورځو غیابت له امله فکر وکړ، چې منګال نور مړ شوی دی. کله چې منګال بیرته ځنګل ته را ستون شو، نو هیڅ حیوان هم ونه پیژانده او ټول حیوانات ورڅخه ویریدل. حتا زمری هم ورڅخه وډار شو او دی یې د ځنګل پادشاه اعلان کړ.
منګال له یوې خوا له پادشاهي خوند اخسته، له بلې خوا په خپلو ملګرو پسې سخت خپه و. نور یې حوصله نشو کولای او بالاخره یې دغه مهم راز څو اعتباري ملګرو ته ووایه. هغوی دا خبره په ځنګل کې د اور په څیر خپره کړه او بالاخره دا خبره زمري ته هم ورسیدله. زمري د سختې غوسې څخه منګال همغه شیبه مړ کړ.
د کیسې درس: هر ملګری تر هغه ستا ملګری دی، چې دده په سویه اوسې، کله چې یو قدم مخکې شې، بیا ته وګوره چې څه ډول خپل برخورد درسره بدلوي. تل خپل راز وساته او هر څوک ستا دایمې دوست نه دی.
ژباړه: Aimal Azimi
احمد مبشر عظیمي
2 996
دری خطرناک دښمنان!!!
انسان که هر څومره پوه، ځیرک او بااستعداده وي، تر هغه وخته چې پر خپل نفس واکمن نه وي، د لوړو منزلونو تر دروازې نه شي رسېدلای. د نفس تربیه او کنټرول هغه بنسټ دی چې بریا پرې ولاړه ده.
ناپلیون هیل په خپل کتاب «د شیطان دوکه» کې وایي: انسان باید دوه مهم شیان تر کنټرول لاندې راولي، تر څو پر خپل ځان واک ترلاسه کړي؛ یو یې خیټه او بل یې ژبه ده. هغه ټینګار کوي چې هر څه نه خوړل، د خوراک نظم ساتل، او هر ځای بېځایه خبرې نه کول، هغه مهارتونه دي چې انسان له نورو جلا او محترم کوي.
خو که موږ ژور فکر وکړو، یو بل ځواک هم شته چې له دې دواړو کم نه دی، بلکې کله ناکله تر هغو هم ډېر خطرناک وي، او هغه د انسان جنسي غریزه یا شهوت دی. که دا ځواک مهار نه شي، نو د عقل، دین او شخصیت بنسټونه نړوي.
په حقیقت کې، دا درې ځواکونه: خیټه، ژبه او شهوت—د انسان د شخصیت اصلي محورونه دي. که یو څوک دا درې واړه سم کنټرول کړي، نو که عادي انسان هم وي، کولای شي ځان لوړو مقامونو ته ورسوي. خو که دا بېمهاره پاتې شي، نو ډېر پوه او هوښیار کسان هم د پرمختګ له لارې را غورځوي.
د همدې حقیقت په اړه زموږ خوږ پیغمبر ﷺ څومره ښکلی او ژور ارشاد فرمایلی دی: «مَن يَضْمَن لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَن لَهُ الْجَنَّةَ»
ژباړه: چا چې ماته د خپلې ژبې او خپلو جنسي غړو ضمانت راکړ، زه ورته د جنت ضمانت ورکوم.
دا حدیث شریف موږ ته دا راښيي چې د انسان د نجات او بریا لوی راز په همدې دوو کنټرولولو کې نغښتی دی، او که د خوراک کنټرول هم ورسره یوځای شي، نو انسان د نفس له سترې جګړې بریالی راوتلی شي.
نو پایله دا ده: هغه څوک چې خپله خیټه، خپله ژبه او خپل شهوت اداره کړي، په حقیقت کې یې خپل ځان فتح کړی دی. څوک چې ځان فتح کړي، نړۍ فتح کول ورته ستونزمن کار نه دی.
ژباړه: Aimal Azimi
احمد مبشر عظیمي
2 996
+1
د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور، دیني مدارس او څوارلسم پاسانو ازموینې لومړي پړاو ګډونوالو د شهرت لینک!
ـــــــــــــــــــــ
لینک شهرت داوطلبان امتحان دور اول کانکور عمومی، مدارس دینی و چهارده پاسان سال ۱۴۰۵!
https://nexa.gov.af/ps/candidate/17/search
که په ورکړل شوي لینک کې د کوم ګډونوال په شهرت(نوم، پلارنوم، نیکه نوم او یا نورو معلوماتو) کې تېروتنه موجوده وي، نو ژرترژره دې د لاندې لینک له لارې د شهرت اصلاح فورم په دقت سره بشپړ کړي!
ــــــــــــــــــــــــــ
اگر در لینک دادهشده، در شهرت داوطلب (نام، نام پدر، نام پدرکلان یا سایر معلومات) کدام اشتباه موجود باشد، هرچه زودتر از طریق لینک ذیل فورم اصلاح شهرت را با دقت تکمیل نمایید!
https://sites.google.com/view/nexa-links/home
2 996
د کارموندنې خبرتيا!
د ننګرهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست کار اهل کار ته د سپارلو او د کارونو د لا ښه کولو په موخه لاندې بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري:
(۱) د وقايې او خطر کمولو مدير ،پنځم بست
تعداد بست (۱)
شرائط د بست
فوق بکلوريا سند يا د هغې معادل تحصيلي سند د ديني مدرسو څخه چې د پوهنې وزارت څخه تائيدي ولري
د اړيکو د انسجام او څارنې مدير ، پنځم بست
تعداد بست (۱)
شرائط د بست
فوق بکلوريا سند يا د هغې معادل تحصيلي سند د ديني مدرسو څخه چې د پوهنې وزارت څخه تائيدي ولري.
ټاکل شوې ده چې د يادو بستونو ازموینه په دوو پړاوونو کې ترسره شي.
(۱) تحريري کمپيوټري ازموینه
(۲) تقريري ازموينه ( مصاحبه)
علاقمندان کولی شي چې د ۱۴۰۵/۲/۱۰ نېټې څخه د لسو ۱۰ کاري ورځو پورې د کارموندنې فورمه د اړونده ادارې يا د ننګرهار ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر څخه ترلاسه او د سم ډکولو څخه روسته يې اړونده ادارې ته بیرته وسپاري.والسلام
د ننګرهار ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر
2 996
د مجازي نړۍ قدرمنو دوستانو الله دې وکړي چې ښه به ياست
د Research Services ټيم ته لاندې مقالې د نشر لپاره مختلفو لیکوالانو رالېږلي، هر لیکوال غواړي چې ځان سره بل همکار ملګری کړي څو د نشر مصرف پرې کم راشي که چېرته لاندې هره موضوع د کوم استاد، محصل، څېړونکي يا... د رشتې او مسلک سره سمون خوري او غواړي چې په نړيوال ژورنال کې مقاله نشر کړي نو کولی شي چې لاندې وټس اپ شمارو تماس وکړي، څو مو اړوند لیکوال سره په اړیکه کې کړو.
+93784234555 +93790313233
د يادونې وړ ده چې هغه محترم استادان، محصلين، څېړونکي يا... چې غواړي په هره برخه کې نړيواله مقاله ولري نو زمونږ ټيم او همکاران په مختلفو برخو کې د مقالو لیکلو کافي وړتيا او تجربه لري کولی شي تاسې ځان سره د لومړي يا دويم همکار په توګه په مقاله کې ولیکي.
1. Achieving the Sustainable Development Goals in Afghanistan: Challenges and Opportunities
2. Digital Reading Behavior in Afghanistan: A Meta-Synthesis of Influential Factors
3. Empowering Local Communities in Water Management: Experiences from Leading Countries and Their Application to Afghanistan
4. Empowering Rural Afghanistan: A Multidimensional Framework for Fragile Development Contexts
5. Empowering Rural Women through Handicraft Development: A Model for Sustainable Entrepreneurship in Afghanistan Inspired by the Iranian Experience
6. Environmental Sustainability and Disaster Management in Afghanistan: Assessing Climate Change, Natural Hazards, and Resource Management
7. Harnessing Social Capital for Rural Tourism Development Case Study
8. Integrating GIS, Remote Sensing, and AHP for Sustainable Rural Development Planning in Fragile States: A Case Study from Afghanistan
9. International Experiences in Capacity Building and Empowerment of Rural Communities: Analysis and Recommendations for Afghanistan
10. Investment Opportunities and Challenges in Western Afghanistan’s Desert Tourism: Comparative Sustainable-Development Insights from the Lut Desert
11. Navigating Reluctance: A Context-Sensitive Model for Mitigating L2 Speaking Anxiety and Fostering Agentic Engagement in High-Context EFL Settings
12. Sustainable Development in Afghanistan in Light of Practical Solutions: A Comparative Analysis
13. The Paradox of Collective Action: How Hybrid Governance in Agricultural Cooperatives Fosters Empowerment Amidst Institutional Fragility
14. Topological Evolution of Sacred Mobility: A Spatial Network Analysis of Afghan Hajj Caravanserais (1100–1900 CE)
د څېړنیزو او اکاډميکو فعالیتونو، په پښتو،دري او انګلیسي د مقالو لیکل، په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې نشرو، ژباړو، ليکنو، انګېزه ليک، رزومه، او... لپاره له دې ګروپ سره يوځاى شئ.
https://chat.whatsapp.com/F9PURmwkRAeIXpTNZ8cVhw
2 996
د سي وي فارمټ!
که سي وي نلرئ او يا فارمټ مو مناسب نه وي کولی شئ زما د سي وي فارمټ استفاده کړئ.
خو لومړی لارښود ويډيو وګورئ!
https://youtu.be/QADdpYZXKoE?si=veVUIOgQwUrnC1Vz
2 996
دا انلاين وړيا ويب اپليکيشن ده چې له ۱۵۰ څخه زيات مختلف کارونه ترسره کوي لکه د فايلونو بدلون او سمون. کاروونکي کولی شي په اسانه ډول فايلونه له يوه فارمټ څخه بل ته واړوي لکه JPG څخه PDF ته يا PDF څخه Word ته، او همداسې نور.
لينک: aslitools.com
2 996
چیګوارا وایي: له دښمن سره دې سوله وکړه؛ خو له هغو کسانو سره هیڅکله سوله مه کوه، چې له دښمن سره دې ولاړ وي.
ځکه د دښمن دښمني کیداې شي د حال د شخړو او غصې په پاېله کې وي؛ خو د هغو کسانو دښمني چې دښمن سره دې ولاړ وي، د سختې کینې، بد نیت او پلان شوې دسيسې پاېله وي.
ژباړه: تسل
2 996
هغوئ چې له ادبیاتو، ارواپوهنې، ټولنپوهنې او دې ته نږدې څانګو نه لیسانس لري دا لاندې د ماستري فرصت له لاسه مه ورکوئ. هغوئ چې درسونه یې په انګلیسي ویلي ټافل یا بل سند ته اړتیا نه لري چې له اپلیکېشن سره یې ملګری کړي. او که له دې لوړو څانګو بغیر نورو څانګو کې لیسانس لرئ یا د چا درسونه له انګلیسي بغیر په بله ژبه وي نو هغوئ باید د ټافل یا ایلټس نمرې ولري کنه په اپلیکېشن دې وخت نه ضایع کوي. ښایسته پروګرام م دی او په دریو هیوادونو جرمني، یونان او پولنډ کې درسونه درباندې وايي. بل ښه والی یې دا دی چې له ماستري وروسته دستي دوکتورا ته هم د همدې پروګرام له لارې اپلای کولای شئ او دوئ مو ملاتړ کوي. ما دومره وکولای شول چې دا فرصت له یو ګروپ نه راواخلم او ستاسې سره یې شریک کړم، نور ټول شرایط او ټولې پوښتنې یې د لاندې لینک له لارې خپله ولولئ او پلټنه پسې وکړئ، تیار فرصت دی صرف په تر لاسه کولو کې خپله خواري وکړئ!
نوټ: که څوک پېژنئ چې په شرایطو برابر دي دا ورسره شریک کړئ
https://www.multidiverse.eu/applications
د څېړنیزو او اکاډميکو فعالیتونو، ژباړو، ليکنو، انګېزه ليک، رزومه، په پښتو/دري/انګليسي ژبو دَ مقالو لېکل، په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې دَ مقالو نشرول او... لپاره د وټس اپ لاندې ګروپ سره يوځاى شئ.
https://chat.whatsapp.com/F9PURmwkRAeIXpTNZ8cVhw
2 996
کوچني شهزاده وپوښتل؛ دا ښه ده چې څوک مینه درسره ولري؟ که دا ښه ده چې له چاسره مینه ولرې؟ کېدړې ځواب ورکړ: د آلوتونکي لپاره کوم وزر ضرور دی؟ ښی که چپ؟
کوچنی شهزاده: دا چې راشې خو په راتګ دې څوک خوشاله نشي، له دې هم بل دردناکه شی شته؟
کېدړه: هو، دا چې لاړ شې او د چا پام نشي!
ګیدړه؛ مینه راسره لرې؟
کوچنی شهزاده؛ شاید
ګیدړه؛ زړه دې راپسې خفه کیږي؟
کوچنی شهزاده؛ شاید
ګيدړه؛ بیا دې لیدی شم؟
کوچنی شهزاده: شاید
ګیدړه؛ د سوال ځواب په هو، نه راکړه، شک انسان خوري.
کوچنی شهزاده؛ کله حالت ښه کیږي؟
ګیدړه؛ کله چې پوه شې هر څه تا پورې اړه لري.
کوچنی شهزاده؛ څوک چې مینه درسره لري را ګرځي؟ ګیدړه؛ نه، څوک چې پښېمانه شي راګرځي، څوک چې مینه درسره لري چیرې نه ځي!
کوچنی شهزاده؛ وفادري یعنې څه؟
ګیدړه؛ یعنې دا چې که سیاره کې دې بل ګل هم و، ته له خپل ګل سره مینه ولرې!
کوچنی شهزاده؛ انسانان کله د خپلو شتو په ارزښت پوهیږي؟ ګیدړه؛ کله یې چې له لاسه ور کړي.
کوچنی شهزاده؛ ټوکې څه شی دي؟
ګیدړه: هغه چې انسانان د خپل زړه خبرې یو بل ته وايي.
کوچنی شهزاده: ته سواد لرې؟
ګیدړه: سواد د انسانانو کار ده، زه شعور لرم!
کوچني شهزاده وپوښتل؛ څنګه پو شوم چې پسې تړل شوی یم؟ ګیدړې ځواب ورکړ؛ تر څو چې وي نه پوهېږې…
هڅونه 🍁
2 996
یوه مشهوره جاپانۍ وینا ده:
که کوم وخت ناسم اورګاډي ته وختې، نو ژر تر ژره په راتلونکي تمځي کې ترې کوز شه؛ ځکه څومره چې مخکې ځې، هومره به بېرته ستنېدل درته ګران تمام شي.
دا خبره د ژوند په هره برخه کې تطبیق کېدی شي.
现已上线!2025 年 Telegram 研究 — 年度关键洞察 
