Research Services
前往频道在 Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
显示更多2 985
订阅者
-224 小时
-57 天
-3930 天
帖子存档
2 987
واړه غمونه انسان څخه ټوکي او شوخ انسان جوړوي، مګر لوی غمونه انسان څخه ډیر خاموش انسان جوړوي.
عقابون
2 987
د هندوستان د ستر متفکر ډاکټر مبارک علي د ژباړل شویو مقالو ټولګه،چې استاد اسدالله غضنفر ژباړلي دي. لوستل یې ډېر ګټور دي.
2 987
کتاب: د تاریخ ننداره
لیکوال: اسدالله «غضنفر»
ژبه: پښتو
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 987
کتاب: د پيغمبر په پلونو
لیکوال: ادهم شرقاوي
ژباړه: فضل کریم شرف
ژبه: پښتو
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 987
د کتاب نوم: د ماتو زړونو لپاره
لیکوال: ادهم شرقاوي
ژباړن: لعل الدین عاطف
ژبه: پښتو
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 987
د کتاب نوم: دمينې څلوېښت قاعدې .
لیکوال: الیف شفق
ژباړن: کریم حیدري
ژبه: پښتو
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 987
کتاب: راځئ نه مرو!
ليکوال : ډاکټر مهدي خدامیان لرانی
ژباړه: هیواد رفعت
ژبه: پښتو
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 987
زه ډېره زیاته مطالعه د ایمان(عقېدې) اسلام، زړه، روح، وجدان، نفس، دماغ او د لعین شطیان پېژندې په باره کې کووم. کله مو چې دا شیان وپېژندل، بیانو خپله پوهېږئ...
نفس راحت او خواهيشات زیات غواړي، مړښت یې نشته، کله چې تاسې د نفس هره غوښتنه پوره کوئ، بیا نو نفس دومره قوي کېږي چې وجدان، زړه، روح او ایمان ورسره مقابله نه شي کولی، ځکه نفس ګناهونه خوښوي او په ګناهونو سره زړه تورېږي، روح او وجدان دواړه ځپل کېږي.
دا چې د انسان په بدن کې نفس د شیطان پټ جاسوس دی، نو دواړه سره لاس یو کړي بیا نو انسان د تباهۍ او دوزخ کندې ته ټېل وهي. ان شاءالله چې کله مې ښه ژوره مطالعه پکې وکړه بیا به یې له تاسې سره خلاصه شریکه کړم، اوس مهال د زړه په پېژندنه کې مې مطالعه شروع کړې ده، د زړه، اعمال، ډولونه، د روح، وجدان، نفس او دماغو سره د زړه اړیکه او داسې ګڼ پېچلې موضوعات، باور وکړئ چې کله دا پورتني شیان وپېژنئ هر ډول حالات او ځان کنټرول کولی شئ او د الله تعالی بشپړ توحید، قدرت به ومنئ.
زړه د انسان معنوي مرکز دی. که بدن یو ښار وي، نو زړه یې پلازمېنه ده. زړه د الله (ج) د پېژندنې، توکل، محبت او تقوى ځای دی.
که ایمان قوي شي او نفس وځپل شي، زړه پاکېږي، روح قوي کېږي، وجدان بیدار پاتې کېږي، او انسان د شیطان له فریب نه ژغورل کېږي. دا حقیقي بریا ده.
د زړه په اړه چې کومو علماو کتابونه لیکلي دي، هغه به هم درسره شریک کړم... په درنښت
2 987
لس داسې جملې چې د لس جلده کتابونو برابرې دي:
۱: ځان وپیژنه، نړۍ به درسره وپیژني.
۲: پیسې لاس ته راځي، خو باور چې لاړ شي، نه راګرځي.
۳: هره خبره مه وایه، ځکه هر څوک ستا له زړه نه دي خبر.
۴: پرمختګ هغه وخت پیلېږي، چې انسان د پلمو دروازه بنده، او د هڅې کړکۍ خلاصه کړي.
۵: پاک نیت پخپله دعا ده، او خدای ته تر ټولو خوږه دعا هغه وي چې له زړه راوتلې وي، نه له زبانه جوړې شوې.
خپله لار خپله جوړه کړه، که نه نو د بل محتاج به یې.
۶: چوپ خلک لوی رازونه لري، نو چوپتيا غوره کړه.
۷: بې نتيجې خبرې مه کوه، ځکه دا د زړه ښايست له منځه وړي.
۸: هر قدم چې د صداقت ډک وي، منزل ته ژر نيږدې کيږي.
۹: څوک چې تاته ارزښت نه درکوي، دهغوی تواقع مه لره.
۱۰: هر څوک د لوړې ودانۍ خیال لري، خو بنسټ کې صبر نه شي ایښودای؛ حال دا چې پرمختګ د همداسې پټو خښتو نه پیلېږي.
2 987
کتاب: د نړی تر ټولو شتمن سړی
لیکوال :سټیون کی سکاټ
ژباړن: استاد شیرخان حساس
ژبه: پښتو
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 987
د نړۍ شهکار ناول
کتاب : څلور خویندي
لیکوال: لویزیا ایم الکوټ
ژباړنه: فاطمه ځلاند
ژبه: پښتو
"څلور خویندې" د آمریکايي ليکوالې لویزیا اېم الکوټ ناول دی، چې د فاطمه ځلاند له لوري پښتو ته را ژباړل شوی دی. په دې ناول کې د څلورو خویندو د ژوند هسکې او ژورې راوړل شوې دي، چې د ټولنیزو فشارونو او ستونزو سره سره بیا هم خپل همت نه بايلي.
ډېر ښکلی کتاب دي، ضرور یې ولولئ.
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 987
که یو څوک بدل شي
او ته لا هم له هغه پخوانی توقع لرې
نو دا ستا سهوه ده، نه د هغه بدلون. خلک بدلیږي، او توقع باید همغسې بدله شي...
💢💢
حیاء
2 987
زما لرې ملګري ته: ته به تل زما په زړه کې یې، حتی که موږ د واټن او لږو خبرو اترو له امله جلا شوي یو.
2 987
د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د سياسي ژوند څخه دقيق فهم دادی، چي د خپل قوت او امکاناتو په اساس ئې تصميمونه نيولي دي.
کله ئې د عمرې نيتونه مات کړي دي، په حديبيه کي ئې سرونه خريلي دي او د حرم معظم څخه را ګرځيدلي دي او کله بيا د مدينې منوری څخه د فتحي په نيت حرم مکي ته تللی دی؛
يو وخت ئې د يهودو سره د متقابل امان تړونونه کړي دي او بل وخت ئې پر هغو باندي خپل کورونه اور کړي دي؛
کله کله به ئې فقط د مدينې منوری د دفاع اراده وه او کله کله به ئې افريقا او اروپا ته چلنجي ليکونه او مکتوبونه ليږل...
شاکر
现已上线!2025 年 Telegram 研究 — 年度关键洞察 
