Research Services
前往频道在 Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
显示更多2 995
订阅者
-124 小时
-97 天
-3230 天
帖子存档
2 995
د مالیزیا هیواد بورسونه!
🔹️هیواد: مالیزیا
🔹️پوهنتون: البخاري نړیوال پوهنتون
🔹️ډول: بشپړ وړیا
🔹️مقطعې: لیسانس او ماسټري
🔹️رشتې: ډول ډول
ګټې:
🔸️وړیا زدکړې
🔸️وړیا لیلیه
🔸️وړیا خوراک
🔸️میاشتنۍ معاش
🔸️په انګلیسي ژبې تدریس
🔸️نړیوال ماحول (د ٥٠ هیوادونو محصلین)
د نورو معلوماتو او نوملیکنې لینک👇👇
https://apply.aiu.edu.my/auth/sign-in
د بورسیې سایټ
https://aiu.edu.my/scholarship
2 995
ناپوهي له لېونتوب نه هم زياته بده ده.
يو سړی مجبور شو چې د خپل موټر پنچر شوی ټاير د رواني ناروغيو د درملنې يوه روغتون تر څنګ بدل کړي.
هغه د ټایر پیچونه (بولټونه) راواېستل او یوې خواته یې کېښودل.
پرته لدې چې ورته پام يې شي، یو ماشوم راغی، پیچونه یې غلا کړل او وتښتېده!
د موټر خاوند انديښمن شو او فکر يې وکړو چې په ستونزه کې ګير شو، ځکه بې له پیچونو د سټاپني ټایر لګول ناشوني و، هغه د موټر تر څنګ غمجن ودرېده او د حل لارې په لټه کې شو.
ناڅاپه د روغتون يو ناروغ ورته د دېوال له شا څخه ور غږ کړ: څه ستونزه درته پیښه شوي ده؟ سړي ځواب ورکړ: يو ماشوم د ټاير پيچونه غلا کړي دي.
ناروغ ورته وويل: ښه، له هر يو ټاير څخه يو پيچ پور را واخله، او بيا د سټاپني ټاير پرې ولګوه.
د موټر خاوند وویل: رښتيا هم، دا خو ډېره سمه مشوره ده، هغه د موټر ټاير ولګاوه، او بيا يې د روغتون ناروغ ته مخ ور واړاوه او پوښتنه يې ترې وکړه:
عجيبه ده، ته دلته په روغتون کې څه کوې؟
ناروغ ځواب ورکړ: زه لېونی يم، هو!
خو ستا په څېر ناپوه نه يم!
هڅونه 🍁
2 995
د خیانت په تړاو، دوستویفسکي وايي:
کله چې د چا زړه زخمي کړې، دا زخم ورسره د عمر تر پایه پاتې کېږي.
تولستوی وايي: چا چې درسره خیانت وکړ، دا مانا، لکه دواړه لاسونه یې چې در پرې کړل؛ بخښل کیدی شي؛ خو بیا ورسره مینه نه شي کېدی. .
چیخوف وايي: ما هېڅکله نه منله چې خیانت به دومره درد لري، چې د انسان دې هم پر خپل ځان زړه وسوځي.
وروستۍ خبره د دوستویفسکي ده:
هغوی هر څه رانه واخیستل، لږ څه چې پاتې و، هغه ما خپله ورپرېښودل.
کابل 🍁
2 995
د ګوګل لخوا وړيا کورسونه هر وخت وړاندې کيږي. کله چې تاسې هر يو کورس تکميل کړئ بيا د ګوګل کمپنۍ لخوا سرټيفېکيټ هم درکول کېږي:
https://grow.google/certificates/
2 995
❇️دا تاسې سره په وظيفه اخستلو او ورځني ژوند کې ډېره مرسته کوي.
Microsoft Word
❇️د اساينمنټونو، راپورونو او علمي ليکنو لپاره کارېږي.
Microsoft PowerPoint
❇️د پريزنټېشنونو، سيمينارونو او دفاع لپاره استفاده کېږي.
Microsoft Excel
❇️د جدولونو جوړولو، احصايې، حساب او ګرافونو لپاره مهم دی.
PDF Reader
❇️د درسي کتابونو، لارښودونو او علمي مقالو د لوستلو لپاره کارېږي.
Internet & Email Skills
❇️د ايميل لېږلو، معلوماتو لټون او انلاين زدهکړې لپاره ضروري دي.
SPSS
❇️د زراعتي تحقيقاتو او ډاټا تحليل لپاره کارېږي.
GIS (ArcGIS / QGIS)
❇️د ځمکو نقشو، کرنيز پلان او اوبهخور د مديريت لپاره استفاده کېږي.
Crop Simulation Software (DSSAT)
❇️د حاصلاتو اټکل او د اقليمي بدلون د اغېزو د ارزونې لپاره کارېږي.
AutoCAD (بنسټيزه کچه)
❇️د فارمونو، کانالونو او زراعتي نقشو د ډيزاين لپاره ګټور دی.
QuickBooks / Accounting Software
❇️د فارم او زراعتي پروژو د مالي حساب، لګښت او عايد د ثبت لپاره کارېږي.
❇️زموږ يواځينۍ موخه او هدف ګرانو هیوادوالو ته د ګټورو معلوماتو وړاندې کول دي نو زموږ دټيلګرام چينل حتماً درسره سبسکرايب کړئ مننه.
2 995
سرلیک: د دوکتورا د څېړنې په بشپړولو کې ستاسو همکاري
السلام علیکم درنو او قدرمنو دوستانو!
هیله ده روغ او جوړ وئ.
زه د خپلې دوکتورا دورې د پایلیک (ډېزرټېشن) لپاره یوه علمي څېړنه ترسره کوم، چې موضوع یې د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو د ژوند ښه کولو او د فقر کچې راکمولو پورې تړاو لري. د دې څېړنې د ډېټا راټولولو لپاره مې په فارسي ژبه پوښتنپاڼه چمتو کړې ده.
که څه هم پوښتنې ښايي لږې ډېرې وي، خو ستاسو دقیق او مخلصانه ځوابونه به له موږ سره مرسته وکړي، څو د ننګرهار د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره اړوندو مسؤلینو ته علمي حللارې او رغنده ستراتیژۍ وړاندې کړو.
له هغو درنو ننګرهاریانو څخه چې غواړي په دې علمي او خیريه هڅه کې برخه واخلي، هیله کوم چې ما ته په شخصي پيغام (Inbox) کې مسج وکړي څو د پوښتنپاڼې لینک ورته ولېږم.
ستاسو له همکارۍ نړۍ مننه.
په درنښت
د وټس آپ شماره
+93789191058
تلګرام آيډي
@Yar5891
2 995
د کندهار پوهنتون علمي کادر خبرتیا!
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-334
د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ!
https://mohe.gov.af/.../fwrm_bst_hay_kadr_elmy_97afc2c098
2 995
د_داخله_ناروغیو_تفریقي_تشخیص_لومړی_ټوک.pdf
د داخله ناروغیو تفریقي تشخیص
لومړی توګ
پوهاند دوکتور سیف الله هادی
ننګرهار طب پوهنځی
#دداخله_ناروغیوتفریقي_تشخیص
2 995
د_داخله_ناروغیو_تفریقي_تشخیص_لومړی_ټوک.pdf
د داخله ناروغیو تفریقي تشخیص
لومړی توګ
پوهاند دوکتور سیف الله هادی
ننګرهار طب پوهنځی
#دداخله_ناروغیوتفریقي_تشخیص
2 995
یو ځوان د کافي خونې په ګوښه کونج کې ناست و، لاس کې یې کاغذ او قلم نیولي و، یوې بوډۍ فکر وکړ چې ګوندې خپلې مور ته لیک لیکي. یوې ځوانې نجلۍ ګومان وکړ چې ښايي خپلې مېرمنې ته کوم رومانتیک شعر لیکي. د کافي خانې خزاندار فکر کاوه چې دی به خپل پورونه شمېرې. یو سوداګر فکر وکړ چې د خپلې سوداګرۍ لپاره پلان جوړوي. یو ماشوم، په خپل پاک زړه، ورنږدې شو، تر څو هغه انځور وګوري چې فکر یې کاوه دی یې رسموي! موږ د نورو خلکو کړنې د خپلو فکرونو او علاقو له مخې تعبیرواو هر څه له هماغه زاویې ګورو چې پکې ولاړ یو زموږ زړونه تر سترګو مخکې ویني؛ د چا زړه چې ښکلی وي، تعبیر یې هم ښکلی وي او د چا زړه چې بدرنګه وي، تعبیر یې هم د هماغه زړه په شان وي.
ژباړه: لحاظ 🍁
2 995
د نيټورک چپټر په پښتو ژبه
زمونږ نېږدې ملګري او قدرمن استاد د نيټورک په باره کې همدا چپټر په پښتو ليکلى دى يقيناً چې زيات کار يې کړى دى درسره ډاونلوډ يې کړئ👇👇
2 995
ما له خلکو سره له تجربو زده کړل چې:
هغه څوک چې ځان ډېر دیندار ښيي، په اصل کې تل دیندار نه وي.
هغه څوک چې ځان ډېر خاموش ښيي، په حقیقت کې تل خاموش نه وي.
هغه څوک چې ځان ډېر غیرتي ښيي، په اصل کې تل غیرتي نه وي.
هغه څوک چې ځان ډېر غلی ښيي، په باطن کې لازماً غلی نه وي.
هغه څوک چې ډېر د صداقت خبرې کوي، تل رښتینی نه وي.
هغه څوک چې ډېر د اخلاقو دعوه کوي، تل بااخلاقه نه وي.
هغه څوک چې ډېر د عاجزۍ لباس اغوندي، ډېر وخت متکبر وي.
هغه څوک چې ډېر د دوستۍ قسمونه خوري، تر ټولو ژر خیانت کوي.
هغه څوک چې ډېر د صبر خبرې کوي، ډېر وخت بېصبره وي.
هغه څوک چې ډېر د وفا شعارونه ورکوي، ډېر وخت بېوفا وي.
هغه څوک چې ډېر د درد کیسې کوي، ډېر وخت د نورو درد ته بېپروا وي.
هغه څوک چې ډېر د انسانیت خبرې کوي، کله کله تر ټولو ډېر بېانصاف وي.
ما زده کړل چې خلک باید د څېرو له نقاب نه، بلکې د کړنو له وزن وپېژندل شي،
ځکه خبرې اکثره دروغ وایي، خو عمل هېڅکله دروغ نه وایي.
#همکار
2 995
توبرکلوز.pdf
توبرکلوز
مؤلف : پوهندوی دکتور سید انعام ( سیدی )
ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی
#توبرکلوز
现已上线!2025 年 Telegram 研究 — 年度关键洞察 
