ch
Feedback
Research Services

Research Services

前往频道在 Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

显示更多
2 984
订阅者
无数据24 小时
-17
-2630
帖子存档
د عادت ځواک.pdf7.74 MB

The_7_Habits_of_Highly_Effective_People_د_اغیزمنو_خلکو_7_عادتونه.pdf3.95 MB

کتاب د اغیزمنو خلکو 7 عادتونه لیکوال سټیفن آر کووی په انګليسي ژبه کې چې په 1990 کې خپور شوي او له 10 ملیون څخه ډیر کاپي پلورل
کتاب د اغیزمنو خلکو 7 عادتونه لیکوال سټیفن آر کووی  په انګليسي ژبه کې   چې په 1990 کې  خپور شوي او له 10 ملیون څخه ډیر کاپي پلورل شوي د  اشخاصو، کورنیو او سوداګرۍ لپاره یو د مهم کتابونه څخه دې.چې د۷  عادتونه او اصولو باندی متمرکز  فلسفه  د لاری د لوستونکو سره مرسته کوې چې د دوی شخصي او مسلکي ستونزو ته د حل لاره ومومي او  صداقت ، وقار نه ډک ژوند ترلاسه کړي.  لوستونکي د 7 عادتونو له لارې رهبري کوي او دوی ته ښیې چې دا نظرونه څنګه هره ورځ په عمل کې پلي کړي ، اهداف وټاکي، اړیکې ښه کړي، او د ژوند اغیزمنتیا ته لاره پیدا کړي. 

د کار موندنې خبرتيا! لينک: https://nexa.gov.af/ps/research-reg
د کار موندنې خبرتيا! لينک: https://nexa.gov.af/ps/research-reg

د پوهنې وزارت اړوند ښوونې او روزنې کادري بستونو نوم لیکنه د روانې(لړم) میاشتې تر ٣٠ مې نېټې دوام لري، هغه کسان چې تر اوسه يې
د پوهنې وزارت اړوند ښوونې او روزنې کادري بستونو نوم لیکنه د روانې(لړم) میاشتې تر ٣٠ مې نېټې دوام لري، هغه کسان چې تر اوسه يې نوم لیکنه نه ده کړې او غواړي یادو بستونو ته نوم لیکنه وکړي، د ورکړل شوي لینک له لارې دې خپله نوم لیکنه بشپړه کړي! https://nexa.gov.af/fa/moe-reg

د پوهنی وزارت د پینځم، شپږم اداري او ښوونکو بستونو لپاره د غوښتونکو د پام وړ! ټول هغه محترم غوښتونکي چې د پوهنې وزارت د پینځم، شپږم اداري او ښوونکو ۸۱۶۵ بستونو د رقابتي آزموینې په پروسه کې شامل شوي دي، کولای شي، د یاد وزارت د نصاب له هغو علمي سرچینو څخه استفاده وکړي، کوم چې د دغې آزموینې په برخه کې د استفادې لپاره په پام کې نیول شوي دي. * د آزموینې لپاره له ټاکل شویو سرچینو سره سم د پوښتنو شمېر او ترکیب: 1-- د دعوت او ارشاد له نصاب څخه ټولټال ۱۰ پوښتنې. ۲- د مسلکي او پیداګوژیکي برخې څخه ۳۰ پوښتنې. په شمول دې: الف: د پیداګوژیکي برخې څخه ۱۵ پوښتنې (کتاب INSET 1) ب: د ښوونیزې او روزنیزې ارواپوهنې برخې څخه (د پوهاند عبدالمنان حقیار کتاب) ۱۵ پوښتنې. ۳_۶۰ ځانګړې پوښتنې د ۱۰ څخه تر ۱۲ ټولګیو اړوند د مسلک مطابق. الف: د لسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې. ب: د یوولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې. الف: د دولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې. یادونه: د دیني علومو په برخه کې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو دوه مضمونونه ( تفسیر او اسلامي زده کړې) د جلا مضمونونو په توګه تدریس کېږي او د دیني علومو په بستونو کې د ځانګړو پوښتنو ترکیب په لاندې ډول ټاکل شوی: الف: د لسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې / ۱۰ پوښتنې د اسلامي ښوونې او روزنې څخه / ۱۰ پوښتنې له تفسیر شریف څخه. ب:: د یوولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې / ۱۰ پوښتنې د اسلامي زده کړو په اړه / ۱۰ پوښتنې له تفسیر شریف څخه. الف: د دولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې / ۱۰ پوښتنې د اسلامي زده کړو څخه / ۱۰ پوښتنې له تفسیر شریف څخه.

+1
راځئ چې توبه اوباسو

ازادي یوازې دا نه ده چې تاسو په خلاصه فضا کې ژوند وکړئ. ازاد انسان هغه دی چې د خپل فکر د اظهار او بیان حق ولري او تر دې مهمه
ازادي یوازې دا نه ده چې تاسو په خلاصه فضا کې ژوند وکړئ. ازاد انسان هغه دی چې د خپل فکر د اظهار او بیان حق ولري او تر دې مهمه داده چې یو څوک د معمول او تېر خلاف نوې خبره وکړای شي. هغه ټولنه چې وګړي یې دا ښګڼې ونلري ازاد بلل یې شاید مناسب نه وي. یو چا ویلي: تر ټولو سخت زندان هغه دی، چې دېوالونه ونلري. “فرید قربان”

ددې په اړهٔ هېڅکلهٔ فکر مکوئ چې: "زهٔ بدرنګ/بدرنګهٔ یم " زه تور/تورهٔ یم، فلانی/فلانئ یم به زما په اړهٔ څه فکر کوي؟ ځکه دا فک
ددې په اړهٔ هېڅکلهٔ فکر مکوئ چې: "زهٔ بدرنګ/بدرنګهٔ یم " زه تور/تورهٔ یم، فلانی/فلانئ یم به زما په اړهٔ څه فکر کوي؟ ځکه دا فکر مو یواځې انرژي در مصرفوي، دا انرژي مو ددې په ځای په مثبتو کارونو مصرف کړئ، په شخصیت مو کار وکړئ، رنګ او رُخ هېڅ معنا نلري، که غورهٔ شخصیت ولرې، عیبونه به مو خلک سټایل بولي. - نامالوم

مينه وکړئ، په ښکاره يې وکړئ، په ښکاره ځای کې يې وکړئ، بې له کومې ويرې يې وکړئ، خو له مينې کولو سره د يو ځای کېدو دعا هيڅکله م
مينه وکړئ، په ښکاره يې وکړئ، په ښکاره ځای کې يې وکړئ، بې له کومې ويرې يې وکړئ، خو له مينې کولو سره د يو ځای کېدو دعا هيڅکله مه هېروئ او دا دعا داسې وګڼئ چې ستاسې حق ده. که د يو سړي سره مينه کوئ، هغه سړی بې زړۀ نه وي، او که د يوې ښځې سره مينه کوئ نو هغه کم ظرفه نه وي؛ ځکه چې مينه د کم ظرفو او بې زړۀ خلکو کار نه وي. خليل جبران

په نړۍ کې تر ټولو سخت کار له هغه چا سره بحث کول دي چې له ځان سره یې د نه پوهېدا ژمنه کړې وي. - ژباړه: نامالوم
په نړۍ کې تر ټولو سخت کار له هغه چا سره بحث کول دي چې له ځان سره یې د نه پوهېدا ژمنه کړې وي. - ژباړه: نامالوم

یو چا له جبران خلیل څخه پوښتنه وکړه" د انسانانو په اړه تر ټولو حیرانونکې خبره څه ده"؟ جبران خلیل ځواب ورکړ" چې ماشومان وي ستړ
یو چا له جبران خلیل څخه پوښتنه وکړه" د انسانانو په اړه تر ټولو حیرانونکې خبره څه ده"؟ جبران خلیل ځواب ورکړ" چې ماشومان وي ستړي شي، زړه یې تنګ شي د لویوالي ارمان کوي خو چې لوی شي، بیا وایې کاش چې هماغسې ماشوم وای. د پېسو په ګټه کې خپله روغتیا خرابه کړي، بیا همدغه پېسې په خپله روغتیا لګوي. د راتلونکي په اړه دومره اندیښمن وي چې موجوده ژوند ترې هیر وي نو په دې ډول نه له شته ژونده خوند اخیستی شي او نه له راتلونکي. داسې ژوند کوي لکه هيڅ چې مري نه، او داسې مري لکه هیڅ چې یې ژوند نه وي کړی".

#چيونېنک_سکالرشیپونه CHEVENING SCHOLARSHIPS چيونېنګ سکالرشیپونه چې د ماسټري لپاره له بېلابېلو هېوادونو محصلان مني، له نېکمرغه سږ کال به ورته له افغانستان هم نوم لیکنه کېږي، که تاسو پخپله څانګه کې مخکښ یئ او غواړئ چې د برتانیا په پوهنتونونو کې ماسټري وکړئ، نو دا یو زرین چانس دی چې ترې ګټه واخلئ. د نوم لیکنې بڼه: انلاین د زده کړو څانګې: ټولې څانګې چې د برتانیې په پوهنتونو کې دي. د نوم لیکنې پای: د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتې دویمه نېټه یاد سکالرشیپونه به د ماسټري په کچه په بېلابېلو برخو کې محصلان مني. دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي. د سکالرشیپ امتیازات: • د زده کړو بشپړ فیس • د اوسېدو پوره امکانات • میاشتنی فیس • د تګ او راتګ لګښت • د ویزې اخیستلو لګښت • د زده کړو پر مهال د څېړنو او علمي کړنو لګښت کوم کسان د چیونېنګ Chevening سکالرشیپونو ته غوښتنلیک لېږلی شي؟ • افغان وي. (کوم کسان چې په افغانستان کې د‎اوسېږي اپلای کولای شي، اما هغه افغانان چې له هېواد بهر دي د اپلای په هکله یې پوره وضاحت نشته دی؛ کله چې مو ځواب تر لاسه کړ نو شریک به شي. ) • له زده کړو وروسته بیرته هیواد ته راستون شي. • په اړونده برخه کې د لیسانس سند ولري. • لږ تر لږه دوه کاله یا ۲۸۰۰ ساعته کاري تجربه ولري. • په اړونده برخه کې ېې د بریتانېې دریو پوهنتونونو ته د زده کړو غوښتنلیک سپارلی وي او لږ تر لږه له یو پوهنتون څخه یې بې قید او شرطه د افر لېټر یا د منل کېدو لیک تر لاسه کړی وي. ( دا سند دفعتاً پکار ندی، معمولاً د اپرېل میاشتې تر پای پورې سبمېټ کېدای شي). • د آیلټس (۶.۵) یا ټافل (۷۹) نمرې ولري او یا هم وکولای شي دا نومرې د راتلونکي کال تر اپرېل پای پورې تر لاسه کړي، دا شرایط ځینې وخت د افغانانو لپاره د اړوند پوهنتون له لوري ممکن معاف شي او یواځې د پوهنتون له شرایطو سره سم د انټرویو له مخې د انګلیسي ژبې په هکله قضاوت وشي. د پوهنتون او څانګې ټاکنه: د پوهنتونو د ټاکنې لپاره تاسو درې انتخابونه لرئ چې کولای شئ په یو پوهنتون کې درې بېلابېلې څانګې وټاکئ او یا هم یوه څانګه په دریو بېلابېلو پوهنتونو کې وټاکئ، د دې تر څنګ هغه کورسونه وټاکئ چې د مني سمستر کې پیل کېږي او پوره یو کلن پروګرام وي، که له یو کال یې موده کمه وي نو له هغه پروګرام تېر شئ. دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي. ریفرېنسونه References: دوه ریفرېنسونه References ضروري دي، چې ریفرنس لېټر به په انګلیسي ژبه لیکل شوی وي او ستاسو په هکله باید پوره معلومات ولري، او د اړیکې پر وخت باید دوی ته ځواب ورکړي. کاري تجربه: د کاري تجربې په هکله ویلای شو چې تجربه له زده کړو وروسته مکمله ورځ يا د زده کړې پر وخت نیمه ورځ کېدای شي، همدارنګه که مو کوم داوطلب خیریه کارونه تر سره کړي وي او یا هم کوم انټرنشیپ مو اخیستی وي نو د هغه اسناد هم ولرئ او ضمیمه یې کړئ. د نوم لیکنې لپاره پوره وخت لرئ په پوره ډاډ او ځیر سره نوم لیکنه تر سره کړئ، لومړۍ د لاندې لېنک په کلېک کولو سره بشپړ معلومات ولولئ او وروسته مو د اپلیکېشن تیارولو او لېږلو لپاره اقدام وکړئ، موږ به د نورو مراحلو لپاره نورې معلوماتي لیکنې هم ولرو. کره او دقیقه نوم لیکنه ستاسو د بریا لومړۍ ستن ده. په دې هکله د نورو معلوماتو او نوم لیکنې لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ. لېنک: https://www.chevening.org/scholarship/afghanistan/چ

د کارموندنې خبرتیا: د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست (۵) بستونه اعلان کړي دي. ریاست زراعت، آبیاری و مالداری
د کارموندنې خبرتیا: د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست (۵) بستونه اعلان کړي دي. ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننګرهار (۵) بست خالی را اعلان نموده است. تلګرام: https://t.me/Eslahatedari

‏اعلان کاریابی وزارت معادن و پترولیم به تعداد (۶) بست خالی خویش را از طریق رقابت آزاد به اعلان سپرده است. علاقمندان میتوانند
‏اعلان کاریابی وزارت معادن و پترولیم به تعداد (۶) بست خالی خویش را از طریق رقابت آزاد به اعلان سپرده است. علاقمندان میتوانند برای معلومات بیشتر و مشاهده لایحه وظایف بست ها بالای لینک ذیل کلیک نمایند: https://momp.gov.af/dr/vacancies تلګرام: https://t.me/Eslahatedari

د کارموندنې خبرتیا: د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت (۶) بستونه اعلان کړي دي. آمریت تعلیمات تخنیکي و مسلکي ولا
د کارموندنې خبرتیا: د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت (۶) بستونه اعلان کړي دي. آمریت تعلیمات تخنیکي و مسلکي ولایت ننګرهار (۶) بست خالی را اعلان نموده است. تلګرام:https://t.me/Eslahatedari

_د_پلان_جوړونې_مدیریت_افتخار_کتابتون.pdf3.51 MB

موږ ولې جغرافیه لولو؟ موږ د جغرافیې علم ځکه زده کوو چې دا زموږ د نړۍ او چاپیریال په اړه ژوره پوهه راکوي، او موږ سره مرسته کوي ترڅو خپل ژوند، ټولنه، او د نړۍ په کچه خپلې پرېکړې او کړنې ښه او موثره وکړو. د جغرافیې مطالعه له مختلفو اړخونو څخه ګټې لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي: 1. د نړۍ د پوهې پراختیا: د جغرافیې علم موږ ته د نړۍ د جغرافیایي جوړښت، سیمو، هیوادونو، ښارونو او د هغو ځانګړتیاوو لکه اقلیم، اوبو، ځمکه، او طبیعي منابعو په اړه معلومات راکوي. دا پوهه موږ ته د نړۍ د مختلفو برخو ترمنځ اړیکې او توپیرونه ښيي. 2. د چاپیریال ساتنه او مدیریت: د جغرافیې علم موږ ته د طبیعت د منابعو د سمې استفادې، ساتنې او د چاپیریال د پراختیا په اړه پوهه راکوي. د دې علم له لارې موږ پوهیږو چې څنګه د ځمکې، اوبو، ځنګلونو او نورو طبیعي سرچینو په اړه پاملرنه وکړو ترڅو د طبیعت له زیان څخه وژغورل شو. 3. د اقلیمي بدلونونو درک: د جغرافیې علم موږ ته د اقلیم په اړه بنسټیزه پوهه ورکوي. دا موږ سره مرسته کوي تر څو د اقلیمي بدلونونو، طبیعي آفاتونو (لکه طوفانونه، زلزلې، او سېلابونه) او د هغو د مخنیوي یا کموالي لپاره تدابیر وټاکو. 4. د اقتصادي فعالیتونو تحلیل: جغرافیه د هغو اقتصادي فعالیتونو په اړه پوهه وړاندې کوي چې د طبیعي شرایطو (لکه اقلیم او ځمکې) او د انسانانو د ټولنیز جوړښت پورې تړاو لري. موږ پوهیږو چې کوم ځایونه د تولید، سوداګرۍ او صنعت لپاره مناسب دي. 5. د بشري فعالیتونو او ټولنیزو جوړښتونو پوهه: د جغرافیې علم د انسانانو د ژوند کولو ډولونه، د ښارونو پراختیا، د خلکو مهاجرت او د بشري پرمختګ د تاریخ په اړه معلومات راکوي. دا موږ ته د خلکو د ژوند شرایطو او د هغوی د تعاملاتو په اړه دقيق تحلیل ورکوي. 6. د نړیوالو اړیکو پوهه: جغرافیه د هیوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې تحلیل کوي. د جغرافیې علم موږ ته د نړیوالو مرکو، سیاستونو او د قدرت توازن په اړه یوه واضحه پوهه راکوي، چې دا د نړیوالې همکارۍ او امنیت لپاره مهمه ده. 7. د طبیعي آفاتونو پېژندنه او مخنیوی: جغرافیه موږ سره مرسته کوي چې د طبیعي پېښو لکه طوفانونو، زلزلې او سېلابونو ځایونه او احتمالي اغېزې وپیژنو، چې دا د بیړنیو حالاتو لپاره تیاری او د مرستو رسولو په برخه کې ډېره مرسته کوي. 8. د انسانانو او نړۍ ترمنځ اړیکه: جغرافیه د دې فهم لپاره بنسټیزه ده چې څنګه انسانان د خپل چاپیریال سره تعامل کوي. دا پوهه موږ سره مرسته کوي ترڅو پوه شو چې څنګه زموږ کړنې، لکه د ښار جوړونې، کښت، او د انرژۍ مصرف، د ځمکې او طبیعت په توازن باندې تاثیر لري. په ټوله کې، د جغرافیې علم موږ ته یوازې د نړۍ د طبیعي او انساني جوړښتونو په اړه پوهه نه راکوي، بلکه موږ سره مرسته کوي تر څو د راتلونکي لپاره هوښیارانه، پایدار او مسئولانه پرېکړې وکړو. خپل نظرونه هم له موږ سره شریک کړﺉ! مننه

+1
Astronomy - October 2024.pdf11.07 MB