ch
Feedback
Research Services

Research Services

前往频道在 Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

显示更多
2 981
订阅者
-324 小时
-97
-4030
帖子存档
د قبر شپه.pdf

د همجنس بازي بربادي او د هغه علاج.pdf

د اختر د ورځې سنت اعمال.pdf

د_لمونځ_عملي_طریقه_داحادیثو_په_رنا.pdf

په اسلام کی د ځوانانو اهمیت.pdf

ځوانانو ته قيمتي تحفه.pdf

د خپلی ځوانی ساتنه وکړی پښتو .pdf

OMRBubbles.zip0.09 KB

د کانکور په قسم څلور ځوابه پوښتنې جوړول اکثریت وخت په کورسونو مکتبونو او یا هم نورو اداراتو کې همدغه قسم کار ته ضرورت لیدل کیږي تاسو هم کولی شئ چې ګټه ترې واخلئ لاندې يې پونټ دى. 👇

هره ورځ مو زرګونه هېوادوال ورډ او اکسيل پروګرامونه استعمالوي خو شايد ځينې لنډ تخنيکونه چې زمونږ کارونو کې چټکتیا رامنځته کوي مونږ ورڅخه خبر نه وو. لاندې لنډ تخنیک ستاسو په کارونو کې چټکتیا راولي.

د ورډ پروګرام هغه طریقه چې کارونه مو اسانولى شي

د شانګهای دولتي سکالرشیبونه لیسانس، ماسټري، دوکتورا د Shanghai Government Scholarships (SGS) په نوم سکالرشیپونه چې د چین د شانګهای ښار د حکومت له لوري ورکول کیږي، هر کال د لیسانس، ماستري او دوکتورا په کچه محصلان مني. دا سکالرشیپونه دوه ډولونه لري چې د چین د دولتی سکالرشیپونو سره یو څه توپیر لري. د دې سکالرشیپونو د Type A ډول د محصل ټول مصارف اداکوي اما Type B یې بیا یواځی د سمستر فیس او روغتیايي بیمه ورکوي. د چین زیات پوهنتونونه د SGS برخه دي اما د ځینو د نوملیکني پروسه پای ته رسیدلې ده او یو څو پوهنتونونه لا هم د نوم لیکني لپاره وخت لري. له افغانستان هم ورته اپلای کېدلای سی. د نوم لیکنې بڼه: انلاین د زده کړو څانګې: هغه څانګې چې د SGS سره ثبت شوي پوهنتونو کې موجودي وي. د نوم لیکنې پای: د اپریل وروستی نېټه ( دا نیټه تر هر پوهنتون پوری فرق کوی). دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي. د سکالرشیپ امتیازات (Type A ): د زده کړو بشپړ فیس د اوسیدلو پوره امکانات میاشتنی جیب خرڅ (700 RMB د لیسانس او ماستری او 1000 RMB د دوکتورا لپاره) روغتیايي بیمه عمومي شرایط: باید د چین تابعیت درلودونکی نه وي د محصل عمر باید د لیسانس لپاره تر ۲۵، د ماسټري لپاره تر ۳۵، او د دوکتورا لپاره تر ۴۵ کلونو لوړ نه وي. محصل باید هم مهاله په چین کې د ماسترۍ او یا هم دوکتورا محصل نه وي. د انګلیسي او یا هم چینایي ژبې سند وړاندي کول محصل باید مخکی د چین کوم سکالرشیپ ترلاسه کړی نه وي. اړوند اسناد: پاسپورټ ( که اوس موجود نه وي ستونزه نشته اما د بریالیتوب په صورت کې باید وړاندي شي) د ډیپلوم او ټرانسکریپټ درلودل (ماستري او دوکتورا لپاره) د ریسرچ پروپوزل او یا هم Study Plan درلودل ( لږ تر لږ ۱۰۰۰ کلمې د ماستري او دوکتورا لپاره) د جرم نه درلودلو سند Non-Criminal Record دوه ریکمنډیشن لیټرونه له پروفیسور او یا هم اسوسیټ پروفیسور رتبه لرونکي استاد څخه ترلاسه کول (البته د ماستري او دوکتورا لپاره ) د چینایي او یا انګلیسي ژبې سند درلودل. هغه څوک چې د لیسانس او یا هم ماستري پروګرام ژبه یې انګلیسي وي له ټافل او ایلټس له سند معاف دي. د ټافل سند په ځینو پوهنتونو کې جبري نه وي. هغه څوک چې غواړي په چینیاي ژبه درس ووایي د چینایي ژبې سند HSK 4 اړین دی. د نورو معلوماتو لپاره دا لینک https://edu.sh.gov.cn/study_en_scholarships/20240904/5d8add31c7ce44a4b1e0d5bdfafe1495.html وکاروئ. پروسه: تاسو يواځی د چین هغه پوهنتونونه چې د SGS د پروګرام برخه وی، انتخابولای شئ. د زیاتو پوهنتونو د نوم لیکني نیټه پای ته رسیدلې ده اما ځیني پوهنتونونه لا هم وخت لري چي په لاندي ډول دي: SHANGHAI UNIVERSITY OF INTERNATIONAL BUSINESS AND ECONOMICS EAST CHINA UNIVERSITY OF POLITICAL SCIENCE AND LAW تاسې کولی شی د خپلی خوښی وړ رشته د انلاین نوم لیکني پر مهال په نښه کړئ؛ تاسوبه د SGS د انلاین اپلیکیشن فورم د دې لینک له لاري ترلاسه او ډک کړئ: https://www.study-shanghai.cn/c.asp?action=AS_SS_Entry کله چې مو د خپلي خوښي پوهنتون او څانګه انتخاب کړه او انلاین فارم مو سبمېټ کړ، نور نو ستاسو پروسه تکمیل ده او د پوهنتون له لوري به ستاسو اسناد ارزول کیږي او شاید انټرويو ته هم وغوښتل شئ. وروسته تر ارزونې تاسو ته سکالرشیپ درکول کیږي او د ویزې لپاره اسناد درته لیږل کیږي. لومړی نوټ: د دې سکالرشیپونو لپاره د پروفیسور موافقه نه غوښتل کیږي بلکي ستاسو د اسنادو په اساس به ارزول کیږئ. هڅه وکړئ چې که مو کومه څیړنه ترسره کړې وي او یا مو هم کوم بل فوق العاده کار ترسره کړئ وي حتمي یې له اسنادو سره سبمیټ کړئ. دا پروسه ډېره رقابتي ده او د نړۍ له مختلفیو هیوادونو څخه محصلین ورته اپلای کوي. دوهم نوټ: د انلاین اپلیکیشن د ډکولو پر مهال له Type A او Type B څخه تاسو یو انتخابولی شئ. او بل دا چی اپلیکیشن هم یواځی یو پوهنتون ته سبمیټ کولی شئ ( البته زموږ د معلوماتو په اساس چې په یو نوم دوه اپلیکیشنونه نه جوړیږي). تاسی کولی شئ د اپلیکیشن د سبمیټ کولو څخه مخکی لومړی د دواړو پوهنتونو انلاین فورم وګورئ او کوم پوهنتون چی ستاسی د خوښی وړ څانګه لري، هغه انتخاب کړئ. درېیم نوټ: د نوم لیکني پروسه د لیسانس، ماستري او دوکتورا لپاره تقریبآ یو شان ده اما فرق یې یواځی د ځینو اسنادو لکه ریکمنډینش لیټر او نورو په جوړولو کې دی. که په شرایطو برابر یاست هڅه وکړئ کومه برخه کې چې دلچسپي لرئ اپلای وکړئ. #Win_Scholarship #سکالرشیپ #سکالرشیپونه #بورس #Scholarships #سکالرشیپ #shanghai

د کوچني اختر مبارکي پېغام! د ګروپ قدرمنو دوستانو! د کوچني اختر له دې سپېڅلي، دَ خوښۍ ډک او برکتي فرصت څخه ګټه اخلم، تاسو، ستاسو قدرمنو کورنیو، والدینو، اولادونو، وروڼو، خویندو، خپلوانو او ټولو عزیزانو ته د زړه له تله د اختر مبارکي وایم. دا اختر د مینې، ورورولۍ، صمیمیت، بښنې او یووالي ورځ ده. دا شېبې موږ ته راښيي چې یو بل ته نږدې شو، زړونه پاک کړو، اړیکې لا پیاوړې کړو او د خوښۍ دا څپې یوازې په خپلو کورونو پورې محدودې نه، بلکې له ټولنې سره هم شریکې کړو. راځئ، د اختر په دې خوږو شېبو کې هغو خلکو ته هم پام وکړو چې زموږ مرستې ته اړتیا لري—د غریبانو، یتیمانو، ناروغانو او هغو ته چې د ژوند له سختیو سره مخ دي. د دوی خوښول زموږ د انساني ارزښتونو او اسلامي ورورولۍ ښکلی انعکاس دی. الله دې دا اختر موږ ټولو ته د سولې، رحمت، برکت او سوکالۍ زېری وګرځوي! تاسو او ستاسې عزیزان دې تل خوشحاله، روغ او سرلوړي وي. یو ځل بیا، تاسو او ستاسو درنو کورنیو ته د کوچني اختر مبارکي وايم! مظلوم يار https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1103291264851337&substory_index=1680786382566280&id=100055114204031&mibextid=6aamW6

+4
پلونه.pdf

د علمي تحقیق لپاره مهم ویب‌ سایټونه: 1. د الوقفیه کتابتون https://waqfeya.com/ 2. د الشامله کتابتون د مینځپانګې لټون https://al-maktaba.org/search 3. د الشامله کتابتون د اندروېډ لپاره (خو د کمپیوټر نسخه غوره ده، ځکه حجم یې زیات دی) https://play.google.com/store/apps/details... 4. د الشامله کتابتون د ډاونلوډ لینک (۷ GB کمپریس شوی فایل - ډېر لوی فایل، پام وکړئ) https://shamela.ws/downloads/full/shamela_4.7z 5. د عربي لغتونو لپاره (الصحاح، مقاییس اللغة، القاموس المحیط، لسان العرب): http://www.baheth.info/ 6. د حقوقي کتابونو لپاره (PDF فایلونه): https://kt-b.com/?cat=237 7. د الشامله کتابتون لینکونه: https://al-maktaba.org/ http://shamela.ws/ 8. پرمختللی لټون په الشامله کې: https://al-maktaba.org/search 9. د الشامله کتابتون اپلیکیشن (اندروېډ): https://play.google.com/store/apps/details... 10. د الشامله کتابتون اپلیکیشن (آیفون): https://apps.apple.com/.../id1489914561... 11. Google Scholar – د ټولو برخو لپاره، حتی قانوني څېړنو لپاره: https://scholar.google.com.eg/schhp?hl=ar 12. Sci-Hub – د ډېرو علمي مقالو لپاره، ټولې څانګې پکې شاملې دي (حتی قانون): https://sci-hub.ar.nf 13. د اسکندریه کتابتون کتابونه: https://drive.google.com/.../0B39jsuKsL3G8bWUxamxNTWNPdms... https://drive.google.com/folderview... 14. د مصر د پوهې بانک – EKB (ټول تخصصونه پکې شامل دي، حتی حقوق): www.ekb.eg 1- د محققینو لپاره ساینسي وسایل: www.smallseotools.com 2- د چارتونو جوړولو لپاره: www.onlinecharttool.com 3- د آنلاین سروې جوړولو لپاره: www.surveyplanet.com 4- د مراجعو ثبتولو او تنظیمولو لپاره: www.refme.com 5- د اقتباس بیا لیکلو لپاره: www.spinbot.com 6- د علمي سرقت معلومولو لپاره: www.plagscan.com 7- د علمي مجلو لپاره: www.openjournals.net 8- علمي لټون انجن: www.refseek.com 9- د علمي مجلو لټون: www.journalseek.net 10- د سکالرشیپ لټون: www.scholarships.com د ماستر او دکتورا تېزسونو لپاره مهم ویب‌سایټونه: http://www.findaphd.com/ http://scholar.google.com/ ERIC: https://eric.ed.gov/ Academia.edu Microsoft Academic Search: http://academic.research.microsoft.com/ Scirus JSTOR.org Mendeley.com Questia.com WorldCat.org IngentaConnect.com Agricola.nal.usda.gov JournalTOCs.hw.ac.uk AcademicJournals.org JournalSeek.net WorldWideScience.org PubMed: http://www.ncbi.nlm.nih.gov/entrez/query.fcgi?DB=pubmed PubMed Central: http://www.pubmedcentral.nih.gov/ ScienceDirect: http://www.scienc.

جنوبی کوریا سکالرشیپونه ماسټري او دوکتورا د جنوبی کوریا د Gwangju Institute of Science and Technology (GIST) پوهنتون چې د جنوبی کوریا یو له بهترینو پوهنتونونو څخه دی او په نړیواله کچه هم شهرت لري، د ۲۰۲۵ زیږدیز کال لپاره د ماستري او دوکتورا په کچه سکالرشیپونه اعلان کړي دي. دا ځل له افغانستان هم اپلای ورته کېدلای شي. د نوم لیکنې بڼه: انلاین د زده کړو څانګې: بېلابېلې رشتې چې په همدې پوهنتون کې دي. د نوم لیکنې پای: د روان ۲۰۲۵ کال، د اپریل ۱۴مه دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي. د سکالرشیپ امتیازات: د سمستر فیس میاشتنی جیب خرڅ ( تقریبا 430 ډالره د ماستري او 710 ډالره د دوکتورا دورې لپاره) د څیړنې لپاره کلنی مالي ملاتړ ( 4500 ډالر د ماستري او 8900 ډالره د دوکتورا دورې محصل لپاره) روغتیايي بیمه د یو طرف ټکټ ( له افغانستان څخه جنوبی کوریا ته ) د اوسیدو لپاره پوره امکانات اړوند اسناد: پاسپورټ ( البته د اوس لپاره ضرور نه دی او کولای شئ خپله تذکره ورته اپلوډ کړئ اما د بریالیتوب په صورت کی بیا غوښتل کیږي) ډیپلوم او د نمرو ټرانسکرېپټ ( د بهرنیو چارو وزارت تائید باید ولري) دوه ریکمنډیشن لیټرونه له خپل استادانو او یا هم هغه څوک چې تاسې کار ورسره کړی دی؛ څخه ترلاسه کول ( البته د انلاین اپلیکیشن له لارې به هغوی ته لینک لیږل کیږي) د ټافل او یا ایلټس نمرې درلودل. که مو د ماسټري او یا هم لیسانس دورې د تدریس ژبه انګلیسي وي بیا د نوم لیکنې پر وخت ضرورت نشته( که چیرې بریالی شئ بیا به د ټافل یا ایلټس اسناد د شپږو میاشتو په جریان کې ترلاسه کوئ) د داخلې د فیس معاف کېدلو لپاره د خپل پوهنځي له رئیس څخه داسې سند ترلاسه کول تر څو د داخلې فیس چی دوی ورته matriculation fee وايي، درته معاف کړل شي. دا پوهنتون د داخلې ۴۸۰ ډالره فیس لري اما هغه چا ته چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي او یا کوم بل قانع کوونکی دلیل ولري ورته معاف کېدلای شښ. پروسه: که په پورته ذکر شویو شرایطو برابر یاست، لومړی د دې لینک https://www.gist.ac.kr/iadm/html/sub05/0502.html?mode=V&no=216702&GotoPage=1&fbclid=IwY2xjawJKeBxleHRuA2FlbQIxMAABHT3d5aPquGtkmyzmlJ0LCpztT2DAAKBz9Im-9eOw6ejVjbStwvCohpqlEw_aem_EKzNQ_FvEmbxa81QGudH_A له لاري د Admission Guide په نوم PDF فایل ډانلود کړئ او د سکالرشیپونو په اړه پوره معلومات ولولئ. کله چې مو پورته لارښود ولوست او اسنادونه مو ترتیب کړل، ددې لینک له لاري انلاین فورم ډک او اسناد ورته سبمېټ کړئ https://service.gist.ac.kr/admission/graduate/foreigner لومړی نوټ: د دې پوهنتون Ranking ډېر لوړ دی او د سکالرشیپ امتیازات یې هم ډېر دي، نو کېدلای شي د نړۍ له مختلفو هیوادونو ورته محصلان اپلای وکړي. هڅه وکړئ اسنادونه مو د نړیوال رقابت لپاره برابر جوړ کړئ. دوهم نوټ: د انلاین اپلیکیشن فورم د ډکولو پر مهال به له تاسو پوښتنه وشي چی د خپل ماستری یا دوکتورا پروګرام لپاره کوم لابراتور یا کوم استاد خوښوئ چې کار ورسره وکړئ. تاسو هڅه وکړئ چی لومړی هغه پروګرام چی تاسی انتخابوئ، اړونده ویبسایټ ته یې ورشئ او د استادانو او مربوطه لابراتوارونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ او وروسته بیا استاد او یا هم د خوښې وړ لابراتوار وټاکئ. درېیم نوټ: د انلاین اپلیکیشن ډکولو پر مهال به له تاسو د Study Plan او یا هم Statement of Purpose غوښته هم وشي. هڅه وکړئ د خپل ریسرچ، لاسته راوړنو، راتلونکي پلان او نورو برخو په هکله معلومات وړاندې کړئ. دوی ځینې ټکي داسې یاد کړي دي. Your typed statement is a very important part of your application and is reviewed with great care. We would like your statement to address your past and current professional experiences, your academic interests and objectives, and your future goals. In addition, it is important that the statement of purpose is fully representative of who you are, how our program matches your academic needs, and what you will do after graduation. څلورم نوټ: دې سکالرشیپونو ته د وروستي سمستر محصلین هم اپلای کولی شي اما شرط یې د بریالیتوب په صورت کې د پوهنتون له تګ څخه مخکې د لاسته راوړل دي. د نوملیکني له وروستۍ نیټې وروسته به د جون میاشتی پر لومړیو کې نتایج اعلانیږي او د جولای میاشت په لومړۍ اوونۍ کې به درسونه پیل کیږي. #Win_Scholarship #Scholarships #سکالرشیپ #سکالرشیپونه #بورس #southkorea

کچيرې د هر چا سره ګټور کتاب، چپټرونه او يا هم ګټور فايلونه وي زمونږ سره يې شريک کړئ چې هيوادوالو ته يې ورسوو.

د_سيلاب_اصلاح_شوي_نتايج_12_ټولګي.xlsx1.76 MB

د ټولو مکاتبو لپاره اوسنۍ فارمټ! د خوست ولایت یوه ښوونکي د مکاتبو لپاره ډېر زبردست فارمټ برابر کړی دی، یقیناً چې ډېر لوی کار یې کړی دی الله جل جلاله دې زیات اجرونه ورکړي. او مونږ یې هم د محترم استاد په اجازه ستاسو سره شریکوو. کچیرې هر څوک د هیواد لپاره په علمي برخه کې کار کوي مونږ به یې ستایوو، او مونږ حاضر یو چې د هغې غږ تر زرګونو خلکو ورسوو. فارمټ یې اول کمنټ له لارې زمونږ ټیلیګرام چینل څخه ډاونلوډ کولی شئ.