Research Services
前往频道在 Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
显示更多2 990
订阅者
+124 小时
-57 天
-3630 天
帖子存档
2 990
د پاکستان هېواد علامه اقبال 4500 وړیا بورسونه!
🔹️هیواد: پاکستان
🔹️مقطعې: لیسانس، ماسټري او دوکتورا
🔹️رشتې: ډول ډول
🔹️پوهنتون: ډیر شامل دي پکې
نوټ:
د انګلیسي ژبی کوم سند ته اړتیا نشته
🔹️د لېسانس لپاره شرطونه:
🔸️د دولسم ټولګي شهادت نامه یا درې کلني نمري او یا د فراغت تصدیق پاڼه.
🔸️د غوښتونکي عمر باید د 17-23 کلونو ترمنځ وي.
🔸️د ښوونځي دورې د نمرو فيصدي بايد د %60 څخه کمه نه وي.
🔹️د ماسټرې لپاره شرطونه:
🔸️د لېسانس دوره مو باید بشپړه کړې وي.
🔸️د غوښتونکي عمر باید له 35 کلونو څخه زیات نه وی.
🔸️د نمرو فیصدي یې باید له %60 څخه کمه نه وي.
🔹️د دوکتورا لپاره شرطونه:
🔸️باید د زده کړو 18 کلنه دوره مو بشپړه کړې وي.
🔸️عمر مو باید له 35 کلونو پورته نه وي.
🔸️د نمرو فیصدي مو باید له %70 څخه کمه نه وي.
ګټې:
🔸️وړیا زدکړې
🔸️وړیا استوګنه
🔸️میاشتنی معاش
د نومليکنې لینک👇👇
http://pakafghan.hec.gov.pk/
2 990
د پوهې قدرت
ژباړه مظلوم یار
لرغوني چين غوښتل له خپل هېواد څخه ساتنه وکړي نو د چين لوی دیوال يې جوړ کړ.
ګمان يې کاوه چې هیڅ څوک به ددې د پاسه ولاړ شي.
اما متاسفانه
د چين د دیوال د جوړيدو وروسته په لومړیو سلو کالونو کې ۳ ځله په چين حمله وشوه چې په يو ځل کې هم ددې اړتیا نه وه چې دښمن په دیوال راوا وړي، ځکه په ډېرې اسانۍ سره يې ساتونکو ته رشوت ورکاوه او له دروازو څخه چين ته داخلیدل.
چينایان د دیوال په جوړيدو مصروف وو، دايې هير کړي وو چې ساتونکي جوړ کړي، ځکه د یو انسان جوړول د ساختمان له جوړولو مهم او اړین دي.
متاسفانه مونږ د لرغوني چين سره کوم توپير نلرو، مونږ یاد نکړل چې کورنۍ جوړه کړو، جالبه داده کورونه شته چې د هغې دننه کورنۍ دي، او کورنۍ شته چې کور نلري، لکه د ښار په اطرافو کې پراته خلک
په ورته وخت کې ماڼۍ لرو چې په هغې کې کورنۍ پاشلي دي،حتی ماڼۍ هم ملامت دي.
په حقیقت کې زما ددې قیصې ادبیات تحصيلي او ټولنیز نه دي.
متل دی چې وایې: که غواړۍ تمدن لمنځه یوسئ! درې لارې لرئ.
۱ـ د کورنۍ لمنځه وړل
۲ـ د زده کړو لمنځه وړل
۳ـ د الګو بې اعتباره کول
د کورنۍ د لمنځه وړلو لپاره باید دمور نقش بې ارزښته کړئ، داسې کار وکړئ چې مور په خپل مورکيدو باندې خجالت وکړي.
د زده کړو د لمنځه وړلو لپاره استادان هدف وټاکئ، په ټولنه کې د هغوی اهمیت کم او بې ارزښته کړئ! تر څو زده کوونکي او محصلين هغوی سپک کړي.
ددې لپاره چې الګو بې اعتباره کړئ، پوهان او عالمان هدف وټاکئ! هغوی تخریب کړئ او شکونه رامنځ ته کړئ ترڅو لږ خلک هغوی ته غوږ ونیسي.
که چېرته هوښياره مور لمنځه ولاړه، وفادار ښوونکی لمنځه ولاړ او الګو سقوط کوی، نو کوم خلک به ارزښتونو ته تربیه ورکړي.
ستاسې نظر څه شی دی؟
2 990
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د (۷) مسلکي بستونو او (۴) (NTA) بستونو د لومړی ځل ګمارنې خبرتیا
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ددې لپاره چې کار اهل کار ته وسپارل شي، د اداري اصلاحاتو او مسلکي اشخاصو د جذب په موخه، د خپل تېر اعلانونو د لړۍ په دوام، اوس (۷) مسلکي درېیم او څلورم رتبه بستونه او (۴) د (NTA) بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
له ټولو په شرایطو برابرو افغان اتباعو څخه هیله کېږي چې د دې خبرتیا له نېټې ۱۴۰۴/۶/۱۲ څخه تر ۱۴۰۴/۶/۲۳ هـ ش پورې، د لسو (۱۰) کاري ورځو په موده کې، د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د ګمارنې شعبې ته، چې د کابل-جلال آباد لویه لاره، صنعتي پارکونو نوی سرک کې موقعیت لري، په حضوري ډول مراجعه وکړي، ځانګړې فورمې ترلاسه او له ډکولو وروسته، له خپل CV یا خلص سوانحو سره، د اړینو اسنادو لکه د تحصیلي سند (چې د محترم تحصیلات عالي وزارت له خوا تأیید شوی وي) سره، د کاري تجربې په صورت کې، د امارتي ادارو لپاره خلص سوانح او هغه کاندیدان چې په خصوصي ادارو/موسسو کې فعاله یا مخکې وظیفه تر سره کړې، د خپل کاري قرارداد یا د کاري لیک کاپي وړاندې کړي.
وروسته له دې، د استخدام فورمه او اسناد دې په یو (PDF) فایل کې ترتیب او د اعلان تر پای ته رسېدو مخکې دې لاندې ایمیل آدرس ته واستول شي:
hrd@ansa.gov.af
لینک لایحه وظایف و لیست بست ها و فورم در خواستی
2 990
د کتاب نوم: غربی تمدن
لیکوال: دکتور مصباح الله عبدالباقی
📚کتابتون
زموږ چینل درسره جوين کړئ. ↶
https://t.me/Ketabton/785
2 990
تر ټولو نېږدې وخت د دعا د قبلېدو هغه دی، چې ټولې لارې درباندې بندې شي، ټولې دروازې درته وتړل شي، او ته په دې ډاډه شې چې پرته له الله هېڅوک ستونزه نه شي هوارولای او هېڅوک پرېکړه نه شي کولای.
هڅونه ♋︎
2 990
وايي یو موږک له یوه جادوګر سره مخ شو او ورته یې وویل چې له پيشو ډېر وېرېږم. د جادوګر پرې زړه خوږ شو او پیشو یې ترې جوړه کړله، خو بیا له سپي وېرېده. جادوګر ترې سپي جوړ کړ، خو بیا له پړانګ وېرېده. جادوګر چې ترې پړانګ جوړ کړ، نو بیا له ښکاري وېرېده.
آخر جادوګر نهیلی شو او بېرته یې ترې موږک ساز کړ، ورته یې وویل:
«زه تاسره هېڅ مرسته نه شم کولای، ځکه ستا زړه د موږک دی».
#یوسل_او_څو_حکایتونه
2 990
کله نا کله مې زړه سپک شي، ورته ښه وژاړم
څیري تصویر مې، د خپل ستړي ژوندانه یم،ښه یم
ماپسې ښار د هوښیارانو، وخته مه لټوه
زه چیرته ورک، د کمره سیوری ته، ویده یم، ښه یم
؟
2 990
د اکسيل 100 فنکشن او په عملي ډول د هغې استعمالولو ځايونو او فارمولې. لاندې اکسيل فايل ډاونلوډ کولى شئ
2 990
کتاب: ګل خبرې
ليکوال: حاجى محمد رﺯمې
ژبه: پښتو
صفحى:60
حجم:1.6MB
👇👇👇👇
https://t.me/Ketabton/785
2 990
🔺پایگاههای مشابهیاب جهت کنترل عدم همپوشانی مقالات (plagiarism checker):
https://www.duplichecker.com/
http://www.dustball.com/cs/plagiarism.checker/
http://smallseotools.com/plagiarism-checker
🎓مرجع مقالهنویسی و پایاننامه👇
🆑 @RaveshTahghigh
2 990
درې خبرې:
١. ستر انسان هغه دی، چې په سينه کې یې د کوچنیانو په څېر زړه وي.
#سیسرون
٢. په نورو خلکو کې د خپلې دروني ګنده ګۍ لټون ته شک ویل کېږي.
#جلال_الدین_رومي
٣. د دې دور د انسان یوه ښکاره بدي دا ده، چې په حقیقت کې څه ډول دی؛ هاغسې ځان نه ښيي (اصلي څېره پټه ساتي).
#جون_ایلیا
#ژباړه: تسل
2 990
کتاب: دکلى ژوند
ليکوال: نورګل اندړوال
ژبه: پښتو
صفحى:75
حجم:1.1MB
👇👇👇👇
https://t.me/Ketabton/4427
2 990
د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامو ازموينې پايلې!
نتایج امتحان برنامه های ماستری و دوکتورا پوهنتون اسلامی بین المللی افغان!
https://nexa.gov.af/fa/search_result/79
له پایلو څخه د شکایت د ثبت لپاره لاندې لینک خلاص کړئ!
برای ثبت شکایت در مورد نتایج، لینک زیر را باز کنید!
https://forms.gle/1tHTJv8bk1TBLzpX6
2 990
څو لنډې جملې د پلار لپاره !
1- که پلار دې په تا غوسه کېږي مینه درسره لري.
2- کله که په تا فشار راوړي ستا خیر غواړي.
3- که کله یې چوپتیا غوره کړې وه ستا راتلونکي ته فکر کوي.
4- کله چې په تا پانګونه کوي پوه شه چې خپل ځان یې په بشپړه توګه بی برخې کړی.
5- کله چې خندي پوه شه چې خوښ کړی دې ده .
6- که کله دې خواشینی ولیده پوه شه چې نصیحت ته یې نه یې غوږ شوی.
7- که کله یې د اطاق ور ځان پسې وتړه پوه شه خفه دی او ژاړي.
8- کله دې چې خپل اواز ورباندې لوړ کړه پوه شه لکه وژلی دې وي.
9- که کله دې ځان لاله هاند او ستومان احساس کړ پوه شه درڅخه ناراضه دی.
10- کله دې چې ولیده مړ شو او نور و نه توانیده درسره خبرې وکړي پوه شه چې لوی ملاتړ دې له لاسه ورکړ, او په ژوند کې دې داسې یوه تشه پیدا شوه چې هیڅکله به د پلار په یادونو ډکه نه شي.…
نو د خپل ژوند د الماس پالنه وکړی او په ارزښت یی پوه شی.
کاپي
#قربان دي
دشمس احدی صیب له وال څخه.
2 990
ویستلې توره لومړۍ ټوک ( د خالد بن ولید رض دمیړانی کیسه) .
کتاب: ویستلې توره (تاریخي ناول)
لیکوال: عنایت الله التمش
ژباړن: ذبیح الله عطایي
ژبــــــه: پښتو
صفحي: 554
2 990
کتاب:له ﺫهنې فشاره ژغورنه
(اروا پوهنه)
ليکوال: ډبل کارينګي
ژباړه: څېړندويه عاقله سادات
ژبه: پښتو
صفحى:80
حجم:9.6MB
👇👇👇👇
@ketabton
https://t.me/Ketabton/4412
现已上线!2025 年 Telegram 研究 — 年度关键洞察 
