ch
Feedback

不要被骗子欺骗!Telemetrio 会找到并标记这些频道 👉 如果想查看标记,请订阅

Research Services

Research Services

前往频道在 Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاره👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

显示更多
2 819
订阅者
-324 小时
-117 天
-4330 天
帖子存档
دعراقي سپی خاطري.pdf13.65 MB

خپله درملنه خپله وکړى.pdf9.26 KB

• د ښځو په خبرو او د قاضي په وعدو باندی هېڅکله هم باور مه کوئ. • د خلکو په ښایسته ارامو خبرو مه تېروځئ ځکه د ارامو اوبو لاندې
• د ښځو په خبرو او د قاضي په وعدو باندی هېڅکله هم باور مه کوئ. • د خلکو په ښایسته ارامو خبرو مه تېروځئ ځکه د ارامو اوبو لاندې له تمساح څخه هېڅوک هم خبر نه دي. • د مناسبې ښځې پیداکولو لپاره دوه جوړه بوټان که وشکوئ هم ارزښت یې لري. • د هرچا خبرې واوره خو عمل یوازې پخپلو قوانينو کوه. ژباړه؛کوچی

د ۱۴۰۶ کال کانکور ازموينې لپاره څه ډول نوم لېکنه وکړو؟ https://nexa.gov.af/ps/kankor-form

‎⁨د_نویو_ځوانانو_ارواپوهنه⁩_260908_143627.pdf15.91 MB

د ځوانانو د ارواپوهنې په زړه پورې کتاب دا کتاب د ځوانانو د فکرونو، احساساتو، عادتونو او چلند په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې ک
د ځوانانو د ارواپوهنې په زړه پورې کتاب دا کتاب د ځوانانو د فکرونو، احساساتو، عادتونو او چلند په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي. د ځان پېژندنې، د احساساتو د کنټرول او د سالم شخصیت د جوړولو لپاره یو ګټور لارښود دی. وړیا PDF نسخه! د کتاب بشپړه PDF نسخه په وړیا توګه زموږ د ټیلیګرام چینل څخه ترلاسه کولای شئ. 🫶

منټو وایي: ښار ته روان وم، ګورم چې دوه سپي خپلو کې سره د غوښې د یوې کوچنۍ ټوټې په سر نښتي دي. کله چې بېرته له ښاره راتلم، هما
منټو وایي: ښار ته روان وم، ګورم چې دوه سپي خپلو کې سره د غوښې د یوې کوچنۍ ټوټې په سر نښتي دي. کله چې بېرته له ښاره راتلم، هماغه سپي مې ولیدل چې یو له بل سره خوا په خوا پراته وو او تر منځ یې ښه دوستانه فضاء جوړه وه. کله مې چې دا حالت ننداره کړ، سمدستي مې هغه دوه سکني ورونه را په یاد شول، چې ۲۰ کاله پخوا یې په معمولي خبره په خپلو کې جنګ کړی و او تر ننه یې سره خبرې نه کولې.
ژباړه 🍂

+2
ته چې ومرې څوک به ژاړي؟.pdf14.55 MB

خبرتیا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارو ادارې عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست په همکارۍ، کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، خپل (۳) مرکزي NTA خالي بستونه له ۱۹/۰۷/۱۴۰۵ څخه تر ۲۵/۰۷/۱۴۰۵ نېټې پورې اعلانوي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې له لاندېني لینک ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (MB ۵) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوي. همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست څخه چې په پنځمه ناحیه قرغې سړک، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې او د قمبر څلور لارې ترمنځ د دیوان بېګي درې لارې مخامخ، د ملکي خدمتونو انستیتوت – کابل کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري. د یادونې وړ ده په آنلاین او حضوري ډول د غوښتنې فورمو له استولو څخه ډډه وکړئ ترڅو په یو بست کې د غوښتنلیکونو له تکرار څخه مخنیوی وشي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د برېښنايي استخدام سیستم فعاله شوی. درانه غوښتونکي کولای شي د برېښنايي استخدام سیستم له لارې، د کارن حساب (User Account) له جوړولو وروسته، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اړوند اعلان شویو ۳ NTA بستونو ته نوم‌لیکنه وکړي. د کارن حساب جوړولو او نوم‌لیکنې لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: http://e-recruitment.aop.gov.af/pr یادښت: د غوښتنلیک فورمې سره دې د تابعیت تذکره او هغه تعلیمي او تحصیلي اسناد چې د اړوندو مراجعو له لوري تصدیق شوي وي، ضمیمه شي. د وزارتونو او امارتي ادارو د کاري تجربې لرونکي غوښتونکي دې د شپږو میاشتو په موده کې صادره شوې خلص سوانح، او د خصوصي سکتور یا مؤسسو د کاري تجربې لرونکي غوښتونکي دې د کاري قرارداد کاپي، د کاري تجربې تصدیق او د اړوند شرکت یا مؤسسې د ثبت او راجستر سند وړاندې کړي. له تقدیرنامو، ستاینلیکونو او نورو غیرضروري اسنادو له ضمیمه کولو څخه ډډه وکړئ. د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ د اعلان شویو بستونو د جدول لینک: https://drive.google.com/file/d/1TQJqaPlQ0T6qNBku2hoxoUc7LFLDqgAu/view?usp=sharing په پي ډي اف ډول د غوښتنې فورمې لینک: https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing د ورډ په شکل د غوښتنې فورمې لینک: https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

د ارګ ناویلې خبرې ، یون.pdf24.22 MB

او بیا هېڅوک نه وو .pdf15.52 MB

د برياليتوب تور کوچنی کتاب.pdf6.66 MB

طبیعي ده چې پیل تل ښکلی وي؛ ځکه هېڅوک په لومړي ځل تاته نه راځي چې ووایي: سلام، زه یو ناوړه (پست) انسان یم! د انسانانو پېژندل، وخت او ژور دقت غواړي. “داستایوفسکي”

سلام دې وي پر هغو استادانو چې د الکساندر ګراهام بېل په څېر یې د خپلو زده‌کوونکو ذهنونه وروزل؛ هغو کسانو چې د اړیکو په نړۍ کې یې انقلاب راوست او انسانان یې یو بل ته نږدې کړل. سلام دې وي پر هغو استادانو چې د جېمز واټ په څېر یې ذهنونه وروزل؛ هغو کسانو چې هڅو یې د ماشینونو نړۍ او صنعتي پرمختګ ته لارې هوارې کړې. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې ایکس‌رې، اېم‌اېم‌ار‌آی او د طبابت عصري وسایل رامنځته کړل؛ داسې وسایل چې د ناروغیو تشخیص یې اسانه کړ او د انسانانو د ژوند ژغورل یې ممکن کړل. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې واکسینونه جوړ کړل، میلیونونه انسانان یې له وژونکو ناروغیو څخه وژغورل او بشریت ته یې نوی ژوند وباښه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې د عملیاتو، د غړو د پیوند او عصري جراحۍ لارې چارې رامنځته کړې او انسانانو ته یې د نوي ژوند هیله ورکړه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې انټرنېټ ته وده ورکړه، نړۍ یې په یوه نړیوال کلي بدله کړه او پوهه یې د هر انسان تر دروازې ورسوله. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته ولېږلې، د کایناتو د رازونو په موندلو او د ځمکې په لا ښه پېژندلو کې یې له انسان سره مرسته وکړه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې لمریزه انرژي او د نوې کېدونکې انرژۍ نورې سرچینې پراخې کړې، څو د راتلونکو نسلونو لپاره لا ښه او خوندي نړۍ جوړه شي. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې د کرنې عصري لارې او ماشینونه رامنځته کړل؛ له دې لارې د خوړو تولید زیات شو او د انسانانو د لوږې په کمولو کې مرسته وشوه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې د اوبو د پاکولو عصري لارې چارې رامنځته کړې، څو انسانانو ته پاکې او خوندي اوبه برابرې شي. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې کمپیوټر او ډیجیټلي وسایل د پوهې د خپرولو وسیله وګرځول او د ناپوهۍ تیارې یې کمې کړې. سلام دې وي پر ټولو هغو استادانو چې د خپلو زده‌کوونکو په ذهنونو کې یې د پوښتنې کولو، څېړنې، فکر کولو او د انسانیت د خدمت کولو روحیه پیدا کړه. او لعنت دې وي پر هغو کسانو چې علم «دنیاوي/مباح» بولي او د هغه مخه نیسي او یا نه غواړي مسلمانان پرمختګ وکړي؛ هغه علم چې د انسانیت د خدمت او د انسانانو د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي. ژباړه همکار

ارواپوهنه وایی ... 1 که چا ته درته دمشکل په وخت کی وویل چی ماسره کار مه لره ترټولو زیاته اړتيا تاسو ته لری مه یی پریږدی 2 کوم کسان چی زیاتی د غیرت خبری کوی ترټولوبيغيرته او كمزورى خلک همدوی دی. 3 کوم کسان چی کمی خبری كوى زيات وخت او پیسې نه لری نو ملګرتیا یی ترمرګه وکړه .... 4 پیاوړی او غیرتی خلګوڅخه چی څوک خفه شی نودشپی یوازی له ځان سره پټ ژاړی او خفه وی

ستونزه دې ښکل کړه .pdf26.71 MB

مطمئن زړه ( رحماني کتابتون ).pdf27.96 MB

'د_درملو_د_استعمال_عملي_لارښوMedical_1_1.pdf2.82 MB

د مافيا په جال کې (ناول).pdf8.76 MB