عاصم ملنگ 𝐀𝐬𝐢𝐦 𝐌𝐚𝐥𝐚𝐧𝐠
前往频道在 Telegram
ملګرو، تاسو کولی شئ زمونږ، نعتونه، شعرونه، ترانې، حماسې، زمونږ د ټلګرام له چینل څخه ډانلوډ کړئ👇 https://t.me/asimmalang786
显示更多未指定国家宗教与灵性86 128
1 126
订阅者
无数据24 小时
无数据7 天
无数据30 天
帖子存档
*د حضرت جابر (رض) څخه روايت دی چې پيغمبر (ص)فرمايلي دي*
*روژه د اور دمخنيوي پرده ده چې بنده پرې د دوزخ له اوره څخه ژغورل کيږي*
*(رواه احمد)*
تخنکې همکار (عاصم ملنگ)
https://t.me/asimmalang786
غزل!
عاصم ملنگ
ــــــــــــــــــ
چې پر زیان وو د افغان هغه وګړي
وخت معلوم کړل پر ميدان هغه وګړي
د الله نافرماني نیست وو نابود کړل
وو تیروتي، په خپل ځان هغه وګړي
چې یواځي خپلو ګټو پسې ګوري
ژر دې پرېږدي دا کاروان هغه وګړي
عقیدې یې برابرې نه دي مشره!
دې نظام ته کړي تاوان هغه وګړي
اوس یې وینې او هدف درنه هېر نشي
شول له پاک قرآن قربان هغه وګړي
حق باطل ورته واضع دی ذکر شوی
عمل نه کړي په قرآن هغه وګړي
د خیانت پر نیل سپاره تسپې یې لاس کې
په ظاهره متقیان، هغه وګړي
د عاصم ملنګ زړګی چې پرې ډاډه دی
ربه ساته پر جهان هغه وګړي
د زړه په غم نه وم خبر! تير ژونده هیر مې نه یې
ارمان ته تلل وه په هنر! تير ژونده هير مې نه یې
د هـر غـره کـاڼي، مې ملګـري لکه ستـوري، داسي
پکـې وهـل به مې وزر! تیر ژونده هير مې نه یې
سپــوږمۍ لـه مـاسـره "وفا" کړي په هر شــــیبه
پـر لار مــزل به وه بهتر!تير ژونده هیر مې نه یې
فکـــرونــو وړی يـم جــالبه زنـــدګي تېــره شوه
لاس مې نولي دې پرسر!تیر ژونده هير مې نه یې
دخپل جــانان تر لـوړ مقــام پــورې نه وره سيدم
لا خو ګرزیږم در په در! تير ژونده هیر مې نه یې
راته تحـفه الهٰی نه شولو مـنظور شهــــــــــــادت
نه مې شویار سره سفر! تیر ژونده هير مې نه یې
شـکر وعـدې، د شـفاعت، کــړي څــو تللــو زلـمـو
زار شول ګلونه اونښتر! تير ژونده هیر مې نه یې
عـــاصم ملنگ او د جنـت تـر میځ وه لیـږ فاصله
که وای"شهيد"لکه دلبـر! تير ژونده هير مې نه یې
عاصم ملنگ
ــــــــــــــــــ
۱۴۰۲/۱۰/۱۶ھ ش
النبوي اداره یې وړاندي کوي
کسر
په غم می ژوند را اړوي غربته
ځه غربته ځه ته می ځوانی را
ړنګه وی غربته ځه غربته ځه
اواز
حافظ محمد اشرف مظلوم
شاعر عاصم ملنګ
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/+CBEbmmYxEFI1YmZk
