ch
Feedback
تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

前往频道在 Telegram

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM

显示更多

📈 Telegram 频道 تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر 的分析概览

频道 تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر (@tabasumradio) 普什图语 语言赛道中的 是活跃参与者。目前社区聚集了 12 417 名订阅者,在 新闻与媒体 类别中位列第 15 960,并在 伊朗 地区排名第 25 647

📊 受众指标与增长动态

невідомо 创建以来,项目保持高速增长,吸引了 12 417 名订阅者。

根据 08 七月, 2026 的最新数据,频道保持稳定运转。过去 30 天订阅人数变化为 -160,过去 24 小时变化为 0,整体触达仍然可观。

  • 认证状态: 未认证
  • 互动率 (ER): 平均受众互动率为 29.93%。内容发布后 24 小时内通常能获得 21.30% 的反应,占订阅者总量。
  • 帖子覆盖: 每篇帖子平均可获得 3 717 次浏览,首日通常累积 2 645 次浏览。
  • 互动与反馈: 受众积极参与,单帖平均反应数为 90

📝 描述与内容策略

作者将该频道定位为表达主观观点的平台:
تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM

凭借高频更新(最新数据采集于 09 七月, 2026),频道始终保持新鲜度与高覆盖。分析显示受众积极互动,使其成为 新闻与媒体 类别中的关键影响点。

12 417
订阅者
无数据24 小时
-337
-16030
帖子存档
‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په روانه اوونۍ کې ۶۳۸ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه سوي دي. ‏دغه کسان د استوګنې اسنادو نه لرلو له امله بندیان سوي وو، چې د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه سوي.

‏د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې د سمندري او هوايي ګډو عملیاتو پر مهال په کویټ کې د امریکا عریفجان او علي السالم پوځي اډې او په بحرین کې د جفیر او شیخ عیسی پوځي اډو مهم تاسیسات په نښه کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چي د ایران پر ضد یې نور بریدونه هم پیل کړي، څو د هرمز تنګي کي د سمندري تګ راتګ د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا کمزورې کړي. د راپورونو له مخي، د ایران د سویلي ساحلي سیمو او ښارونو، لکه بندرعباس، سیریک، چابهار، بوشهر، ایرانشهر او ابوموسی، د تېري شپې د امریکا د بریدونو شاهدان ول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که اړتیا پېښه سي، امریکا به یو ځل بیا پر ایران برید وکړي او خبرداری یې ورکړی چي دا برید به «دروند» وي. هغه همداراز ویلي چي واشنګټن ښايي پر ایران سمندري محاصره هم بېرته پیل کړي.

‏د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ په شهزاد ټاون سیمه کې د پاکستان پيپلز ګوند د ځايي مشر میر شفیق الرحمان مېنګل پر کور ځانمرګی او وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰ ډېر ټپیان دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چي واشنګټن پرېکړه کړې ده سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وباسي. دا پرېکړه به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته عملي شي.

‏راپورونه وایي، په خلیج کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه شاوخوا ۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده. ‏بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نورو اقداماتو ګواښ کړی دی. ‏همداراز تېره شپه د بحرین، کویټ، قطر او اردن په ځینو سیمو کې د امنیتي خبرداریو او چاودنو راپورونه ورکړل شوي، خو د پېښو په اړه بېلابېل لوري جلا جلا ادعاوې کوي.

د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کي دولس نیم ټنه انساني او حیواني درمل چي له پاکستان څخه راوړل سوي تر نیول کېدو وروسته وسوځول سول.

وسله والو په بلوڅستان کي د کویټي ـ کراچي پر لار په یوه برید کي ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي. وسله والو د څو ساعتونو لپاره لار بنده کړې وه او د موټرونو تلاښي یې کول. تر دې دوې ورځي وړاندي شاوخوا ۱۹ پاکستاني پولیس د بلوڅستان په زیارت سیمه کي ووژل سول.

د ناټو سرمنشي مارک روته د ایران پر وړاندې د امریکا د تازه بریدونو ملاتړ کړی او هغه یې اړین بللي دي. ‏د الجزیرې د راپور له مخې مارک روته چهارشنبه د جولای پر ۸مه په انقره کې د ناټو د مشرانو له غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د واشنګټن پرېکنده غبرګون پر ځای و.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په ایکس ټولنیزه شبکه کي امریکا د «نړیوالو قوانینو تر پښو لاندي کولو او زور ویلو» تورنه کړه. هغه وویل: «ایران دا ډول لوبې نه مني او له خپلو حقونو څخه به په پرېکنده توګه دفاع وکړي.»

کندهار کي د اسعارو وروستي نرخونه: - یو ډالر ۶۶.۵۱ افغانۍ - یو ډالر ۲۸۷.۳۰ کلداري - زر افغانۍ ۴۳۱۹ کلداري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره یې اوربند پای ته رسېدلی او خبري ورسره کول د وخت ضایع ده.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، سیمه کې یې د امریکا په پوځي تاسیساتو کې پر ۸۵ اهدافو بریدونه کړي‌ دي. د سپاه پاسداران خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه تېري ته په 'لومړني ځواب' کې د دوی سمندري او هوايي ځواکونو د بحرین په سلمان بندر او د کویت علی السالم هوايي اډه کې پر ۸۵ اهدافو د توغندیو او ډرونونو ګډ عملیات کړي‌ دي.

په کندهار کي د استعمار په وړاندي د میرویس خان نیکه د مبارزې او هوتکي پاڅون د ۳۲۰ کلیزي علمي او څېړنیز سیمنار جوړ سو. میرویس نیکه خصوصي پوهنتون دغه سیمنار جوړ کړی او ګڼ لیکوالان، فرهنګیان او محصلین یې رابللي. د میرویس خان نیکه هوتکي پاڅون د افغانانو هغه تاریخي پاڅون و چي په ۱۷۰۹ زېږدیز کال کي په کندهار کي د صفوي واکمنۍ پر ضد وسو. د دې پاڅون مهم لاملونه دا وه: - د صفوي واکمنۍ سخت چلند او د خلکو سره ناسمې رویې. - درنې مالیې او اقتصادي فشار. - د خلکو په کورنیو چارو او مذهبي چارو کي لاسوهنه. - د کندهار د هغه وخت والي ګرګین خان سخت سیاستونه، چي د ډېرو تاریخي سرچینو له مخي د خلکو د ناخوښۍ سبب ګرځېدلي وو. میرویس خان نیکه د سیمي مشران سره یو ځای کړل او د یوه منظم پاڅون مشري یې وکړه، په پایله کي ګرګین خان ووژل سو، کندهار د صفویانو له واکه ووت، او د هوتکي دولت بنسټ کښېښودل سو. دغه بریا وروسته د هوتکي دولت د پراختیا لامل سوه، او د محمود هوتک په مشرۍ افغان لښکرو آن د صفوي پلازمېنه اصفهان هم ونیوله. له همدې امله، د میرویس خان نیکه پاڅون د افغانستان په تاریخ کي د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د مهمو تاریخي پېښو څخه ګڼل کېږي.

‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي واشنګټن د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم او اوربند له شرایطو سرغړونه کړې ده. ‏د وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي ایران به د خپل ملي امنیت او ملي ګټو ددفاع لپاره اړین او پرېکنده اقدامات وکړي.

‏پاکستاني چارواکي وایي، له شارجې کراچۍ ته روانه د K2 Airways بوینګ ۷۳۷ باروړونکې الوتکه، چې د عملې پنځه غړي یې لېږدول، د کراچۍ له لوېدیځ د عرب سمندر پر سر له رادار او مخابراتي اړیکو ورکه شوې ده. ‏د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د الوتکې د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «امریکايي ځواکونو پر ایران د پراخو او ځواکمنو بریدونو لړۍ پیل کړې ده.» سینټکام زیاته کړې چې: «د امریکا دا بریدونه د هغو بریدونو مستقیم غبرګون دی چې ایران په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو کښتیو کړي وو.»

‏اکسیوس ویب‌پاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د سې‌شنبې ورځې د امریکا بریدونه پر ایران د پراخوالي او ځواک له پلوه د لس ورځې مخکې ترسره شویو بریدونو په پرتله څلور تر پنځه برابره لوی وو. د راپور له مخې، دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې امریکا ادعا وکړه، ایران د هرمز تنګي په سیمه کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي دي.

کندهار کي د پټرولو بیه ۷۹ افغانیو ته لوړه سوه.