ch
Feedback
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

关闭频道

Islamic Emirate of Afghanistan

显示更多
未指定国家未指定类别
286
订阅者
无数据24 小时
-27 天
-1030 天
帖子存档
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د دې ولایت په مرکز کې د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د امارت له څلورلارې څخه تر نس
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د دې ولایت په مرکز کې د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د امارت له څلورلارې څخه تر نساجي پله پورې د ۸ کیلومټره په اوږدوالي او د ۸۰ مترو په پلنوالي سره د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د یادونې وړ ده، چې اوس‌‌مهال د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دې پروژې د لومړي فاز چارې پیل شوي او د دویم فاز چارې به یې راتلونکی کال پیل شي. #ملي‌تلویزیون

مشهد کې د افغانستان سرقونسل مولوي نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت د وګړو او کډوالو ادارې له عمومي رییس جعفر سیدابا
مشهد کې د افغانستان سرقونسل مولوي نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت د وګړو او کډوالو ادارې له عمومي رییس جعفر سیدابادي سره وکتل. مشهد کې د افغانستان عمومي قونسلګري وایي، په دې ناسته کې دواړو خواوو د وګړو په دفتر کې د ځانګړي هویت تصدیق پروسې اسانه پلي کولو لپاره د مناسبې کاري فضا رامنځته کولو، د کډوالو ستونزو د غوره حل او د دواړو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې وکړې. #ملي‌تلویزیون

د نن یکشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
د نن یکشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون

د ګازو له امله د کابل کې د یوې کورنۍ اته غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ ندای بلوچ: د کابل ځايي مسوولین وایي چې د دې ولایت په یوه پېښه کې د یوې کورنۍ اته غړي د ګازو د زهري کېدو له امله مړه شوي دي. د کابل د والي ویاند حافظ بشارت د ندای بلوچ خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د کابل ښار د ۲۱مې ناحیې په اوومې کوڅه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار ښار د عینومېني اړوند له کندهار بریاني سره وسله والو غلو له یو کس څخه پیسې اخیستي، وروسته هغه کس بیرته موټر پسي ځغلولی، پر موټر سایکل سپاره غله یې په موټر وهلي، د غلو له ډلي یو کس امنیتي ځواکونو له توپنچې سره نیولی، دوهم یې تښتېدلی. غلو د پیسو خاوند له صرافي مارکېټ څخه تعقیب کړی وو.

د کابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې د هوا حالات! #ملي‌تلویزیون
د کابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې د هوا حالات! #ملي‌تلویزیون

د پوځي چارو کارپوهان وايي، پاکستان باید د خپلو کورنیو ستونزو حل لپاره د مسولیت منل زده‌کړي. #ملي‌تلویزیون

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني د جهادي اثارو د ساتنې ریاست د تازه ګمارل شویو رییسانو په معرفت‌غونډه کې ټینګار کړی، چې تاریخ باید په خوندي توګه راتلونکو نسلونو ته ورسول شي. #ملي‌تلویزیون

د اقتصادي کمېسیون غونډه کې بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یو تر لسو کلونو پورې د اقامې د ورکړې موضوع تایید شوه. #ملي‌تلویزیون

د بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي. د بدخشان د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې دا مرګونې پېښه نن مازیګر (شنبې، د دلو ۱۸مه) د ارغنجخواه ولسوالۍ د سمدرې په سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینې په وینا، د فلانکوچ ډوله یو موټر د سړک د خرابوالي له امله له لارې واوښت او کندې ته ولوېد، چې له امله یې ۱۲ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې تېرې اوونۍ هم د سړک د خرابوالي له امله د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د بدخشان د ارغنج‌خواه ولسوالۍ کې د نن ورځې د ترافیکي پېښې د مړو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی دی. په وژل شویو کسانو کې ۶ ماشومان، ۵
+2
د بدخشان د ارغنج‌خواه ولسوالۍ کې د نن ورځې د ترافیکي پېښې د مړو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی دی. په وژل شویو کسانو کې ۶ ماشومان، ۵ ښځې او ۴ سړي شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر د رییس مولوي حسیب الله احمدي په مشرۍ پلاوي د اندونیزیا پلا
د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر د رییس مولوي حسیب الله احمدي په مشرۍ پلاوي د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته رسمي سفر وکړ. د کورنیو چارو وزارت وايي، چې افغان پلاوی به د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو درملنې برخه کې د ګډو هڅو په موخه جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړي. #ملي‌تلویزیون

شیخ مولانا اسلام‌جار والی هرات: به تمام صنعت‌کاران محترم می‌گویم که کارگران محترم و زحمت‌کش ما را به حیث اعضای خانوادهٔ بزرگ کارخانهٔ خود بدانند آنها نیز مانند همه، مشکلات و مصارف دارند بنابراین توجه به وضعیت معیشتی آنان بسیار مهم است و باید توجه بیشتری صورت گیرد.

د ننګرهار حوزوي روغتون رییس وايي، چې تېرو درې میاشتو کې یې شاوخوا لس زره لوی او واړه عملیات تر سره کړي دي. #ملي‌تلویزیون

د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني، د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست د نويو ټاکل شويو مسئولینو معرفت غونډه کې، د جهادي اثارو په راټولولو او ساتنې ټینګار کړئ.

په پکتیکا کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر اساس له یو زر او ۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خوراکي او
په پکتیکا کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر اساس له یو زر او ۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه. په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵ زره افغانۍ نقدي مرسته او پینځه بوجۍ غنم شامل دي. د پکتیکا والي د دغې مرستې پر مهال ویلي، چې په دویم قدم کې به ۲ زره نورو راستنو شوی کورنیو ته هم د مرستو وېش بهیر پیل شي. #ملي‌تلویزیون

‏د هند د بهرنیو چارو وزارت اسلام‌اباد کې پرونۍ چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه و
‏د هند د بهرنیو چارو وزارت اسلام‌اباد کې پرونۍ چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه وزارت د پاکستان هغه څرګندونې رد کړې چې په‌کې یې پر نوي ډیلي د برید د لاس لرلو تور لګولی و. هندي لوري ویلي، پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو د حل پر ځای هڅه کوي چې پړه پر نورو واچوي.

د افغانستان اسلامى امارت رسمي پاڼه 👇
د افغانستان اسلامى امارت رسمي پاڼه 👇

د ظلم پوستې؛ سې شنبه د شپې ۰۷:۳۰ بجې له ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه! #ملي‌تلویزیون

پاکستاني چارواکي ولې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر نورو اچوي؟ د سیاسي چارو شنونکی زلمي باور یې په اړه غږېدلی دی. #ملي‌تلویزیون