د افغانستان اسلامي امارت
关闭频道
Islamic Emirate of Afghanistan
显示更多未指定国家未指定类别
286
订阅者
无数据24 小时
-27 天
-1030 天
帖子存档
مولوي تورجان احمدي نن د کورنیو چارو وزارت د پلاوي، سیمهییزو مسوولینو او علماوو په حضور کې د دایکنډي ولایت لپاره د نوي والي په توګه معرفي شو.
په یادو مراسمو کې نوي والي د ادارو او ولس ترمنځ پر همغږۍ، ټولنې ته په خدمت او د بنسټیزو پروژو پر پلې کولو ټینګار وکړ.
#مليتلویزیون
د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومنداني وایي، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۸۳ تنه د مسلکي ښوونځیو د انجنیري تسهیلاتو، هارس مخابرې، اداري او مدیریت او نقلیه وسایطو د ساتنې له څلور میاشتنې دورې څخه فارغ شول.
مسولینو په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې فارغو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له خلکو سره غوره چلند او په ټولو شرعي چارو کې د امراوو اطاعت وکړي.
#مليتلویزیون
د لبنان په طرابلس ښار کې د استوګنیزو ودانیو نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۴ ته لوړ شو.
د لبنان ملي خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ژغورونکو ډلو ۱۴ جسدونه له ویجاړیو را ایستلي او د پلټنې عملیات پای ته رسېدلي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د ژغورنې په عملیاتو کې ۸ تنه ټپیان هم له ویجاړیو را وېستل شوي دي.
#مليتلویزیون
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري او د ننګرهار د والي حاجي ملا محمد نعیم اخند په حضور کې یو زر او ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر د معلوماتو لهمخې، په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير ویلي، چې یادې مرستې د اميرالمومنين حفظه الله د ځانګړي شفقت له مخې ترسره کیږي.
د کرنې وزير دغه راز راستنو شويو کورنيو ته ډاډ ورکړی، چې د حکومت له لوري يې ټولو ستونزو ته رسيدنه کيږي او په بېلابېلو برخو کې به ورته کاري فرصتونه هم رامنځته شي.
#مليتلویزیون
کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو له لوري د تېرو اوو ورځو پر مهال د کابل په مربوطاتو کې ۸۳ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.
د وزارت په وینا، له نیول شویو کسانو څخه دوه زره او ۱۷۸ نشهیي ټابلیټونه، شیشه، چرس، شراب او تریاک هم ترلاسه شوي دي.
#مليتلویزیون
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولین وايي، چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د دې قول اردو د نهمې او لسمې سرحدي لوا د کشفي او استخباراتي ځواکونو له لوري، د هرات له پولې د ناقانونه وتلو د هڅې په تړاو یو زر او ۷۵۵ کسان نیول شوي دي.
یاد کسان د منظم عملیاتو پر مهال د هرات په غوریان او کهسان ولسوالیو کې نیول شوي او تر څېړنو وروسته بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي دي.
#مليتلویزیون
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې جنوبي کوریا کې د یوې نظامي چورلکې د لوېدو له امله دوه تنه وژل شوي دي.
یاده چورلکه چې د یوې ازمایښتي الوتنې په حال کې وه، تر اوسه یې د لوېدو لامل نه دی څرګند شوی.
#مليتلویزیون
د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، له نن (دوشنبې، د شعبانالمعظم ۲۱مې) نیټې وروسته په بشپړه توګه له پاکستان څخه د درملو وارداتو ته اجازه نه ورکول کېږي.
د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر وایي، چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې په جدي ډول د قاچاقي توکو او درملو مخنیوی کېږي.
له دې وړاندې مالیې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي و، چې د روان قمري کال د شعبانالمعظم میاشتې له ۲۱مې نېټې وروسته به د هېواد په ګمرکونو کې پاکستاني درمل محصول نه شي.
#مليتلویزیون
هېواد کې تولید شویو بټریو د بازار ۸۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده.
#مليتلویزیون
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د پکتیا ولایت د جانيخیلو ولسوالۍ په جلالزو او ملنګخیلو کلیو کې د ۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوو پُلچکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغه وزارت په وینا، چې د دې پُلچکونو په جوړېدو سره د یادو کلیو د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې.
#مليتلویزیون
د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، تردې مهاله ۶۴ میلیونه او ۱۸۸ زره افغانۍ د هرات-خواف رېلپټلۍ د دوهم فاز په مسیر کې د استملاکي ځمکو متضررینو ته ورکول شوې دي.
د یاد دفتر د خبرپاڼې لهمخې، د هرات-خواف رېلپټلۍ د دوهم فاز د څلورمې برخې په مسیر کې، د هرات ولایت د زندهجان، انجیل او ګذره ولسوالیو کې ټولټال ۱۵۲ تنه متضررین پېژندل شوي او تثبیت شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې، د خسارې ورکولو لپاره ۱۸۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
#مليتلویزیون
کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په کابل ولایت کې ۱۴ زره او ۲۰۰ نشهیي ګولۍ کشف او ترلاسه کړي.
د یاد وزارت په وینا، دغه نشهیي ګولۍ د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې کشف او ترلاسه شوي دي.
#مليتلویزیون
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو په غزني ولایت کې د درېیو مېرمنو د جبري نکاح مخه نیولې ده.
یادې مېرمنې د بېځایه غیرت او رواجونو له امله غیرې شرعي نکاح ته مجبوره شوې وې.
#مليتلویزیون
بازارونو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.
د افغانستان بانک د اسعارو جدول له مخې، نن (دوشنبه، د سلواغې ۲۰مه) د کابل په بازارونو کې یو امریکایي ډالر په ۶۳ افغانۍ تبادله کېږي.
#مليتلویزیون
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او پر وخت پرېکړې د نشهيي توکو د کښت د لهمنځه تلو او نه کارونې سبب شوې دي.
ښاغلي منیر دغه څرګندونې نن د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره د کتنې پر مهال کړي.
نوموړي د نشهيي توکو د نه کارونې او نه کرلو په برخه کې د دیني عالمانو او رسنیو ونډه خورا اغېزمنه بللې.
دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د نشهیي توکو پر وړاندې روانه مبارزه ستایلې او همدارنګه د راستنو شویو ځوانانو روزنه او د روږدو کسانو درملنه اړینه بللې.
#مليتلویزیون
له ۳۶۰۰ څخه زیات د افغانستان وګړي له ایران او پاکستان څخه شړل شوي دي
د کډوالو د ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی چې درې زره او ۶۰۶ د افغانستان وګړي له ایران او پاکستان څخه شړل شوي دي. دې کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کسان تېره ورځ د هرات د اسلامقلعه، د نیمروز د پل ابریشم، د کندهار د سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو د ستونزو د رسېدنې کمېسیون زیاته کړې چې له ایران او پاکستان څخه راستنو شویو یو شمېر کسانو ته مرستې هم برابرې شوې دي.
د اسلامي امارت له لوري د وړاندې شوو شمېرو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې نږدې اووه میلیونه د افغانستان وګړي له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي دي.
#افغانستان
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې د بادغیس په مرکز قلعهنو ښار کې یو تن مسلکي ګوډګر نیول شوی.
د دغه وزارت په وینا، چې دغه کس له کلونو راهیسې په غیرې شرعي کړنو او له خلکو څخه د پیسو په اخیستلو مصروف و.
#مليتلویزیون
کورنیو چارو وزارت وایي، چې د بدخشان د امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د دې ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۲۳ کیلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي.
د دغه وزارت په وینا، چې د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي، چې لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
#مليتلویزیون
