پښتو شعرونه
前往频道在 Telegram
显示更多
未指定国家未指定类别
238
订阅者
无数据24 小时
+57 天
+1230 天
帖子存档
238
بيرته د راتلو امکان ختم شو
دواړه اواره شو داستان ختم شو
زه او ته هماغه شو چې هيڅ نه وو
وخت ته د خندلو ارمان ختم شو
ژوند تمام شو جام نيماي پاتې شو
ځمکه لمده نه شوه باران ختم شو
سختو کړاونو نه راوتې ژوند
ستا په يوه خداي په امان ختم شو
څوک به د اوبرنګ غزل ته ښه وايي؟
ستا د ښو خبرو دوران ختم شو
*رضوان اوبرنګ*
238
نن مې زړه تنګ و، دفتر مې داسې پرېښو
پارک ته لاړم پخوانۍ چوکۍ ته ځير شوم
ته يو وخت وې دلته ناسته که دې ياد وي
بس هماغې ګلالۍ چوکۍ ته ځير شوم
نن مې زړه تنګ و، دفتر مې داسې پرېښو
په قدم قدم کې ورسېدم ښار ته
ګلبهار سنټر ته ودرېدم تر ډېره
کاشکې خلکو پرېښودل خَلک اختيار ته
نن مې زړه تنګ و، دفتر مې داسې پرېښو
هماغه هوټل ته ورغلم چې مونږه
و يو ځلې لاس په لاس ورته ورغلي
په اول ځلې مې ناسته وې تر څنګه
نن مې زړه تنګ و، دفتر مې داسې پرېښو
پاس تَپې ته وختمه خو ته نه وې
د کابل هوا کې ستا د ويښتو بوی و
هماغې ته وختمه خو ته نه وې
نن مې زړه تنګ و، دفتر مې داسې پرېښو
شبو! سترګو ته مې زښته وې ولاړه
ټولې هيلې مې يوازې ستا ليده و
د زړه خونه مې وه تاپسې ويجاړه
نن مې زړه تنګ و، دفتر مې داسې پرېښو
پارک ته لاړم پخوانۍ چوکۍ ته ځير شوم
ته يو وخت وې دلته ناسته که دې ياد وي
بس هماغې ګلالۍ چوکۍ ته ځير شوم
238
نظم
جینکۍ د هلکانو شانته نه وي
چا ته مه وایه چې زه په تا میین یم
بیا به ستا غزل کې ځان ویني سعوده
خپله خوښه او نا خوښه به یې مړه شي
ستا په سترګو به جهان ویني سعوده
ته چې ژاړې ددې زړه به هم خفه وي
دا به واي دی زما لپاره ژاړي
بل سړي ته به بیا نه ورنزدی کیږي
که یی خوښ وي هم به واي دی مې غواړي
جینکۍ درته معلومې دي سعوده
ستا غزل ورته امیل د غاړې ښکاري
چې په غاړه یې کړي ځان پکې بندي کړي
بیا د ژوند ورته شیبې ولاړې ښکاري
چا ته مه وایه چې زه په تا میین یم
پرې چې ژوند په خپله خوښه باندې تیر کړي
څوک چې ګران وي ورته پرې چې د هغه شي
څوک چې نه وي ورته پریږده چې یې هیر کړي
په غزل کې چې څوک یاد کړې شاه سعوده
ورته مه وایه چې ته مې یاده کړې
دا یی تا باندې احسان دی ستا پرې ندی
ځانته هم وایه چې نه مې یاده کړې
که دوۍ نه پوهیږي ته خو عقلمند یې
مشکلات یې ګوره ښه درته معلوم دي
جینکۍ د هلکانو شانته نه وي
احساسات یې ګوره ښه درته معلوم دي
#سعود
238
د نوکانو رنګ دې هغه رقم سور دی؟
د ويښتو څوکې دې هغه رقم ژېړې؟
ا زما درته ډالۍ سات دې په لاس دی؟
هماغسې دنداسې وهې ښې ډېرې؟
سترګې هغه رقم تورې لکه مخکې؟
خدايي زخه دې شته لا په غمبوري؟
هماغه د عودو عطر دې خوښېږي؟
ګلابي زخه دې شته لا په غمبوري
په چپ لاس باندې هغسې کړۍ ساتې؟
ترېنه لاندې وړه کی H رسموې لا؟
لا زما د خوښې رنګ جامې اغوندې؟
او ساتلې دې دي اوس هم پرې شيشې لا؟
مانه مه پوښته چې څه رقم ته يمه
زښته ډېره مې يادېږې لېونو مې!
زنده ګي له تانه پس خاورې خوړل دي
ته باور وکه پخدای باندې خوږو مې
ډاډی سا اخلم خو مړي غوندې يمه
که دې وليدم بېحده به خپه شې
بس چې هر څه دي همدغه رقم ښه يم
هېڅ نغواړمه چې ته يې هم حِصه شي
د نوکانو رنګ دې هغه رقم سور دی؟
د ويښتو څوکې دې هغه رقم ژېړې؟
ا چې ما درته ډالۍ سات دې په لاس دی؟
هماغسې دنداسې وهې ښې ډېرې؟
