پښتو شعرونه
前往频道在 Telegram
显示更多
未指定国家未指定类别
237
订阅者
无数据24 小时
+47 天
+1230 天
帖子存档
237
غروب اور پاشي، ما زېړ وهلی رنګ دی،
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی.
چپه کړی مې بسته کنډول د بنګ دی،
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی.
زما څۀ پروا که ورا دی او که جنګ دی،
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی.
ژوند را پاتې د مرګونو په قلنګ دی،
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی.
داسې ناڅي ته وا زخم نه، لونګ دی،
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی.
زړۀ مې ګرم دی او بند بند مې کرنګ دی،
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی. 🥲
#بشیر_باران
237
والله بالله ارمان وکې!
ــــ
یوه ورځ به داسې راشي
خلک به وایي چې (دای) مړ دی
بیا به وخی وخی وکړې
چې زما لیونی مړ دی
بیا به خپل باڼهٔ لمدهٔ کې
والله بالله ارمان ؤکې!
ــــ
مرور به درنه مړ ؤم
پېښمان به په غرور وې
زهٔ به پټې سترګې پروت ؤم
تهٔ به ناست په سور تنور وې
ملامت به وې په زړهٔ کې
والله بالله ارمان ؤکې!
ـــ
یو تازه قبر به جوړ وي
هدیره به چوپه چوپ وي
څهٔ ملګري به خفه وي
څهٔ به ژاړي څهٔ به زوپ وي
له وجدان سره به څهٔ کې!؟
والله بالله ارمان ؤکې!
ــــ
درته وایي به ملګري
ستا عاجز منلی مړ دی
چې په تا باندې مئین ؤ
ها عاجز منلی مړ دی
بیا به وخی وخی نهٔ کې
والله بالله ارمان ؤکې!
ــــ
منلی💔
237
بېلتونه کور دې راته ښایه
د زور دې نه یم ننواتي به درځمه😊
ستا د راتلو لارې څارمه
بېلتون دې مه کوه، زړه مې خوږوینه
بیلتون دې ویره راسره کړه
د بارانه ټکا مې زړه سوری کوینه
که دبيلتون کور رامعلوم وای
مابه دستالپاره بل وای پري اورونه
د بیلتانه له غرونو تيره
اي زړه ته راتيره ياره نه راځي خوبونه
237
د خوښې بیت مو کمنټ کړئ
ژوند په لوی هنر کېږي او موږ یو بېهنره جې
داسې لکه ونیسي روژه څوک په نهره جې
ولې د انجونو د مکتب دروازو زنګ وکه؟
ولې درس نه پاتې ده افغانه پیغمبره جې؟
ډېر موده کېږي په هغې پسې بیمار یم
ورشي څوک یې کې زما له حال څخه خبره جې
بدو ورځو څومره عجیبه کارونه وکړله
ورک مې شول نږدې نږدې یاران ټول له نظره جې
تش جیب، بېروزګار او بدرنګه قواره سعید
یاره ورکوي یې د چا نه لګېږي له سره جې
سعیدالرحمن سعید
237
*دختر پشتون زبان و ابرو و چشمت جالب است*
*محرومم از صورتت چون قوم و خویشت طالب است*
؟237
څو لنډۍ د خپلواکۍ ورځي ته!
پښتو متل کړي! سل دي ومره
هغه دي مه مره چې يې خوی د امان وينه
ستا د وقار چيغي خاموش کړه
د بغدادي پير د لمسيو تاريخونه
له انګريزانو دې ازاد کړو
غازي امانه نن په وياړ ژوند تېروونه
ازادي مور ده ، باحياء ده
پر سر پراته يې له بيرغ نه جوړ شالونه
وطنه ته دې زنداباد يې
درنه قربان شه د وياړمنو تاريخونه
د خپلواکۍ ۱۰۷ مه کليزه مو مبارک سه 👏🏻🥰🤲🏻
237
هغه سرۀ قالينه هغه رقم ايښې
غوړولې مې کوټه کې بېخي نه ده
هغه سرې پردې پخپل ځای کې پرتې دي
نه يې وس لرمه نه مې ورته زړه ده
ستا له تللو روسته هر څه بې مانا دي
که کوټه مې ده که کار دی که تفرې ده
زنده ګۍ رنګ بدل کړی دی قسم دی
باور وکړه! تورې خاورې ده ايرې ده
ستا ډالۍ کَکو خلاص شوي بېخي ندي
په ډراور د مېز کې هغه رقم ايښي
راخيستی يې نشم نه مې لاس ورتلی شي
پخپل ځای کې سلامت منظم، ايښي
ته خَبره يې؟ دا څو کاله يې کېږي
چې کليزه مې لمانځلې ځانته نه ده
نه خبر يم ورنه څه وختې پيدا يم
بېخوندې مې تاوه شوې اوس له زړه ده
شبو! هر څه اوس يو خوب راته ښکارېږي
که ستا مينه وه که ته وې او يا ژوند و
نن سبا يوازې ساه اخلم نور هېڅ يم
ژوند هماغه و چې تا سره پيوند و
هغه سرۀ قالينه هغه رقم ايښې
غوړولې مې کوټه کې بېخي نه ده
هغه سرې پردې پخپل ځای کې پرتې دي
نه يې وس لرمه نه مې ورته زړه ده
237
ته دې خپل غرور دومره اسمان ته پورته کړی یې
زه خو لا څه چې ان د خدای کیسه کې هم نه یې
استغفرالله 🫠
237
څوک چې نوم د مينې واخلي، کيسه واړوم په بله
زه پخپل احساس ملنډې، هره ورځ وهم پخپله
جدايي خو نڅا نه ده، چې زده نه شي نه به کیږي
يو ګام تا واخيست بل ما، بیا سره ورک شو تل تر تله
حفیظ همیم
237
پخوانی غزل!
په دوا باندې ونشوه نو په څۀ یې سړی وکړي
داسې سمې چارې نشته چې په زړۀ یې سړی وکړي؟
څه باور خو داسې نه دی لکه کاڼی چې مات نشي
نو چې دغه شانتې نه دی باید نۀ یې سړی وکړي
داسې نیمو نیمو لارو کې څوک نه سره بېلیږي
محبت د چې کولو خو لږ ښۀ یې سړی وکړي
زه د ډېره کړم حیرانه اوس به کوم مطلب ترې اخلم؟
چې په ژېړ ګل د ګذار کاوۀ په سرۀ یې سړی وکړي
زما حال خو داسې دی چې د پوښتلو بیخي نه دی
داسې ښه خبره نشته چې په خولۀ یې سړی وکړي
شرافت
