ch
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

前往频道在 Telegram

显示更多
未指定国家未指定类别
239
订阅者
+124 小时
+57 天
+1330 天
帖子存档
د يار خُمارې سترګې او سرۀ اننګي د تنباکو لاندې چا عود ايښي دي 🫣 #عاجز

خدای پاماني یې پهٔ خندا خندا کې واخيسته په لـؤر څه زور ؤ؟ وجود خـو د واښهٔ خـوږېـده 😎

ته هغه نه يې چې وې دې يو ماښام به دواړه ووځو همداسې بلې خوا ته د موټر سټيرينګ به ماته حواله کړې ته به غلی کرار وغځېږې شا ته ته هغه نه يې چې وې دې يو ماښام به په ويښتو کې ما در پټ کړې تر سهاره ټوله شپه به په کيسو سره سبا کړو نه به درد وي نه به غم وي په زړه باره ته هغه نه يې چې وې دې يو ماښام به مې سګرټ له لاسه بلې خوا خطا کړې په غوسه به شې غمبوري به دې سرۀ شي وايې ځان مړ کوې؟ بيا به په ژړا شې ته هغه نه يې چې وې دې يو ماښام به رڼو ستورو ته سبا کړو په بېديا کې په پستو شګو به وغځېږو دواړه رواجونه به يوې مخې له شا کړو ته هغه نه يې چې وې دې يو ماښام به شبوګۍ درته له غاړې لاس چاپېر کړم د غوږونو په نرمۍ به دې خوله کېدم تا به حِس کړمه او هر درد به مې هېر کړم ته هغه نه يې چې وې دې يو ماښام به دواړه ووځو همداسې بلې خوا ته د موټر سټيرينګ به ماته حواله کړې ته به غلی کرار وغځېږې شا ته

غزل! تا خپه کړی ومه بله چاره هم نه وه پۀ داسې غرونو تلم چې هيڅ هواره هم نه وه ادې زما د زنده ګۍ لومړۍ استاده وه! که خړه پړه وه که هيڅ هوښياره هم نه وه هغه دروغ ؤ چې د غرونو پۀ سر لارې وې عشق داسې غر ؤ چې پر سر يې لاره هم نه وه ولې دې وژړل او خپل قسم دې هم مات کړ لا خو زما جنازه وه؛ تياره هم نه وه ادې زما پۀ قواره کې درد ليدلی ؤ ګنې زما پۀ اسويلو بيداره هم نه وه هو د پښتون خور وه د خپلې مينې نه شوله مګر پۀ بدو کې د تلو لپاره هم نه وه د خدای رضا به وه چې يو بل ته و نه رسېدو زما ګيله لۀ ليوني اوڅاره هم نه وه بابرزی اوڅار 🍁

ته به هم خپلو خورلڼو ته بيا وايې دا اجمل په دې لوی ځان زما غلام وو

څه ضرورت وو چې ملنډه دې په ما وکړه له خوند ، غرور ، شوخۍ ، خندا نه دې په شا وایستم زه د دنيا له ژونده چا وایستم!؟ تا وه ایستم زما نامه دې په دروغو وه پر لاس ليکلې زه دې له ښې ورځي د دروغو په مسکا وایستم ته د ليلا غوندي مئينه نه وې هسي په ما دغه کانه دې د مجنون او د صحرا وکړه څه ضرورت وو چې ملنډه دې په ما وکړه کوټه مي ګډوډه ورک مي کتابونه دې اوس رانه هېر چې څه ګناه ، څه ثوابونه دې ورزش مي پريښی دی نشو په سر اخیستی یم زه يم ، ارجیت دی ، نيمه شپه ده او غمونه دې زما د میني لږ کمی به دې حِس کړی نه وو نو بیا په کوم خاطر دې دغه ناروا وکړه؟ څه ضرورت وو چې ملنډه دې په ما وکړه؟ زما خوبونه يې ، ارام يې ، پسې بیا زړه يې هو زه په دغه عقيده وم چې زما زړه يې نن مې ښه وپيژندې ته د هر سړي زړه وې چا د زړه سر درته ويلی وو د چا زړه يې؟ خير دی پرې آيښی به دې خو نه په داسي انداز غېږ درته چا پرانيستل مينه دې د چا وکړه څه ضرورت وو چې ملنډه دې په ما وکړه تر ضرورته دې زه خپل وم پرېښودلم دې نه له ضرورت پس دې د جبر په بلا يووړم لکه د غر غوندې پر خپل مقام ولاړ وم ، چې وې لکه د وچې پاڼي ستا وروسته هوا يووړم ما وې تل ښې ورځي له خدايه درته غوښتې مګر په ما چاره دې د جنت ، ادم ، حوا وکړه څه ضرورت وو چې ملنډه دې په ما وکړه د خوشحالۍ غوندي مي ته هم پرېښودلې تلمه ژونده چې نه دې خوښېدمه نو ويلای به دې چي زړه دې ډک وو بايد ماته دې تش کړی نه وای چيرته د سيند ژۍ ته به تللې وای ژړلای به دې لکه ماشوم چې د ميرې په ګوتو ورسي داسي په اشنا رنګ کې دې خويونه نا اشنا وکړه څه ضرورت وو چې ملنډه دې په ما وکړه حيدر اياز

چا راته وېلي و شبو به درته خپله راشي لکه تاويذ غوندې يې غاړه کې ويښته وساته چې بيا راګرځم، چې يې بيا درته ګنډمه ډاډه تر هغه وخته دې تڼۍ د ګرېوانه وساته

یو زړه مې خپل دی، بل راکړی چا خیرات کې دی چپه یوه پاچاهي، رنګ زما په ذات کې دی وخت د وطن په سینه کرښې کشوي، درومي بدرۍ کابل کې او ملوک شهزاده سوات کې دی سهار ماښام د خپل ارمان په قبر وخاندمه د ګټې خوند به څه وي؟ خوند خو په بایلات کې دی ګلان په مېز پاتې شي، نیم هوټل در وګوري اخ څومره درد لا په وروستي ځل ملاقات کې دی؟ پیغام راغلی چې سعید راځي او نن راځي سترګې مې وره کې ښخې، زړه مې بند په سات کې دی *سعید شینواری*

له دې سېوا چاره د غوڅي رابطې نه سي جملې ته ايښی دغه يو ټکی دي درې نه سي ستا د پړوني تصوير نه باسم له ذهنه ځکه ځيني جګړې بې توري کېږي بې جنډې نه سي *حفيظ هميم*

د الزامونو ډکه یاره تا پسې بدې ګنګوسې دي غلي یمه

د موټر شيشې دننه نه خوَلې دي يو طرف ولاړ يم ښۀ باران ورېږي ماښامی دی څلور لارې کې ګروپونه لاس مې زړه ته ايښی څوک راته يادېږي د موټر شيشې دننه نه خوَلې دي هلته وړاندې ځير يم څوک ده را روانه زړه مې وايي له هغې نه بل څوک ندی تور ټيکری يې را تاو کړی دی له ځانه د موټر شيشې دننه نه خوَلې دي رانږدې شوه ورته ګورم هغه نه ده اسوېلی مې وکړ ايسته به روان شم ښه پدې شوه ورته ګورم هغه نه ده د موټر شيشه دننه نه خوَلې دي دا سلم ماښام دی دلته منتظر يم زياتي تنګ يمه له خپل ځانه راغلی لېونی يم چې لا بل ته منتظر يم د موټر شيشې دننه نه خوَلې دي شبوګۍ مې ياده شوېده ښه نه يم اندامونه مې له يو بله خپه دي لېونۍ مې ياده شوېده ښه نه يم د موټر شيشې دننه نه خوَلې دي يو طرف ولاړ يم ښۀ باران ورېږي ماښامی دی څلور لارې کې ګروپونه لاس مې زړه ته ايښی څوک راته يادېږي

خاوره خوږه ده د وطن حیف دی سمباله نه ده سیاله له هر چا سره ده خو مګر سیاله نه ده ما نه زما په غلطۍ له ما بخښنه غواړي زما میرمنه زما داسې انډیواله نه ده لالی یې څومره ښایسته جوړ کړی جار یې شمه خدایه چې کومه فریښته خو دې کولاله نه ده یا به غږیز پیغام رالیږې یا به زنګ راوهې زما د سترګې رپیدا بې احتماله نه ده مړې یې نه کړلې ریحانه زما وږې سترګې زما ګیله د یار نیته ده له شاله نه ده *رحمنٰ الله ریحان*

نظم🙏 ټولګيواله! څه کيسې دي پوهنتون کې؟! اوس اول تشريح ته څوک اوچتوي لاس؟! خاموشي ده، که شور هغسې لا جوړ دی او دا ستاسې مينځ کې څوک، اول نمره دی؟! هو ريښتا! دوهم نمره، او دريم څوک دی؟! د انا تومي استاد اوس هم غوصه وي که پۀ زړه يې څه د رحم اوبه توی دي کفتريا کې بيروبار خو به اوس کم وي پۀ چپنو کې نازکې جينکۍ به په انګړ کې بيخي نه تر ستر ګو کيږي ټولګيواله! تاته شته د بېلتون پته؟ د کتاب نه ليرې والی مې زړه وژني لکه مور نه چې د غېږې ماشوم واخلې لور په لور وهي بچي پسې کوکارې او په ژوند يې بيخي نه ورځې نور لارې ټولګیوله! جهالت د څو سړیو پر مرۍ د ولس ناست لکه خپسه د سپېڅلیو هیلو لارې یې تړلي غواړي ژوند لکه تیاره کړي د خپل فکر له نازکو پسرلۍ پسرلۍ نجونو احترام غواړي د خپلو بدرنګیو ډاروونکي په تذلیل د ولس روږدي څو سړي لکه زومبیان لکه بګوې ټولګيواله! څه کيسې دي پوهنتون کې؟ زما ژوند خو اوس بيخي په بله واوښت دريم کال دی کتابونه نه يم لرې چفترونو مې نيولي دي ګردونه د قلم او کتابجې په ځای مې لاس کې يا جارو، وي يا څمڅه، يا رپيده وي زړه مې تنګ دی بيخي ډير دننه کور کې خپل زحمت او خپل درسونه چې راياد کړم زه يې کوم، کوم حالتونه درته ياد کړم چې نېږدې به شوې زمونږه ازموينې تيروله به مو شپه ټوله په ويښه ته فارغ شوې ارمانونه دې پوره شه د خپل ژوند دا شان شوکت دې مبارک شه ټولګيواله! فراغت دې مبارک Zamzama Ghazal

کوم سهار چې زه را پورته شم له خوبه او کوړۍ ورېځې راتاوې وي له غرونو ستا توده غېږه مې زښته ويادېږي نری تپ مې پورته کېږي له رګونو کومه ورځ چې زه راپورته شم له خوبه او بهر د واورې سپين څادر هوار وي ته مې سترګو ته ولاړه يې همداسې خندېدی نشمه درد مې په زړه بار وي کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه ستا ډالۍ دستکشې واچوم لاسو ته بيا د بام په تورولو پسې جګ شم تا راکړی لونګک تاو کړمه غوږو ته کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه ستا د نشتون درد مې حِس نه وي له واره بهر لاړ شم يخې ورځې نه خوند واخلم رڼه اوښکه مې په مخ نه وي ايساره کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه شبو! ته راته ولاړه يې په ورۀ کې راته وايې شينا سخت عشقي موسم دی د خوښۍ څړيکه مې تېره شي په زړه کې کوم سهار چې زه را پورته شم له خوبه او کوړۍ ورېځې راتاوې وي له غرونو ستا توده غېږه مې زښته ويادېږي نری تپ مې پورته کېږي له رګونو

جمشېدي جشن / - ب. باران نوروزي وږم دې خېژي له کابله جگي جگي! د ابدان د صحرا گله سراچه چې شمالي ته وي روانه زه تر ډېره پسې گورم، مامدجانه! گرده مځکه په نرۍ زلزله خوځي چې مارغان درومي تر بلخه خرامانه د مغرورو پامیرونو له بورجله جگي جگي! د ابدان د صحرا گله جگي جگي! جنازې غوندې ماښامه جگي جگي! یه دلتنگه ازدحامه جگي جگي! د سوما په رسم راغلې جگي جگي! ساقي جار دې له سلامه د جمشېد جشن اعلان کړه له ځنگله جگي جگي! د ابدان د صحرا گله د پارسي هوا لگېږي تر‌ بنگاله په پگړۍ دې ولونه ولونه ده خوشحاله هفت مېوه د تهذیبونو مې سوگند دی چېرته ستا فرهنگ او چېرته مغلواله کاش د رزم زمانه واوړي په بله جگي جگي! د ابدان د صحرا گله په نغمه د قطغن گلِ میدانه د پردې ریتم ته اوړه دلبرجانه یا سرود د بختورو د کاله دی یا دعا ستا د دربار ده، سخي جانه! یا بلبلې په فرخار بولي بدله جگي جگي! د ابدان د صحرا گله چې راخېږې، شغلې وشينده په لارې جار کږې میاشتې! لمنې دې گلدارې بیا د جشن نغاره ده تر مزاره ځي د ناز په قدم تُرکې لچک دارې غوجیره گلان يې لوېږي له اوربله جگي جگي! د ابدان د صحرا گله له بڅرکي نه، له سوز د استقلاله له نوروزه تر نوروز د استقلاله له دې توره اختناقه، غلی نه شې تر راتلونکي شواروز د استقلاله لوغړنې ترانې کوه بلبله جگي جگي د ابدان د صحرا گله..!!

په تهمت کلي نه ورانيږي که ورانیدای ګردېز به لوټې لوټې ونه -ټپه

ممتازه! ملنګي، او بيا پروا د چاپلوسانو ؟؟ په دې جنت کښې دغه شی حرام دی، لکه دود ممتاز

څه عذابونه را پسې تله او څه زه ور پسي ړانده چي هر ځای کي روان وي ، ځي ړانده ور پسي د مخه ښې پر وخت يې بنده شماره را کړله د سیند پر ژۍ ناست ومه شونډه مي خوړه ور پسي له جنګه بد وړي چنار قده زلمي سوله غواړي په اتڼونو کي په ملا را ماتېده ور پسي عقل تر مخه وو او زړه يې وه لمن نيولې لالی مې ورک وو، ټوله يوځای ګرځېده ور پسي پښتانه ټول وه د ادم بابا اصلي اولاده چي غنمرنګ به يې تر سترګو شو نو تله ور پسي يوازي ته نه وې چي ژوند ته دي ارزښت ور کوﺉ حیدره وخت به هم خوړلی وو خپل زړه ور پسي *حيدر اياز*

هو ډير دي لکه : زما وجدان زما ضميره بيغمۍ ته مې لږ پرېده ما د ښار له رڼا ګانو د انسان له شوره لرې يوه داسې ځای ته بوځه چې په تکه توره شپې کې د سپوږمۍ رڼا ته کينم او له شګو قبر جوړ کړم د سبا فکرونه هلته د بيګا خبرې ټولې وسوسې او اميدونه په کلاره پکې خښ کړم خوب مې ويسې ناګهانه په کلا کلار اوده شم په دې قبر خپل سر کيږدم د اندیښنو غمونو لرې د سبا فکر مې نه وي دغه پاتي زندګۍ مې د يو څه مودې لپاره په کلاره اسوده کړم ته څه وايې دا منې ته؟ ته څه وايې دا به وشې؟ چې کلار شمه اوده شم اسوده اسوده شم

موږ ته چې په مخه باندې هر ازمون راغلی دی وينې مو ورکړې دي او بیا سکون راغلی دی لا هم چې د بل په اوبو ژرنده ساتې بده ده اوس خو نو فاریابه! درته خپل جیحون راغلی دی تيږه مو په منځ کې د جرګې منځګړو کېښوده ځکه د تندي ګونځو کې نن سمون راغلی دی تشې له وفا ورېځې، هيڅ نه اوري د یاد باران مینه کې هم ښایي اقلیمي بدلون راغلی دی مینه او په شکر یې انسه هرکلی وکړئ دلته پس له مرګه څو شېبې ژوندون راغلی دی 2025 دېسمبر