cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

يرموك خپرندويه اداره

مشاركات الإعلانات
2 974
المشتركون
-424 ساعات
-247 أيام
-9730 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

شپون او پاچا یو پاچا د عربو د یوې لرې پرتې قبیلې یو کس ونیوه او زندان ته یې واچاوه، کله چې قبیله خبره شوه نو مشران، رئیسان او مشهور کسان یې راغلل چې سفارش یې وکړي او فدیه یې ورکړي. پاچا چې د نوموړي د خلاصون لپاره دومره ډېر راغلي خلک ولیدل نو پوښتنه یې ترې وکړه چې دا سړی څوک دی چې دومره ډېر کسان یې د ژغورلو لپاره راغلي يئ؟ خلکو په یوه غږ وویل: دا زمونږ مشر دی پاچا صاحب! پاچا وویل : نو ده ولې مخکې د ځان په اړه راته ونه ویل چې ستاسو مشر دی؟ دوی وویل ځکه چې نه یې غوښتل چې د خپل قوم په منځ کې تاته د خپل منزلت په ښودلو د ځان سپکاوی وکړي، نوموړي غوښتل چې د خپل قوم په وسیله خپل درناوی او عزت دروښيي. کله چې پاچا دا واورېدل نو سړی یې سملاسي خوشې کړ او بښنه یې هم ترې وغوښته. څو ورځې وروسته پاچا خبر شو چې هغه کس د نوموړې قبیلې مشر نه بلکې یو عادي شپون و، پاچا هېښ شو او یو تن یې ورولیږه چې د دوی د کړنې په اړه وضاحت ورکړي. کله چې استازی پاچا ته بیرته راغی نو د نوموړې قبیلې دا پیغام یې ورته راوړ چې که زمونږ یو شپون سپک شي نو زمونږ د مشر مشري بې معنا ده.
إظهار الكل...
1
sticker.webp0.35 KB
"یو سړی کندې ته لوېدلی و. ۱_ ساینس پوه راغی، د کندې د ژوروالي او د خاورې د رطوبت اندازه یې واخیسته. ۲_ یوه ډاکتر دوې ګولۍ ور واچولې. ۳ _ یو ژورنالیست را پیدا شو او له هغه سره یې د مشکل په باره کې مرکه وکړه. ۴ _ د رحم او اخلاقو مبلغ د کندې په غاړه ورته کښېناست او ښه یې ورسره وژړل. ۵ _ یوه ارواپوه ورته وویل چې په مشکلاتو کې باید روحیه له لاسه ورنه کړو. ۶ _ په کنده کې ایسار سړي ته د فلسفې د استاد خبره دا وه چې ژوند یو وهم دی، یو خوب دی، داسې وګڼه چې نه کنده شته او نه ته پکښې ایسار یې. ۷ _ وحدت الوجودي صوفي ورته وویل: زه او ته، ځمکه او اسمان، سمه او غر، کنده او له کندې بهر دنیا، ټول یو شان دي، فرق پکښې نشته ... ۸ _ او یو نالوستی سړی ورتاو شو، لاس یې ورکړ، سړی یې له کندې څخه راووېست. نتیجه: شرایطو ته په کتو سره باید له خلګو سره مرسته وکړو، نه بې ځايه مشورې ...
إظهار الكل...
2
sticker.webp0.39 KB
د مور دعا يوه ورځ موسى عليه السلام اللّٰه تعالى ته عرض وکړ چې زه به په جنت کى له چا سره يم ؟... ورته وفرمايل شول چې له پلاني قصاب سره. موسى عليه السلام حيران شو او د قصاب په لټه کى شو بالآخره قصاب يې پيدا کړ، کله چې قصاب کور ته تللو هر څه يې ټول کړل او يوه ټوټه غوښه يې له ځان سره واخيسته، موسى عليه السلام ورسره کور ته لاړ او د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره يې له قصاب څخه د هغه کور ته د داخليدو له پاره اجازه وغوښته، قصاب اجازه ورکړه، قصاب ننوت غوښه يې پخه کړه او يوې بلې کوټې ته لاړ، هلته يوه زړه ضعيفه بوډۍ وه هغې ته يې ډوډۍ ورکړه بيا يي ورته خوله پاکه کړه، قصاب بوډۍ ته غوږ نيږدې کړ، بوډۍ ورته غوږ کې څه وويل نو قصاب وخندل. کله چې موسى عليه السلام دا منظر وليد له قصاب څخه يې وپوښتل دا بوډۍ څوک او څه يې درته وويل چې ودې خندل؟ قصاب وويل دا بوډۍ مې مور ده او غوږ کې يې راته وويل چې الله ﷻ دې په جنت کې له موسى عليه السلام سره يو ځاى کړه، ما وخندل چې چېرته زه او چېرته موسى کليم الله ؟...
إظهار الكل...
sticker.webp0.43 KB
د ویاړونو تاریخ د سهار نرمه او تازه هوا وه په ټول ښار کې ډاډ او اطمنان خپل وزر غوړولی و، د قرطبې په دنګو ماڼيو د لمر زرینې وړانګې ولګېدې، د ښار ښکلا دو چنده شوه، د مسجدونو له هسکو منارو څخه د خطیبانو د خطبو او تکبیرو اوازونه پورته شول، د قرطبې د لوی مسجد په لور ډلې ډلې خلک رامات او په فضاء کې د مسلمانو له بدنونو د اندلسي عطرو خوشبو پورته شوه، لمونځ په ډاډ او ارامتیا سره پای ته ورسېد. خطیبانو د خپل قوي اسلامي حکومت د بقاء او د خلیفه حاجب منصور (رحمه الله) لپاره رب ﷻ ته په داسې حال کې په زاریو شول چي خلیفه له خپل فوځ سره په غزا وتلی و او مسلمانانو دعا په آمین ورسره بدرګه کړه. خلک له مسجد نه راووتل، ګوري ناڅاپه د اسونو د پښو ګردونه پورته او شڼهار یې تر غوږونو شو، اسونه راورسېدل خلیفه منصور او ورسره په اسلامي اردو د غزا ګردونه پراته او ستړې ستومانه مالومیدل، منصور غوښتل، چې له اس څخه کښته شي چې ناڅاپه يوه عمر خوړلې ښځه رامخته شوه او منصور ته یې وویل: ای منصوره ! خلک ټول د اختر خوشحالي لمانځي او خوښ دي خو زه بیا په خوشحالۍ نه پوهیږم او وینې مې چې ژاړم. منصور ورته وویل: چې څه خبره ده؟ ښځې ورته وویل: زوی مې د رباح په قلعه کې دښمن بندي کړی دی. رباح (د طلیطلې او قرطبې په منځ کي یوه سیمه ده). منصور فوراً د اسلام سر ښیندونکو عسکرو ته امر وکړ چې له اسونو کښته نشئ مخ په رباح حرکت وکړﺉ !!! منصور نوموړي سيمې ته ورسيد او له دښمن سره یې جکړه پیل کړه، اللهﷻ فتحه ورنصیب کړه، مسلمان بندیان یې ازاد کړل او د هغې بوډۍ ښځې زوی یې هم ورته جوړ او روغ راورساوه. مأخذونه: سیر اعلام النبلاء تاریخ ابن خلدون
إظهار الكل...
1
sticker.webp0.35 KB
sticker.webp0.36 KB
شپږ (٦) خبرې: ۱- په زندان کې هر پروت کس مجرم او ګنهګار نه دی، بد یې مه بولئ؛ ځکه سیدنا یوسف علیه السلام هم کلونه کلونه په زندان کې تېر کړل. ۲- د یو چا اولاد که دې ولید چې بې لارې شوی دی نو تر وخت مخکې قضاوت مه کوﺉ او د هغه پر کورنۍ تربیه باندې نیوکې مه کوئ؛ ځکه نوح علیه السلام هم د اولاد مشکل درلود او بې لارې و، په داسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله پېغمبر و. ۳- کوم کس که چا د خپل کور یا کلي څخه وشړه نو مه ور باندې خاندئ او ملنډې هم مه پرې وهئ؛ ځکه ابراهیم علیه السلام هم د خپل کور او کلي څخه شړل شوی دی، په داسې حال کې چې هغه خلیل الله (د الله تعالی دوست) دی. ۴- د چا په کار، مسلک او شغل باندې مه خاندئ، ځکه لقمان حکیم رحمه الله هم نجار، خیاط او شپونکی و، په داسې حال کي چې د الله جل جلاله په نزد حکیم او دانا انسان و. ۵- که د یو چا په اړه دې بدې خبرې واورېدلې نو زر قضاوت مه کوه؛ ځکه سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خلکو کوډګر، جادوګر او مجنون باله، په داسې حال کې چې هغه فخرالأنبیا و. ۶- پر نورو باندې هیڅ ډول بد ګمان مه کوه او کوښښ وکړه چې هر وخت ښه ګمان وکړې او پر خلکو مثبت فکر کوه.
إظهار الكل...
6
اختر خطة مختلفة

تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.