1091 زيږدېز كال كې د همدې فدائېانو په لاسو وواژه ، خو مدرسه ئې په خپل ځاې پاته شوه . صلاح الدېن
ايوبي همدلته ښوونه او روزنه وكړه . په همدې عمر كې ئې د عسكريت روزنه هم د خپلو مشرانو له خوا تر
لاسه كړه . نورالدېن زنګي هغه ته جنګي تاكتيكونه ورزده كړل ، د هيواد د نظام د پر مخبيولو روزنه ئې
وركړه ، او په ډپلوماسۍ كې ئې ښه پوهه ور و ښووله . دغي ښونو او روزنو په هغې كې هغه جذپه را پيدا
كړه چې وروسته ئې بيا همغه د صليبيانو له پاره د برق د تارونو په څير و ګرځوله ، هغه د ځوانۍ په پوړ كې
هغه ډول ذهانت او وړتيا تر لاسه كړې وه چې د يوه ستر سالار له پاره اړينه وي .
صلاح الدېن ايوبي د جنګ اوځپلو د فن ترڅنګ د څاركښۍ (Intelligence ، (كمانډو او غلچكي
بريدونو(operation Guerilla and Commando (دپوهې د تر لاسه كولو ته هم ځانګړې پاملرنه وكړه . هغه
به كتل چې صليبيان د څاركښۍ په ډګر كې ډير مخته تللي دي ، او هغوى د مسلمانانو په نظرياتو باندې په
ډير هنر سره يرغلونه كوي . صلاح الدېن ايوبي غوښتل چې د نظرياتو په سنګر كې و جنګيږي ، هلته چې د
توري د استعمال اړتيا نه و ى .
په دې قصه كې به تاسي مخته ووينئ چې د هغه دتوري وهنه ډيره درنه او ژوره وه خو دهغې د مينى ګذار ئې
د هرڅه سخت وهل كولاې شول . د هغه له پاره د زغم او تحمل اړتيا وه او هغه دغه زغم د خپل عمر په
لمرنيو وختو كې په خپل ځان كې پيدا كړې و .
كله چې هغه د مصرد وايسراې او د عسكري ځواكونو د عمومى قوماندان په څير هلته و استول شو،
نويوشمير هغو منصبدارانو ستره غوغا جوړه كړه چې ددې رتبى له پاره كلونه كلونه منتظر ناست ول د .
هغوى له انده صلاح الدېن ايوبي لا تر اوسه د مكتب شاګرداو كوچنې هلك و خو كله چې د مكتب دا شاګرد
دهغوى مخته راغى ، دهغه خبرى ئې واوريدې ، نو دهغوى احتجاج په ټپه و دريد د. « لين پول » تاريخپوه له
مخي صلاح الدېن ايوبي په ډسيپلين (Discipline( باندي ثابت او ولاړ وخوت . هغه د خپل ځان او خپل فوځ
له پاره تفريح ، عياشي او ارام كول حرام و ګرځول ، هغه خپل دماغي او جسمانى ځواكونه يواځي په دې
باندې راټول كړل چې اسلامي سلطنت نور هم غښتلې كړي او صليبيان ددې مځكو څخه بيرون وشړي . هغه په هر قيمت په فلسطين باندې بيرته ولكه پيدا كول عوښتل او همدا موخې يې خپل فوځ ته هم وركړې د . ج مصر د وايسراې په څير به هغه وويل : [ الله ماته د مصر ځمكه را كړې نو دهمغى ستر ذات به ماته فلسطين هم را وبښي]
خو مصر ته په ورسيدو سره هغه ته په ډاګه شوه چې د هغې مقابله يواځې د صليبيانو سره نه ده
بلكه خپلو مسلمانانو ورونو هم دهغي په لاره كې ډير ښايسته ښايسته جالونه غړولې دي او دا جالونه د
صليبيانو د موخو او د هغوى د فوځي ځواك څخه هم خطرناكه وو....