حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور
الذهاب إلى القناة على Telegram
572
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
+17 أيام
-1230 أيام
أرشيف المشاركات
ولې فکر کوو چې ساینسپوهان بې دینه و / دي؟
لیکوال: محمد عاصم مایار
لومړۍ برخه -
ځینې د پوهې او باور برعکس اړیکې ته په اشارې وايي چې عقیده د پوهېدو سره له منځه ځي. له همدې امله دینداره خلک [د دوی په آند] ناپوه دي او که پوه شي، دین پرېږدي. دا ستونزه په وروستیو کې بیخي ډېره شوې، خاصتا د اروپا په هغو ځوانانو کې چې عقیده یې ضعیفه او غربي پرمختګ د دین پرېښودو له کبله ګڼي. ځینې تازه دوران ته رسېدلو خو په دین پسې را اخیستې او هره ورځ خپله عقده د دین په سپکاوي تشوي.
زه دې فضا سخت په تنګ کړم. ډېر مجلسونه مې له همدې کبله پرېښودل. د خدای کړه و، جومات کې یوه مشر د الحاد په رد یو غټ کتاب راکړ. که څه هم د کتاب مطالعې زما تمه نه پوره کوله او پرېکړه مې وکړه چې لوستل یې بس کړم، خو د «برهان پاسکال» په عنوان مې سترګې ولګېدې. دا عنوان راته ځکه جالب و چې ما پاسکال د ریاضي او فزیک پوه په حیث پېژاند نو دلته یې څه کول. د موضوع په اړه مې نور تجسس وکړ او پورتني سوال ته مې ځواب وموند چې تاسو یې لوستو ته رابولم.
پاسکال چې د ۱۷ مې پېړۍ فرانسوي ریاضي پوه، فیلسوف، فزیک پوه او لوی عالم و. او تاسو یې حتمي د ښوونځي او پوهنتون پرمهال نوم اورېدلی. نوموړي په خدای ج د باور په اړه په لومړي ځل داسې ریاضیکي نظریه وړاندې کړه چې تر اوسه د فکر او فلسفې په نړۍ کې مشهوره ده. نوموړی وايي:
« که يو انسان پر خداى باور وکړي، او بالاخره معلومه شي چې خداى شته، نو هغه جنت لاسته راوړ. که همدا انسان پر خداى باور ولري، خو بالاخره معلومه شي چې خداى نشته، نو هغه، څه له لاسه نه دي ورکړي – يوازې يې په ژوند کې لږ تقوا لرلې ده. خو که يو انسان پر خداى باور و نه کړي، او معلومه شي چې خداى شته، نو دی د ابدي عذاب مستحق ګرځي.»
د پاسکال له نظره، ايمان يو عقلاني "شرط" دی – تاوان نه لري، خو ګټه يې ابدي ده.
د پاسکال د دلیل ترڅنګ پر خدای ج د انشتین په باور خبر وم. خو بیا به هم ځینو مجالسو کې د کلیسا لخوا د ګالیله نظربند کېدل او ورپسې د کوپرنیکوس او نورو نظریو یادون زما ذهن مختل کاوه. له همدې کبله مې د نورو فیلسوفانو او عالمانو په اړه مطالعه وکړه او لاندې جالب معلومات مې تر لاسه کړل:
1. نیوټن چې په رياضياتو او فزیک کې بیخي غټ نوم لري او د ځمکې جاذبه یې کشف کړه. د کتابونو تر څنګ یې د انجیل تفسیر هم لیکلی. ده به ویل چې ساینس د خدای د نظام د کشف یوه وسیله ده.
2. دېکارت چې د شک فلسفې باني و، خو دا شک یې د ایمان لپاره کاراوه. ده په هر څه شک وکړ، خو پر خداى یې شک ونه کړ، بلکې خداى یې د یقین سرچینه باله.
3. پاسکال نه يوازې د فزیک او رياضياتو نوښتګر و، بلکې د مسيحيت مدافع هم و.
4. لایبنز د رياضياتو او منطق بنسټ ايښودونکى و، خو د خدای ج وجود ته یې فلسفي دلایل وړاندې کړي دي.
5. اېمانوېل کانت بیا د اخلاقو د فلسفې له لارې د خداى د وجود دفاع کړې.
6. انشتین، چې نن د فزیک تر ټولو مشهور نوم دی، هېڅکله هم ځان ملحد نه باله. نوموړی د خدای په نظام مین و، نه انکار کوونکی. ده به ویل: "The more I study science, the more I believe in God" او "God does not play dice with the universe" انشتین به خدای ج د نړۍ د نظم، د کایناتو د عقلاني جوړښت سرچینه باله. نظر یې دا و چې دین باید د عقل او ساینس سره همغږی شي، نه دا چې یو له بله منفي تعبیر شي.
که همداسې د پخوانیو فیلسوفانو ژوند مطالعه کړو. دا لېست به ډېر اوږد شي.
نور بیا!
نوټ: دې ته ورته لیکنې زما په «ساینس زده کړئ!» کتاب کې ولولئ.
د انسانیت پرمختګ:
بشري پرمختګ د انسان د فکري، اخلاقي او تخنیکي هڅو ګډه پایله ده. دا پرمختګ یوازې د فزیکي اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره نه دی؛ بلکې د انسان د وجود معنوي او اخلاقي اړخونه هم پکې شامل دي. د دې هڅو ریښه هغو پوښتنو ورګرځي چې انسان د خپل وجود په اړه تل کړې دي: موږ څوک یو؟ ولې دلته یو؟ او چېرته روان یو؟
د لومړیو ورځو راهیسې، انسان هڅه کړې خپل چاپېریال وپېژني او له هغې ګټه واخلي. د لومړنیو وسیالو جوړولو څخه تر نننۍ پرمختللې ټکنالوژۍ پورې، د ژوند د اسانتیا هڅه د انسان د پرمختګ یوه بنسټیزه موخه پاتې شوې ده. خو اصلي پوښتنه دا ده: ایا دا پرمختګ یوازې په مادي اسانتیاوو کې دی، که د معنوي ارزښتونو وده هم ورته اړینه ده؟
دین، فلسفه او ساینس هغه لارې دي چې د انسانیت د پرمختګ په اړه بېلابېل لیدلوري وړاندې کوي. دین د انسان د روحاني اړتیاوو او اخلاقي لارښوونې لپاره، فلسفه د عقل او منطق له لارې د پوښتنو ځوابولو لپاره، او ساینس د فزیکي نړۍ د رازونو د موندلو لپاره ځانګړی رول لوبوي. که څه هم د دې درې واړو ترمنځ ظاهري توپیر شته، خو مشترک ټکی یې دا دی چې ټول د انسان د خیر لپاره هڅه کوي.
انسان د مادي پرمختګ په برخه کې غټې بریاوې ترلاسه کړي، خو ستونزه دا ده چې یوازې ټکنالوژي د پرمختګ تضمین نه شي کولای. که د انسان فکري، او اخلاقي وده د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره برابره نه وي، نو دا پرمختګ یوازې په وسایلو کې محدود پاتې کېږي. د بېلګې په ډول که څوک د ټکنالوژۍ په مرسته په ځمکه واکمن شي، خو اخلاق یې د لومړنيو پېړیو د انسان په څېر وي، دا پرمختګ نه ګڼل کېږي.
د انسان د پرمختګ په اړه بله مهمه پوښتنه دا ده: ایا پرمختګ انسانان یو بل ته نږدې کوي، که یې لرې کوي؟ ټکنالوژۍ نړۍ کوچنۍ کړې، ، خو ایا زړونه یې هم سره نږدې کړي؟ دین د ورورولۍ او د نورو په درد کې د شریکېدو درس ورکوي، فلسفه د فکر پراخولو هڅه کوي، او ساینس د ستونزو د حل لارې چارې وړاندې کوي.
خو کله چې انسان د دې درې واړو اصلي موخې او حدود ونه پېژني، د بېلګې په توګه، که څوک له ساینسه د معنوي پوښتنو ځواب، له فلسفې تجربوي شواهد وغواړي، یا دین یوازې د علمي حقایقو د تایید وسیله وګڼي، له لارې تېروځي. ځکه دا د ناسمو تعبیرونو پایله ده.
په حقیقت کې، د دین، فلسفې او ساینس ترمنځ هیڅ ذاتي ټکر نشته او ستونزه د انسان په ناسم فهم او تعبیر کې ده. که موږ د هر یوه ځانګړی رول وپېژنو، د اختلاف پر ځای یووالی او توازن ترلاسه کولای شو. له همدې کبله باید یو اړخ ټینګ ونه نیول شي. درې واړه خپل ځای لري، او هره یوه د انسانیت پرمختګ کې مهم رول لوبولي. هغه کسان چې دین بې ارزښته ګڼي یا یې په بشپړه توګه ردوي، یوازې خپل فکري محدودیت ښکاره کوي. او دا اصلاً پرمختګ نه دی، بلکې د انسان د فطري اړتیاوو ناپامۍ ده.
د انسانیت ریښتینی پرمختګ هغه وخت شونی دی، چې انسان د خپلې مادي او معنوي نړۍ ترمنځ توازن وساتي. که موږ خپلو هڅو کې یوازې ځان ته فکر وکړو او د نورو په اړه بې تفاوته پاتې شو، نو پرمختګ به یوازې یو خیال وي، نه حقیقت. حقیقي پرمختګ هغه دی چې د هر انسان زړه د نورو لپاره وتپېږي او عقل یې د دې نړۍ د ستونزو د حل هڅه وکړي.
لږ به مو ګنګس کړم، وبه ګورو چې څوک دقيق ځواب وايي.
فرض کړئ چې ساعت نه لرئ، خو دوه شمعې درسره دي.
هره شمعه په دقيق ډول په يوه پوره ساعت کې سوځي.
غواړئ چې ۴۵ دقيقې وخت اندازه کړئ.
پوښتنه: څنګه کولی شو دا کار وکړو چې مطلوب وخت اندازه کړو.؟
ښه او بد:
ښه او بد د بشري ژوند له پیله د انسانانو د فکر او ارزښتونو برخه دي. په هره ټولنه کې خلک د خپلو عقایدو او کلتور په بنسټ پرېکړې کوي چې څه ښه دي او څه بد. دا د "حقیقت" د موضوع په څېر یو جالب بحث دی چې د ساینس، فلسفې، او دین له زاویو ورته کتل کېږي.
ساینس چې هر څه د شواهدو او تجربو په رڼا کې څېړي، د ښه او بد په اړه مستقیم ځواب نه ورکوي، خو زموږ لپاره د دې درک یوه عملي وسیله برابروي چې منطقي فکر وکړو. فلسفه بیا دا موضوع ژوره څېړي. افلاطون باور درلود چې ښه یو مطلق ارزښت دی چې یوازې د عقل او پوهې په مرسته درک کېدای شي. خو سقراط بیا ویل چې ښه او بد د انسان د عقل او ټولنیزو اړتیاوو محصول دی. همدارنګه شکسپیر وایي چې ښه او بد نشته. دا یوازې زمونږ احساسات دی چې هر څه په دې برخو وېشي.
سد ګورو بیا د ښه او بد تفکیک د هغو پر عواقبو کوي. یعنې که د یو کار عواقب مثبت وي هغه ښه او که د منفي عواقبو لامل کېږي هغه بد ګڼل کېږي.
دین په دې اړه یو ځانګړی لیدلوری وړاندې کوي. د اسلامي عقیدې له مخې، ښه هغه څه دي چې الله تعالی پرې امر کړی وي او بد هغه څه دي چې منع ترې شوې وي. په دې معنا چې ښه او بد یوازې د انسان په فکر پورې محدود نه، بلکې د یو لوړ ځواک له خوا ټاکل کېږي.
خو په ورځني ژوند کې، چې ساینس، فلسفه او دین د هر چا په شخصیت جوړونه کې ځانګړی سهم لري، ښه او بد ډېر وخت د شخصي لیدلوري او ټولنیزو ارزښتونو په رڼا کې تعریفېږي. مثلا یو اتیست ته خپل همفکره خلک ښه او مذهبيان ورته وروسته پاتې /بد ښکاري. برعکس، یو مذهبي انسان ته بیا د دیني ارزښتونو څخه لرې خلک د اخلاقو خلاف ښکاري. دا توپیرونه ښيي چې د ښه او بد تعریف په مختلفو کلتورونو، عقایدو، او حتی شخصي تجربو پورې تړلی دی.
ځینې د ستونزې د حل په موخه په مشترکو ټکو د تمرکز سپارښتنه کوي څو ټول پرې متفق شي. په ظاهره دا یوه ښه حل لاره ده، خو په عمل کې دا منصفانه نه ده او ستونزې لري. غیر منصفانه په دې معنی چې د اتېست او مذهبي لیدلوري ترمنځ مساوي واټن کې مشخص مشترک ټکی نشته. له همدې کبله ځینې د "انسانیت" معیار د مشترک ټکي په حیث وړاندېزوي. خو د ریاضي د اصولو دمخه دا معیار بې دینۍ ته نېژدې دی. له همدې کبله اتیستان له دې معیاره په سو استفادې هڅه کوي مقابل لوری له خپلو دیني اصولو لرې کړي.
ځینې د وخت په تېرېدو ورو ورو د معیارونو او ټولنیز بدلون له کبله د خپلو رېښو ډېر لېرې شي. وروسته بیا د تمې خلاف کوچنۍ کړنې یې لیدلوری برعکس کړي. خپلو د لاسه تللو ارزښتونو ته په کتو داسې حالت کې د افراطي کړنو په ترسره کولو ځان خپلو رېښو ته نېژدې کوي. چې دا کړنې هغوی او ټولنې ته زیان رسوي.
غوره لاره دا ده چې خپلو ارزښتونو او اصولو ته پابند پاتې شو، نه دا چې د نورو د خوښې لپاره خپل اصليت د لاسه ورکړو. ځکه په حقیقت کې، ښه او بد زموږ د فکر انعکاس دی، او دا انعکاس یوازې هغه وخت روښانه پاتې کېدای شي چې موږ خپلو اصولو ته وفادار وو.
د رباب تارونه ولې متفاوت غږونه تولیدوي؟
رباب، د موسیقۍ هغه آله ده چې کلتور، هنر او فزیکي اصول سره نښلوي. هر تار یې یو ځانګړی غږ تولیدوي. دا غږونه یوازې د هنر ښکلا نه، بلکې د فزیک یو ساده خو زړه راښکونکی بیان دی.
کله چې د رباب تار ووهل شي. په یوه ځانګړې فریکونسۍ ښوري او د هغې په ترڅ کې د شاوخوا هوا ذراتو ته انرژي ورکوی. په دې توګه هغه غږونه رامنځته کوي چې موږ یې اورو. دا فریکونسي د تار په اوږدوالي، ضخامت، موادو، او تاوېدنې پورې اړه لري.
په علمي توګه، هغه قوه چې د تار د تاوېدنې لپاره کارول کېږي، د غږ د لوړوالي سره مستقیمه اړیکه لري. که په تار قوه ډېره شي، د هغه د ښورېدو فریکونسي لوړېږي، او په پایله کې یې غږ نری او تیز وي. برعکس، که پرې قوه لږ شي، غږ یې ژور او دروند وي. د دې فزیکي اصولو له امله هر تار د یوې ځانګړې فریکونسۍ سره بېل غږ تولیدوي.
د رباب غږ یوازې د هنر ښکلا نه ده؛ دا د ریاضي او فزیک د یووالي یوه غوره بېلګه هم ده. د غږ د حرکت یا خپرېدو د څېړنې ریاضیکي بنسټ لومړی ځل د یوناني ریاضي پوه فیثاغورث شپږ پېړۍ مخکې له میلاده کېښود. هغه وموندله چې د تار اوږدوالی او د تولید شوي غږ فریکونسي د یو بل سره په دقیق تناسب کې دي. وروسته بیا، په 17مه پېړۍ کې، ګالیله او مارین مرسن د غږونو د خپرېدو ریاضیکي ماډلونه رامنځته کړل.
د غږ د موجونو په اړه د معادلو لومړنی جامع تحلیل د سویس ریاضي پوه اویلر او فرانسوي فزیکپوه ژان ډالمبر لخوا وشو، چې د موجونو د خپرېدو معادلې یې وړاندې کړې. دوی وښودله چې د موسیقۍ هر تار په ځانګړې فریکونسۍ حرکت کوي، او دا حرکت د موجونو په بڼه خپرېږي. انشتین به هم د تفکر او تخلیقي کار پر مهال موسیقي اورېدله یا به یې خپله وایلن غږاوه. د غږ خپرېدو اړوند فورمولونه او د ریاضي تفاضلي معادلې مونږ هم پوهنتون کې لوستي وې.
خو د رباب د غږونو تر شا یو بل ښکلی اړخ هم شته: د رباب تارونه یوازې په ځان کې متفاوت غږونه نه لري، بلکې کله چې یوځای غږېږي، نو د همغږۍ داسې نړۍ رامنځته کوي چې روح ته ژور پیغام رسوي.
رباب د طبیعت د نظم، د فزیک د اصولو، او د انساني تخلیق د همغږۍ ښکاره بېلګه ده. هر تار، که څه هم ځانته غږ لري، یوازې د نورو تارونو په ملتیا خپل بشپړ هویت مومي. دقیقا لکه د انسانانو په څېر، چې د فردي ځانګړتیاوو سره سره، په ګډ ژوند کې معنا پیدا کوي.
واوره ولې سپینه ښکاري؟
اوبه، چې مونږ یې په مایع حالت کې وینو، رنګ نه لري، او کله چې یخ شي، نیمه شفاف ښکاري. خو کله چې دا اوبه د واورې په بڼه یخ شي، یو ځل بیا بڼه بدلوي، او سپینه ښکاري. دا توپیر ولې راځي؟
کله چې اوبه یخ شي، کرېستالونه جوړوي. کرېستالونه هندسي جوړښتونه لري چې هره سطحه یې رڼا منعکسوي. که د یخ یوې غټې ټوټې ته وګورئ، هغه معمولا له څو کرېستالونو جوړ وي، او د لږو درزونو او ناپاکیو پرته، نیمه شفاف ښکاري.
په واوره کې دا کرېستالونه ډېر کوچني وي. او بېلابېل لوري سره اېښودل شوي وي، چې د یو بل ترمنځ د واټن راتلو لامل هم کېږي. که د واورې یو کرېستال تر زره بین لاندې وکتل شي، هغه هم د یخ په څېر شفاف ښکاري، خو د واورې ټولیز جوړښت د دې لامل کېږي چې دا شفافیت له لاسه ورکړي.
کله چې رڼا پر واوره ولګېږي، د دې کوچنیو یخینو کریستالونو بېنظمه ترتیب د دې لامل کېږي چې رڼا څو ځله منعکسه شي. یعنې د کریستالونو له یوې سطحې بلې ته ولاړه شي، او بېرته راووځي. دا پدې مانا ده چې د رڼا ټولې څپې (رنګونه) په تقریباً مساوي بڼه منعکسېږي، او نتیجه یې دا شي چې واوره سپینه ښکاري.
#ساینس زده کړئ!
ولې سړه کوټه ژر نه تودیږي؟
په کابل کې ژمی سخت وي. د انرژۍ کمښت له کبله خلک یوه یا دوې کوټې تودې وساتي. نورې کوټې بیا د سړې هوا له امله یخې پاتې شي. ځینې وخت د مېلمنو لپاره د کور څښتن هڅه کوي چې یخه کوټه د یوې یا څو ورځو لپاره ژر تودې کړي، خو ډېر وخت دا کار اغېزمن نه وي، او کوټه د ډېر ګاز سوځولو سربېره هماغسې سړه پاتې کېږي. ولې؟
علت یې دا دی کله چې یوه کوټه ډېر وخت بنده او سړه پاتې شي، یوازې هوا نه، بلکې د هغې دیوالونه، فرش، چت، او حتـی فرنیچر هم یخېږي. او د تودوخې درجه یې د بهرني چاپېریال سره برابېږي. دا سړې سطحې نورمال حالت د راتلو لپاره تودوخې ته اړتیا لري او هغه جذبوي. نو که ګاز یا بخارۍ بله شي، لومړی دا سړې سطحې تودوخه جذبوي، او د کوټې هوا ته یې نه پرېږدي. همدا لامل دی چې کوټه ژر نه تودیږي.
که یوه کوټه په مسلسل ډول لږ لږ توده شي، د دېوالونو، چت، او دننه شیانو تودوخه د بهرني چاپېریال پرتله لوړه پاتې کېږي. دا مانا لري چې که کوټه هره ورځ لږ توده شي، وروسته د لږ حرارت اغېز هم ژر جوتېږي، او تودوخه نه ضایع کېږي. خو که یو دم هڅه وشي چې یخه کوټه د یوه یا دوو ساعتونو په اوږدو کې توده شي، د حرارت لویه برخه د دیوالونو، چت، او فرش د اشباع کېدو لپاره مصرفېږي، او د کوټې هوا ته کافي تودوخه نه پاتې کېږي.
له همدې کبله که مو کوټه یخه وي، د یوې شپې لپاره یې د تودولو هڅه مه کوئ، ځکه تودوخه به د دیوالونو او چت د اشباع لپاره مصرف شي، او هوا به یې لا هم یخه پاتې شي. که غواړئ کوټه توده وي، هڅه وکړئ چې هره ورځ لږ حرارت ورکړئ، څو دیوالونه، چت، او فرش یې تدریجاً تاوده شي، او تودوخه وساتي.
#ساینس زده کړئ!
Repost from افغان کانکور
برای آموختن زبان پشتو به شکل کانکوری به گروه ذیل بپیوندید 👇👇
https://t.me/joinchat/IKLyi1kXPK0m9WSP3PkE7w
✅ تشریح گرامر
✅معنی متن های کتاب
✅کارخانگی روزانه
✅ حل مشکلات بخش پشتو
🔴 یادداشت: ای گروه مخصوص خواهران است لطفا فقط خواهران وارد گروه شوند.
👩🏫 مدرس: استاد کوثر "ستانکزی"
+1
ننګرهار پوهنتون
دانشګاه ننګرهار
هغه څوک چې سږ کال د کانکور آزموينه لرې نو د ننګرهار پوهنتون حتمن په خپلو انتخابونو کی ونيسۍ.
ولې ژمی د کوټې کړکۍ خوله کوي؟
ژمۍ به مو پام شوی وي چې ډېر وخت کړکۍ کې د کوټې دننه خوا باندې د اوبو څاڅکي راټولېږي. خلک دا د تودوخې د بدلون له کبله ګڼي.
که څه هم په تېرو لیکنو (د ګیلاس په بهرني اړخ د اوبو څاڅکو جوړېدل ) کې دا موضوع تشریح شوې. چې څنګه په هوا کې شته د اوبو زرات د سړېدو له کبله د ګیلاس بهرني اړخ څاڅکي جوړوي. د همغه مېکانېزم له کبله، کړکۍ باندې هم د اوبو بخار د سړېدو له کبله څاڅکي جوړېږي.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې د کوټې په هوا کې دومره اوبه له کومه شوې، چې سړېدل یې په کرکۍ څاڅکي جوړوي؟ د دې پروسې ځواب هم ما په بله پخوانۍ لیکنه (ولې ژمۍ زمونږ د خولې هوا د دود په څېر ښکاري؟) کې تشریح کړی. او هغه دا چې زمونږ د خولې هوا له سږي د کاربن ډای اکساید سره یو ځای اوبو بخار راوباسي، چې په نورمال حالت کې یې سترګې نه ویني. خو کله چې ژمی له خولې راووزي، د سړې هوا له کبله یې زرات متراکم او کوچني څاڅکي جوړ کړي چې زمونږ سترګې یې د دود په څېر ویني.
که زمونږ یو نفس ایستل د اوبو دومره بخار له بدنه راوباسي، په یوه کوټه کې ناست د څو کسانو تنفس خو د اوبو ډېر مالیکولونه کوټې ته په څو ساعتونو کې ترزیق کوي. همدارنګه که په کور دننه پخلی هم وشي، هغه هم د هوا بخار تبخیروي. همدا لامل دی چې د کوټې د هوا رطوبت تر بهرنۍ هوا ډېر وي. له همدې کبله هغه سطحه چې سړه وي، لکه کرکۍ، د هوا د یخېدو له کبله پرې د اوبو څاڅکي جوړېږي.
د څاڅکو جوړېدو (خولې) دا پروسه یوازې په کرکۍ کې نه وي. ځینې بلاکونو کې نري ډېوالونه، چې له بهره یخ او دننه تاوده وي، هم پرې د اوبو څاڅکي جوړېږي. د وخت په تېرېدو دا څاڅکي د دېوال په نم واوړي. خلک یې علت بهر لټوي خو اصلي علت یې د دېوال نری والی دی. دا ستونزه تاسو د دېوال په ضخیم کولو یا له بهره پرې د عایق نصب کولو سره حل کولی شئ.
#ساینس زده کړئ!
ساینس زده کړئ!
موږ ډېر کله د خپلو وروڼو، خویندو یا اولادونو سره د درسونو په تکرارولو کې د یو نیم پوښتنو سره مخ سوي یو.
ماشومان تر لویانو لږ پوهیږي او د مالوماتو د لاسته راوړلو لپاره یې د تجسس قوه ډېره قوي وي او په هیڅ ډول پوښتنه نه شرمیږي او هغه ماشومان چې دا قوه یې نظر نورو ته ډېره قوي وي نو د هغوی ذهني وده هم تر نورو سریع وي، خو مشکل به دلته جوړ سو چې کله به یې زما څخه د باران اورېدو، تالاندي د غږ د منبع، د مځکي د ګرځون او شپې او ورځي او یا داسي نورو ساده خو مهمو موضوعاتو په اړه پوښتنه وکړل نو ما به هغومره قانع کوونکی ځواب نسوای ورکولای لکه څومره چې لازم وو. د ساینس په اړه دا کتاب (ساینس زده کړئ) ښاغلي داکتر صاحب عاصم مایار په خوږه او روانه پښتو ژبه لیکلی. زه نه وایم چې ددې مطالعه یوازي صرف ددې لپاره اهمه ده چې تاسو بیا د ماشومانو پوښتني پرې حل کړئ بلکه ددې کتاب یونیم داسي موضوعات دي چې د معاصر انسان ډېر لوی مشکلات د هغوی له کبله رامنځته سوي.
لکه د سمندرونو د اوبو تر حد زیات تروش والۍ، د اقلیم بدلېده او د اتوموسپېر تودوالی، تر حد زیاته د هوا ککړتیا او د ساري ناروغیو تر کنترول وتل او همداسي نور لوی موضوعات چې زموږ په شمسي نظام پوري اړوند دي لکه تور سوري یا Black holes څه دي؟
د بشر د ژوند راتلونکی په دې کایناتو کې، د انشتاین د نسبیت تیوري او داسي نور ..
کتاب مجموعه څلور څپرکي لري.
لمړی څپرکی: د ساینس او تکنالوژۍ تاریخي پیښي په دې څپرکي کې د فلزاتو پر کشف، د بخار ماشین اختراع، د شیشې کشف، د چاپ ماشین اختراع او د ساینس پنځه څپې او یو نیم نورو موضوعاتو بحث کیږي.
دویم څپرکی: د ساینس رازونه لکه ولي انسان د ځمکي حرکت نسې احساس کولای؟
د باد رامنځته کېدل، د ځمکي جوړښت، د جاذبې قوه، د سپوږمۍ حرکت او ولي پر ځمکه رالویږي نه؟ د برېښنا او مقناطیس اړیکه او داسي نورو زیاتو موضوعاتو بحث کیږي.
دریم څپرکی: د تکنالوژۍ رازونه
د اوبو تصفیه، لمریزي تختې یا شمسي هینداري، د ایرکنډیشن میکانیزم چې څنګه هوا سړوي؟
سټلایټ او د رادیو په اړه بحثونه راغلي.
څلورم یا اخیري څپرکی: د کایناتو رازونه
د بشر برخلیک، سیارات، Black holes، د کایناتو پای او د څپو جوړښت او اهمیت
دا موضوعات چې د هر څپرکي تر یادوري لاندي لیکل سوي یوازي یې نمونې دي بلکه نور لا زیات موضوعات هم وه خو د ټولو د لیکلو حاجت نه وو او بل لیکنه هم اوږدوي.
د کتاب هره موضوع دوه صفحو کې یا کمو کې تشریح سوې او هر وخت او هر څومره مصروفیت کې یې مطالعه کول د نورو مسؤلیتونو خنډ نه جوړیږي.
ما یو ځل ولوستی او د دویم ځل لوستلو سره به لا ښه وي چې بیا که د کوم کس د سوال سره مخامخ سم شاید ښه یې ور حل کړم او لا زیات ورباندي پوه سم.
اوس وخت کې چې زموږ په ټولنه کې هم ښوونځي او هم مو پوهنتونونه اکثریت په کاغذ پراني معیار ګرځولی، د زده کړي کچه یوازي د پارچې ډکېدو ته راټیټه سوې نو داسي موضوعات یوازي موږ هم په ښوونځي کې د امتحان کامیابېدو او ښو نمرو ترلاسه کولو لپاره زده کول خو دا زده کړي بیا دا تاوان د ځان سره درلوده چې اوس آن پر ډېرو کوچنیو مسأیلو هم برلاسی نه لرو.
نو دا کتاب د هر ځوان او ماشوم لپاره د لوستلو اهمیت لري.
تر څو لا زیات د ساینس، خپلو ورځنیو چارو او ورسره هغه چاپیریال چې دی ژوند پکښي کوي؛ زده کړه وکړي.
